جمعه, اپریل 17, 2026
Home Blog Page 224

ولادیمیر پوتین؛د دوه ورځني سفر په ترڅ کې نوې ډهلي ته ورسېد

0

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د دوه ورځني رسمي سفر لپاره هند ته رسېدلی او د لومړي وزیر نریندرا مودي له لوري یې تود هرکلی شوی.

ټاکل شوې چې د دواړو هېوادونو د کلنۍ غونډې پر مهال ډهلي او مسکو یو شمېر مهم اقتصادي او ستراتیژیک تړونونه لاسلیک کړي.

دا سفر په داسې وخت کې ترسره کېږي چې امریکا پر هند د روسیې د تېلو د پېر بندولو لپاره فشارونه زیات کړي او هممهاله د اوکراین جګړې د پای ته رسولو په تړاو نړیوالې هڅې روانې دي.

هند او روسیه چې له لسیزو راهیسې نږدې متحدین بلل کېږي، هڅه کوي خپلې اړیکې لا پیاوړې کړي.

امیرخان متقي؛د عبدالله عبدالله د خور د مړینې له امله د هغه کور ته د غمشریکۍ لپاره ورغلی

د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي له یو شمېر دولتي چارواکو سره یو ځای د عبدالله عبدالله کور ته ورغلی، څو د هغه د خور د مړینې په مناسبت د تسلیت او غمشریکۍ څرګندونه وکړي.

په دې لیدنه کې د طالبانو حکومت د کورنیو چارو د وزیر خلیفه سراج‌الدین حقاني د تسلیت ځانګړی پیغام هم عبدالله عبدالله ته ولوستل شو.

د طالبانو حکومت:بامیان کې ۴۱ښکاري مارغان طبیعت ته خوشې شول

د طالبانو حکومت د چاپېریال ساتنې ادارې د بامیان ولایت څانګې اعلان کړی، چې ۴۱ نادر او ښکاري مرغان، چې له ناقانونه ښکارچیانو او مرغانو پلورونکو څخه نیول شوي وو، له قانوني بهیر او څارنې وروسته بېرته خپلو طبیعي استوګنځایونو ته خوشې شول.

د یادې ادارې د معلوماتو له مخې، دا مرغان د وحشي ژوو د قاچاق پر ضد د روانو هڅو په ترڅ کې ژغورل شوي وو، او خوشې کول یې د چاپېریال ساتنې او طبیعي توازن د پیاوړتیا په موخه ترسره شوي دي.

سیګار:په افغانستان کې د امریکا شل کلنې هڅې د فساد او ناکامۍ په بحران بدلې شوې

د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا د څار ځانګړي مفتش (SIGAR) په خپل تازه راپور کې ویلي چې په افغانستان کې د امریکا شل کلن پروګرامونه د ستر فساد او ضایع کېدنې له امله له ناکامۍ سره مخ شوي دي.

د راپور پر بنسټ، د بیارغونې لپاره ځانګړي شوي ۱۴۴.۷ میلیارده ډالرو کې لویه برخه د ناکامو پروژو، فساد او اختلاس ښکار شوې او ۱،۳۲۷ قضیو کې شاوخوا ۲۹.۲ میلیارده ډالر ضایع شوي دي.

سیګار وایي هم افغان او هم امریکايي قراردادیانو په پراخو درغلیو کې لاس درلود.

راپور کې ویل شوي چې د افغان ځواکونو لپاره د برابر شوو پوځي تجهیزاتو له ډلې د ۷.۱ میلیارده ډالرو ارزښت وسلې د امریکا له وتلو وروسته په افغانستان کې پاتې شوې.

راپور همدارنګه ښيي چې شل کلنې جګړې زرګونه مرګ‌ژوبلې لرلې او پایله یې «یوه بشپړه ناکامي» بلل شوې چې اغېزې یې تر نن ورځې محسوسېږي.

اصف درانی:د افغانستان او پاکستان اړیکې ژورې دي او اوسنی کړکېچ به لنډمهالی وي

د افغانستان لپاره د پاکستان پخواني ځانګړي استازي اصف دراني ویلي، چې افغانستان له پاکستان سره ځانګړې او تاریخي اړیکې لري.

هغه ټینګار کړی چې اوسنۍ ترینګلتیا به دایمي نه وي، ځکه تجربه ښيي چې د دواړو هېوادونو ترمنځ به سوداګرۍ او د خلکو تګ راتګ بېرته عادي شي.

درانی زیاتوي چې حکومتونه راځي او ځي؛ خو د دواړو لورو خلک یو له بل سره مینه لري، او دا باید د راتلونکي لپاره د قوي اړیکو بنسټ شي.

ذبیح الله مجاهد:پاکستان سره به سوداګریزې لارې یوازې د قوي تضمین په صورت کې پرانیستل کېږي

د طالبانو حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد ویلي، چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د سوداګرۍ او ترانزیټ مهمې لارې د پاکستاني لوري له خوا په غیرقانوني ډول د سیاسي او اقتصادي فشار د وسیلې په توګه تړل شوې دي، چې دواړو هېوادونو ته، په ځانګړي ډول ولسونو ته، یې جدي مالي او بشري زیانونه اړولي دي.

نوموړي زیاته کړې، که څه هم افغانستان دا مهال خپل ډېری اړین توکي له نورو بدیلو هېوادونو څخه برابروي؛ خو «اسلامي امارت» لا هم غواړي چې سوداګري او ترانزیټ پراخ شي او د دواړو لورو ولسونه له باعزته تجارت څخه برخمن شي.

ذبیح الله مجاهد ټینګار کړی، چې سوداګریزې لارې به یوازې هغه وخت بېرته پرانیستل شي، کله چې د پاکستان حکومت له لوري قوي او عملي تضمین تر لاسه شي، څو دا لارې بیا هېڅکله د سیاسي فشار، غیرقانوني استفادې او د ولسونو د زورولو لپاره ونه کارول شي.

هغه دغه راز ویلي، چې «اسلامي امارت» غواړي د دواړو هېوادونو د تجارانو او عام ولس حقونه خوندي پاتې شي او سوداګري د سیاسي شخړو قرباني نه شي.

هند؛کابل ته د انفلونزا او مننجایتس ۶۳زره او ۷۳۴ډوزه واکسینونه واستول

د هند حکومت کابل ته د انفلونزا او مننجایتس ۶۳ زره او ۷۳۴ دوزه واکسینونه واستول.

د هند د بهرنیو چارو وزارت ویاند رندهیر جیسوال ویلي، دا مرسته د افغانستان د روغتیايي سکتور د پیاوړتیا په موخه ترسره شوې او هند به د افغان ولس ملاتړ ته دوام ورکړي.

دا مرسته په داسې حال کې کېږي چې افغانستان دا مهال د ساري ناروغیو له زیات خطر سره مخ دی او روغتیايي بنسټونه له جدي ننګونو سره لاس‌و‌ګرېوان دي.

د تیتسو ناکامورا د وژل کېدو شپږم تلین؛افغانان د قاتلینو د پېژندنې غوښتونکي دي

د ډسمبر څلورمه په افغانستان کې د جاپاني اینجینر تیتسو ناکامورا شپږم تلین سره برابره ده.

هغه شپږ کاله وړاندې په جلال اباد ښار کې د نامعلومو وسله والو له لوري په ډزو ووېشتل شو، چې لومړی ټپي او بیا یې ساه ورکړه.

جمهوري نظام ویلي وو چې د هغه د وژنې په اړه څېړنې کوي؛ خو تر اوسه په دې اړه کوم ګام نه دی اخیستل شوی.

عام افغانان د هغه وژل کېدل د افغانستان لپاره لوی زیان ګڼي او اوس هم د طالبانو له حکومت غوښتنه کوي چې د هغه قاتلین پیدا او سزا ورکړي.

پاکستان؛د تورخم او سپین‌بولدک دروازې د ملګرو ملتونو د مرستو د لېږد لپاره بیا پرانیستې

پاکستاني رسنیو راپور ورکړی چې له نږدې دوو میاشتو وروسته، تورخم او سپین‌بولدک لاره به بیا د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د لېږد لپاره پرانیستل شي.

د معلوماتو له مخې، د مرستو په لومړي پړاو کې به د ملګرو ملتونو د درېیو ادارو ۱۴۳ کانټینرونه افغانستان ته داخل شي.

تر اوسه د طالبانو حکومت په دې تړاو رسمي څرګندونې نه دي کړې.

اسد قیصر:د کابل او اسلام‌اباد کړکېچ د خیبرپښتونخوا اقتصاد له سختو ستونزو سره مخ کړی

د پاکستان د پارلمان پخواني مشر او د تحریک انصاف مخکښ غړی اسد قیصر وايي د افغانستان او پاکستان ترمنځ روانو کړکېچونو د خیبرپښتونخوا اقتصاد له سخت فشار سره مخ کړی دی.

د هغه په وینا، د سرحدي ستونزو او سیاسي ترینګلتیا له امله په پښتونخوا کې د پانګونې بهیر ورو شوی او د صنعت ډېری برخې یې له تاوان سره مخ شوې دي.