د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزارت یوې باخبرې سرچینې تایید کړې چې هندي چارواکو له طالب لوري سره په څو جلا ناستو کې ژمنه کړې چې هند به ډېر ژر په کابل کې خپل سفارت بیا پرانیزي او افغانانو ته به د ویزو ورکولو بهیر له سره پیل کړي.
سرچینه زیاتوي، دا ژمنې اوس د عملي پړاو وروستۍ مرحلې ته رسېدلې، او تمه ده چې ډېر ژر د افغان سوداګرو، محصلینو، ناروغانو او عامو خلکو لپاره د هندي ویزو ورکولو پروسه بېرته پیل شي.
همداراز، هند چمتووالی ښودلی چې د کابو پنځه کلن ځنډ وروسته، د کابل او نويډیلي ترمنځ ورځني هوایي پروازونه بېرته فعال کړي.
د یادونې ده چې افغان سوداګر، محصلین او ناروغان له کلونو راهیسې د ویزو د نه ورکولو او د سفارتي خدمتونو د نشتوالي له امله له ګڼو ستونزو سره مخامخ وو.