چهارشنبه, اپریل 22, 2026
Home Blog Page 247

اریانا افغان هوايي شرکت؛د صادراتو د پیاوړتیا لپاره درې نوې بار وړونکې الوتکې پیري

اریانا افغان هوايي شرکت اعلان کړی چې ډېر ژر به درې نوې بار وړونکې ټرانسپورټي الوتکې رانیسي، څو د هېواد د تازه او وچو صادراتي محصولاتو د لېږد ظرفیت لوړ او د ټرانزیټ لګښتونه راکم کړي.

د طالبانو حکومت د امارتي شرکتونو ریاست په وینا، د نوو الوتکو په زیاتېدو به د صادراتو د لېږد بهیر هم چټک او هم اقتصادي شي.

د اریانا رییس بخت‌الرحمن شرافت وايي، ټاکل شوې الوتکې به د بوینګ یا ایربس ډول وي چې بیې یې له ۲۵ تر ۳۵ میلیونه ډالرو اټکل کېږي.

چارواکي دغه اقدام د افغانستان د هوايي ټرانسپورټ د پیاوړتیا او د سوداګریزو توکو د نړیوال لېږد د اسانتیا لپاره یو مهم پرمختګ بولي.

هرات؛د زعفرانو کلنی نندارتون پیل شوی

په هرات کې دا ځل د زعفرانو د فصل له پیل سره سم د کروندګرو او زعفران‌کارانو لپاره د زعفرانو نندارتون جوړ شوی.

په دې نندارتون کې د زعفرانو تازه ګلونه او زعفران د ۷۲ غرفو له لارې نندارچیانو ته وړاندې شوي دي.

دا نندارتون به درې ورځې دوام ولري او علاقه‌مندان کولای شي د زعفرانو د کیفیت او بېلابېلو ډولونو په اړه معلومات ترلاسه کړي.

ایران او افغانستان؛د سوداګرۍ خونو د نوې هوکړې له لارې اقتصادي همکاري پراخوي

په کابل کې د ایران سفارت اعلان کړی چې د ایران او افغانستان د سوداګرۍ خونو ترمنځ د ګډې همکارۍ نوې هوکړه لاسلیک شوی او د دواړو هېوادونو د خصوصي سکتور لپاره د ګډو همکاریو دروازې لا پراخې شوي دي.

د سفارت د معلوماتو له مخې، دا هوکړه لیک د رسمي مراسمو په ترڅ کې د ایران او د طالبانو حکومت د سوداګرۍ خونو د استازو په حضور کې لاسلیک شو.

د نوې هوکړې له مخې به دواړه هېوادونه د سوداګرۍ، پانګونې او د خصوصي سکتور د پرمختګ په برخو کې ګډ پروګرامونه پیاوړي کړي.

چارواکي وایي، دا ګام به د تهران او کابل ترمنځ اقتصادي اړیکې نورې هم ځواکمنې کړي او د خصوصي سکتور د ودې لپاره به ډېرې هڅونې رامنځته کړي.

د بښنې نړیوال سازمان:د PTM شپږ غړي له ۱۱ ورځو راهیسې بې درکه دي؛ پاکستان دې سمدستي معلومات ورکړي

0

د بښنې نړیوال سازمان ویلي چې د پښتون ژغورنې غورځنګ (PTM) شپږ غړي له تېرو ۱۱ ورځو راهیسې بې له کوم درک څخه ورک دي.

په لادرکه شویو کسانو کې نورالله ترین، حنیف پښتین، فرمان وزیر او څو نور فعالان شامل دي.

د سازمان په وینا، دغه کسان د نومبر پر ۱۲مه په پېښور کې تر ورکېدو وروسته تر اوسه نه دي موندل شوي.

د بښنې نړیوال سازمان له پاکستاني چارواکو غوښتنه کړې چې د دوی د ځای معلومات بې له ځنډه څرګند کړي، په قضیه کې شفافه او اغېزمنه څېړنه ترسره کړي او د جبري لادرکوونکو کړنو مخه ونیسي.

زلمی خلیلزاد:د کابل نندارتون د ستاینې وړ اقتصادي هڅه ده

د افغان سولې لپاره د امریکا پخواني ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد په خپله اېکس پاڼه لیکلي چې په کابل کې د سوداګرۍ او صنایعو خونې له لوري د نندارتون جوړول د ستاینې وړ اقتصادي هڅه ده.

خلیلزاد ویلي، افغانستان دا مهال له جدي اقتصادي ننګونو سره مخ دی، او دا ستونزې له هغه وروسته لا سختې شوې چې ایران او پاکستان نږدې دوه میلیونه افغان کډوال له خپلو کورونو وشړل او بېرته ستنېدو ته یې مجبور کړل.

هغه ټینګار کړی چې د دغه ډول نندارتونونو او اقتصادي فعالیتونو دوام کولی شي د هیواد د خراب اقتصادي وضعیت په نرمولو کې مهم رول ولوبوي.

ډونالډ ټرمپ او زهران ممداني؛له اختلافاتو وروسته پر ګډ کار هوکړې ته رسېدلي

0

د امریکا د نیویارک نوي ښاروال زهران ممداني او د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د څو میاشتو تر توندو لفظي شخړو وروسته بالاخره په سپینه ماڼۍ کې مخامخ لیدلي او د ګډ کار پر لارو چارو یې سلا مشورې کړې دي.

ممداني او ټرمپ چې تر دې وړاندې یې د کډوالۍ، اقتصاد او ښاروالۍ په چارو کې سخت اختلافات لرل، په دې لومړۍ کتنه کې ټینګار وکړ چې دواړه لوري غواړي د همکارۍ له لارې نیویارک یو لا پیاوړی او بریالی ښار کړي.

ولسمشر ټرمپ په خبرو کې ممداني ته په اشارې وویل: «هر څومره چې هغه بریالی وي، زه به هم هغومره خوشاله وم.»

دغه لیدنه د ډېری شنونکو له نظره د واشنګټن او نیویارک ترمنځ د نوي فصل د پیل نښه بلل شوې ده.

ولادیمیر زیلېنسکي:ډېر امکان لري چې کییف د واشنګټن ملاتړ د سولې د پلان له کبله له لاسه ورکړي

0

د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زیلېنسکي خبرداری ورکړی چې هېواد یې د یوه سخت او برخلیک‌ ټاکونکي انتخاب پر وړاندې ولاړ دی.

د ده په وینا، اوکراین باید پرېکړه وکړي چې خپل ملي حقونه او خپلواک دریځ ته لومړیتوب ورکړي، که هغه امریکایي ملاتړ وساتي چې کییف ورته شدید اړ دی؛ خو د سولې روانه طرحه بیا تر ډېره د روسیې په ګټه تمامېږي.

زیلېنسکي د جمعې په شپه خپل ولس ته په وینا کې وویل، ډېر امکان لري چې کییف د واشنګټن ملاتړ د سولې د پلان له کبله له لاسه ورکړي، چې دا به د اوکراین لپاره ستر سیاسي او امنیتي اغېزونه ولري.

بل لوري ته د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د امریکا له نوې طرحې هرکلی کړی او ویلي یې دي چې په دغه پلان سره د مسکو او کییف نږدې څلور کلنه جګړه پای ته رسېدلای شي.

نورالدین عزیزي؛په هند کې د پانګونې د پراخېدو او سوداګریزو اړیکو د پیاوړتیا غوښتنه کړې

د طالبانو حکومت د صنعت او سوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزي د خپل رسمي سفر په دوام کې په هند کې د دغه هېواد د خصوصي سکتور غړیو، هند کې مېشتو افغان سوداګرو او د PHD سوداګرۍ او صنعت خونې له مشرتابه سره غونډه کړې ده.

د غونډې په پیل کې د PHDCCI مشر افغان پلاوي ته ښه راغلاست ویلی او د دواړو هېوادونو د خصوصي سکتورونو ترمنځ د ګډو پروګرامونو او همکارۍ د پراخېدو ژمنه یې تازه کړې.

نورالدین عزیزي ګډونوالو ته د افغانستان د نويو پانګونې اسانتیاوو او د حکومت له لوري د خصوصي سکتور د پوره ملاتړ په اړه معلومات ورکړل.

نوموړي ویلي چې هندي پانګوال دې یوازې پانګونې ته محدود نه وي، بلکې په وارداتو او صادراتو کې دې هم همکاري زیاته کړي.

هغه د پانګونې او وارداتو لپاره د سمنټو تولید، درملو، خوراکي توکو او ټوکرۍ (نساجي) برخې مهم فرصتونه وبلل.

د صادارتو لپاره یې د پنبې، تازه مېوو او وچو مېوو سکتورونه ډېر مناسب یاد کړل.

ایکسپرېس ټرېبیون:د تورخم بندیدو اسلام‌اباد او راولپنډۍ کې سوداګرو ته ۱۵۰مېلیونه کلدارې زیان اړولی

پاکستانۍ اېکسپرېس ټرېبیون راپور ورکړی چې د تورخم د لارې تر بندېدو وروسته د اسلام‌اباد او راولپنډۍ عمده پلورونکو ته درانه مالي زیانونه اوښتي دي.

د لویو سوداګرو د وینا له مخې، هر یو یې شاوخوا ۱۵۰ میلیونه کلدارې تاوان کړی او د انارو، انګورو او سبزیجاتو بارونه یې له اونیو راهیسې تورخم کې بند پاتې دي.

راپور وایي، ډېری مېوې او سبزیجات د ځنډ له امله خراب شوي او یا بېرته افغانستان ته ستانه شوي، او افغان سوداګر پر دې دلیل له بېرته پیسې ورکولو انکار کوي چې بارونه یې د قرارداد مطابق لېږدولي دي.

پاکستاني سوداګر د دروازې د پرانیستو لپاره د پاکستان او طالبانو حکومت ترمنځ د عاجلو خبرو غوښتنه کوي، ځکه د سخت اقتصادي فشار له امله په ځایي بازارونو کې د کار د دوام لپاره درانه پورونه اخلي.

خیبر پښتونخو؛بنو کې د “اتحاد المجاهدین”وسله والې ډلې د امن ملیشې ۷کسان وژلي

0

د خیبر پښتونخوا په بنو ولسوالۍ کې د وسله والو د یوې حملې په نتیجه کې لږترلږه ۷ کسان وژل شوي او یو بل ټپي شوی دی.

ځايي او رسمي سرچینې وايي چې په هاوایډ سیمه کې د قاري جلیل پر دفتر برید د حافظ ګل بهادر پورې تړلې ډلې «اتحاد المجاهدین پاکستان» ترسره کړی دی.

قاري جلیل د اسحاق ډلې” امن ملیشې” یو مهم غړی بلل کېږي.

چارواکي وايي پېښه لا هم تر پلټنو لاندې ده او سیمه کې امنیتي ځواکونه ځای پر ځای شوي دي.