پنجشنبه, اپریل 23, 2026
Home Blog Page 223

د کندهار اطلاعاتو او کلتور ریاست:د احمدشاه بابا د کور د ترمیم پرمهال د احمدشاهي دورې اثار موندل شوي

د طالبانو حکومت تر واک لاندې د کندهار د اطلاعاتو او کلتور ریاست مسوولین وايي، چې د احمدشاه بابا د تاریخي کور د ترمیم او بیارغونې پر مهال د احمدشاهي دورې درې مهم تاریخي اثار ترلاسه شوي دي.

دغه موندنې چې یو ډبرین پلیته‌یي څراغ، یو خاورین څراغ او یو فلزي ځنځیر پکې شامل دي، د مسوولینو په وینا د څو پېړیو زړې بېلګې دي او د ودانۍ تاریخي ارزښت نور هم پیاوړی کوي.

د ریاست په خبره، موندل شوي اثار به له پاک کارۍ او ترمیم وروسته د احمدشاه بابا د کور په موزیم کې د احمدشاهي دورې له نورو ارزښتناکو توکو سره یو ځای، ځای پر ځای او نندارې ته وړاندې شي.

شهباز شریف:له افغانستانه د ترهګرۍ نوی ګواښ راټوکېدلی، نړۍ دې پر طالبانو فشار زیات کړي

د پاکستان لومړی وزیر شهباز شریف وايي چې له افغانستان څخه د ترهګرۍ نوی ګواښ راټوکېدلی او نړیواله ټولنه باید پر طالبانو فشار زیات کړي تر څو خپلې امنیتي او نړیوالې ژمنې عملي کړي.

شهباز شریف دا څرګندونې د لېندۍ په ۲۱مه د ترکمنستان په پلازمېنه عشق‌اباد کې د سولې نړیوال کنفرانس ته په وینا کې کړې.

هغه ټینګار کړی چې د سیمې او نړۍ ثبات ګډو هڅو ته اړتیا لري او د افغانستان روان وضعیت د ټولو لپاره د اندېښنې وړ دی.

د عشق‌اباد په دې ناسته کې د روسیې، ترکیې، تاجکستان، ازبکستان، ترکمنستان، ایران، پاکستان، قزاقستان او قرغزستان په ګډون د ګڼو هېوادونو مشران ګډون کړی وو.

اروپايي ټولنې؛د افغانستان لپاره له “WFP” سره د ۲۵ ميليونه يورو د مرسته اعلان کړه

د خوړو نړيوال پروګرام (WFP) د اروپايي ټولنې له‌خوا د ۲۵ ميليونه يورو تازه مرستې هرکلی کړی او وايي، دغه بوديجه به د افغانانو د ژوند د ښه‌والي لپاره پر مهمو پروژو ولګېږي.

د ډبلیو اِف پي ایکس ادرس ویلي، چې دغه مرسته به د ښوونځيو د ماشومانو لپاره د خوراکي توکو د برابرولو تر څنګ، د اقليمي بدلون پر وړاندې د مقاومت لرونکو تاسيساتو په جوړولو، د ځایي خوراکي نظامونو په پياوړتیا او د ښځو او ځوانانو لپاره د کاري فرصتونو په رامنځته کولو کې ولګول شي.

اروپايي ټولنې د دسمبر په دويمه دا مرسته اعلان کړې وه او ټينګار کوي چې ملاتړ به د افغانانو د اقتصادي ثبات او ټولنيز ځواکمنتيا لپاره دوام وکړي.

سره له دې، نړيوالې مرستندويه ادارې په افغانستان کې د مرستو پر وېش د طالبانو حکومت د لاسوهنې په اړه لا هم اندېښنې لري.

د طالبانو حکومت:دوه‌تابعیته افغانانو ته د افغانستان د ویزې اخیستو اوازې حقیقت نه لري

د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزارت وایي، هغه راپورونه ناسم دي چې ګواکې «اسلامي امارت» د بهر مېشتو دوه‌تابعیته افغانانو لپاره د افغانستان ویزه اخیستل لازمي کړي دي.

د وزارت ویاند حافظ ضیاء احمد تکل وايي، حکومت هېڅ نوې پرېکړه نه ده کړې او دا ډول خبرونه د حقیقت سره اړخ نه لګوي.

تکل وایي، هغه افغانان چې غواړي د بهرني پاسپورت په وسیله افغانستان ته سفر وکړي، د خپل افغاني هویت په ثابتولو سره د ویزې اخیستلو اړ نه دي او کولای شي د معمول په څېر له ویزې پرته هېواد ته ستانه شي.

نورالدین عزیزي:د چابهار بندر د لوړو لګښتونو په اړه له تهران سره مو مذاکرات روان دي

د طالبانو حکومت د صنعت او سوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزي وایي چې له ایران سره یې د چابهار بندر د لګښتونو د راکمولو په اړه خبرې روانې دي.

عزیزي وايي، که څه هم د چابهار لاره به د تل لپاره فعاله ساتي؛ خو هلته بیې د کراچۍ بندر په پرتله لوړې دي او همدا موضوع د دواړو لوریو ترمنځ د بحث اصلي ټکی دی.

نوموړي د افغانستان ملي راډیو ټلوېزیون سره په مرکه کې ویلي چې د ایران له لارې سوداګریز تګ راتګ پراخوي او د بار وړونکو لاریو شمېر له ۱۰۰ څخه نږدې ۲زرو ته لوړوي.

د هغه په خبره، «اسلامي امارت» څو ځله د ایران اړوندو بندرونو ته سفرونه کړي او د لګښتونو د کمولو په موخه یې له ایراني وزیرانو سره مذاکرات کړي دي.

ایران:راتلونکې اونۍ د افغانستان د وضعیت د ارزونې لپاره نوې سیمه‌ییزه غونډه بللې

تهران اعلان کړی چې راتلونکې اونۍ به د افغانستان په اړه د سیمه‌ییزو هېوادونو مهمه ناسته ترسره کړي، چې موخه یې د وروستیو جیوپولیټیکو ترینګلتیاوو په منځ کې د سیمې د ثبات لپاره ګډ دریځ رامنځته کول دي.

د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند، اسماعیل بقایي، ویلي چې تهران په وروستیو کې د کابل او اسلام‌اباد له چارواکو سره ګڼ پړاویزې دیپلوماټیکې ناستې کړي او هڅه کوي د تاوتریخوالي د زیاتېدو مخه ونیسي.

هغه ټینګار کړی، چې ایران په سیمه کې د «عملي تفاهم» جوړېدو ته لومړیتوب ورکوي او غواړي د افغانستان لپاره د ګډو هڅو بهیر لا پیاوړی شي.

د معلوماتو له مخې، دغه غونډه به د پاکستان، تاجکستان، ازبکستان، ترکمنستان، چین او روسیې د ځانګړو استازو په ګډون په تهران کې ترسره شي.

آریانا سعید:پنځه زره افغان نجونو ته د زده کړې زمینه برابروم

د افغانستان مشهورې هنرمندې اریانا سعید اعلان کړی چې د لیندۍ په ۲۰مه یې د خپل مدني بنسټ «دفاع» له لارې یو نوی تعلیمي پروګرام پیل کړی چې موخه یې پنځه زره افغان نجونو ته د زده‌کړو د دوام زمینه برابرول دي.

هغې ویلي، چې دا پروګرام د امریکا له یوه ښوونځي سره په همکارۍ عملي کېږي.

نوموړې زیاته کړې، چې د ګډونوالو نجونو باید انګلیسي ژبه زده وي او کولای شي د اووم څخه تر دولسم ټولګي پورې زده‌کړې وکړي او رسمي سند تر لاسه کړي.

هغې دغه راز ویلي چې هره ورځ د زده‌کړو د دوام په اړه د افغان نجونو سلګونه غوښتنلیکونه ترلاسه کوي.

دا پروګرام په داسې حال کې پيلېږي چې د طالبانو حکومت تر واکمنۍ لاندې نجونې یوازې تر شپږم ټولګي پورې ښوونځي ته پرېښودل کېږي او ښځې له لوړو زده‌کړو او ډېرو کارونو منع دي.

!گوسفندي مبارزه

لیکوال: شاه محمود میاخیل
د جمهوري حکومت د ملي دفاع وزارت سرپرست

څه موده د مخه مې د ګوسفندي ژورنالیزم په اړه لیکلي و چې اکثره رسنۍ خپل تولید نه لري نو د نورو د ټویټونو، لیکنو، خبر او تحلیلونو نه کټ او پیست کوي. کټ او پیست باندې یوه رسنۍ خپل اعتبار نشي تر لاسه کولې.

اوس چې ګورم، اکثره په نامه سیاسي ډلې، اشخاص او فعالین هم په سیاست کې د ګوسفندي ژورنالیزم غوندې د ګوسفندي مبارزې او سیاست لار تعقیبوي. دا چې دوی خپل فکري تولید نه لري، نو د نورو خبرې کټ او پیست کوي. همدا علت دی چې د دوی موقف سهار یو قسم او ماښام بل قسم وي.

سیاسي او مدني مبارزې لپاره اصولي تګلاره او فکري استقرار مهم دی. د سیاست او مبارزې مؤخه د قدرت نیول او پروژو اخستل باید نه وي بلکې نهایي هدف د افغانستان ثبات، سوکالي او ملي وحدت تامینول وي چې ټول افغانان د اساسي قانون په چوکاټ کې په ګډه سره ژوند، کار او سیاست وکړي.

هدف د مبارزې، ځان محوري نه بلکې ملي محوري وي. که ملي ګټې خوندي نه وې، نو انفرادي ګټې هڅکله خوندي کیدلې نشي.

د جمهوریت د سقوط نه وروسته، د جمهوري غوښتونکو خوځښت لومړنی سیاسي فکري خوځښت و چې د همفکره افغانانو په خپل ابتکار  پیل او د ملي ګټو په رڼا کې اصولي موقف او تګلاره اعلان کړله.

زمونږ د فکري خوځښت ملګري، او همدا شان وروسته د سولې او ولسواکۍ د ملي نهضت شاملې سیاسي ډلې، د پیل نه تر اوسه سره متعهد پاتې شوي ځکه پروژوي اهداف نه لري او د بهرنیانو او داخلي پخوانیو او اوسنیو لوبغاړو په چمونو پوهیږي او نه غولیږي.

په تیرو څلورو کلونو کې زمونږ دریځ ډیر واضحه او ثابت و او دی.
د جمهوري غوښتونکو خوځښت لاندې څو ټکي د خپل دریځ او مبارزې اساس ګڼي:
1. جنګ د مسایلو د حل لاره نه ده ځکه د جنګ عقبه به بیا په اسلام اباد یا تهران کې وي او د هغوي په شومو اهدافو نه غولیږو.

2. د جمهوریت غوښتونکو خوځښت لکه د ځینو سیاسي او جنګ پلوو ډلو په شان د اسلام اباد، تهران یا نورو هیوادونو نه مشروعیت او ملاتړ نه غواړي بلکې د افغانانو خپل ابتکار او ملاتړ ته اهمیت ورکوي.

3. د نفې او انحصار د قدرت سیاست، پخوا هم نتیجه نه ده ورکړې، اوس هم نتیجه نه ورکوي او راتلونکې کې هم.

4. نه نورې سیاسي ډلې طالبان نفې کولی شي او نه طالبان نور ولس او ملي سیاسي حرکتونه.

5. ټول افغانان، ښځې او نر، د اساسي قانون په چوکاټ کې د ژوند، کار او سیاست حق لري.

6. بې له مشروع او قانونمند نظام نه په یو هیواد کې فزیکي، بشري او رواني امنیت نشي تامین کیدلې.

7. غیر مشروع او غیر قانونمند حاکمه ډله پخپله سیمه ایز او نړیوال رقابتونو ته زمینه مساعدوي او افراطیت تقویه کیږي چې دا دافغانانو او سیمې په ګټه نه ده.

8. د حل لار، د افغانانو په خپل ابتکار، د لوی جرګې راغوښتل دي چې ټول اقشار او د افغانستان د ټولو سیمو ولسي استازي پکې ګډون ولري چې د افغانستان د راتلونکې لپاره عملي تګلاره تصویب کړي.

9. په اوسني وخت کې دا د طالبانو د حاکمې ډلې مسوولیت دی چې د لویې جرګې لپاره زمینه مساعده کړي که نه د راتلونکو نیابتي جګړو، او رقابتونو مسوولیت به هم د دوی په غاړه دی.

10. که م زر ما ټوله زما وي، دا وړۍ نه شړۍ کیږي.

11. د افغانانو او وطن په ګټه، چې هر چیرته اوسو، ښو ته ښه او بدو ته به بد وایو او د چا نه ویره نه لرو او نه د چانه امتیاز غواړو او نه په چا د خپلو کړنو احسان کوو ځکه دا خپل ملي رسالت او مسوولیت ګڼو.

په دې خاطر، د بهرنیانو او ګاونډیانو په اشاره، د هیچا په پټو سترګو ملاتړ او مخالفت نه کوو. ملاتړ او مخالفت باید د ملي ګټو په چوکاټ کې وي چې افغانستان او افغانانو ته خیر ورسولې شي نه شر.

یادونه: حماسه میډیا د یوې بې پرې رسنۍ په توګه د ټولو سیاستوالو ، لیکوالو او نظر خاوندانو لیکنو او نظریاتو ته درناوی لري، دا لیکنه د حماسه میډیا نظر نه څرګندوي بلکې د لیکوال نظر دی او مونږ  یې کټ مټ دلته خپروو.

شاه محمود میاخیل:د طالبانو نوې فتوا سیاسي ده، نه دیني

جمهوري حکومت کې د ملي دفاع وزارت سرپرست شاه محمود میاخېل د طالبانو حکومت د وروستۍ فتوا په اړه غبرګون څرګند کړی او ویلي یې دي چې دا پرېکړه دیني نه، بلکې سیاسي بڼه لري.

د ده په وینا، طالبانو په فتوا کې ویلي چې د افغانستان خاوره به د نورو هېوادونو پر ضد نه کارول کېږي او د هرگونه تجاوز په صورت کې د دفاع حق لري، چې دا خبره سیاسي پیغام لري.

میاخېل زیاتوي، طالبان چې اسلام بې سرحده ګڼي، په فتوا کې خپلو لیکو ته وایي چې د نورو افراطي ډلو سره جګړه نه کوي؛ خو دا ډلې پخوا د طالبانو ترڅنګ جنګېدلې دي.

هغه وايي چې دا اوس نورو افراطي ډلو پورې اړه لري چې د طالبانو دې فتوا ته ارزښت ورکوي که نه.

۲۰۲۶ کرکټ نړیواله شورا؛د کرکټ نړیوالې شورا د لوبو ټکټونو کې د پاکستاني کپټان د انځور نشتوالي پاکستاني مینه وال غصه کړي

0

د نړیوال کرکټ شورا (ICC) د ۲۰۲۶ کال T20 نړیوال جام د ټکټونو پلور پیل کړی دی.

په دې لړ کې ICC پر ټولنیزو رسنیو د لوبو ټکټ خپور کړی چې پکې د هند، سریلنکا، سویلي افریقا، انګلستان او اسټرالیا د لوبډلو د کپتانانو انځورونه ښکاري، خو د پاکستان کپتان سلمان علي اغاص په کې نه دی شامل شوی.

دغه چارې پاکستاني مینه‌وال ICC ته سخت غصه کړي او نیوکې یې کړي چې ولې د پاکستاني کپټان انځور په پوسټر کې نشته.

راتلونکی T20 نړیوال جام به د راتلونکي کال په فبروري او مارچ کې په هند او سریلنکا کې ترسره شي، او د نړۍ شاوخوا ګڼ مینه‌وال له نن څخه آنلاین ټکټونه اخیستلی شي