جمعه, اپریل 3, 2026
Home Blog Page 22

امریکا:د ایران د نفتو پر پلور مو ۳۰ ورځنی موقتي معافیت اعلان کړ

0

د امریکا د خزانې وزارت ویلي چې د نړیوال انرژۍ بازار د فشار د کمولو لپاره یې د ایران د نفتو پر پلور ۳۰ ورځنی موقتي معافیت اعلان کړی دی.

د دې پرېکړې له مخې، هغه ایراني نفت او محصولات چې د مارچ له ۲۰ تر اپرېل ۱۹ پورې پر کښتیو بار شوي، کولای شي نړیوالو بازارونو ته وپلورل شي.

امریکايي چارواکو ویلي چې دا اقدام د سیمه‌ییزو ترینګلتیاوو له امله د انرژۍ پر عرضې د فشار د کمولو لپاره شوی دی.

د امریکا د خزانې وزیر ټینګار کړی چې دا معافیت موقتي او محدود دی او یوازې هغه نفت پکې شامل دي چې مخکې له مخکې د لېږد په حال کې دي.

پاملرنه موسسه:ختیځو سیمو کې جګړو زرګونه کورنۍ بې‌ځایه کړې دي

پاملرنه (CARE) موسسې خبرداری ورکړی چې د افغانستان په ختیځو سیمو کې د جګړو له زیاتېدو وروسته د بشري ناورین د پراخېدو خطر ډېر شوی او زرګونه کورنۍ له خپلو کورونو بې‌ځایه شوې دي.

د دې موسسې په وینا، په څو ولایتونو کې خلک اغېزمن شوي او د راپورونو له مخې له نیمایي زیات تلفات ښځې او ماشومان دي.

د لومړنیو ارزونو له مخې، تر ۱۶۰ زره ډېر کسان بې‌ځایه شوي او بېړنیو مرستو ته اړتیا لري، چې پکې خوراکي توکي، سرپناه، پاکې اوبه او روغتیايي خدمات شامل دي.

د پاملرنې د افغانستان مشر محمد اکمل شریف ویلي چې د ملکي وګړو وضعیت ډېر د اندېښنې وړ دی، ځکه ډېری کورنۍ له پخوا راهیسې له کړکېچونو سره مخ دي او اوس بیا کډه کېدو ته اړ شوي دي.

راپور همداراز وایي چې ښځې او نجونې تر ټولو زیات زیان ویني، ځکه بې‌ځایه کېدل د هغوی لپاره خطرونه زیاتوي او روغتیايي او محافظتي خدمتونو ته لاسرسی محدودوي.

پاملرنه موسسې ټینګار کړی چې د ملکي وګړو د زیان د کمولو لپاره بېړنۍ بشري مرستې اړینې دي.

مایک والتز:ټرمپ د ایران پر وړاندې د ټولو انتخابونو کارولو ته چمتو دی

0

په ملګرو ملتونو کې د امریکا استازي مایک والتز ویلي چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د ایران له حکومت سره په روان کړکېچ کې ټولې لارې په لاس کې لري، چې پکې د امریکايي ځواکونو ایران ته لېږل هم شامل دي.

مایک والتز له سي‌اېن‌اېن سره خبرو کې ویلي چې د واشنګټن غوره لاره لا هم دا ده چې د ایران اټومي تاسیسات د هوايي یا سمندري بریدونو له لارې کمزوري شي.

نوموړي زیاته کړې چې ټرمپ د جګړې اوسني خطرونه د دې احتمال له خطر سره پرتله کړي چې ایران اټومي وسلو ته لاسرسی ومومي.

د هغه په وینا، ټرمپ غواړي په نړۍ کې روانې جګړې پای ته ورسوي او له ایران سره شخړه یې داسې جګړه بللې چې ۴۷ کاله روانه ده.

والتز دغه راز ویلي چې ټرمپ تر دې مخکې له نظامي اقدامه د مخنیوي لپاره ډیپلوماسۍ ته هم وخت ورکړی و.

حمدالله فطرت:د کونړ په کامدېش کې د پاکستاني ځواکونو له لوري پر ملکي موټر برید کې یوه ډاکټره او ماشوم یې وژل شوي

د طالبانو حکومت مرستیال ویاند حمدالله فطرت ویلي، چې د کونړ د کامدېش ولسوالۍ د باغچې په سیمه کې د کوچني اختر په لومړۍ ورځ د پاکستان د پوځي رژیم له لوري پر یوه ملکي موټر د هاوان ډزې شوې دي.

حمدالله فطرت پر خپله ایکس‌پاڼه لیکلي چې په دې پېښه کې یوه ډاکټره انزیره (سحر) له خپل څلور کلن زوی میهن سره یوځای سیند ته لوېدلې او وژل شوې ده.

نوموړي ویلي، چې د دوامداره ډزو له امله د وژل شویو جسدونه تر یو وخته پورې په سیمه کې پاتې وو، خو وروسته د سیمې د خلکو په هڅو له کماري ګل خوړ څخه خوندي ځای ته ولېږدول شول.

فطرت زیاتوي چې همداراز د کونړ د شلتن ولسوالۍ کې هم د ډزو له امله یو تن سلیمان د توران زوی سخت ټپي شوی دی.

هند؛کابل ته د بشري مرستو یوه لويه بسته واستوله

د هندو د بهرنیو چارو وزارت ویاند، رندهیر جیسوال خبر ورکړی چې هندوستان کابل ته ۲.۵ ټنه بشري مرسته استولې ده.

هغه ویلي، چې دغه مرسته د عاجلو درملو، طبي توکو، کیټونو او اړینو تجهیزاتو څخه جوړه شوې ده.

د نوموړي په وینا، موخه یې د پاکستان د پوځي رژیم د وروستي هوايي برید ټپیانو ته د عاجلې طبي پاملرنې او ژر رغېدو مرسته کول دي.

جیسوال ټینګار کړی چې هندوستان د افغانستان د خلکو تر څنګ ولاړ دی او د بشري مرستو د وړاندې کولو بهیر به دوامداره وساتي.

عباس عراقچي بریتانیا ته:له امریکا او اسراییل سره له پوځي همکارۍ ډډه وکړئ

0

د ایران د بهرنیو چارو وزیر سید عباس عراقچي د برېتانیا د بهرنیو چارو له وزیرې سره په ټلیفوني خبرو کې له دې هېواده غوښتي چې له امریکا او اسراییل سره په پوځي او رسنیزو برخو کې له هر ډول همکارۍ ډډه وکړي.

هغه همداراز ویلي چې برېتانیا باید ترهګریزو شبکو (امریکا او اسراییل) ته د فعالیت زمینه برابره نه کړي.

عراقچي د برېتانیا له لوري امریکا ته د پوځي اډو د ورکړې په اړه هم نیوکه کړې او ویلي چې دا کارونه به د ده په وینا د تجاوز په برخه کې ګډون وبلل شي او د دواړو هېوادونو په اړیکو کې به ثبت شي.

هغه زیاته کړې چې ایران د خپل حاکمیت او خپلواکۍ د دفاع حق لري.

نوموړي د هرمز تنګي د وضعیت په اړه هم ویلي چې د حالاتو د عادي کېدو یوازینۍ لاره د بریدونو درول دي او ټینګار یې کړی چې د جګړې درول باید له داسې ضمانتونو سره وي چې د ورته بریدونو د بیا تکرار مخه ونیول شي.

مجتبی خامنه‌یي:د ایران له کورنیو او بهرنیو دښمنانو باید امنیت واخیستل شي

0

د ایران د نوي مذهبي مشر مجتبی خامنه‌يي په نوم یو ټیلیګرام چینل د هغه له‌خوا منسوب یو پیغام خپور کړی چې پکې د ایران د اطلاعاتو د وزیر اسماعیل خطیب د وژل کېدو په اړه غبرګون ښودل شوی دی.

په دغه پیغام کې ویل شوي: «باید امنیت له کورنیو او بهرنیو دښمنانو واخیستل شي.»

دا پیغام په داسې حال کې خپرېږي، چې له هغه وروسته چې مجتبی خامنه‌يي د ایران د نوي مشر په توګه معرفي شوی، تر اوسه د هغه هېڅ رښتینی انځور یا ویډیو نه ده خپره شوې.

راپورونه وایي چې د نوموړي د عامه راڅرګندېدو په اړه لا هم ډېرې پوښتنې شته.

ملګري ملتونه:منځني ختیځ کې د تاوتریخوالي د کمولو لپاره دې جدي خبرې وشي

د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتونیو ګوتریش له ټولو ښکېلو لورو غوښتي چې په منځني ختیځ کې د روانو کړکېچونو د کمولو لپاره بېړنۍ او جدي خبرې پیل کړي.

هغه خبرداری ورکړی چې د تاوتریخوالي دوام به نه یوازې د سیمې ثبات، بلکې نړیوال امنیت هم له خطر سره مخ کړي.

نوموړي ټینګار کړی چې د جګړې د پراخېدو د مخنیوي یوازینۍ لاره ډیپلوماسي او خبرې اترې دي او ټولو اړخونو ته یې د زغم او مسوولانه چلند غوښتنه کړې ده.

منظور پښتین:روژه کې شیطانان تړل کېږي؛ خو د پاکستان واکداران ازاد پاتې شوې وه

د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتین د کوچني اختر په مناسبت په یوه غږیز پیغام کې ویلي چې د روژې په میاشت کې شیطانان تړل کېږي، خو د پاکستان واکداران ازاد پاتې وو.

هغه زیاته کړې چې د پاکستان پوځي واکمنو د روژې مبارکه میاشت په لر او بر کې پر افغانانو په ویر او غم بدله کړه.

پښتین د فرضي کرښې دواړو غاړو ته د پاکستان د هوايي بریدونو غندنه کړې او ویلي چې دا بریدونه د خلکو پر ژوند او امنیت مستقیم اغېز لري.

هغه همداراز اعلان کړی چې د روانې میاشتې په ۲۴مه به د غورځنګ غړي په جینوا کې د ملګرو ملتونو دفتر مخې ته د دغو پېښو پر ضد لاریون وکړي.

بنیامین نتنیاهو:د ایران د رژیم د کمزورۍ او سقوط نښې را ښکاره شوي

0

د اسراییل لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو ادعا کړې چې د ایران پر وړاندې د بریدونو په شلمه ورځ د ایراني حکومت د کمزورۍ او سقوط نښې ښکاره شوې دي.

هغه په یوه خبري کنفرانس کې ویلي چې په ایران کې د قومندې او کنټرول جوړښت سخت ګډوډ شوی دی.

نتنیاهو د امریکا او اسراییل له لوري پر ایران د هوايي بریدونو ستاینه کړې او ویلي، که څه هم دا تضمین نه شي ورکولای چې رژیم به حتمي نسکور شي، خو هڅه روانه ده چې داسې شرایط برابر شي چې سقوط رامنځته کړي.

د راپورونو له مخې، اسراییل په وروستیو ورځو کې د ایران یو شمېر لوړپوړي امنیتي چارواکي له منځه وړي دي.

نتنیاهو همداراز ویلي چې د ایراني چارواکو تر منځ اختلافونه زیات شوي او د واک د ترلاسه کولو لپاره سیالي روانه ده.

هغه په پای کې له ایراني وګړو غوښتي چې له اوسنیو شرایطو څخه د حکومت د کمزوري کولو لپاره ګټه واخلي.