شنبه, مې 2, 2026
Home Blog Page 232

لشکر طیبه د طالبانو حکومت ته:که پاکستان ته امنیتي تضمین ورنه‌کړئ، د پاکستاني پوځ ترڅنګ ستاسو خلاف درېږو

د لشکر طیبه ډلې لوړپوړي مشر شیخ یعقوب د طالبانو حکومت ته خبرداری ورکړی چې که اسلام‌اباد ته دا رسمي تضمین ورنه کړي چې د افغانستان له خاورې به د پاکستان پر ضد هېڅ فعالیت نه کېږي؛ نو دغه ډله به د پاکستان د پوځ تر څنګ ودرېږي.

نوموړي په یوه ویډیویي پیغام کې په ټینګار ویلي، چې د طالبانو حکومت باید حتا د «یوې مرمۍ» د نه ویشتلو ژمنه وکړي.

هغه ویلي، د دې تضمین په صورت کې د طالبانو حکومت او پاکستان اړیکې بېرته لوړې کچې ته رسېدای شي؛ خو که دا غوښتنه ونه منل شي؛ نو د پاکستان ولس او علما به د پوځ ملاتړ وکړي.

شیخ یعقوب د طالبانو حکومت ته نږدې د ځینو دیني عالمانو فتوا مثبته بللې؛ خو ټینګار یې کړی چې دا دریځ باید په عملي او رسمي ډول ثابت شي.

ایران؛د کرمان په فهرج سیمه کې ۴ امنیتي ځواکونه وژل شوي

0

د ایران کرمان ولایت، د فهرج په څارنیزه پوسته کې د وسله‌والو او امنیتي ځواکونو ترمنځ د سختې نښتې په نتیجه کې د استخباراتو وزارت دوه سرتیري او د نظم ساتنې دوه تنه سرتیري وژل شوي دي.

د حال وش د راپور له مخې، د نښتې شدت ډېر لوړ بلل شوی او ویلي یې دي چې د ډزو له امله سیمه کې امنیتي وضعیت خورا سخت شوی دی.

حال‌وش رسنۍ یوه ویډیو هم خپره کړې چې پکې د ټپيانو او وژل شویو ځواکونو جسدونه انتقالېږي.

دا نښته په داسې حال کې رامنځته شوې چې حال‌وش مخکې هم راپور ورکړی و چې په ایرانشهر کې وسله‌والو د درې پوځي موټرو هدف ګرځولو سره یو شمېر امنیتي ځواکونه وژلي او ټپیان کړي دي.

ددغه برید مسولیت تر اوسه کومې ډلې نه دی منلی.

پاکستان کې؛د سود کچې کمښت اقتصادي اختلافات رامنځته کړي

0

د پاکستان مرکزي بانک له لوري د پالیسي سود کچې ۱۰.۵۰ سلنې ته د راکمولو پرېکړې د دغه هېواد دننه ژور اختلافونه راپارولي دي.

د بهرنیو پانګه‌والو د سوداګرۍ خونې (OICCI) دا ګام محتاط او مثبت بللی، خو د پاکستان لویو سوداګریزو او صنعتي ټولنو ویلي چې دا کمښت ناچیز دی او د اقتصاد د احیا لپاره هېڅ اغېز نه لري.

د سوداګرۍ خونې مشران وایي، سره له دې چې انفلاسیون کم شوی، خو په پاکستان کې د پور اخیستنې لګښتونه لا هم د سیمې له هېوادونو لوړ دي، چې له امله یې پانګونه کمه شوې، صنعتونه تر خپل ظرفیت کم فعالیت کوي او بې‌روزګاري مخ په زیاتېدو ده.

دوی ټینګار کوي چې تر هغه چې سود کچه تر یوې عددي کچې راټیټه نه شي، نه به تولید او صادرات وده وکړي او نه به اقتصادي ثبات رامنځته شي.

یونسکو:په نړۍ کې د خبریالانو پرضد تاوتریخوالی ورځ تر بلې زیاتېږي

0

یونسکو وایي، په نړۍ کې د خبریالانو پرضد تاوتریخوالی زیات شوی او د وژنو ۸۵٪ قضیو ته لا هم رسیدنه نه‌ده شوې.

د سازمان راپور څرګندوي، چې د خبریالانو خوندیتوب یوازې د رسنیو د ازادۍ لپاره نه، بلکې د ټولنې د روڼتیا، معلوماتو ته د لاسرسي او د بشري حقونو د ټینګښت لپاره هم حیاتي اهمیت لري.

یونسکو ټینګار کوي، چې د خبریالانو لپاره خوندي چاپېریال برابرول باید د حکومتونو، نړۍوالو ادارو او مدني ټولنو لومړیتوب وي.

بلوچستان؛په پنجګور کې درې بانکونه لوټ شوي چې شپږ تنو ته مرګ ژوبله هم اوښتې

0

د بلوچستان امنیتي چارواکي وايي، ناپېژاندو وسله‌والو د پنجګور ولسوالۍ په چټکان بازار کې پر درې خصوصي بانکونو برید کړی دی.

د پولیسو په وینا، بریدکوونکو له بانکونو څخه شاوخوا ۱۵۵ میلیونه روپۍ لوټ کړي او له سیمې تښتېدلي دي.

پولیس زیاتوي، د پېسو د انتقال پر مهال د وسله‌والو او امنیتي ځواکونو ترمنځ نښته شوې، چې پکې یو پولیس او یو بل کس وژل شوي او څلور نور پولیس ټپیان شوي دي.

پولیسو ویلي چې د پېښې په تړاو پلټنې روانې دي.

ایران:د افغانستان ګاونډي هېوادونه او روسیه د طالبانو حکومت او پاکستان د اختلافاتو د حل غوښتونکي دي

د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویلي، د افغانستان ګاونډیو هېوادونو او روسیې د طالبانو حکومت او پاکستان ترمنځ د روانو اختلافاتو د حل لپاره د خبرو او ډېپلوماټیکو لارو ملاتړ کړی دی.

د تهران په ناسته کې د چین، پاکستان او یو شمېر منځنۍ اسیا هېوادونو استازو ګډون کړی او ټینګار یې کړی چې افغانستان باید په سیمه‌ییزو بهیرونو کې شامل شي.

ګډونوالو د افغانستان د اقتصادي وضعیت د ښه کېدو، د تحریمونو د کمولو او د شتمنیو د ازادېدو غوښتنه هم کړې ده.

ډونالډ ټرمپ:بي‌بي‌سي به ۱۰ میلیارده ډالر مالي تاوان راکوي

0

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ پر بي‌بي‌سي رسنۍ دعوه ثبت کړې او ادعا کوي چې دغه رسنۍ د جنورۍ شپږمې د هغه وینا په قصدي ډول ناسمه ایډیټ کړې ده.

د ټرمپ په وینا، بي‌بي‌سي د هغه د خبرو ځینې برخې سره نښلولي او داسې انګېرنه یې رامنځته کړې چې ګواکې ده خپلو پلویانو ته د امریکا پر کانګرس د برید امر کړی.

نوموړي ویلي، په راپور کې هغه جملې شاملې شوې چې خلک د کانګرس پر لور د تګ او «تر پایه د جګړې» خبره پکې شوې؛ خو هغه برخه پکې نه ده خپره شوې چې ټرمپ د سوله‌ییز لاریون غوښتنه کړې وه.

ټرمپ دغه اقدام د دروغو خپرول بللي او په دې قضیه کې یې تر ۱۰ میلیارده ډالرو پورې د مالي تاوان غوښتنه کړې ده.

بریټانیا؛له خپلو اتباعو غوښتي چې افغانستان ته له سفر ډډه وکړي

د بریټانیا د بهرنیو چارو وزارت خپلو اتباعو ته سپارښتنه کړې چې تر بل امر پورې افغانستان ته له سفره په کلکه ډډه وکړي.

دغه وزارت ویلي، د افغانستان او پاکستان ترمنځ د ډېورنډ پر کرښه وروستیو نښتو او امنیتي پېښو د سیمې وضعیت لا پسې کړکېچن کړی او ګڼې مهمې لارې تړل شوې دي.

یاد وزارت ټینګار کړی چې په افغانستان کې د امنیت وضعیت نازک دی او شته خطرونه د بهرنیو وګړو لپاره جدي بلل کېږي.

د بریټانیا حکومت همداراز خبرداری ورکړی چې بریټانیايي وګړي ښایي په افغانستان کې د نیول کېدو له خطر سره مخ شي، نو ځکه باید له هر ډول سفره ځان وساتي.

چین:یو افغان مسافر د لرغونو آثارو د قاچاق په تور نیول شوی

د چین د ګمرک چارواکو یو افغان مسافر نیولی چې هڅه یې کوله ۱۱ لرغوني توکي له هیواد څخه بهر وباسي.

د ګمرک په وینا، دا آثار د میلاد نه مخکې دویمې پېړۍ څخه تر پنځمې پېړۍ پورې اړوند دي.

د ضبط شویو توکو منځ کې سکې، د سرو زرو او سپینو زرو ګاڼې، د بودا مجسمې او نور لرغوني نقش لرونکي توکي شامل وه، چې د افغانستان د یوناني-باختري دورې آثارو سره ورته والی لري.

د چینایي قوانینو له مخې، ټول فرهنګي آثار چې له هیواد څخه بهر وړل کیږي باید د رسمي ادارو له څارنې لاندې وي، او د سرغړونکو پر ضد قانوني اقدامات کیږي.

اروپایي اتحادیې او IFC؛د افغانستان د خصوصي سکتور د ثبات لپاره د ۵ میلیونه یورو تړون لاسلیک کړ

اروپایي اتحادیې د نړیوال مالي کارپوریشن (IFC) سره د ۵ میلیونه یورو تړون لاسلیک کړی، چې له مخې به یې د افغانستان د خصوصي سکتور د ثبات پروګرام پلی شي.

دغه ۴۲ میاشتنی پروګرام د وړو او منځنیو کاروبارونو ملاتړ، د مالي خدماتو پراختیا او د خصوصي پانګې هڅونې له لارې د اقتصاد ثبات او د کار فرصتونو رامنځته کولو ته ځانګړی شوی دی.

د پروګرام تمرکز به د ښځو، ځوانانو، راستنو شویو کډوالو او داخلي بې‌ځایه شوو پر اقتصادي ګډون وي.

اروپایي اتحادیه وایي، دا نوښت د افغان ولس لپاره له بشري مرستو تر دوامدار اقتصادي ملاتړ پورې د اوږدمهاله ستراتیژۍ برخه ده، او IFC ټینګار کوي چې د خصوصي سکتور پیاوړتیا د کار موندنې او د خلکو د معیشت ساتنې لپاره تر ټولو عملي لار ده.