د ملګرو ملتونو پراختیایي پروګرام (UNDP) په یوه تازه راپور کې خبرداری ورکړی چې افغانستان د کډوالو د پراخې راستنېدنې، سختې وچکالۍ او د نړیوالو مرستو د کمښت له امله له ژور بشري او اقتصادي کړکېچ سره مخ شوی دی.
په راپور کې ویل شوي چې په ۲۰۲۵ کال کې شاوخوا ۲۸ میلیونه افغانان د خپلو اساسي اړتیاوو لکه خوړو، اوبو، روغتیايي خدماتو او سرپناه د پوره کولو توان نه لري، چې دا وضعیت د هېواد د ټولنیز ثبات لپاره جدي اندېښنې راپورته کوي.
دغه بنسټ زیاتوي چې د سړي سر عاید په افغانستان کې لا هم د ۲۰۲۰ کال له کچې ټیټ پاتې دی، چې دا د اقتصادي رکود دوام ښيي.
همدارنګه په راپور کې راغلي چې یوازې په ۲۰۲۵ کال کې د نږدې ۲.۹ میلیونه افغان کډوالو راستنېدنې پر موجودو خدماتو او ټولنیزو سرچینو سخت فشار راوستی او زرګونه کورنۍ یې له لا زیاتو ستونزو سره مخ کړې دي.
د ملګرو ملتونو د پراختیایي پروګرام، ټینګار کړی چې که د مرستو بهیر پراخ نه شي او د وچکالۍ او بېکارۍ پر وړاندې جدي اقدامات ونه شي، نو د افغانستان بشري وضعیت به لا خرابېدو ته ولاړ شي.

