د امریکا مرکزي قومندانۍ (سنتکام) اعلان کړی چې د ایران د سویلي بندرونو او ساحلونو د سمندري محاصرې له پیل راهیسې ۶۷ سوداګریزې بېړۍ اړ شوې دي چې خپلې لارې بدلې کړي.
د سنتکام په وینا، امریکايي ځواکونو ۱۵ هغو بېړیو ته د تېرېدو اجازه ورکړې چې بشري مرستې یې لېږدولې.
دغه راز، څلور نورې بېړۍ د امریکايي ځواکونو د اقداماتو له امله له فعالیته لوېدلې دي.
سنتکام ویلي، دا اقدامات د سیمې د امنیت او د سمندري تګ راتګ د کنټرول په موخه ترسره کېږي، خو تر اوسه ایراني چارواکو په دې اړه رسمي غبرګون نه دی ښودلی.

