سه شنبه, اپریل 21, 2026
Home Blog Page 251

د طالبانو حکومت؛د صنعت او سوداګرۍ وزیر سبا هند ته په رسمي سفر ځي

یو شمېر باوري سرچینو رسنیو ته ویلي چې د طالبانو حکومت د صنعت او سوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزي به سبا د رسمي سفر په موخه د هند پلازمېنې نوي ډیلي ته روان شي.

ویل کېږي چې نورالدین عزیزي به ددغه سفر پر مهال د هند له دولتي چارواکو سره د سوداګرۍ د پیاوړتیا، د دواړو لورو ترمنځ د صادراتو او وارداتو د پراختیا او ګډو اقتصادي همکاریو په اړه خبرې وکړي.

دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو کې د طالبانو د حکومت او پاکستان ترمنځ اقتصادي اړیکې سختې ترینګلې شوي دي.

د طالبانو حکومت:په تورخم کې ۵۰۰ کیلو ګرامه د کبانو غوښه چې پاکستان نه راوړل کېده، ونیول شوه

د ننګرهار د طالبانو حکومت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د معلوماتو له مخې، شاوخوا ۵۰۰ کیلو ګرامه د کبانو غوښه چې په ناقانونه ډول د تورخم له لارې راوړل کېده، د یو ګډ پلاوي له خوا کشف او ضبط شوې ده.

د ریاست ویاند اجمل سبحاني وایي، دغه غوښه د نیول کېدو وروسته له منځه یوړل شوه.

همدارنګه د یاد ریاست رییس محمد ولي محسن ټینګار کړی چې د «اسلامي امارت» د رهبرۍ له حکم سره سم له پاکستان سره سوداګریزې اړیکې تړل شوي او سوداګرو ته سپارښتنه شوې چې له قاچاقي راوړنو او ناقانوني کاروبار څخه ډډه وکړي.

د طالبانو حکومت او جاپان؛د لرغونو اثارو د ساتنې او فرهنګي همکاریو په اړه خبرې کړې

د طالبانو حکومت د اطلاعاتو او کلتور وزارت د فرهنګ او هنر معین مولوي عتیق‌الله عزیزي د جاپان سفیر ماساموتو کِینیچي سره کتلي او د افغانستان د لرغونو اثارو د ساتنې او فرهنګي همکاریو په اړه یې خبرې کړې.

په دې ناسته کې دواړو خواوو د تاریخي میراث د خوندي کولو ژمنه کړې او ټینګار یې کړی چې دا یوازې د افغانستان مسوولیت نه دی، بلکې د نړیوالې ټولنې ګډ مسؤلیت دی.

همدارنګه دواړو خواوو ژمنه کړې چې په راتلونکې کې به خپلې همکارۍ نورې هم پراخې کړي.

پاکستاني رسنۍ:د افغانستان او پاکستان د سوداګرۍ خونې له اسلام‌اباد غوښتي چې د مال وړونکو لاریو تګ راتګ ته اجازه ورکړي

پاکستاني رسنیو ویلي چې د افغانستان او پاکستان د ګډې سوداګرۍ خونې په یو تازه بیان کې له اسلام‌اباده غوښتنه شوې چې د افغان سوداګرو د مال وړونکو لاریو تګ راتګ ته اجازه ورکړي.

په اعلامیه کې ټینګار شوی چې د بار وړونکو موټرو بندښت دواړو لورو ته مالي زیان اړوي او باید د زیان د پراخېدو د مخنیوي لپاره ژر تر ژره پرېکړه وشي.

د ګډې خونې مسوولینو دا هم ویلي چې پاکستان باید له افغانستان سره ټولې سوداګریزې لارې بیارغونې او همکاریو ته په کتو بېرته پرانیزي ترڅو سوداګریز بهیر عادي حالت ته ستون شي.

ایران؛د افغانستان او پاکستان د ترینګلتیا د حل لپاره د ډسمبر په منځ کې سیمه‌ییزه غونډه جوړوي

د ایران د بهرنیو چارو وزارت مرستیال سعید خطیب‌زاده له یوه روسي رسنۍ سره په مرکه کې ویلي چې هېواد به یې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د شخړو د هواري لپاره د ډسمبر میاشت په منځ کې ځانګړې ناسته ترسره کړي.

نوموړي زياته کړې چې په دې غونډه کې به د سيمې ټول ګاونډيان، په ځانګړي ډول روسيه او چين، ګډون ولري.

خطیب‌زاده د غونډې اصلي اجندا د سيمې د مهمو مسایلو ارزونه او د افغانستان د ثبات د ملاتړ لپاره د سيمه‌ييزو همکاريو پياوړتيا بللې ده.

امیرخان متقي؛عباس عراقچي سره تېرو لسو ورځو کې دوهم ځل تلیفوني خبرې کړې

د طالبانو حکومت او ایران د بهرنیو چارو وزیرانو په تېرو لسو ورځو کې دوهم ځل تلیفوني خبرې کړې دي.

د ایران د بهرنیو چارو وزارت په بیان کې ویل شوي چې په دغه تماس کې د دواړو هېوادونو اړیکې او د سیمې روان وضعیت تر بحث لاندې نیول شوی دی.

د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي یو ځل بیا ټینګار کړی چې تهران د سیمې د سولې او ثبات د ساتلو لپاره د ګډ کار بشپړه اراده لري او هېوادونه باید د تاوتریخوالي د کمولو لپاره د خبرو اترو بهیر پیاوړی کړي.

د بیان له مخې، امیرخان متقي د ترسره شوو ډیپلوماټیکو هڅو ستاینه کړې او ویلي یې دي چې د سیمې دوامدارې مشورې کولی شي د وضعیت په ښه والي کې مرسته وکړي.

دا په داسې حال کې ده چې ایران له وړاندې خبر ورکړی و چې د کابل او اسلام‌اباد ترمنځ د تاوتریخوالي د کمولو لپاره د یوې سیمه‌ییزې ناستې د جوړولو هڅې روانې دي.

شهباز شریف:د اسیا پراختیایي بانک دوه میلیارد ډالر پور راکوي

0

د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف د کراچۍ د سفر پر مهال ویلي چې د اسیا پراختیايي بانک له هېواد سره یې د دوه میلیارد ډالرو نوی پور منظور کړی.

د ده په وینا، دغه مالي ملاتړ به د اوسپنې پټلۍ د مهمو پروژو د چټکولو سبب شي.

هغه د کراچۍ د اوسپنې پټلۍ د پروژو ارزونه کړې او د کېنټ سټیشن د نوسازۍ پرانیسته یې هم ترسره کړې.

نوموړي ټینګار کړی چې حکومت د رېلوې د عصري کولو په لور ګړندی حرکت کوي او نړیوال مالي مرسته به دغه هڅې نوره هم پیاوړې کړي.

اسوشیټېډ پرېس:په نایجېریا کې وسله‌والو د لیسې ۲۵ نجونې تښتولې؛ یو کارکوونکی وژل شوی

0

د نایجېریا چارواکي وایي چې پرون دوشنبه وسله وال کسان د هېواد په شمال لوېدیځ کې یوې لیسې ته ننوتلي او له ځانه سره یې ۲۵ نجونې زده کوونکې وړې.

د برید پر مهال د ښوونځي یو کارکوونکی هم وژل شوی دی.

د اسوشیټېډ پرېس د راپور له مخې، تر اوسه هېڅ وسله والې ډلې د دې تښتونې مسوولیت نه دی منلی او نه هم څرګنده ده چې تښتوونکو دا کار د کوم هدف لپاره کړی.

په نایجېریا کې د زده کوونکو د تښتونې پېښې نوې نه دي؛ په ۲۰۱۴ کال کې د بوکو حرام ډلې په یوه مشهور برید کې له یوې لیسې څخه نږدې ۲۷۰ نجونې وړې وې چې هغه پېښې نړیوال غبرګونونه راپارولي وو.

روسیې او ایران؛د افغانستان او پاکستان تر منځ د تاوتریخوالي په اړه خبرې کړي دي

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف او د ایران د بهرنیو چارو وزیر سید عباس عراقچي د یوې ټیلیفوني اړیکې پر مهال د سیمې پر مهمو موضوعاتو خبرې کړې دي چې پکې د افغانستان او پاکستان تر منځ زیاتېدونکی کړکېچ هم شامل و.

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت په وینا، دواړو لورو ټینګار کړی چې کابل او اسلام‌اباد باید خپلې شخړې د دیپلوماتیکو لارو هوارې کړي.

تر دې مخکې د ایران د بهرنيو چارو وزیر ویلي، چې ممکن د افغانستان او پاکستان تر منځ د روانو شخړو د هوارولو لپاره د سیمې د هېوادونو یوه ناسته راوبلل شي.

عباس عراقچي او امیر خان متقي؛د سیمه‌ییزو مشورو او همکاریو د پیاوړتیا پر اهمیت خبرې کړي

د ایراني رسنیو د راپورونو له مخې، د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي سره د سیمې د هېوادونو ترمنځ د سولې او ثبات د ټینګښت په اړه ټیلیفوني خبرې کړي.

په دې تلیفوني تماس کې عباس عراقچي د سیمه‌ییزو مشورو د پراختیا پر اهمیت ټینګار کړی، امیر خان متقي د ترسره شویو دیپلوماتیکو هڅو قدردانی کړی او د مشورو او رایزنیو د دوام ملاتړ یې څرګند کړی.

د ایراني رسنیو له قوله، دغه خبرې د دواړو هېوادونو ترمنځ د سیمه‌ییزو همکاریو د پیاوړتیا او د سیمې د ثبات د ټینګښت په موخه ترسره شوې دي.

د ایران او طالبانو د بهرنیو چارو وزیرانو دغه ټیلیفوني اړیکې په داسې مهال ترسره کېږي چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ سیاسي او اقتصادي کړکېچ لا هم روان دی او تر اوسه بې نتیجې پاتې شوی.