سه شنبه, اپریل 21, 2026
Home Blog Page 250

غزه؛له اوربند وروسته اسراییلو ۳۹۳ بریدونه کړي چې ۲۷۹ فلسطینیان یې وژلي

0

‏د غزې د رسنیو د دفتر د معلوماتو له مخې، د اوربند له پای ته رسېدو وروسته اسراییلي ځواکونو پر غزه کې پراخ هوايي او توغندیز بریدونه کړي چې په ترڅ کې لږ تر لږه ۳۹۳ بریدونه ثبت شوي دي.

چارواکي وايي په دغو بریدونو کې ۲۷۹ ملکي وګړي وژل شوي او ۶۵۲ نور ټپیان شوي دي.

بل لور ته، په لبنان کې د صیدون ښار سوېلي څنډې ته یو بل اسراییلي هوایي برید شوی دی.

راپورونه وايي چې دا برید د فلسطیني کډوالو پر یو کمپ ترسره شوی چې له امله یې ۱۳ کسان ژوند بایللی او ۴ نور ټپیان شوي دي.

جنوبي وزیرستان؛په مکین کې ناپېژاندو وسله‌والو ۹ کاریګر تښتولي

0

پاکستاني رسنیو راپور ورکړی چې د خیبر پښتونخوا د سویلي وزیرستان د مکین په سیمه کې ناپېژاندو وسله‌والو ۹ کاریګر تښتولي دي.

سرچینې وایي یو تن له وسله‌والو څخه په تېښته بریالی شوی؛ خو د پاتې کسانو د موندلو لپاره د امنیتي ځواکونو عملیات دوام لري.

د خراسان ډایري د معلوماتو له مخې، دغه کاریګر د یوې امنیتي پوستې د جوړولو پر مهال برمته شوي او سیمه اوس د امنیتي ځواکونو له لوري کلابنده شوې ده.

هند؛د طالبانو حکومت د صنعت او سوداګرۍ وزیر نوي ډیلي ته په رسمي سفر هرکلی کړی

د هند د بهرنیو چارو وزارت د طالبانو حکومت د صنعت او سوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزي په رسمي سفر نوي ډیلي ته په رسېدو هرکلی کړی دی.

د وزارت د ویاند په وینا، دغه سفر د هند او افغانستان ترمنځ د سوداګرۍ او پانګونې د همکارۍ د پراختیا لپاره ډېر مهم بلل کېږي او دواړه لوري به د اقتصادي اړیکو د پیاوړتیا او نوو همکاریو د لارو د لټون په اړه تفصیلي بحثونه وکړي.

هندي اړخ زیاتوي، چې د اقتصادي فرصتونو پراخول، د متقابلې پانګونې اسانتیاوې او نوې ګډې پروژې د دې سفر د اجنډا مهم ټکي دي.

د کوټه-چمن لویه لار کې؛پر یوې امنیتي پوستې برید شوی

0

راپورونه وایي، چې د کوټه-چمن لویې لارې پر یوه امنیتي پوستې برید شوی دی.

د راپورونو په خبره، د پوستې مسوول افسر په برید کې وژل شوی او بریدګر د پېښې له ځای تېښته کړې ده.

ویل کېږي چې د سیمې چارواکو د پېښې په اړه تحقیقات پیل کړي دي.

د طالبانو حکومت؛د صنعت او سوداګرۍ وزیر د هند په رسمي بلنه نوي ډیلي ته روان شو

د طالبانو حکومت د صنعت او سوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزي د یوه لوړپوړي پلاوي په مشرۍ د هند په رسمي بلنه نوي ډیلي ته روان شوی دی.

د وزارت د خبرپاڼې له مخې، د دې سفر اصلي هدف د چابهار بندر د ظرفیتونو په بشپړ ډول فعالول، د هند د پانګونې جذب او د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ پراخول دي.

په دې سفر کې به طالب پلاوی د پراګتي نړیوال نندارتون له کتنې سربېره د هند د بهرنیو چارو او سوداګرۍ له وزیرانو، پانګوالو او د خصوصي سکټور له استازو سره وګوري.

د یادونې ده چې دغه سفر د کابل او نوي ډیلي ترمنځ د اقتصادي اړیکو د پیاوړتیا لپاره یو مهم ګام ګڼل کېږي.

ډونالډ ترمپ:د امریکا پوځ مې په تریلیونو ډالرو سمبال کړ؛ خو یوه برخه تجهیزات په افغانستان کې پاتې شول

د امریکا ولسمشر ډونالد ترمپ ویلي، هغه په خپله لومړۍ دوره کې د امریکا پوځ په تریلیونونو ډالرو سمبال کړ؛ خو یوه برخه تجهیزات یې په افغانستان کې په بېخوده توګه پاتې شول.

ترمپ دا څرګندونې د سعودي ولی‌عهد محمد بن سلمان سره د لیدنې پر مهال په سپینې ماڼۍ کې کړي.

هغه زیاته کړې، هغه څه چې په افغانستان کې پاتې شول یوازې د ټول پوځ د تجهیزاتو یوه کوچنۍ برخه وه.

ترمپ ویلي، امریکا به خپل پوځ بیا د تاریخ په تر ټولو لوړه کچه رسوي.

پولیټیکو:امریکايي پوځي مشران د محرم سفر په ترڅ کې اوکراین ته رسېدلي

0

پولیټیکو په یوه راپور کې ویلي، د امریکا دوه لوړپوړي پوځي چارواکي په یو نا اعلان شوي سفر کې د اوکراین پلازمېنې کیف ته رسېدلي دي.

ټاکل شوې چې دوی نن ورځ د اوکراین له پوځي مشرانو، وکیلانو او ولسمشر ولادیمیر زېلېنسکي سره جلا جلا ناستې وکړي.

سرچینې وایي چې د دغو لیدنو اصلي بحث به د روسیې سره د سولې د درېدلې بهیر ارزونه او د دې پروسې د بیا پيل په تړاو د اوکراین د دریځ اورېدل وي.

وال سټریټ ژورنال په یوه بل راپور کې لیکلي چې یاد امریکايي چارواکي پلان لري په راتلونکو ورځو کې له روسي چارواکو سره هم د خبرو یوه ناسته ترسره کړي.

لبنان؛د عین‌الحلوه د کډوالو پر کمپ د اسراییلي ډرون برید؛ ۱۳ کسان پکې وژل شوي

0

په لبنان کې د فلسطینیانو د عین‌الحلوه کډوالو پر کمپ د اسراییلي بې‌پیلوټه الوتکې په برید کې لږ تر لږه ۱۳ کسان وژل شوي او ګڼ نور ټپیان شوي دي.

د اسوشیټېډ پرېس د معلوماتو له مخې، دا برید د صیدون ښار ترڅنګ د کمپ په یوه جومات پورې اړوند تم ځای کې ترسره شوی دی، چې د ملکیانو د مرګ‌ژوبلې د زیاتېدو لامل شوی دی.

اسراییلي پوځ دعوه کوي چې برید یې د حماس پر یوه روزنیز مرکز کړی، هغه ځای چې د دوی په وینا د اسراییل پر ضد د بریدونو د پلان جوړولو لپاره کارېده.

خو د سیمې اوسېدونکي او د کډوالو د چارو فعالان وایي چې په پېښه کې عادي خلک وژل شوي.

جاپان؛سوېلي برخه کې اور نږدې ۱۷۰ کورونه سوځولي

0

د جاپان د اور وژنې ملي ادارې ویلي، د دغه هېواد په سوېلي برخه کې په یوه سمندري ښار کې لګېدلي پراخ اور نږدې ۱۷۰ څخه ډېرې ودانۍ په بشپړ ډول له منځه وړي دي.

د چارواکو په خبره، دا اور چې پرون مازیګر بل شوی، لا هم نه دی کنټرول شوی.

لومړني معلومات ښيي چې په پېښه کې یو کس ورک شوی او شااوخوا ۱۷۵ تنه اوسېدونکي د خوندیتوب لپاره بیړنیو سرپناه‌و ته کډه شوي دي.

ویل کېږي چې د اور وژنې ټیمونه د باد له امله د اور د وژلو برخه کې له ستونزو سره مخ دي.

د کندهار طالب چارواکي:دوکانداران دې په درې میاشتو کې پاکستاني توکي لیرې کړي

د کندهار طالب چارواکو دوکاندارانو ته درې میاشتنۍ اخطاریه ورکړې چې له خپلو دوکانونو څخه دې ټول پاکستاني توکي لیرې کړي.

که څه هم دا موده درې میاشتې ټاکل شوې، سوداګر وايي چې د خبر تر اعلان یوازې یوه اونۍ وروسته عملي کمپاین پيل شوی دی.

د کندهار د بازار یو شمېر تاجران وایي چې له بندیز سره سره لا هم پاکستاني درمل په پټه توګه بازار ته راوړل کېږي.

هغوی زیاتوي چې د نیول شویو توکو بیا پلور د قیمتونو کچه نږدې درې برابره لوړه کړې، چې له امله یې پر مصرفوونکو اضافي اقتصادي فشار راغلی دی.

طالب چارواکو تر اوسه په دې اړه نور جزئیات نه دي ورکړي.