سه شنبه, اپریل 21, 2026
Home Blog Page 248

قرغزستان کې د طالبانو حکومت سفیر؛د خپل هندي سیال سره د دواړو هیوادونو د اړیکو پر پراخوالي خبرې کړي

په قرغزستان کې د طالبانو حکومت سفیر عبدالشکور حقاني د هند له سفیر بیرېندر سِنګ سره لیدلي دي.

دواړو لورو د کابل او نوي ډهلي ترمنځ د اړیکو د پیاوړتیا، اقتصادي او سوداګریزو همکاریو، سیمه‌ییز اتصال او بشري مرستو پر پراختیا خبرې کړي دي.

په خبرو کې د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزیر وروستی سفر هند ته مهم بلل شوی او هیله یې ښودلې چې د صنعت او سوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزي سفر به هم د سوداګرۍ او صادراتو په برخه کې نوي فرصتونه رامنځته کړي.

همداراز د چابهار بندر او هوايي دهلیز میکانیزم د دواړو هېوادونو ترمنځ د اقتصادي همکاریو لپاره د ستراتیژیک اهمیت لرونکي یاد شوي دي.

پاکستان؛فیصل‌اباد کې د فابریکې د اورلګېدنې له امله څلور کسان وژل شوي او څو کورونه ویجاړ شوي

0

د پاکستان د پنجاب ایالت په فیصل‌اباد کې د کیمیاوي موادو یوې فابریکې کې د اور لګېدنې له امله څلور کسانو ژوند له لاسه ورکړی او نهه تنه نور ټپیان شوي دي.

چارواکي وایي چې د اور زور دومره ډېر و، چې د فابریکې ترڅنګ د څو کورونو چتونه هم راپرېوتل.

د ژغورنې ډلې چارواکو څرګنده کړې چې عملیات لا هم روان دي او احتمال شته چې د ویجاړ شویو ودانیو لاندې نور کسان هم بند پاتې وي.

امریکایي نیولاینز نشریه:پاکستان د طالبانو د حکومت د بدلولو لپاره له افغان مخالفینو سره تماسونه زیات کړي

امریکايي نشریې نیولاینز د خپلو سرچینو په حواله راپور ورکړی چې پاکستان د طالبانو له حکومت سره د اړیکو د ترینګلتیا له زیاتېدو وروسته، د طالبانو حکومت د مخالفو افغان څېرو سره سیاسي تماسونه بیا فعال کړي او د افغانستان د سیاسي جوړښت د بدلولو پر لارو چارو غور کوي.

راپور وایي اسلام‌اباد د «رژیم بدلون» پلان ارزوي.

نیولاینز د سرچینو له قوله لیکي چې د طالبانو د هند پر لور نږدې کېدل، د استانبول د سولې خبرې بې نتیجې پاتې کېدل او د تحریک طالبان پاکستان د فعالیتونو زیاتوالی، د اسلام‌اباد امنیتي محاسبات بدل کړي دي.

راپور همداراز وايي چې پاکستان د طالبانو د مشرانو د نښه کولو پوځي او استخباراتي وړتیا لري؛ خو خبرداری ورکوي چې د طالبانو احتمالي سقوط به د قدرت خلا او د کډوالو نوې څپه رامنځته کړي.

د یادونې ده چې په دې وروستیو کې پاکستان له احمد مسعود، یاسین ضیا او نورو مخالفو څېرو سره تماسونه پراخ کړي دي.

روسیه؛د طالبانو حکومت سفیر او د تاتارستان ولسمشر د همکاریو د پراخېدو پر لارو مفصلې خبرې کړې

روسیه کې د طالبانو حکومت سفیر مولوي گل حسن حسن تاتارستان ته د خپل سفر پر مهال د دغه هیواد له جمهور ريیس رستم مینیخانوف سره کتلي.

د سفارت څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې په دې کتنه کې د سیاسي، اقتصادي، سوداگریزو او امنیتي همکاریو د پراخېدو په اړه مفصلې خبرې شوي.

ګل حسن حسن، د افغانستان د امنیت ټینگښت، د مخدره توکو د کښت او قاچاق د مخنیوي او رامنځته شویو اقتصادي فرصتونو یادونه کړې او هم يې د دواړو هېوادونو ترمنځ د گډو سوداگریزو مرکزونو د پرانیستلو او د دواړو هېوادونو د محصولاتو لپاره د نندارتونونو د جوړولو وړاندیز کړی.

په ورته مهال؛ د تاتارستان جمهور ريیس له افغانستان د هر ډول اړیکو او همکاریو پراخېدو ته چمتووالی ښودلی او ویلي، تاتارستان کولای شي د افغانستان لپاره په تخنیکي او صنعتي برخو کې اړین توکي او خدمات برابر کړي.

د طالبانو حکومت د کورنیو چارو وزارت:د پکتیا په ډنډ پټان کې له پاکستان څخه قاچاق کېدونکې وسلې نېول شوي

د طالبانو حکومت د کورنیو چارو وزارت ویلي چې د پکتیا په ډنډ پټان کې یې د پاکستان له لوري افغانستان ته د وسلو د قاچاق مخه نېولې ده.

د دوی په خبره، په دې وسلو کې ۳۴ تومانچې، څلور اېم‌فور، یو کرنکوف او څو نورې وسلې نیول شوې دي.

وزارت زیاتوي چې د وسلو قاچاق کوونکي تښتېدلي؛ خو د نیولو هڅې یې روانې دي.

دا په داسې حال کې ده چې په وروستیو کې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د تګ راتګ ټولې رسمي لارې تړل شوي او اړیکې سختې ترینګلې شوي دي.

خیبر پښتونخوا؛ډېره اسماعیل خان کې د ځمکني ماین چاودنې له امله نهه پولیسو ته مرګ ژوبله اووښتې

0

د خیبر پښتونخوا د ډیره اسماعیل خان، د د ټاکواره سیمې په لاره کې د پولیسو پر رینجر موټر د یوه ښخ شوي ماین له کبله زوروره چاودنه شوې چې په نتیجه کې یې دوه پولیس افسران وژل شوي او لږ تر لږه اووه نور سخت ټپیان شوي دي.

د سیمې پولیسو په وینا، چاودنه هغه مهال رامنځته شوه چې د پولیسو ګزمې موټر د معمول ګزمې پر مهال له سیمې تېرېده.

د ټپیانو وضعیت د اندېښنې وړ بلل شوی او روغتون ته لېږدول شوي دي.

تر اوسه د برید مسولیت کومې ډلې پرغاړه نه دی اخیستی.

جی‌شنکر:هند د افغانستان د ودې او پرمختګ لپاره له هرې ممکنې لارې ګټه اخلي

د هند د بهرنیو چارو وزیر، ډاکټر ایس.جی شنکر، په نوي ډیلي کې د طالبانو حکومت د صنعت او سوداګرۍ له وزیر نورالدین عزیزي سره لیدلي او د دواړو هېوادونو د اقتصادي او خلکو ترمنځ اړیکو د پراختیا په اړه یې هراړخیز بحث ترسره کړی دی.

جی شنکر په خپله ایکس پاڼه ویلي، چې هند د افغانستان له خلکو سره د دوامدار ملاتړ ژمنه لري او هڅه کوي چې سوداګریزې اړیکې، سیمه‌ییز اتصال او د خلکو ترمنځ تګ راتګ لا پیاوړی کړي.

د ده په وینا، هند غواړي داسې اقتصادي لارې پرانیزي چې د افغان ولس لپاره د ودې او ثبات فرصتونه برابر کړي.

د جی شنکر او عزیزي دا لیدنه د هند او افغانستان د اړیکو په لړ کې یو مهم پرمختګ بلل کېږي، په داسې حال کې چې دواړه لوري د متقابلې سوداګرۍ، پانګونې او اقتصادي پراختیا پر عملي لارو چارو تمرکز کوي.

د طالبانو حکومت د کورنیو چارو وزارت:د پکتیا په ډنډ پټان کې له پاکستان څخه قاچاق کېدونکې وسلې نېول شوي

د طالبانو حکومت د مهاجرینو ستونزو ته د رسیدنې عالي کمیسون د دارلانشاء کمیټې د راپور له مخې د سې شنبې په ورځ ۱,۷۶۳ کډوالې کورنۍ، چې ټول شمېر یې له ۱۰ زرو اوړي، د تورخم، سپین بولدک، اسلام‌قلعه او وېش ـ چمن له لارو هېواد ته ستنې شوې دي.

د طالبانو حکومت د ویاند مرستیال حمد الله فطرت په وینا، د ورځې په اوږدو کې ۲,۲۲۲ ستنېدونکې کورنۍ خپلو اصلي ولایتونو ته لېږدول شوې او ۱,۵۴۳ کورنیو ته بیړنۍ مرستې رسېدلې دي.

نوموړي زیاته کړې، چې د کابل د ترانسپورت کمېټې په همغو ورځو کې ۱,۲۴۱ کورنیو ته د خوندي لېږد اسانتیاوې برابرې کړې، چې په دې تړاو شاوخوا ۴.۸ میلیونه افغانۍ د ترانسپورتي لګښتونو لپاره ځانګړې شوې دي.

جرمني؛د افغانانو د ستنېدو لپاره مالي وړاندیز کړی؛ خو ډېری یې منلو ته نه دي تیار

0

اروپایي رسنیو ویلي چې جرمني هغو ۶۵۰ افغانانو ته چې د دې هېواد د بیا مېشتېدو په لېست کې شامل دي، وړاندیز کړی چې که له جرمني ته د تلو پلان نه تېر شي؛ نو په بدل کې به ورته زرګونه یورو ورکړل شي.

یادې رسنۍ وایي، چې تر دې دمه یوازې ۶۲ افغانانو دغه وړاندیز منلی دی.

یاد کسان د ۱۹۰۰ هغو افغانانو له ډلې شمېرل کېږي چې جرمني ورته پخوا د منلو ژمنه کړې وه او دا مهال په دریمو هېوادونو کې په تمه ژوند کوي.

د جرمني د بهرنیو چارو وزارت یوه ویاندې ویلي چې له نورو مستحقو افغانانو سره هم اړیکې روانې دي او ممکن یو شمېر نور کسان هم دغه وړاندیز ومني.

په ورته وخت کې اندېښنې شته چې پاکستان ښايي د ډسمبر له پای وروسته هغه افغانان له هېواده وباسي چې جرمني یې د پناه غوښتنې پروسې منلو ته حاضر نه دي.

محمد اشرف غني:د ځان لپاره واک نه غواړم؛ خو د اړتیا په صورت کې د بحران د حل لپاره چمتو یم

د هېواد پخواني ولسمشر، محمد اشرف غني د یو اوږد پیغام په خپرولو سره ویلي چې هېواد د یو ډېر حساس تاریخي پړاو په منځ کې د خطر او فرصت تر یوه لوی انتخاب رسېدلی دی.

ښاغلی غني وایي چې اوسنی وضعیت د ملي ګټو د تعریف، تلپاتې سولې د موندلو او د ملي اجماع د رامنځته کولو لپاره بنسټیز بحث ته اړتیا لري.

هغه ټینګار کړی چې د هېواد ستونزې یوازې هغه مهال حل کېدای شي چې ولس ګډ بحث ته ور ودانګي، ملي ګټې مشخصې شي او د هېواد راتلونکی مسیر د خلکو په خپله وټاکل شي.

غني وايي، تېرو ۴۷ کلونو کې افغانان له سولې، ثبات، اقتصادي ودې او مشروع حاکمیت بې‌برخې پاتې شوي، او په دې شرایطو کې تر ټولو مهمه پوښتنه دا ده چې څنګه تلپاتې سولې ته ورسېږو.

غني د مهاجرینو اجباري شړل، طبیعي پېښې او د پاکستان وروستي نظامي بریدونه د هېواد وضعیت لا سختوونکی یاد کړي دي.

هغه وایي، که څه هم ستونزې ډېرې دي، خو هیله باید ژوندۍ وساتل شي او د بدلون لپاره په ګډه هڅه وشي.

هغه زیاتوي چې ملي اجماع باید د راتلونکي لپاره پر تمرکز ودریږي، نه یوازې په تېر باندې.

د ده په باور، د ستونزو د حل یوازینۍ لار د خلکو یووالی، د سولې ټینګېدل، د مشروعیت ترلاسه کول، د تعلیم او روزنې پراختیا او له نړۍ سره د متوازنو اړیکو بیا رغول دي.

په پای کې غني وایي چې د ځان لپاره واک یا څوکۍ نه غواړي، خو که ولس اړتیا وګني، دی چمتو دی د بحران د حل او د «جوړوونکي» لارې د وړاندې کولو لپاره خپله ونډه واخلي.