چهارشنبه, اپریل 15, 2026
Home Blog Page 260

ډونالډ ټرمپ:پاکستان په وروستیو کې د اټومي وسلو ازمایښت کړی چې هیڅوک پرې نه دي خبر

د امريکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ په تازه څرګندونو کې ويلي، چې پاکستان په وروستيو کې د اټومي وسلو ازموينه کړې ده.

نوموړي دا څرګندونې له CBS ټلوېزيون سره په ځانګړې مرکه کې کړي.

د ټرمپ په وينا، دغه ازموينه په پټه ترسره شوې ده او دقيق ځای یې نه شي افشا کولی.

هغه زياته کړې: «پاکستان دا ازموينه داسې ځای کې کړې، چې ډېرو خلکو ته معلومه نه ده. يوازې ځينې ټکانونه احساس شوي، خو نړۍ پرې نه ده خبره.»

نوموړي همدارنګه ویلي، چې چين، روسيه او شمالي کوريا هم وروستيو مياشتو کې د اټومي وسلو ازموينې ترسره کړې دي.

د هند د بهرنیو چارو وزیر؛د زلزلې له امله له امیرخان متقي سره د خواخوږۍ ټلیفوني اړیکه کړې

د هند د بهرنیو چارو وزیر جی شنکر د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو له سرپرست وزیر مولوي امیر خان متقي سره د شمالي ولایتونو ‎بلخ، ‎سمنگان او ‎بغلان د زلزلې د قربانیانو د مړینې او زیانونو په اړه د خواخوږۍ او همدردۍ څرګندولو لپاره ټلیفوني اړیکه نیولې ده.

جی شنکر په خپله ایکس‌پاڼه ویلي، چې هند له زلزله‌ځپلو سره د بیړنیو مرستو په لېږلو بوخت دی، او د مرستو لومړۍ بسته نن افغان چارواکو ته سپارل شوې ده.

نوموړي زیاته کړې چې د درملو او نورو ضروري توکو بله برخه به هم ډېر ژر افغانستان ته ورسېږي.

د دواړو لورو ترمنځ د خبرو پر مهال، د هند او افغانستان د دوه اړخیزو اړیکو د پرمختګ، د خلکو ترمنځ د اړیکو د زیاتوالي او د سیمې د روان وضعیت په اړه هم مفصل بحث شوی دی.

د هند د بهرنیو چارو وزیر د متقابل تفاهم او سیمه‌یز ثبات د ټینګېدو هرکلی کړی دی.

عبدالله عبدالله؛د شمالي ولایتونو له زلزله‌ځپلو سره خواخوږي او د مرستو غوښتنه کړې

د مصالحې شورا پخواني مشر ډاکتر عبدالله عبدالله د افغانستان په شمالي ولایتونو کې د وروستۍ زلزلې له امله د زیانمنو شویو کورنیو سره خپله ژوره خواخوږي څرګنده کړې ده.

ډاکټر عبدالله ویلي:«موږ ځان د شهیدانو له کورنیو سره په غم کې شریک بولو او د ټپیانو د عاجلې روغ‌تیا هیله کوو.»

هغه له مرستندویو بنسټونو، ملي سوداګرو او شتمنو هېوادوالو غوښتي چې ژر تر ژره د زلزله‌ځپلو د مرستې لپاره عملي ګامونه واخلي او د خپلو هېوادوالو د ژوند د ژغورلو او ملاتړ په برخه کې خپل انساني مسؤولیت ادا کړي.

اسماعیل بقایي:د اوبو په برخه کې د کابل له چلنده ناخوښ یوو

د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند اسماعیل بقایي وايي، تهران د اوبو په اړه د طالبان حکومت له چلنده راضي نه دی او چارواکو یې د هلمند د اوبو تړون د عملي کولو غوښتنه کړې.

نوموړي په تهران کې د خبري ناستې پر مهال وویل چې د هریرود د حقابې لیکلې هوکړه نه‌شته؛ خو د نړیوالو قوانینو له مخې برلاس هېواد د پوره تعهداتو مسوولیت لري.

بقایي زیاته کړې چې سلما بند تازه اوبه خوشې کړي او هیله یې څرګنده کړه چې دا کار د «دوستۍ بند» لامل شي.

د ده په وینا، د ایران د بهرنیو چارو وزارت د مرستیال غریب ابادي وروستي سفر کې د اوبو موضوع د بحث مهمه برخه وه.

حامد کرزي؛له نړیوالو مرستندویه بنسټونو وغوښتل چې د زلزله ځپلو کورنیو ته عاجل مرستې ورسوي

پخواني ولسمشر حامد کرزي د بلخ، سمنګان او د هېواد د نورو ولایاتو د وروستۍ زلزلې د قربانیانو له کورنیو سره خپله ژوره خواخوږي او غمشریکي څرګنده کړې ده.

کرزي په خپره شوې اعلامیه کې ویلي، چې د زلزلې له امله رامنځته شوي ځاني او مالي زیانونو ژور خواشیني کړی، او د زیانمنو کورنیو ته یې د تسلیت مراتب وړاندې کړي.

هغه له ملي سوداګرو او مرستندویو بنسټونو، همدارنګه له نړیوالو ادارو وغوښتل، چې له زیانمنو کورنیو سره د بیړنیو مرستو په برابرولو کې فعاله ونډه واخلي.

شهباز شریف:افغانان زموږ ورونه او خویندې دي، او د زلزلې د اووښتو تلفاتو په اړه ژور خواشیني یوو

د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف د افغانستان شمال کې د مرګونې زلزلې له امله ژوره خواخوږي څرګنده کړې ده.

نوموړي په خپل ایکس پیغام کې ویلي، چې د افغانستان له خلکو سره د دې غمیزې پر مهال د پاکستان ولس او حکومت په بشپړ ډول خواخوږي څرګندوي.

شریف، د زلزله‌ځپلو کورنیو سره د تسلیت او دعا ترڅنګ، د ټپیانو د ژر تر ژره روغ‌کېدو هیله څرګنده کړې او ویلي یې دي چې پاکستان د افغانانو سره په هر غم کې شریک دی.

د یادونې وړ ده چې تېره شپه بلخ او بغلان ولایتونو او شاوخوا سیمو کې زورور زلزله شوې، چې تر دې مهاله ۲۰ تنه مړه شوي او شا او خوا ۵۳۰ تنه ټپيان ثبت شوي.

نیویارک پوسټ:روسیي او چینایي نجونې د جنسې اړیکې نیولو وروسته د امریکايي شرکتونو معلومات ترلاسه کوي

0

د نیویارک پوسټ مجلې د راپور له مخې، آلیا روزا، د روسیې پخوانۍ جاسوسې، ویلي چې روسي او چينایي استخباراتي اجنټان د جعلي مینې، اړیکو او احساساتي فریبونو په وسیله هڅه کوي د امریکایي ټکنالوژۍ شرکتونو رازونه ترلاسه کړي.

روزا چې اوس په امریکا کې ده، وايي دغو اجنټانو ته روزنه ورکول کېږي چې د قرباني باور تر لاسه کړي، جنسي اړیکه ورسره ونیسي او وروسته یې د احساساتو له لارې محرم معلوماتو ته اړ کړي.

هغې خبرداری ورکړی چې د ټکنالوژۍ شرکتونو کارکوونکي، په ځانګړي ډول مجرد او احساساتي کسان، د دې عملیاتو تر ټولو مهم هدفونه دي.

اوچا:د افغانستان شمال ته مو د مرستې ټیمونه لیږلي او ښایي د تلفاتو ارقام لوړ شي

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ اداره (اوچا) په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې د افغانستان په شمال کې د زلزله‌ځپلو سیمو د ژغورنې او بیړنیو مرستو عملیات یې پیل کړي دي.

په خبرپاڼه کې راغلي، چې دې ادارې له ګڼو بشري بنسټونو سره په همغږۍ، د مرستندویو ټیمونو د اعزام بهیر پیل کړی دی ترڅو زیانمنو کورنیو ته بیړنۍ مرستې ورسوي.

اوچا خبرداری ورکړی چې د تېرې شپې زلزلې له امله د تلفاتو شمېر ښایي نور هم لوړ شي، ځکه د ځینو سیمو له بشپړ وضعیت لا هم کره معلومات نه‌دي ترلاسه شوي.

جاپان او ایران؛د افغانستان د زلزلې له زیانمنو سره خواخوږي او د مرستو ژمنه کړې

په کابل کې د جاپان سفیر کن‌ییچي ماساموتو د هېواد په شمالي ولایتونو کې د تېرې شپې د زلزلې له امله ژوره خواشیني څرګنده کړې ده.

د جاپان سفارت د سفیر له قوله وايي چې د مړو لپاره دعا کوي او کورنیو ته یې تسلیت وړاندې کوي.

سفارت وایي جاپان له زیانمنو سره د مرستې لپاره چمتو دی.

همدارنګه په کابل کې د ایران سفارت هم د شمال د مرګونې زلزلې د اغېزمنو کورنیو سره خواخوږي څرګنده کړې او ویلي یې دي چې ایران په دې سختو شرایطو کې د افغانانو تر څنګ ولاړ دی او له ارزونو وروسته به اړینې مرستې وړاندې کړي.

د بدخشان د شهر بزرګ ولسوال:په بدخشان کې زلزلې نږدې ۸۰۰ کورونه نړولي؛ خلک بیړنیو مرستو ته اړتیا لري

د بدخشان د طالبانو د شهر بزرګ ولسوال عبدالرشید رشاد وایي چې د تېرې شپې زلزلې په چوګاني کلي کې نږدې ۸۰۰ کورونه په بشپړ ډول وران کړي.

رشاد زیاتوي چې د سیمې اوسېدونکي له درنو ستونزو سره مخ دي او بیړنیو خوړو، سرپناه او درملو ته جدي اړتیا لري.

د یادونې ده چې د تېرې شپې زلزلې په بلخ، سمنګان او بغلان کې هم مالي او ځاني زیانونه رامنځته کړي دي.