د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزارت ویاند حافظ ضیاء احمد تکل وایي، په تهران کې جوړیدونکې د سیمې د هېوادونو د ځانګړو استازو په غونډه کې ګډون نه کوي.
ښاغلي تکل ویلي، دوی د ټولو هغو غونډو هرکلی کوي چې افغانستان ته یې خیر ورسیږي.
د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزارت ویاند حافظ ضیاء احمد تکل وایي، په تهران کې جوړیدونکې د سیمې د هېوادونو د ځانګړو استازو په غونډه کې ګډون نه کوي.
ښاغلي تکل ویلي، دوی د ټولو هغو غونډو هرکلی کوي چې افغانستان ته یې خیر ورسیږي.
سیلۍ ودان- حماسه میډیا
د باخبره سرچینو له قوله، د پخواني ډي جي ISI لېفټننټ جنرال (ر) فیض حمید، چې د ۱۴ کلونو د بند سزا ورته اورول شوې، پرې دا تورهم لګیدلی چې له تقاعد وروسته یې ځینې پټ حکومتي اسناد له ځانه سره ساتلي وو، حال دا چې هغه د دې اجازه نه لرله.
سرچینې دا نه دي ویلي چې دا څه ډول اسناد وو.
د ISPR د اعلان له مخې، د پخواني ډي جي ISI پر ضد په څلورو تورونو مقدمه وچلیده او سزا ورکړل شوه. په دغو تورونو کې سیاسي فعالیتونه، د افیشل سیکرټس ایکټ سرغړونه چې د پاکستان ریاست ملي امنیت تهدیدوي، د واک او دولتي وسایلو ناسم استعمال، او ځینو کسانو ته زیان رسول شامل وو.
که څه هم ISPR پدې اړه ډیر تفصیل نه دی ورکړی، خو د ISPRسرچینو په وینا د افیشل سیکرټس ایکټ یو تور دا و چې فیض حمید له تقاعد وروسته پټ دولتي اسناد له ځانه سره ساتلي وو، حال دا چې د دې قانوني حق یې نه درلود.
د سیاسي فعالیت تور د سیاستوالو سره د هغه د ملاقاتونو او اړیکو سره تړاو درلود.
ورځپاڼې دې نیوز د ۲۰۲۴ کال په ډسمبر کې راپور ورکړی و چې فیض حمید له تقاعد وروسته شاوخوا له ۵۰ سیاستوالو سره اړیکې ساتلې وې، چې ډېری یې د پاکستان تحریک انصاف غړي وو.
د ۲۰۲۳ کال د ارمي ایکټ قانون له مخې، هغه افسران چې په حساسو دندو کې پاتې شوي وي، هغوی ته له تقاعد وروسته د پنځو کلونو لپاره سیاسي فعالیت اجازه نه ده ورکړل شوې.
د نیول کېدو نه مخکې، فیض حمید ته څو ځله د هغه د تقاعد وروسته فعالیتونو په اړه خبرداری ورکړل شوی و، خو هغه دا فعالیتونو ته دوام ورکړ، چې وروسته پرې پلټنې وشوې.
یو بل تور د ټاپ سټي د قضیې سره تړاو درلود، چې تفصیل یې مخکې هم رسنیو ته راغلی و. پر متقاعد جنرال دا تور ولګېد چې هغه د خپل منصب څخه په استفادې د یوې شخصي هاوسنګ سوسایټۍ نه د پیسو اخیستلو هڅه کړې وه.
د فیض حمید پر ضد دا قضیه د هاوسنګ سوسایټۍ د اوسني چیف ایګزیکټیو افسر له خوا په ستره محکمه کې د یوې عریضې له مخې وشوه. په عریضه کې ویل شوي وو چې د ۲۰۱۷ کال د مې په ۱۲مه، د پاکستان رېنجرز او ISI چارواکو د یوې ترهګرۍ د مشکوکې قضیې په نوم د هاوسنګ پروژې پر دفتر او د مالک پر کور چاپه ووهله، او سره زر، الماس، نغدې پیسې او نور قیمتي توکي یې ونیول.
دا هم ویل شوي وو چې دا عملیات د یوې ښځې د شکایت پر بنسټ شوي وو، چې پاکستاني الاصله بریتانوۍ وه. د هاوسنګ سوسایټۍ مالک په خپله عریضه کې ویلي وو چې د فیض حمید ورور، سردار نجف، په دې قضیه کې د منځګړي رول لوبولی و.
د عریضه کوونکي په وینا، کله چې د راولپنډۍ د ترهګرۍ ضد محکمې هغه له قضیې څخه پاک وباله، نو وروسته فیض حمید د خپل یو بریګېډیر ترهزوی له لارې ورسره اړیکه ونیوله، څو د ملاقات بندوبست وشي.
د عریضې له مخې، په ملاقات کې فیض حمید ورته وویل چې د چاپې پر مهال اخیستل شوی سامان به بېرته ورکړل شي، خو ۴۰۰ توله سره زر او نغدې پیسې به نه ورګرځول کېږي.
په عریضه کې دا تور هم لګول شوی چې د ISI ځینو متقاعد بریګېډیرانو پر عریضه کوونکي فشار راوړی و چې ۴ کروړه روپۍ نغدې ورکړي او د څو میاشتو لپاره د یو شخصي ټي وي چینل مالي مرسته هم وکړي.
خو سترې محکمې عریضه کوونکي ته وویل چې د خپلې ستونزې د حل لپاره اړوندو ادارو، لکه د دفاع وزارت، ته مراجعه وکړي.
د فیض حمید پر ضد په محاکمه کې یو بل جلا تور دا هم و چې هغه د بحریه ټاون یوه پخواني کارکوونکي ته زیان رسولی و.
امریکايي ځانګړو ځواکونو تېره میاشت د هند سمندر کې پر یوې داسې الوتکې چاپه ووهله چې له چین څخه ایران ته روانه وه، او دفاعي تجهیزات یې ترې ونیوه.
د امریکايي ورځپاڼې د راپور له مخې، په نیول شوي دفاعي تجهیزاتو کې د ایران د دودیزو وسلو پرزې شاملې وې.
راپور زیاتوي چې دا دفاعي سامان هماغلته له منځه یووړل شو.
د راپور له مخې، دغه الوتکه سریلانکا ته نږدې په سمندر کې ودرول شوه، تلاشي واخیستل شوه او وروسته ورته د تګ اجازه ورکړل شوه.
امریکايي چارواکي وايي چې دا عملیات د استخباراتي معلوماتو پر بنسټ ترسره شوي دي.
د نیول شوي سامان د ډول او اندازې په اړه نور جزئیات نه دي خپاره شوي.
د طالبانو حکومت سترې محکمې په یوې اعلامیه کې ویلي، چې د ننګرهار په شیرزاد ولسوالۍ کې یو ښځه او یو سړی د واده نه بهر اړیکو په تور په عام محضر کې ۳۰-۳۰ دُرې وهلي دي.
ستره محکمه وایي، دا پریکړه نن شنبه د طالبانو د ابتدائیه محکمې لهخوا صادر او د عدلي او محلي مسوولینو په حضور کې په عام محضر کې عملي شوې.
طالبان وایي، چې دا ډول سزاوې د «شریعت د تطبیق» په موخه ترسره کوي.
د طالبانو حکومت د صنعت او سوداګرۍ وزیر، نورالدین عزیزي، اعلان کړی چې افغانستان به د اقتصادي همکاریو سازمان (ECO) د وزیرانو د کچې د راتلونکې غونډې کوربتوب وکړي.
نوموړي دا غونډه مهمه بللې او ویلي چې د هغې د بریالي ترسره کېدو لپاره په ټولو اړوندو ځایونو کې بشپړ چمتووالی نیول شوی دی.
اقتصادي همکاریو سازمان (ECO) له مهمو سیمهییزو بنسټونو څخه دی چې د غړو هېوادونو ترمنځ د اقتصادي، سوداګریزو، کلتوري او تخنیکي همکاریو د پیاوړتیا په موخه جوړ شوی دی.
په دې غونډه کې د یاد سازمان د غړو هېوادونو وزیران ګډون کوي.
واشنګټن پوسټ په خپل تازه څېړنیز راپور کې ویلي، چې طالبان د افغانستان د واک تر بیا نیولو څلور کاله وروسته هم نه دي توانېدلي د امریکا او ناټو له پخوانیو پوځي اډو څخه پراخ او اغېزناکه استفاده وکړي.
د راپور له مخې، که څه هم طالبانو تر ۲۰۲۱ کال وروسته اعلان کړی و چې دا اډې به د دوی د پوځ د مرکزونو او ځانګړو اقتصادي زونونو په توګه کارول کېږي، خو د سپوږمکۍ انځورونه، پرانیستي معلومات او د سیمهییزو چارواکو څرګندونې ښيي چې دا تاسیسات تر ډېره بېګټې پاتې دي او یوازې محدود پوځي کارونه پکې کېږي.
واشنګټن پوسټ لیکي، طالبان د بګرام هوايي اډې په ګډون د مهمو پخوانیو امریکايي تاسیساتو د ساتنې لپاره امنیتي ځواکونه ځای پر ځای کړي، خو د دغو اډو ډېری درنې وسلې او الوتکې یا تخنیکي ستونزې لري او یا هم د کار وړ نه دي.

راپور زیاتوي، چې په ځینو اډو کې د اصلي الوتکو پر ځای جعلي الوتکې ایښودل شوې دي.
د راپور له مخې، د طالبانو حکومت اوس په غیر رسمي ډول مني چې یادې اډې کومه اقتصادي ګټه نه لري، خو ټینګار کوي چې پوځ یې له دغو تاسیساتو څخه د روزنې او امنیتي موخو لپاره استفاده کوي.
اسفندیار میر، د سټیمسن سنټر د جنوبي اسیا څېړونکی، واشنګټن پوسټ ته ویلي:
«ډېری هغه پوځي تجهیزات چې طالبانو تر لاسه کړي، له کاره لوېدلي دي.»
يو شمېر پښتنې ښځينه فعالانې وايي، د افغان ښځو په درېيمه ځانګړې نړېواله ناسته کې چې په مادريد کې جوړه شوه، ورته د واقعي ګډون او اغېزمن حضور فرصت ور نه کړل شو.
د دوی په وينا، هغه محدود شمېر پښتنې چې ناسته کې بلل شوې وې هم د غونډې په څنډه کې ساتل شوې او د اصلي بحث له محوره لرې وې.
فعالانې ټينګار کوي چې د افغان ښځو د حقونو په اړه د هر ډول ناستې بريا هغه وخت معنا لري چې د هېواد له بېلابېلو قومونو، سيمو او سياسي نظرونو ښځې پکې په مساوي ډول برخه ولري.
د غونډې کوربنه فوزيه کوفي وه؛ هغه څوک چې په وروستيو کې يې له پاکستان سره نوې او تازه اړیکې پيل کړې دي، او ځينې منتقدان ادعا کوي چې د ناستې پر جوړښت او د ګډونوالو په ټاکنه کې د سياسي اړيکو اغېز ليدل کېږي.
دغه ځانګړې ناسته د طالبانو حکومت د واکمنۍ د څلورم کال په درشل کې د افغان ښځو د څو استازو او نړیوالو ملاتړو په ګډون په مادريد کې ترسره شوه.
د افغان اېواک بنسټ مشر شان وانډېور د امریکا هغه ادعا رد کړې چې ګواکې ۲ زره افغانان له ترهګرو سره اړیکې لري.
نوموړي د امریکا د ملي استخباراتو د مشرې تولسي ګبارډ څرګندونې بېاساسه بللي او له امریکايي چارواکو یې د کره شواهدو او نومونو د وړاندې کولو غوښتنه کړې ده.
وانډېور ویلي، که دا ادعا رښتیا وي نو ولې یاد کسان د نږدې یو کال لپاره په امریکا کې پاتې شوي دي.
هغه دا ډول څرګندونې د امریکا د کورني امنیتي سیستم د کمزورتیاوو د پټولو هڅه بللې ده.
دا بحثونه په داسې حال کې تاوده شوي چې د افغان کډوالو د امنیتي ارزونو موضوع د امریکا په سیاسي ډګر کې لانجمنه شوې او د افغان پناه غوښتونکو راتلونکی له ناڅرګند حالت سره مخ دی.
د ملګرو ملتونو لپاره د ایران استازي د نړۍوالې ټولنې پر ژمنو نیوکه کړې او ویلي یې دي چې د افغان کډوالو د ملاتړ په برخه کې لازمې مالي مرستې نه برابریږي.
امیر سعید اېرواني ویلي چې د ۲۰۲۶ کال لپاره د افغان کډوالو اړوند نړۍواله مالي مرسته شاوخوا ۶۰ سلنه کمه شوې ده.
نوموړي ټینګار کړی چې ایران نه شي کولای د نږدې شپږ میلیونو افغان کډوالو بار یوازې وزغمي او دا وضعیت د نړۍوالو د ګډ مسوولیت له اصل سره په ټکر کې دی.
د ایران استازي همداراز د زلمي خلیلزاد څرګندونې ناسمې بللي او ویلي یې دي چې ایران یوازې هغه افغان وګړي بېرته ستنوي چې قانوني اسناد نه لري.
د طالبانو حکومت له لورې له شپږم ټولګي پورته د نجونو په ښوونځي د امر ثاني بندیز ۱۵۵۰ ورځو ته وغځید.
که څه هم طالب چارواکي وایي دا موضوع تر کار لاندې ده او هېله لري ژر تر ژره د نجونو پرمخ د ښوونځیو دروازې پرانیستل شي.
خو شنونکي نیوکه کوي چې د نجونو موضوع د طالبانو حکومت لپاره لومړیتوب نه لري او نه غواړي دغه حیاتي مسله روښانه کړي.