یکشنبه, جون 14, 2026
Homeکورپاڼهمینه که هېواد پالنه؟ټروډو د خپلې امریکایۍ ملګرې لپاره د کاناډا لوبه...

مینه که هېواد پالنه؟ټروډو د خپلې امریکایۍ ملګرې لپاره د کاناډا لوبه پرېښوده

د کاناډا پخواني لومړي وزیر جسټېن ټروډو د فوټبال د نړیوال جام په یوه بحث‌ پارونکې شېبه کې د خپل هېواد او شخصي ژوند تر منځ د انتخاب له امله د خلکو پام ځان ته اړولی دی.

د راپورونو له مخې، په داسې ورځ چې هم د کاناډا او هم د امریکا ملي فوټبال لوبډلو په نړیوال جام کې خپلې لومړۍ لوبې کولې، ټروډو د کاناډا د لوبې د لیدلو پر ځای د امریکا د لوبډلې لوبې ته ولاړ. هلته د نوموړې ملګرې، مشهوره پاپ سندرغاړې کېټي پېري هم د پرانیستې د مراسمو کې برخه هم وه.

د ټروډو دې پرېکړې په رسنیو او ټولنیزو شبکو کې بېلابېل غبرګونونه راپارولي؛ ځینو خلکو دا د ملي لوبډلې پر ځای شخصي انتخاب بللی، خو نورو بیا ویلي چې ټروډو نور رسمي دنده نه لري او دا یې شخصي ژوند دی.

خو ټروډو وروسته په خپل ټویټ کې د بحثونو په ځواب کې داسې لیکلي:«کله ناکله د ملاتړ کوونکي ملګري مسوولیتونه وي، خو تاسو پوهېږئ چې زه د چا لپاره د جام ګټلو هیله لرم»

دا ټویټ د دې ښکارندوی دی چې که څه هم هغه د کټي پیري ملاتړ ته ورغلی و، خو بیا هم د زړه له کومي د کاناډا ملي لوبډلې ملاتړ کوي.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here