پنجشنبه, اپریل 9, 2026
Home Blog Page 261

پاکستاني جټ الوتکو؛د پکتيکا برمل ولسوالۍ مرغه بازار بمبار کړی

سیمه‌ییزې سرچینو ویلي، چې تېره شپه دوولس بجې د پکتيکا ولايت د برمل ولسوالۍ په مرغه بازار باندې پاکستاني جټ الوتکو بمبار کړی؛ خو ځاني زيان نه لري.

سرچينه زياتوي چې په دې بازار کې شاوخوا ۱۰ دوکانونه په بشپړ ډول وران او ځينې سوځېدلي او د بازار د ټولو دوکانونو ښيښې هم ماتې شوې دي.

دا په داسې حال کې ده چې تېر ماښام پاکستان پر کابل هم برید کړی وو.

د کابل تر برید یوه ورځ وروسته؛د پاکستان د پوځ ویاند نن په پېښور کې مهمه خبري غونډه کوي

ټاکل شوې چې د پاکستان د پوځ ویاند به یو مهم خبري کنفرانس ولري.

دا کنفرانس نن پېښور کې ترسره کېږي.

تر اوسه په دې اړه زیات جزیات نه دي ورکړل شوي.

د یادونې ده چې دغه کنفرانس پر کابل تر بربد یوه ورځ وروسته ورکول کېږي.

ټي ټي پي:نور ولي محسود ژوندی دی او هغه هیڅکله کابل کې نه و

تحریک طالبان پاکستان یا ټي‌ټي‌پي ویلي، چې د دوی مشر نورولي محسود ژوندی دی او هغه هیڅکله کابل کې نه و.

ټي‌ټي‌پي زیاته کړې، چې موږ د کرښې پورې غاړه د پاکستان د پوځ پر وړاندې خپل جهاد ته دوام ورکوو.

ټي‌ټي‌پي د خپل مشر نور ولي محسود یوه غږیزه ثبت شوې مرکه خپره کړې، چې پکې د نېټې او وخت یادونه شوې او هغه پخپله وایي چې ژوندی دی.

راپور زیاتوي، چې د محسود څو غږیز پیغامونه په بېلابېلو رمز شوو (encrypted) ډلو کې خپاره شوي، څو د هغه د ژوند ثبوت وړاندې کړي.

بل لورته یو شمېر پاکستاني اکونټونو لیکلي، چې د کابل ښار په عبدالحق څلورلارې کې په لنډکروزر موټر کې پاکستاني جنګي الوتکو د ټي‌ټي‌پي مشر مفتي نور ولي محسود وژلی.

ذبیح الله مجاهد کابل ښاریانو ته:د چاودنې غږ اوریدل شوې، تشویش مه کوئ

د طالبانو حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد وایي، په کابل ښار کې د یوې چاودنې غږ اوریدل شوی؛ خو خلکو ته د اندېښنې اړتیا نشته.

نوموړي زیاته کړې، چې د پېښې د څرنګوالي معلومولو لپاره څېړنې روانې دي او تر اوسه د مرګ‌ژوبلې یا زیانونو په اړه کوم راپور نه‌دی ترلاسه شوی.

مجاهد داسې مهال دا څرکندونې کوي چې د کابل ښار اوسیدونکي وایي، چې پاکستاني جیټ الوتکو د کابل په هوایي ډګر او د کارته نو باګرامیو کې نظامي ځایونه په نښه کړي دي.

په کابل د پاکستان بریدونه؛یو برید عبدالحق څلور لارې کې په لنډ کروز موټر شوی او بل د کارته نو په یو کور شوی

یو شمېر باوري سرچینو په تازه معلوماتو کې حماسه میډیا ته ویلي، نن ماښام په کابل ښار کې دوه جلا ډرون بریدونه یو د عبدالحق څلور لارې په سیمه کې ترسره شوی، چې پکې یو لنډکروزر موټر ویشتل شوی دی.

د سرچینو په وینا، بل برید بیا د کارته نو په سیمه کې په یو استوګنیز کور شوی دی.

تر اوسه معلومه نه ده چې په دغه بریدونو کې څوک په نښه شوي.

د کابل هوایي ډګر د چاودنو جزیات؛پاکستان جیټ الوتکو د کابل هوایي ډګر او کارته نو باګرامیو کې څو نظامي ځایونه په نښه کړي

یوې باوري سرچینې چې نه یې غوښتل نوم یې واخیستل شي حماسه میډیا ته وویل چې پاکستاني جیټ الوتکو د کابل هوایي ډګر او د کارته نو باګرامیو کې نظامي ځایونه په نښه کړي دي.

تردې مهاله د اوښتې زیان په اړه مالومات نشته.

هڅه مو وکړه په دې اړه د طالبانو د کابل امنیه قوماندانۍ او کورنیو چارو وزارت نظر واخلو خو هغوې په دې اړه څه ونه وویل.

دا خبر وروسته بشپړیږي.

کابل هوایي ډګر ته څیرمه؛ د ډزو او چاودونو غږونه اوریدل شوي

د کابل هوایي ډګر ته څیرمه د چاودنو او ډزو غږونه اوریدل شوي.

د سیمې اوسیدونکو حماسه میډیا ته وویل چې د هوایي ډګر شاوخوا څخه د سختو ډزو او پرلپسې چاودنې اوریدل کیږي.

طالبانو تردې مهاله په دې اړه څه نه دي ویلي.

د ازادۍ په نوم جبهه:کابل کې مو د چریکي برید په ترڅ کې درې طالب سرتیرو ته مرګ ژوبله واړوله

د ازادۍ په نوم جبهې ادعا کړې چې وړمه شپه یې په کابل کې درې طالب سرتېرو ته مرګ‌ژوبله اړولې ده.

د یادې جبهې په وینا، دا چریکي برید د کابل د ارزان‌قیمت په مسیر، د بنایي په سیمه کې ترسره شوی، چې په ترڅ کې یې دوه طالبان وژل شوي او یو بل ټپي شوی دی.

تر اوسه د طالبانو حکومت په دې اړه څه نه دي ویلي.

محمد صادق خان:افغانستان د بندیزونو، فقر او اقلیمي بدلونونو له سختو ننګونو سره مخ دی

د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړي استازي محمد صادق خان ویلي، افغانستان دا مهال د اقتصادي بندیزونو، بانکي محدودیتونو، بې‌کارۍ، فقر او د اقلیمي بدلونونو له امله د بشري کړکېچ له سخت وضعیت سره مخ دی.

نوموړي د مسکو د فارمت اوومې ناستې ته ویلي، له نړیوالې ټولنې سره د افغانستان نه‌ادغام د سیمې د ثبات او همکارۍ هڅې کمزورې کړې دي.

هغه ټینګار کړی چې د مسکو فارمټ د سولې او ثبات د پیاوړتیا مهم سیمه‌ییز چوکاټ دی، او له ګاونډیو هېوادونو یې غوښتي چې د یوه باثباته افغانستان د ملاتړ لپاره خپلې هڅې زیاتې کړي.

صدیق صدیقي:د امیرخان متقي سفر هند ته د نوې جیوپولیتیکې لوبې نښه ده

د جمهوري نظام د کورنیو چارو وزارت د پالیسي او ستراتیژۍ پخواني معین صدیق صدیقي ویلي، د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي سفر هند ته د نوې جیوپولیتیکې لوبې پیل ته اشاره کوي.

ښاغلي صدیقي په خپله ایکس‌پاڼه لیکلي، داسې ښکاري چې چین، هند او ایران په ظاهر د طالبانو د ملاتړ په لور روان دي؛ خو د هر هېواد تر شا بېلابېل او پټ اهداف پراته دي.

د هغه په وینا، ایران، روسیه او هند غواړي د طالبانو ملاتړ وکړي څو د امریکا د بیا حضور مخه په افغانستان کې ونیسي، او هند هڅه کوي د طالبانو له نفوذ څخه د پاکستان پر ضد د تحریک طالبان پاکستان په مهارولو کې ګټه واخلي.

صدیقي زیاتوي، پاکستان که څه هم د دغو هېوادونو سره په ښکاره د امریکا د نه‌ستنېدو په هدف هم‌نظر دی؛ خو له هند سره په یوه جبهه کې نه شي درېدای.

هغه پوښتنه راپورته کړې چې اوس پاکستان به کومه لاره غوره کړي؟ ایا امریکا به بېرته لوبې ته راکاږي؟