شنبه, مې 2, 2026
Home Blog Page 236

ایران؛تهران کې د افغانستان په اړه سیمه‌ییزه غونډه پیل شوه

د ایران د بهرنیو چارو وزیر، سید عباس عراقچي په تهران کې د سیمه‌ییزې غونډې په پرانیستونکې وینا کې ویلي چې د افغانستان د ګاونډیو هېوادونو ترمنځ د منظمې خبرو اترو جوړول یوه ستراتیژیکه اړتیا ده.

هغه زیاته کړې چې دا ډول غونډې نه یوازې د غلط فهمیو د کمولو په برخه کې مرسته کوي، بلکې د اقتصادي، سرحدي او بشردوستانه همکاریو د همغږۍ زمینه هم برابروي.

عراقچي ټینګار کړی چې دغه غونډې د شخړو د کمولو او د ګاونډیو هېوادونو د همکارۍ د پیاوړتیا لپاره مهم بنسټ جوړوي.

دا غونډه د کابل-اسلام‌آباد د شخړو پر محور تر سره کېږي؛ خو د طالبانو حکومت کوم استازي پکې ګډون نه دی کړی.

حنیف اتمر:تهران کې د افغانستان د وضعیت په اړه سیمه‌ییزه غونډه د سیاسي پرمختګ مهم فرصت دی

د تېر جمهوري حکومت د بهرنیو چارو وزیر حنیف اتمر ویلي، په تهران کې د افغانستان د وضعیت په اړه د سیمه‌ییزو هېوادونو غونډه کولی شي د سیاسي پروسې د پرمختګ او د ملي، سیمه‌ییزو او نړیوالو هڅو د همغږۍ لپاره مهم فرصتونه رامنځته کړي، څو د افغانستان د بحرانونو لپاره دایمي حل لارې ولټول شي.

هغه ټینګار کړی چې دا غونډه باید د بین‌الافغاني مذاکراتو د پیل ضرورت څرګند کړي، څو د کورنیو بحرانونو په حل کې ګامونه پورته شي او د افغانستان د حکومت نړیوال مسؤلیتونه او ژمنې عملي شي.

اتمر زیاته کړې چې له افغان اړخونو تمه کېږي چې د ملګرو ملتونو په همکارۍ دا مذاکرات هر څومره ژر ترسره کړي او خپل ملاتړ ترې اعلان کړي.

هغه همدارنګه د سه شنبې په ورځ د افغانستان د سیاسي ګوندونو او جریانونو د هم‌غږۍ اعلامیې یادونه کړې ا ویلي چې دغه اعلامیه باید سیمه‌ییزو او نړیوالو لوریو ته ډاډ ورکړي چې د هېواد سیاسي جریانونه د سیاسي حل په لټه کې هم‌غږي او چمتو دي.

محمد یعقوب مجاهد:پلرونه دې د خپلو اولادونو د زده‌کړو مخه نه نیسي، ملاتړ دې وکړي

د طالبانو حکومت د دفاع وزیر مولوي محمد یعقوب مجاهد له خلکو غوښتي چې د خپلو اولادونو د زده‌کړو مخه ونه نیسي او د هغوی ملاتړ وکړي.

نوموړي د کندهار په زیړۍ ولسوالۍ کې د یوه پوځي روزنیز مرکز د فراغت په مراسمو کې پر عصري او ديني زده‌کړو ټینګار کړی دی.

دا څرګندونې په داسې حال کې دي چې د طالبانو حکومت له ۲۰۲۱ کال راهیسې د نجونو پر مخ له شپږم ټولګي پورته ښوونځي او پوهنتونونه تړلي او پر ښځو او نجونو یې د زده‌کړو سخت محدودیتونه لګولي دي.

د روغتیا نړیوال سازمان:په ۲۰۲۴ کال کې ملاریا ۶۱۰ زره کسان مړه کړي او ۲۸۲ میلیونه یې اخته کړي

0

د روغتیا نړیوال سازمان یا WHO ویلي چې په ۲۰۲۴ کال کې په نړۍ کې د ملاریا ناروغۍ شاوخوا ۲۸۲ میلیونه پېښې ثبت شوې او نږدې ۶۱۰ زره کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

د دې سازمان د راپور له مخې، ۹۵ سلنه مړینې په افریقا کې شوې او تر ټولو ډېر ماشومان تر پنځو کلونو کم عمره قربانیان دي.

یاد سازمان زیاته کړې چې که څه هم د نوو وقایوي وسایلو او واکسینونو کارونې د میلیونونو پېښو مخه نیولې؛ خو د ناروغۍ زیاتوالی، د درملو پر وړاندې مقاومت او د روغتیايي بودجو کمښت لا هم سترې ننګونې بلل کېږي.

امریکا؛په براون پوهنتون کې د ډزو له امله دوه تنه وژلي

0

د امریکا د روډ ایلنډ ایالت په براون پوهنتون کې د ډزو له امله لږ تر لږه دوه کسان وژل شوي او یو شمېر نور ټپیان شوي دي.

د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې، پولیسو د پېښې ځای کلابند کړی او پلټنې روانې دي.

ځايي چارواکو ویلي چې د ټپیانو وضعیت تر څارنې لاندې دی او روغتیايي مرکزونو ته لېږدول شوي دي.

د پوهنتون ادارې د احتیاطي تدابیرو په توګه ځینې ټولګي ځنډولي او له محصلینو یې غوښتي چې تر بل اعلان پورې له ګڼې ګوڼې ډډه وکړي.

د اذربایجان سفیر د طالبانو حکومت ته:فرهنګي او د ځوانانو د روزنې د پیاوړتیا برخه کې همکاریو ته چمتو یوو

په کابل کې د اذربایجان سفیر د طالبانو حکومت د اطلاعاتو او کلتور وزارت له چارواکو سره په لیدنه کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د فرهنګي اړیکو د پراختیا، ګډو همکاریو او د افغان ځوانانو د روزنې پر لارو چارو خبرې کړې دي.

د طالبانو حکومت د اطلاعاتو او کلتور وزارت د خبرپاڼې له مخې، د اذربایجان سفیر الهام محمدوف د دغه وزارت د ګرځندوی، مالي او اداري چارو له معین قدرت‌الله جمال سره کتلي او د سیاسي، اقتصادي، سوداګریزو او فرهنګي اړیکو د پیاوړتیا پر اهمیت یې ټینګار کړی دی.

همداراز ویل شوي چې اذربایجان د انلاین کورسونو له لارې د افغان ځوانانو د روزنې لپاره هم خپل چمتووالی څرګند کړی دی.

د پاکستان خلاف مواد؛خليجي هېوادونو هندي فلم «دھریندر» باندې بنديز ولګاوه

0

پاکستاني رسنۍ وایي د هالیوډ د مشهورو ستورو فلم «دھریندر» چې د پاکستان ضد جوړ شوی په شپږو خليجي هېوادونو کې له نندارې منع شو.

د راپورونو له مخې، سعودي عربستان، متحده عربي امارات، قطر، کوېټ، بحرين او عمان کې پر ياد هندي فلم بنديز لګول شوی دی.

خليجي هېوادونو په فلم کې د پاکستان پر ضد د تعصب پر بنسټ موادو وړاندې کولو باندې اعتراض کړی دی.

ويل کېږي چې د فلم د خليجي هېوادونو لپاره د نندارې اجازه غوښتل شوې وه، خو غوښتنه رد شوه او فلم ته اجازه ورنکړل شوه چې په هېڅ يو خليجي هېواد کې خپور شي.

دا لومړی ځل نه دی چې هندي فلمونه په منځني ختيځ کې له ورته بنديزونو سره مخ کېږي؛ تر دې وړاندې هم پر ګڼو هندي فلمونو د بېلابېلو لاملونو له امله بنديزونه لګېدلي دي.

هه‌نګاو:ایران د یوه افغان په ګډون څلور بندیان اعدام کړي

د بشري حقونو سازمان «هه‌نګاو» ویلي چې ایران په خپلو زندانونو کې د یوه افغان په ګډون څلور کسان اعدام کړي دي.

د یاد بنسټ په وینا، افغان وګړی د نشه‌يي توکو په تور نیول شوی و او د ایران قضايي ارګانونو هغه د اعدام په سزا محکوم کړی و.

تر اوسه د دغه افغان د هویت او د عادلانه قضايي بهیر په اړه جزیات نه دي خپاره شوي.

هه‌نګاو زیاتوي چې دا اعدام د چهارشنبې په سهار شوی او تر دې دمه نه د ایران چارواکو او نه هم د طالبانو حکومت رسمي غبرګون ښودلی دی.

سراج‌الدین حقاني:اسلامي نظام باید د خلکو د ستونزو د حل مرجع وي

د طالبانو حکومت د کورنیو چارو وزیر، خلیفه سراج‌الدین حقاني، د خوست ولایت د ملکي او امنیتي ادارو له مسوولینو سره ناسته کړې ده.

په دې غونډه کې د ټولو دولتي ادارو رییسان، ولسوالان، امنیه قومندانان او د استخباراتو مدیرانو ګډون درلود.

نوموړي په خپلو خبرو کې د ولایت د چارواکو او عامو خلکو ترمنځ شته همغږي مهمه بللې او ستاینه یې کړې ده.

هغه ویلي، افغان ولس په تېرو لسیزو کې له سختو حالاتو تېر شوی او د بېلابېلو انقلابونو پر مهال یې تر ډېره له حکومتونو څخه د خیر پر ځای زیان لیدلی دی.

سراج‌الدین حقاني ټینګار کړی چې اسلامي نظام مسوولیت لري د خلکو د ستونزو د حل اصلي مرجع واوسي او د ولس اړتیاوو ته پر وخت او اغېزمن ځواب ووایي.

نورالحق انور:د «اسلامي امارت» له واک ته رسېدو وروسته د بیت‌المال او ملي شتمنیو بهر ته لېږد درول شوي

د طالبانو حکومت د چارو ادارې مشر نورالحق انور ویلي چې د دوی له واک ته رسېدو وروسته د بیت‌المال او ملي شتمنیو بهر ته لېږد درول شوي او ټول عادي او انکشافي لګښتونه له داخلي عوایدو تمویلېږي.

نوموړي ویلي، له ملي شتمنیو د غصب مخه نیول شوې او ځینې غصب شوې شتمنۍ بېرته استرداد شوې دي.

هغه دغه راز ویلي، چې د بې‌ځایه لګښتونو د کمولو او د اړمنو کسانو د ملاتړ برخه کې یې هم د پام وړ کارونه ترسره کړي دي..