دوشنبه, مې 18, 2026
Home Blog Page 239

چین؛د تایوان شاوخوا پراخ پوځي تمرینات پیل کړي

0

د چین پوځ د تایوان ټاپو شاوخوا پراخ ځمکني، سمندري، هوايي او توغندیز پوځي تمرینات پیل کړي او ویلي یې دي، دا تمرینونه د تایوان د تش په نوم خپلواکۍ غوښتونکو او بهرنیو پوځي مداخلو پر وړاندې د جدي خبرداري په مانا دي.

د چین د پوځ د ختیځې قومندانۍ ویاند شي‌يي ویلي، د «۲۰۲۵ عادلانه ماموریت» تر عنوان لاندې به ریښتینې ډزې هم ترسره شي او د تایوان شاوخوا پنځه سیمې به د لسو ساعتونو لپاره د سمندري او هوايي تګ راتګ پر مخ وتړل شي.

دا پوځي تمرینات په داسې حال کې ترسره کېږي، چې متحده ایالاتو تازه تایوان ته د ۱۱ میلیارد ډالرو څخه د زیاتو وسلو د پلور اعلان کړی او تایوان هم د خپل دفاعي ځواک د پیاوړتیا لپاره د ۴۰ میلیارد ډالرو اضافي بودجه منظوره کړې ده.

سراج‌الدین حقاني:افغانستان به په لنډ وخت کې د نړۍ له پرمختللو هېوادونو سره سیالي وکړي

د طالبانو حکومت د کورنیو چارو وزیر سراج الدین حقاني د کابل مسولینو د ستاینې په مراسمو کې ویلي چې د کور دننه او بیرون له هیواده که هر څوک د افغانستان او د افغانانو په تړاو منفي نظر لري؛ نو «اسلامي امارت» ډاډ ورکوي چې د افغانستان له خاورې به هیڅ ډول خطر او مشکل ورته نه جوړېږي.

حقاني همدا رنګه د پاکستاني علماوو شورا او د جمعیت علما اسلام ګوند مشر مولانا فضل الرحمن څخه مننه کړې چې د افغانستان او افغانانو دپاره مثبت نظر وړاندې کوي.

هغه په کور دننه او بیرون جهتونو غږ کړی چې راشي او د افغانستان په بیارغونه کې خپل رول ثابت کړي.

نوموړي په ګاونډیو هیوادونو غږ کړی چې د افغانستان د بربادولو د هڅې پرځای دې د رغولو لار خپله کړي او په وینا یې چې د بربادۍ فکر د ښو پایلو مل نه دی.

هغه ویلي، چې دوی به په لنډ وخت کې د «لوی افغانستان» نقشه داسې جوړه کړي چې له پرمختللو هېوادونو سره سیالي وکړای شي.

کابل ته د خلیلزاد سفر؛د دواړو هیوادونو ترمنځ خبرې باید دوام وکړي

‏ د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیر خان متقي د افغانستان لپاره د امریکا پخواني ځانګړي استازي ښاغلي زلمي خلیلزاد سره په کتنه کې د افغانستان او امریکا د دوو اړخیزو اړیکو د پراختیا پر لارو چارو، فرصتونو او ستونزو خبرې کړي.

‏ښاغلي متقي یوځل بیا له امریکا سره په اوږدمهاله اړیکو په رغیدو ټینګار وکړ.

په ورته وخت کې زلمي خلیلزاد د ستونزو په هوارۍ کې خبرې اترې مهمې وبللې.

طالب چارواکی:د اسلامي نظام ملاتړ د هر افغان ملي او دیني مسوولیت دی

د طالبانو حکومت د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت مرستیال مولوي محمد علي جان احمد په هلمند کې یوې ولسي غونډې ته ویلي، چې د «اسلامي نظام» ساتنه د هر افغان ملي او دیني مسوولیت دی.

نوموړي دا نظام د الله ځانګړی فضل بللی او ویلي چې چارې یې د شریعت له مخې پر مخ وړل کېږي.

دا څرګندونې په داسې حال کې کېږي چې د طالبانو پر حکومت د ښځو د حقونو محدودولو، د نجونو د زده کړو بندېدو او د سیاسي ازادیو د نشتون له امله پراخ کورني او نړیوال انتقادونه روان دي.

علي‌رضا بیګ‌دلي هدایت‌الله بدري ته:ایراني شرکتونه په افغانستان کې د نفت او اوسپنې پانګونې ته لېواله دي

د کابل لپاره د ایران سفیر علي‌رضا بیګ‌دلي د طالبانو حکومت د کانونو او پټرولیم له وزیر هدایت‌الله بدري سره په لیدنه کې ویلي، چې ایراني شرکتونه په افغانستان کې د نفت او اوسپنې په برخو کې پانګونې ته لېواله دي.

د طالبانو حکومت د کانونو او پټرولیم وزارت ویلي، دواړو لورو د اقتصادي اړیکو پر پیاوړتیا او دوه‌اړخیزو همکاریو خبرې کړې دي.

د خبرپاڼې له مخې، د ایران سفیر د افغانستان د کانونو شتمنې زیرمې د ایراني سوداګرو لپاره ښه فرصت بللی دی.

د خوړو نړیوال پروګرام:افغانستان کې د لوږې او خوارځواکۍ وضعیت ورځ تر بلې زیاتېږي

د ملګرو ملتونو د خوړو نړیوال پروګرام (WFP) تازه راپور ښيي، چې په افغانستان کې د لوږې او خوارځواکۍ وضعیت ورځ تر بلې جدي شوی دی.

راپور زیاتوي چې اوس مهال له ۱۷ میلیونو زیات افغانان د شدید خوراکي کمښت له ګواښ سره مخ دي.

ډبلیو ایف پي”WFP” د اقتصادي ستونزو، لوړه بې‌روزګاري، د عایداتو کمښت او د بشري مرستو نشتوالی د دې وضعیت اصلي عوامل بولي او خبرداری ورکوي چې میلیونونه خلک په سختو شرایطو کې ژوند کوي.

پاکستان د سوداګریز کسر تر چتر لاندې؛د څلور میاشتو په موده کې یې کسر ۵.۹۴۸میلیارده ډالرو ته رسیدلی

0

د پاکستان او منځني ختیځ ترمنځ سوداګریز کسر د ۷.۸۸٪ په کچه زیات شوی، چې اصلي علت یې د وارداتو لوړوالی او د صادراتو کمښت بلل کېږي.

د پاکستان مرکزي بانک د معلوماتو له مخې، د جولای-نومبر په موده کې د منځني ختیځ سره سوداګریز کسر ۵.۹۴۸ میلیارده ډالرو ته رسېدلی، چې تېر کال یې ۵.۵۱۴ میلیارده ډالر و.

صادراتو کې په ځانګړې توګه سعودي عربستان، اماراتو، بحرین او قطر ته کمښت راغلی، په داسې حال کې چې واردات، په ځانګړې توګه د تېلو واردات، زیات شوي دي.

پاکستان کې دغه وضعیت د سوداګرۍ توازن د خرابېدو اندېښنې رامنځته کړي دي.

پاکستان د دې کسر د کمولو لپاره د ګلف همکاریو شورا (GCC) سره د آزادې سوداګرۍ تړون هم لاسلیک کړی، خو د صادراتو کمښت او وارداتو زیاتوالی لا هم د دغې هېواد اقتصادي ثبات ته جدي ننګونې رامنځته کړي.

د تهران والي:د پخواني افغان جنرال د وژنې قضیه تر څېړنې لاندې ده

ایراني رسنیو د تهران د والي حسین خوش‌اقبال له قوله راپور ورکړی، چې د افغانستان د پخوانیو نظامیانو له ډلې د جنرال اکرام‌الدین سریع د وژل کېدو قضیه تر جدي څېړنې لاندې ده.

د نوموړي په وینا، امنیتي او عدلي ارګانونه هڅه کوي د دې پېښې اصلي لاملونه او عاملان معلوم کړي.

د راپورونو له مخې، د جنرال اکرام‌الدین سریع د خاورته سپارلو مراسم تېره ورځ (شنبه) په تهران کې د یو شمېر افغان کډوالو او مېشتو افغانانو په ګډون ترسره شول.

ویل کېږي چې نوموړی څلور ورځې وړاندې په تهران کې له یوه بل پخواني افغان نظامي سره یو ځای تر برید لاندې راغی او تر ټپي کېدو وروسته روغتون ته ولېږدول شو؛ خو د درملنې پر مهال یې ساه ورکړه.

تر اوسه د برید د انګېزې او د بریدګرو د هویت په اړه رسمي معلومات نه دي خپاره شوي.

عبدالقهار بلخي:د اسرائیلو لخوا د «سوماليلنډ» په رسمیت پیژنده په کلکو ټکو غندو

د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي په خپره کړې اعلامیه کې ویلي چې “اسلامي امارت” د اسرائیل لخوا د صومالیا د فدرالي جمهوریت «سوماليلنډ» په رسمیت پیژندنه په کلکو ټکو غندو.

نوموړي په خپله ایکس پاڼه د بهرنیو چارو د وزارت د ویاند په توګه دا رسمیت پیژندنه غندلې.

کابل؛بتخاک سیمه کې د طالبانو حکومت د استخباراتو یو لوړپوړی چارواکی وژل شوی

د طالبانو حکومت د عمومي استخباراتو ریاست (GDI) یو لوړپوړی چارواکی او د دې ادارې د مشر منشي، مولوي نعمان غزنوي، په کابل کې وژل شوی دی.

د طالبانو حکومت اړوند څو سرچینو او ځایي کسانو د نوموړي د وژل کېدو پخلی کړی، خو تر اوسه د پېښې د څرنګوالي او لامل په اړه رسمي څرګندونې نه دي شوي.

راپورونه وایي، مولوي نعمان غزنوي د طالبانو حکومت د استخباراتو د مشر عبدالحق وثیق نږدې همکار و او د ادارې په مهمو چارو کې یې رول درلود.

سرچینې زیاتوي، چې نوموړی د کابل ختیځ، بُتخاک سیمې کې په خپل کور کې وژل شوی، خو د پېښې نور جزییات لا هم روښانه نه دي.

په ټولنیزو رسنیو کې ځینې ناتایید شوي راپورونه خپاره شوي، چې ګواکې نوموړی د کور دننه د یوې پېښې له امله وژل شوی، خو نور بیا د امنیتي اړخونو احتمال یادوي.

د طالبانو حکومت تر دې دمه د پېښې په اړه کوم معلومات نه دي ورکړي او نه هم کومې ډلې د دې برید مسوولیت منلی دی.