پنجشنبه, جون 18, 2026
Home Blog Page 24

مینه که هېواد پالنه؟ټروډو د خپلې امریکایۍ ملګرې لپاره د کاناډا لوبه پرېښوده

د کاناډا پخواني لومړي وزیر جسټېن ټروډو د فوټبال د نړیوال جام په یوه بحث‌ پارونکې شېبه کې د خپل هېواد او شخصي ژوند تر منځ د انتخاب له امله د خلکو پام ځان ته اړولی دی.

د راپورونو له مخې، په داسې ورځ چې هم د کاناډا او هم د امریکا ملي فوټبال لوبډلو په نړیوال جام کې خپلې لومړۍ لوبې کولې، ټروډو د کاناډا د لوبې د لیدلو پر ځای د امریکا د لوبډلې لوبې ته ولاړ. هلته د نوموړې ملګرې، مشهوره پاپ سندرغاړې کېټي پېري هم د پرانیستې د مراسمو کې برخه هم وه.

د ټروډو دې پرېکړې په رسنیو او ټولنیزو شبکو کې بېلابېل غبرګونونه راپارولي؛ ځینو خلکو دا د ملي لوبډلې پر ځای شخصي انتخاب بللی، خو نورو بیا ویلي چې ټروډو نور رسمي دنده نه لري او دا یې شخصي ژوند دی.

خو ټروډو وروسته په خپل ټویټ کې د بحثونو په ځواب کې داسې لیکلي:«کله ناکله د ملاتړ کوونکي ملګري مسوولیتونه وي، خو تاسو پوهېږئ چې زه د چا لپاره د جام ګټلو هیله لرم»

دا ټویټ د دې ښکارندوی دی چې که څه هم هغه د کټي پیري ملاتړ ته ورغلی و، خو بیا هم د زړه له کومي د کاناډا ملي لوبډلې ملاتړ کوي.

پاکستان کې؛یوه نهه کلنه اسټرالیایۍ نجلې د پولیسو په ډزو کې وژل شوې

راپورونه وایي، د پاکستان په پنجاب ایالت کې یوه ۹ کلنه اسټرالیایي نجلۍ د پولیسو په ډزو کې وژل شوې ده.

پاکستانۍ رسنیو ویلي چې دغه نجلۍ له خپلې کورنۍ سره د خپلوانو د لیدو لپاره پاکستان ته تللې وه، خو د یوې وسله‌ والې غلا سره مخ شوه چې وروسته د پولیسو د عملیاتو په ترڅ کې ووژل شوه.

د راپورونو له مخې، کله چې نجلۍ له خپلې کورنۍ سره یو ځای د خپلوانو له کوره د تګ په حال کې وه، وسله‌ والو غلو یې مخه ونیوله او له هغوی یې پیسې او قیمتي توکي واخیستل. پولیس د پېښې ځای ته ورسېدل او د تعقیب عملیات یې پیل کړل.

وروسته پولیسو د اسټرالیایۍ کورنۍ پر موټر د شکمنو غلو ګمان وکړ او ډزې یې پرې وکړې چې په پایله کې یې نجلۍ مړه شوه او پلار او ورور یې سخت ټپیان شول، خو مور یې ژغورل شوې ده.

اسټرالیایي چارواکو ویلي د پېښې په اړه پلټنې پیل شوې دي.

دیدار شهاب الدین دلاور رئیس عمومی هلال احمر حکومت طالبان با سکر تر فدراسیون بین‌المللی هلال احمر و صلیب سرخ

شهاب‌الدین دلاور، رئیس عمومی هلال‌احمر حکومت طالبان و جگن چپه‌گین، سکرترجنرال فدراسیون بین‌المللی جمعیت‌های هلال احمر و صلیب سرخ، در دیداری در کابل بر تداوم همکاری‌های مشترک در بخش فعالیت‌های بشردوستانه، خدمات صحی و امدادی، برنامه‌های ارتقای ظرفیت و گسترش همکاری‌های متقابل تأکید کردند.

بر اساس معلومات هلال‌احمر افغانی، در این دیدار شهاب‌الدین دلاور با اشاره به نیازهای بشردوستانه در کشور، خواستار افزایش همکاری‌های فدراسیون بین‌المللی برای گسترش خدمات بشردوستانه، پاسخ‌گویی به نیازهای آسیب‌دیدگان در حالات اضطراری و رساندن مؤثر کمک‌ها شد.

در همین حال، جگن چپه‌گین، سکرترجنرال فدراسیون بین‌المللی جمعیت‌های هلال احمر و صلیب سرخ، ضمن ابراز همدردی و تسلیت به مناسبت درگذشت دو تن از کارکنان هلال‌احمر افغانی، اطمینان داد که این فدراسیون به همکاری‌ها و کمک‌های بشردوستانه خود با هلال‌احمر افغانی ادامه خواهد داد.

دو طرف همچنین بر تقویت هماهنگی و تداوم تلاش‌های مشترک برای ارائه خدمات بهتر به نیازمندان تأکید کردند.

فرانسوي سیاسي فعال؛د افغان ښځو په ننګه اعتراض وکړ

د فرانسې له سیاسي فعالانو او د «پرمختګپالو غورځنګ» له مشرانو فرانسوا بېشیو د افغان ښځو په ننګ د طالبانو د حکومت پر ضد اعتراض وکړ.

فرانسوا بېشیو په خپله اېکس پاڼه په یوه پیغام کې لیکلي: « له افغان ښځو سره پیوستون؛ د جنسیتي اپارتاید پر ضد! طالبانو ته نه وایو!»

نوموړي همداراز افغان ښځې آزادې کړئ، جنسیتي آپارتاید رد کړئ، افغان نجونو ته د زده کړو اجازه ورکړئ او طالبان بند کړئ ټرېنډونه هم کارولي.

فرانسوا یو له هغو فعالانو دی چې په فرانسه کې وخت ناوخت په افغانستان کې د ښځو او نجونو په ملاتړ په لاریونونو او اعتراضاتو کې له افغانانو سره ګډون کوي او تل یې د افغان ښځو په ملاتړ دریځونه نیولي دي.

افغانستان کې د مور ورځ؛یونیسف ټولو افغان میندو ته مبارکي ویلې

نن د غبرګولي ۲۴مه په ټول افغانستان کې د مور د ورځې په توګه نمانځل کیږي.

د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق (یونیسف) هم د مور ورځې په مناسبت ټولو افغان میندو ته مبارکي ویلې او رښتینې اتلانې یې بللې دي.

یونیسف د یادې ورځې په مناسبت د افغان میندو ونډه ستایلې او ویلي یې دي دغه اداره د کال په هره ورځ د افغانستان د میندو ترڅنګ ولاړه ده.

یونیسف په یوه پیغام کې ویلي چې افغان میندې د ښوونکو، قابلو، نرسانو، د تغذیې او ټولنیزو چارو د سلاکارانو، روغتیايي کارکوونکو او په کورونو کې د ماشومانو د پالونکو په توګه د ټولنې په پرمختګ او د راتلونکي نسل په روزنه کې مهم رول لري.

په ورته وخت، نن د هېواد په بېلابېلو ولایتونو او لویو ښارونو کې ځوانان او پېغلې خپلو میندو ته د ګلانو، ډالۍ او کېک په اخیستلو سره دغه مبارکه ورځ نمانځي او شېبې یې یادګاري کوي.

د خوږو پلورنځیو مسوولین هم وایي، تر بل هر وخت ډېر په نن ورځې یې د پېرودونکو ګڼه ګوڼه زیاته وي.

دوه سر سختې سیالې لوبډلې؛د ښځو شل اووریز نړیوال جام کې نن له یو بل سره مخ کیږي

د ښځو د کرکټ شل اووریز نړیوال جام په لړ کې نن د هند او پاکستان لوبډلې د سیالۍ ډګر ته ښکته کیږي چې په روان ټورنمنټ کې د دواړو لوبډلو لومړنۍ لوبه هم ده.

د دواړو لوبډلو د ریکارډ له مخې په تېرو نړیوالو جامونو کې د هند ښځینه لوبډله هر ځل پر پاکستان برلاسې شوې ده.

خو یو څه چې یو ځل بیا یې تاوده بحثونه راپورته کړي د دواړو لوبډلو ترمنځ د لوبې په پیل کې او پای د هېنډ شېک یا لاس ورکولو موضوع ده.

د ۲۰۲۵ کال د نارینوو آسیا جام او د ښځو یو ورځني نړیوال جام پر مهال د هند نارینه او ښځینه لوبغاړو له پاکستاني لوري سره لاس نه ورکاوه چې د سپورټسمېنشېپ مهمه برخه بلل کیږي.

تازه یو ځل بیا د دواړو هېوادونو د ښځینه لوبډلو له مخامخ کېدو سره ډېری مینه والو ته دا پوښتنه پیدا ده چې یو ځل بیا به هم سیالې لوبډلې له یو بل سره هېنډ شېک کوي که نه، خو د هند لوبډلمشرې هارمنپریت کوور تازه ویلي چې د دوی تمرکز یوازې پر کرکټ دی او د دې موضوع په اړه ډېر فکر نه کوي.

د خوړو او کرنې نړيوال سازمان:اروپا او منځنۍ آسیا کې له ۱۰۰ میلیونو ډېر کسان د خوړو له کمښت سره مخ دي

د خوړو او کرنې نړیوال سازمان خبرداری ورکړی چې په اروپا او منځنۍ اسیا کې د خوړو خوندیتوب او د ځمکو د تخریب ستونزې لا هم د میلیونونو خلکو پر ژوند سیوری غوړولی دی.

د دغه سازمان د معلوماتو له مخې، په تېرو څو کلونو کې له ۱۰۰ میلیونو ډېر کسان د خوړو له کمښت سره مخ شوي، په داسې حال کې چې نږدې ۹۰ میلیونه هکټاره ځمکه د شګلنېدو او د تولیدي وړتیا د کمېدو له ګواښ سره مخ ده.

د ياد سازمان چارواکو ویلي، که څه هم له ۲۰۱۵ کال راهیسې د کرنې او خوړو د سیستمونو د پیاوړتیا لپاره له دوو میلیارده ډالرو څخه ډېره پانګونه شوې، خو دا هڅې د موجودو ننګونو د حل لپاره کافي نه دي.

سازمان له نړیوالې ټولنې غوښتي چې د کرنیزو او خوراکي سیستمونو د پیاوړتیا لپاره هر کال ۶۵ میلیارده ډالر اضافي پانګونه وکړي، څو د خوړو د کمښت، اقلیمي بدلونونو او د ځمکو د تخریب له پراخېدو مخنیوی وشي.

د ملګرو ملتونو؛امنیت شورا سبا افغانستان کې د یوناما د ماموریت په اړه غونډه کوي

ټاکل شوې ده چې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د دوشنبې په ورځ، د جون په ۱۵مه، په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندویه پلاوي (یوناما) د ماموریت او صلاحیتونو په اړه ځانګړې غونډه ترسره کړي.

يوناما ويلي، چې دغه غونډه به د نیویارک پر وخت د سهار په ۱۰:۰۰ بجو او د کابل پر وخت د ماښام په ۶:۳۰ بجو پیل شي.

تمه کېږي چې په غونډه کې د یوناما د فعالیتونو، لاسته راوړنو او راتلونکو مسؤلیتونو په اړه بحث وشي.

ایران؛له خرمشهر بندره افغانستان ته د اوبلن ګاز صادرات پیل کړل

د ایران د خرمشهر بندر چارواکو اعلان کړی چې افغانستان او پاکستان ته د ګډ ترانسپورټي سیستم له لارې د اوبلن ګاز صادرات پیل شوي دي.

د بندر د مسؤلینو په وینا، د صادراتو لومړنی پړاو په بریالیتوب بشپړ شوی او تمه ده چې دا نوې لاره به د خرمشهر بندر د لوژستیکي او سوداګریز اهمیت په پیاوړتیا کې مهم رول ولوبوي.

دا په داسې حال کې ده چې افغانستان په وروستیو کلونو کې له ایران سره د سوداګریزو اړیکو پراخولو ته ډېره پاملرنه کړې، په ځانګړي ډول وروسته له هغې چې له پاکستان سره د ترانزیټ او سوداګرۍ په برخه کې محدودیتونه زیات شول.

ایران اوس افغانستان ته اوبلن ګاز، تېل، پتروشیمي محصولات، خوراکي توکي او ساختماني مواد صادروي.

د راپورونو له مخې، د دواړو هېوادونو ترمنځ د کلنۍ سوداګرۍ ارزښت شاوخوا څلور میلیارده ډالرو ته رسېږي.

خیبر پښتونخوا؛د دېره اسماعيل خان ګمرک کې اورلګېدنې درانه مالي زیانونه اړولي

د خیبر پښتونخوا د دېره اسماعیل خان ګمرک په ګودام کې پرون اورلګېدنه رامنځته شوې چې له امله یې د چارواکو په وینا د ضبط شوو توکو لویه برخه سوځېدلې او میلیونونه پاکستانۍ روپۍ ته زیان اوښتی دی.

د پاکستان ډان ورځپاڼې د چارواکو له قوله راپور ورکړی چې په سوځېدلو توکو کې سګریټ، ټوکر، پټرول او نور توکي شامل وو.

ویل کېږي چې اور اوس مهار شوی دی.

پولیسو ویلي، د اور تر کنټرول وروسته ځینو کسانو هڅه وکړه چې له ګودامه توکي یوسي، چې له امله یې نښته رامنځته شوه او د سیمې د یوې تاڼې امر افتاب عالم بلوچ ټپي شوی دی.

چارواکي وایي تر اوسه د اورلګېدنې کره لامل نه دی معلوم شوی او پلټنې روانې دي.