سه شنبه, جون 23, 2026
Home Blog Page 221

متحده عربي امارات:د ایران ۲۹۸ بالستیک توغندي او له ۱۶۰۰ ډېر ډرونونه مو له منځه وړي

0

متحده عربي اماراتو ویلي چې د ایران له لوري توغول شوي څلور بالستیک توغندي او شپږ بې‌پیلوټه الوتکې (ډرونونه) یې شنډ کړي دي.

امارات وایي د جګړې له پیل راهیسې یې ټولټال ۲۹۸ بالستیک توغندي، ۱۵ کروز توغندي او ۱۶۰۶ ډرونونه نخښه کړي او له منځه وړي دي.

بلخوا د اسرائیل پوځ وايي چې د ایران په لویدیځو سیمو کې یې پراخ پوځي بریدونه پیل کړي دي.

په مقابل کې ایران اعلان کړی چې د اسرائیل پر اهدافو او د امریکا پر پوځي اډو یې په سیمه کې بریدونه کړي دي.

په همدې حال کې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ هم ویلي چې د ایران د کرج جزیرې پوځي تاسیسات بشپړ ډول ویجاړ شوي او امکان لري چې د دې ټاپو پر ضد بیا هم د برید امر ورکړي.

د طالبانو حکومت د ملي دفاع وزارت:په جنوبي وزیرستان کې د پاکستان پر پوځي کمپ مو برید ترسره کړ

د طالبانو حکومت د ملي دفاع وزارت ویلي چې د «اسلامي امارت» د هوايي ځواکونو له لوري د پاکستان د پوځ پر یوه پوځي مرکز برید ترسره شوی دی.

د وزارت په وینا، دا برید د کندهار د وروستیو هوايي بریدونو د غچ اخیستنې په هدف د جنوبي وزیرستان د واڼه په سیمه کې د پاکستان د پوځ پر یوه ځانګړي کمپ شوی.

د معلوماتو له مخې، په یاد برید کې د واڼه په پوځي کمپ کې د SSG کمانډو ودانۍ او نور مهم تأسیسات په نښه او هدف ګرځول شوي دي.

یاد وزارت زیاتوي چې د برید له امله د قوماندانۍ ودانۍ یوه برخه او نور پوځي تاسیسات زیانمن شوي او د پاکستان پوځ ته ځاني او مالي تاوانونه اوښتي دي.

ایران:پر سعودي عربستان وروستیو ډرون بریدونو کې موږ لاس نه لرو

0

د ایران د سپاه پاسداران ځواکونو ویاند اعلان کړی چې پر سعودي عربستان وروستي ډرون بریدونه له ایران سره هیڅ اړیکه نه لري.

دوی ریاض ته ویلي چې د بریدونو اصلي سرچینه باید وپلټي.

همداراز د سعودي عربستان د دفاع وزارت ویلي چې د ریاض په هوايي فضا کې یې څلور ډرونونه شنډ کړي دي.

رحمت الله نبیل د طالبانو امیر ته:ولې د رعیت پر ژوند فرمانونه شته، خو د خاورې لپاره دریځ نشته

د افغانستان د ملي امنیت پخواني مشر رحمت الله نبیل د طالبانو حکومت پر مشر ملا هیبت‌الله اخندزاده نیوکه کړې او ویلي یې دي چې د طالبانو له ادرسه نږدې هره میاشت د «رعیت» لپاره د استنجا او استنشاق د طریقې په اړه فرمانونه صادرېږي، خو کله چې د پاکستان له لوري د افغانستان پر حریم او خاورې سلګونه بریدونه او تېري کېږي، نه کوم غږ پورته کېږي او نه هم کومه فتوا صادریږي.

ښاغلي نبیل ویلي، دا هغه خاوره ده چې طالبان یې «دارالاسلام» او «دارالاماره» بولي، خو د هغې پر وړاندې د بهرنیو بریدونو په اړه د طالبانو چوپتیا د خلکو لپاره جدي پوښتنې راولاړوي.

د هغه په وینا، دا «معناداره سکوت» د افغانستان د خلکو مخې ته یوه اساسي پوښتنه ږدي:
څنګه ممکنه ده چې د «رعیت» د ژوند په وړو او شخصي چارو کې فرمانونه صادر شي، خو د هېواد پر حاکمیت او خاورې د تېري پر وړاندې حتی یو روښانه دریځ هم و نه نیول شي؟.

انجینیر نبیل خبرداری ورکړی چې افغانستان مخکې هم د همدې تکفیري ادبیاتو او د «دارالکفر» او «دارالحرب» په نوم په کنډوالو بدل شوی و.

د افغانستان د دغه پخواني لوړ پوړي امنیتي چارواکي په خبره، اوس دا وېره شته چې د هېواد پاتې شوني به دا ځل د «دارالخوارج» تر نوم لاندې او د همدې خطرناک منطق له مخې بیا قرباني شي.

هغه د وضعیت یو بل «تریخ تناقض» ته هم اشاره کړې او ویلي یې دي: «کله چې یې په ګټه وه، هغه یې امیرالمؤمنین باله، خو نن هماغه کس په اسانه د خوارجو مشر او د اهل فتنې په نوم یادېږي.»

نبیل زیاته کړې چې ښايي وخت راغلی وي چې طالبان هم لږ تم شي او فکر وکړي چې څنګه د دین په نوم ذهنونه مغشوش او حقیقتونه ناسم وړاندې شوي دي.

د هغه په وینا، اساسي حل لاره دا ده چې طالبان باید له «رعیت» څخه تېر شي او «ملت» ته مخه کړي.

نوموړي ټینګار کړی چې هغه هېواد چې خلک یې رعیت وبلل شي، نه به تلپاتې امنیت ولري او نه به روښانه راتلونکی؛ خو هغه هېواد چې خلک یې ملت وي، بیا به دومره اسانه د تکفیر د فتواوو او د ورانولو د سیاست قرباني نه شي.

د ایران سپاه پاسداران:د بنیامین نتنیاهو د وژنې لپاره به خپله ټوله هڅه وکړو

0

د ایران د سپاه پاسداران ځواکونو ویلي چې د اسراییلو د لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو د وژنې لپاره به خپلې هڅې زیاتې کړي.

د سپاه پاسداران په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې که د اسراییلو لومړی وزیر ژوندی وي، دوی به د هغه د څار او تعقیب هڅو ته دوام ورکړي تر څو وې وژني.

په بیان کې نوموړی د ماشومانو د وژنې مسوول بلل شوی او ټینګار شوی چې پر ضد به یې سخت اقدامات ترسره شي.

دا څرګندونې په داسې حال کې کېږي چې تر دې وړاندې د نتنیاهو د وژل کیدو ادعاوې خپرې شوې وې؛ خو د نوموړي دفتر دا اوازې رد کړي دي.

د اسرائیلو د لومړي وزیر دفتر:د بنیامین نتنیاهو د مرګ په اړه خپاره شوي راپورونه حقیقت نلري

0

د بنیامین نتنیاهو د وژل کېدو هغه ادعاوې چې په ټولنیزو رسنیو کې خپرې شوې وې، د اسرائیلو د لومړي وزیر دفتر رد کړې دي.

د اسرائیلو د لومړي وزیر دفتر ویلي چې د ایران د احتمالي غچ اخیستونکي برید په اړه هغه ادعاوې ناسمې دي چې ګواکې نتنیاهو وژل شوی دی.

دا اوازې وروسته له هغې خپرې شوې چې د بنیامین نتنیاهو د مارچ د ۱۳مې نېټې د مجازي خبري غونډې یوه ویډیو په انټرنېټ کې خپره شوه.

ځینو کاروونکو ادعا کوله چې په ویډیو کې د هېواد په کچه د هوايي بریدونو د خطر زنګونه نه اورېدل کېږي، نو ځکه ګواکې نتنیاهو وژل شوی او پر ځای یې د مصنوعي ځیرکتیا (AI) له لارې جوړه شوې ویډیو خپره شوې ده.

د طالبانو حکومت د ترانسپورت او هوایي چلند وزارت:افغانستان نن اته صادراتي محمولې د امریکا او استرالیا په ګډون څو هېوادونو ته لېږي

د طالبانو حکومت د ترانسپورت او هوايي چلند وزارت اعلان کړی چې د هېواد اته صادراتي محمولې نن یو شمېر بهرنیو هېوادونو ته لېږل کېږي.

د یاد وزارت د معلوماتو له مخې، په دغو محمولو کې وچه مېوه، مربا، د پخلي دیګونه او انرژي لرونکي مشروبات شامل دي.

چارواکي وایي، دا توکي به د لاجورد لارې له مسیر څخه ترکیې، سعودي عربستان، امریکا، استرالیا او هالنډ ته صادر شي.

کیم جونګ اون؛امریکا او جنوبي کوریا ته د نوو توغندیو په اړه خبرداری ورکړ

0

د شمالي کوریا مشر کیم جونګ اون د پرمختللو توغندیو د ازموینې پر مهال امریکا او جنوبي کوریا ته خبرداری ورکړی چې د دوی نوې وسلې کولای شي تر ۴۲۰ کیلومتره واټن پورې هدفونه په نښه کړي.

د شمالي کوریا دولتي رسنیو راپور ورکړی چې نوموړي د ۶۰۰ ملي متره کالیبر لرونکو څوګونو راکټ لانچرونو د ازموینې بهیر له نږدې څارلی دی.

ویل کېږي دغه وسلې د داسې پوځي سیستم برخه ده چې د اوږده واټن هدفونه په نښه کولای شي.

د راپور له مخې، دغه راکټونه په اصل کې د شاوخوا ۳۶۴ کیلومتره لرې هدف د ویشتلو لپاره طرحه شوي دي.

په راپور کې د شمالي کوریا د مشر له قوله ویل شوي چې هغه ځواکونه چې تر ۴۲۰ کیلومتره واټن کې موقعیت لري، د اړتیا په صورت کې د تاکتیکي اټومي وسلو له سخت او ویجاړونکي ځواک سره مخ کېدای شي.

جرمني؛هامبورګ ښار کې مېشتو افغانانو د پاکستان د بریدونو پر ضد لاریون کړی

د حرمني په هامبورګ ښار کې سلګونو افغانانو د پاکستان د پوځي بریدونو پر ضد لاریون کړی او د دغو بریدونو د بندېدو غوښتنه یې کړې ده.

لاریونوال وایي، هغه بریدونه چې د روژې مبارکې میاشتې پر مهال ترسره شوي، د بې‌ګناه ملکي وګړو د مرګ ژوبلې لامل شوي دي.

دوی دا بریدونه غندلي او ویلي چې په داسې حساسو ورځو کې د ملکي خلکو په نښه کول د منلو وړ نه دي.

ګډونوالو له نړیوالې ټولنې غوښتي چې د پاکستان د دغو کړنو پر وړاندې روښانه او جدي دریځ خپل کړي او د ملکي وګړو د ساتنې لپاره عملي ګامونه پورته کړي.

لاریونوالو همداراز ټینګار کړی چې د سیمې د ثبات لپاره باید شخړې د تاوتریخوالي پر ځای د خبرو او ډیپلوماسۍ له لارې حل شي.

د چین د بهرنیو چارو وزارت:چین هڅه کوي چې کابل او اسلام‌اباد ژر تر ژره اوربند ته ورسېږي

د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاند لین جیان ویلي چې بېجېنګ هیله لري افغانستان او پاکستان خپلې روانې ترینګلتیاوې راکمې کړي او د زغم او خبرو له لارې ستونزې حل کړي.

نوموړي څرګنده کړې چې د افغانستان لپاره د چین ځانګړي استازي د منځګړیتوب په هدف دواړو هېوادونو ته سفرونه پیل کړي دي.

د هغه په وینا، چین هڅه کوي چې کابل او اسلام‌اباد ژر تر ژره اوربند ته ورسېږي او خپل اختلافات د ډیپلوماسۍ له لارې حل کړي.

لین جیان ټینګار کړی چې چین چمتو دی د دواړو ګاونډیو هېوادونو ترمنځ د اړیکو د ښه کېدو او د شخړو د کمېدو لپاره خپلو هڅو ته دوام ورکړي.

د ده په وینا، د سیمې ثبات د ټولو هېوادونو په ګټه دی او خبرې اترې د ستونزو د حل تر ټولو اغېزمنه لاره ده.