جمعه, اپریل 17, 2026
Home Blog Page 223

د امریکا د کورني امنیت وزیره:د ټرمپ په دوره کې د افغان کډوالو لپاره د ترټولو سخت قوانین پلی شوي

د امریکا د کورني امنیت وزیرې کریستي نوم ویلي، چې د بایډن ادارې د «اپرېشن الایز ولکم» تر پروګرام لاندې په سلګونو زره افغان اتباع، چې ډېری یې د پوځي عمر نارینه وو، بې له کوم جدي مخکني تفتیش امریکا ته داخل کړي.

نوموړې د فاکس نیوز سره په یوه مرکه کې ویلي، چې د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د واکمنۍ پر مهال د بهرنیانو د ارزونې او امنیتي پلټنو بهیر په بشپړ ډول بدل شوی او لا سخت شوی دی.

د هغې په وینا، اوس د بهرنیو وګړو بایومېټریک معلومات او جنايي سابقه د هغوی له اصلي هېوادونو سره تطبیق کېږي، د ټولنیزو رسنیو حسابونه څېړل کېږي او هر کس مکلف دی چې هر کال خپل حضور ثبت کړي.

د کورني امنیت وزیرې ټینګار کړی، چې نوې کړنلاره به د امریکا د ملي امنیت د پیاوړتیا سبب شي او له هر ډول احتمالي ګواښونو به مخنیوی وشي.

د طالبانو حکومت:واخان کې نیول شوی واورین پړانګ بیرته طبیعت ته خوشې شو

د بدخشان په واخان ولسوالۍ کې هغه واورین پړانګ چې په تېرو ورځو کې یې د کلیوالو پر څارویو درې پرله‌پسې بریدونه کړي وو او ۴۱ پسونه او وزې یې داړلې وې، د بدخشان دپاره د طالبانو حکومت د کرنې ریاست، د واخان ملي پارک د کارکوونکو او ځایي خلکو په همغږۍ بېرته خوشې شو.

د بدخشان د کرنې چارواکو د واورینو پړانګانو د بریدونو پر زیاتوالي اندېښنه ښودلې او امنیتي پوستو ته یې سپارښتنه کړې چې د ناقانونه ښکار مخه ونیسي.

د سیمې اوسېدونکي دا ډول پېښې د خپلو مالونو او ژوند لپاره جدي ګواښ بولي.

د پاکستان پوځ:د عمران خان روایت نور سیاسي نه، بلکې امنیتي ګواښ دی

د پاکستان د پوځ ویاند احمد شریف چودري ویلي، د تحریک انصاف ګوند مشر عمران خان د پاکستان د ملي امنیت لپاره په جدي ګواښ بدل شوی او د بهرنیو دښمنانو له ملاتړ څخه برخمن دی.

نوموړي ادعا کړې چې د عمران خان ضد پاکستاني روایت لومړی له شخصي حسابونو پیلېږي او بیا د هندي او افغان رسنیو له لارې نړیوال انعکاس مومي.

هغه ټینګار کړی، چې د بیان ازادي منل شوې، خو د ملي امنیت له ګواښ سره به هېڅ ډول معامله و نه شي.

بل‌خوا عمران خان په وروستیو څرګندونو کې د پوځ پر مشر عاصم منیر سختې نیوکې کړې دي او ویلي یې دي چې پاکستان د «عاصم قانون» تر واک لاندې دی او پوځ یې «تر ټولو ظالم دیکتاتور» بللی دی.

هند او روسیه؛د ستراتيژیکو اړیکو د پیاوړتیا لپاره موافقې لاسلیک کړې

0

په نوي ډیلي کې د هند او روسیې ۲۳م کلني سرمشریزې په ترڅ کې، د هند لومړی وزیر نریندرا مودي او د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین په هایدراباد هاوس کې یو شمېر موافقې لاسلیک کړي.

دواړو مشرانو د دواړو هېوادونو د ژورو او څو اړخیزو اړیکو د لا پیاوړتیا ژمنه کړې او په سیمه‌ییزو او نړیوالو مسائلو یې بحث کړی.

دواړو هېوادونو د سوداګرۍ، مهاجرت او کډوالۍ، بحري همکارۍ، روغتیا او خوړو د خوندیتوب، سرې خاورې، علمي تبادلو، رسنیو همکارۍ او د خلکو ترمنځ اړیکو د پراختیا په اړه یادداښتونه (MoUs) لاسلیک کړي.

پاکستان:د طالبانو حکومت څخه د قاطع تضمین تر ترلاسه کولو پورې به لارې همداسې تړلې پاتې وي

په داسې مهال کې چې د طالبانو حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد وړمه ورځ د افغانستان او پاکستان د لارو په اړه څرګندونو کې وویل چې تر هغې به یاد هیواد سره لارې تړلې پاتې وي تر کومه چې پاکستان ورته قوي تضمین نه وي ورکړی، څو د سیاسي ناندریو له امله اقتصادي رکود رامنځته نکړي؛ د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند، طاهر اندرابي، د طالبانو حکومت د نه‌همکارۍ له امله خبرداری ورکړ چې د افغانستان سره ټولې سوداګریزې او ترانزیتي لارې به تړلي پاتې شي.

نوموړي ویلي، چې یوازې د ترهګرو د نفوذ د بشپړ مخنیوي تضمین تر ترلاسه کولو وروسته به سرحدونه پرانستل شي.

اندرابي په یوه خبري غونډه کې ویلي، چې اسلام‌اباد له افغان ولس سره کوم اختلاف نه لري او د سرحدونو تړل یوازې د امنیتي دلایلو له امله دي.

هغه ویلي: «ترهګر او تاوتریخوالي خپرونکي عناصر باید پاکستان ته داخل نه شي. تر هغه چې دا تضمین قاطع نه وي، سرحد به تړلی پاتې وي.»

اندرا بي په ورته وخت کې د پاکستان او طالبانو ترمنځ په عربستان سعودي کې د ترسره شویو مذاکراتو جزئیاتو څخه ډډه کړې، خو د ترکیې د هڅو یادونه یې وکړه، او ویې ویل چې ښايي د طالبانو د نه‌همکارۍ له امله ترکیې خپل لوړپوړی پلاوی پاکستان ته نه دی لېږلی.

چین او فرانسې؛د دیپلوماتیکو اړیکو نوې شپیته کلنه دوره پیل کړه

0

د چين ولسمشر شي جين پينګ د فرانسې له ولسمشر اېمانوېل مکرون سره يو ځای د چين–فرانسې د سوداګرۍ شورا د اوومې غونډې د پای مراسمو کې ګډون کړی.

نوموړي ویلي، چين او فرانسه سږ کال د ديپلوماتيکو اړيکو د پيل له ورځې د دوهمو ۶۰ کلونو پړاو ته داخل شوي او دواړه هېوادونه د اقتصادي او سوداګريزو همکاريو ساحه نورو برخو ته غځوي.

شي جين پينګ د دواړه لوريو د اړيکو د ټينګېدو له پيلني هدف ژمنه کړې، چې د همکاريو فرصتونه په سمه توګه وکاروي او د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړيکو د دوامدار او باثباته پرمختګ لپاره ګډ کار وکړي.

د امریکا د کورني امنیت وزارت؛شپږ تنه افغانان د جنایي سابقې له امله نیولي

د امریکا د کورني امنیت وزارت (DHS) اعلان کړی چې شپږ افغان اتباع یې د جنایي سابقې له امله نیولي دي.

یاد کسان د بایډن د ادارې پر مهال د ځانګړو بشري او کډوالۍ پروګرامونو له لارې متحده ایالاتو ته داخل شوي وو.

د DHS له لوري خپرو شویو نومونو له مخې قسمت‌الدین ظفران، منصور ولي‌زاده، محمد طیب رسولی، جاوید غمګین، اسیرالله خالد او سید محمد تڼی دي.

وزارت د دوی د قومي هویت په اړه جزیات نه دي خپاره کړي، خو ویلي یې دي چې ټول یاد کسان د افغانستان اتباع دي.

د امریکا حکومت ټینګار کړی چې د کډوالو او بشري پروګرامونو ارزونه روانه ده، څو د امنیتي ګواښونو مخه ونیول شي او د ټولنې خوندیتوب خوندي پاتې شي.

ولادیمیر پوتین:افغانستان ځانګړې ستونزې لري؛ خو طالبان دا ستونزې حلوي

د روسیې ولسمشر، ولادیمیر پوتین د هند له یوې رسنۍ سره په مرکه کې ویلي چې افغانستان د طالبانو تر واکمنۍ لاندې هم خپلې ځانګړې ستونزې لري، ځکه دغه هېواد څو لسیزې د کورنیو جګړو شاهد پاتې شوی دی.

ده دا وضعیت «وېرونکی» بللی؛ خو ټینګار یې کړی چې طالبان اوس په افغانستان کې د چارو کنټرول په لاس کې لري او د داعش په ګډون د ترهګرو ډلو پر ضد اقدامات کوي.

پوتین دا څرګندونې د هند له سفر مخکې په مسکو کې د اینډیا ټوډي له خبریالانو سره کړي دي.

هغه په ډهلي کې د نریندرا مودي له تود هرکلي سره مخ شو، که څه هم واشنګټن پر هند فشار راوړی چې له مسکو سره اړیکې راکمې کړي.

د آریانا افغان هوايي شرکت:د مال‌وړونکي چارټر الوتکې تړون وروستي پړاو ته رسېدلی

آریانا افغان هوايي شرکت اعلان کړی چې د یو چارټر کارګو الوتکې د رانیولو او کارولو قرارداد بشپړ شوی او تمه ده چې دا الوتکه په نږدې راتلونکي کې هېواد ته ورسېږي.

د دغه شرکت رییس، بخت‌الرحمن شرافت، وایي چې د نوې کارګو الوتکې په راتګ سره به د کورنیو سوداګرو لپاره د صادراتو او وارداتو د لېږد بهیر چټک، اسانه او لا معیاري شي.

ده زیاته کړې چې دا الوتکه به د سوداګریزو توکو د انتقال لپاره نوې ځانګړې لارې او فرصتونه رامنځ ته کړي.

د طالبانو حکومت او روسیې د سفیرانو لیدنه؛د اړیکو د پراختیا او سیمه‌ییز ثبات پر همکاریو خبرې شوې

د پاکستان په اسلام‌اباد کې د طالبانو حکومت سفارت وایي چې سفیر سردار احمد شکیب د روسیې له سفیر البرټ خوریف سره لیدلي دي.

په دې لیدنه کې د افغانستان او روسیې د دوه‌ اړخیزو اړیکو اوسنی وضعیت، د همکاریو راتلونکی او د سیمې وروستي تحولات څېړل شوي دي.

سردار شکیب د مسکو له‌خوا د طالبانو حکومت په رسمیت پېژندل د سیمه‌ییز ثبات لپاره مهم ګام بللی او ویلي یې دي چې د طالبانو حکومت له ټولو هېوادونو سره د متقابل احترام او ګډو ګټو پر بنسټ د همکاریو پراختیا ته ژمن دی.

د روسیې سفیر هم د اړیکو له پراخېدو خوښي څرګنده کړې او ویلي یې دي چې مسکو تل هڅه کوي په سیمه کې مثبت او مسؤلانه رول ولوبوي.