جمعه, اپریل 17, 2026
Home Blog Page 222

اسټرالیا؛د ښځو د حقونو د نقض له امله پر ۱۴۰طالب چارواکو خپلواک ملي بندیزونه ولګول

د اسټرالیا د بهرنیو چارو وزارت اعلان کړی چې د ښځو او نجونو د ځورونو او حقونو د پراخ نقض له امله یې پر شاوخوا ۱۴۰ طالب چارواکو او اړوندو ادارو خپلواک ملي بندیزونه وضع کړي دي.

دا لومړی ځل دی چې یو هېواد د طالبانو پر ضد په خپل کورني قانون کې خپلواک بندیزي چوکاټ شاملوي.

په دغو بندیزونو کې د وسلو، خدماتو، روزنې او سوداګرۍ محدودیتونه او همدارنګه د سفر بندیزونه شامل دي.

د طالبانو د امربالمعروف وزیر خالد حنفي، د لوړو زده‌کړو وزیر ندا محمد ندیم، د عدلیې وزیر عبدالحکیم شرعي او د سترې محکمې مشر عبدالحکیم حقاني هم په دې نوملړ کې شامل دي.

اسټرالیا ټینګار کړی چې بشري مرستې له بندیزونو مستثنا دي او تر اوسه یې د ښځو د ملاتړ په برخه کې افغانستان ته له ۲۶۰ میلیونه ډالرو زیاته مرسته ورکړې ده.

پاکستانۍ رسنۍ:د تورخم او چمن د لارې تړل کېدو سره د پاکستان–افغانستان د درملو سوداګري ځنډېدلې

پاکستاني رسنیو راپور ورکړی چې د پاکستان او افغانستان تر منځ تړلو لارو د درملو سوداګري ټکنۍ کړې ده.

راپورونه وايي، سلګونه لارې بندې پاتې دي او د پاکستان له لوري د شاوخوا ۲۰۰ میلیونه ډالرو په ارزښت درملو صادرات له خطر سره مخ دي.

دغه رسنۍ زیاتوي چې افغانستان د پاکستان لوی ځمکنی سوداګریز شریک او منځنۍ اسیا ته د ترانزیت مهمه لار ګڼل کېږي.

د طالبانو حکومت د لوړو زده کړو وزیر؛د علمي همکاریو لپاره ایران ته سفر کړی

د طالبانو حکومت د لوړو زده کړو وزیر، شیخ ندا محمد ندیم د یوه لوړپوړي پلاوي په مشرۍ ایران ته سفر کړی.

د لوړو زده کړو وزارت په خبرپاڼه کې ویلي چې ښاغلی ندیم به په دې سفر کې د علمي همکاریو د پراختیا، د تجربو د تبادلې او د علمي اړیکو د ټینګښت لپاره له ایراني چارواکو سره خبرې وکړي.

خبرپاڼه زیاتوي چې په دې سفر کې به د ایران له څو پوهنتونونو څخه هم لیدنه وشي.

د ایران د بشري حقونو سازمان:تهران په نومبر کې څلور افغانان اعدام کړي دي

د ناروې مېشت د ایران د بشري حقونو سازمان د راپور له مخې، تهران یوازې د روان کال په نومبر کې لږ تر لږه ۱۵۲ کسان اعدام کړي چې په هغوی کې څلور افغانان هم شامل دي.

دغه سازمان وايي، په ټول کال کې په ایران کې د اعدام شویو کسانو شمېر ۱۴۲۶ ته رسېږي، چې ۷۴ یې افغانان دي؛ دا د تېر کال په پرتله نږدې ۷۰ سلنه زیاتوالی ښيي.

تر اوسه د اعدام شویو افغانانو د هویت او قضیو په اړه رسمي معلومات نه دي خپاره شوي او نه هم د ایران او طالبانو حکومت په دې اړه څه ویلي دي.

هند او روسیې؛د افغانستان په اړه د ګډې همغږۍ او د همکاریو د دوام ژمنه کړې

هند او روسیې د خپلې کلنۍ سرمشریزې په ګډې اعلامیې کې د افغانستان په تړاو د دواړو هېوادونو تر منځ نږدې همغږي ستایلې ده، او ویلي یې دي چې د ځانګړو ډيالوګي میکانیزمونو له لارې همکارۍ ته ژمن دي.

په اعلامیه کې د افغانستان دننه د وسله‌والو ډلو پر ضد ترسره شوي عملیات ستایل شوي او ټینګار شوی چې د ترهګرۍ پر ضد مبارزه به په پراخه کچه دوام لري.

همدارنګه، دواړو لوریو د افغانانو لپاره د بیړنیو او پر وخت د بشري مرستو پر اهمیت یو ځل بیا ټینګار کړی دی.

سپین بولدک کې د پاکستاني برید مرګ ژوبله؛څلور ملکي وګړي شهیدان شوي او څلور نور ټپیان دي

د سرچینو له مخې، د پاکستاني ځواکونو له‌خوا د سپین بولدک ولسوالۍ پر مازل ګلۍ او لقمان کلي سیمو د تېري شپې د هاوان بریدونو له امله څلور ملکي وګړي وژل شوي او څلور نور ټپیان شوي دي.

د سرچینو په وینا، په ټپیانو کې د یوې ښځې او یوه سړي روغتیايي وضعیت نازک ښودل شوی، چې دا مهال د کندهار د عینو مېنې په روغتون کې تر درملنې لاندې دي.

تیره شپه پاکستاني پوځیانو د کندهار ولایت په سپین بولدک ولسوالۍ کې د سپکو او درنو وسلو پر مټ جګړه پیل کړې وه چې دوه ساعته یې دوام وکړ.

د امریکا د استازو جرګې ۴۴ ډيموکرات غړو؛د پاکستان پر لوړپوړو چارواکو د بندیزونو غوښتنه کړې

0

د امریکا د استازو جرګې ۴۴ ډيموکرات غړو د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبيو ته په یوه لیک کې د پاکستان پر چارواکو د بیړنیو بندیزونو غوښتنه کړې ده.

په لیک کې ویل شوي چې پاکستان د «له پولو هاخوا د ځورونې د پراخ کمپاین او د بشري حقونو د خراب وضعیت» مسؤل دی.

دا هڅه د کانګرس غړو پرمیلا جیاپال او ګرېګ کاسار په مشرۍ شوې او په لیک کې د الهان عمر او رشیده طلیب لاسلیکونه هم شامل دي.

قانون جوړوونکي له واشنګټنه غواړي چې د پاکستان پر هغو چارواکو ویزه بندیز او د شتمنیو کنګل کول پلي کړي چې د امریکا د وګړو، اوسېدونکو او سیاسي مخالفینو په ځورونه کې لاس لري.

په لیک کې ټینګار شوی چې په پاکستان کې سیاسي مخالفین، خبریالان او د ټولنیزو رسنیو کاروونکي د فشار او ګواښ لاندې دي، او هېواد له سخت سیاسي بحران سره مخ دی.

تر اوسه پاکستان په دې اړه غبرګون نه‌دی څرګند کړی.

ذبیح الله مجاهد:پاکستاني لوري یو ځل بیا سپین بولدک کې بریدونه کړي؛ «امارت» ځواکونه غبرګون ته اړ شوي

د طالبانو حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد وایي، چې نن ماښام پاکستاني اړخ یوځل بیا د کندهار په سپین بولدک ولسوالۍ کې د افغانستان په طرف بریدونه پیل کړي دي.

ښاغلي مجاهد په خپله ایکس‌پاڼه لیکلي، چې د «اسلامي امارت» ځواکونه هم غبرګون ته اړ شوي دي.

د دغې نښتو د مرګ ژوبلې په اړه تر اوسه څه نه دي ویل شوي.

کندهار؛په سپین بولدک کې د افغانستان او پاکستان ځواکونو ترمنځ جګړه پیل شوې

سرچینې وایي چې د کندهار د سپین بولدک ولسوالۍ په پوله کې د طالبانو حکومت او پاکستاني ځواکونو ترمنځ سختې نښتې روانې دي.

د سرچینو له معلوماتو له مخې، دا مهال افغان او پاکستاني ځواکونه یو پر بل د سپکو او درنو وسلو ډزې کوي.

تر دې دمه حکومتي چارواکو د پېښې په اړه رسمي څرګندونې نه دي کړي.

د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ؛د فیفا د نړیوال جام د سولې جایزه ترلاسه کړه

0

د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ د ۲۰۲۶ نړیوال جام د قرعه‌کشۍ په مراسمو کې د فیفا د سولې جایزه ترلاسه کړه.

د فیفا مشر جیاني انفانتینو وویل، ټرمپ د منځني ختیځ او بېلابېلو سیمو کې د سولې لپاره مهم رول لوبولی او همدې هڅو هغه د دغې جایزې مستحق کړ.

ټرمپ د جایزې تر ترلاسه کولو وروسته وویل، د میلیونونو انسانانو ژغورل د ده لپاره تر ټولو لوی ویاړ دی.