چهارشنبه, اپریل 22, 2026
Home Blog Page 216

محمد صادق خان:د افغانستان په اړه مې د چین او ازبکستان له ځانګړو استازو سره کتلي

د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړي استازي، محمد صادق خان، ویلي چې د تهران په غونډه کې یې د چین او ازبکستان د ځانګړو استازو سره د افغانستان په اړه لیدنې کړې دي.

نوموړي ویلي چې په سیمه کې د ترهګرو ډله‌ییز شتون د سیمه‌ییز اقتصادي ادغام پر وړاندې خنډ جوړوي او جدي امنیتي ستونزې رامنځته کوي.

محمد صادق خان زیاته کړې چې ګډونوالو په ګډه هوکړه کړې چې د دې امنیتي ګواښ د کمولو لپاره ګډې هڅې ضروري دي.

دغه لیدنې د افغانستان د ګاونډیو هېوادونو د استازو په غونډه کې د ایران په پلازمېنه تهران کې ترسره شوي دي.

میسي سره د زړه راښکونکي ملاقات وروسته؛ټنډولکر لیکلي: “نن بې مثاله ورځ وه!”

0

نړیوال شهرت لرونکی فوټبالر لیونل میسي د هند د سفر پر مهال په وانکھیډي سټېډیم کې د کرکټ له افسانوي لوبغاړي سچن ټنډولکر سره ولیدل.

ټنډولکر له دې لیدنې وروسته په ایکس کې د دواړو انځور شریک کړ او ډیر په بیړه دغه عکس وایرل او ټولنیزو رسنیو کې لاس په لاس کیږي.

هغه میسي ته ۱۰ نمبر جرسي ډالۍ کړه، ځکه دواړه ۱۰ نمبر جرسي اغوندي.

ټنډولکر ولیکل: «نن ورځ ۱۰/۱۰ وه».

دغې پوسټ په ټولنیزو رسنیو کې ګڼ شمېر بحثونه راپارولی دی.

شمالي وزیرستان؛د نجونو ښوونځی په بمونو الوځول شوی

0

د خېبر پښتونخوا د شمالي وزیرستان ولسوالۍ د میرعلي په «ایپي» سیمه کې د نجونو لپاره یو دولتي لومړنی ښوونیز مرکز د چاودېدونکو توکو د چاودنې له امله بشپړ ویجاړ شوی دی.

ځایي سرچینو ویلي، چې ناپېژاندو کسانو په ښوونځي کې چاودېدونکي توکي ځای پر ځای کړي وو، چې له امله یې ودانۍ په بشپړه توګه راونړېده.

تر اوسه د پېښې د مرګ‌ژوبلې په اړه څه نه دي ویل شوي.

امنیتي ادارو د پېښې پلټنې پیل کړې دي، خو تر دې دمه کومې ډلې د برید مسوولیت نه دی منلی.

د کولمبیا په شمال کې؛د ښوونځي بس چپه کېدو ۳۷ تنو ته مرګ ژوبله اړولې

0

د کولمبیا په شمال کې د ښوونځي زده‌کوونکو یو بس د سړک څخه وتلو او چپه کېدو له امله ۱۷ کسان وژل شوي او شاوخوا ۲۰ نور ټپیان شوي.

د رویټرز د راپور له مخې، یاد بس د زده‌کوونکو له یو تفریحي سفر څخه د کور پر لور په لاره و.

د آنتیوکیا والي ویلي چې پېښه له هغې وروسته رامنځته شوه چې زده‌کوونکو د ښوونځي د فراغت مراسم ولمانځل.

د آلمان د بهرنیو چارو وزیر:د افغان کډوالو انتقال له پاکستانه اوس لومړیتوب دی

د آلمان د بهرنیو چارو وزیر یوهان واده‌فول په پاکستان کې د افغان کډوالو پر وضعیت د اندېښنې څرګندونه کړې ده.

نوموړي ویلي چې د هغو افغانانو منل چې آلمان ته د قانوني پناه غوښتنې اجازه لري، اوس د هېواد د لومړیتوبونو په سر کې دي او د پاکستان څخه د الوتنو بهیر باید ژر پای ته ورسېږي.

واده‌فول زیاته کړې چې هغه افغانانو چې د آلمان د قانوني پناه غوښتنې سند ترلاسه کړی، باید د ۲۰۲۵م کال تر پایه پورې دې هېواد ته ولېږدول شي.

د آلمان حکومت همدارنګه ټینګار کړی چې د کډوالو د انتقال بهیر باید په منظم ډول ترسره شي او د دوی د خونديتوب او اسانتیا لپاره ټول اړین تدابیر نیول شوي وي.

د خوړو نړیوال پروګرام:د افغانستان اقتصاد تر سخت فشار لاندې دی

د خوړو نړیوال پروګرام (WFP) په تازه راپور کې ویلي چې د افغانستان اقتصاد لا هم تر سخت فشار لاندې دی او دا وضعیت د خلکو پر معیشت مستقیم منفي اغېز لري.

د راپور له مخې، د کډوالو پراخ بېرته ستنېدل، پرله‌پسې وچکالۍ، وروستۍ زلزلې او د سیمې د سوداګرۍ د لارو بدلونونو د هېواد اقتصادي ستونزې نورې هم ژورې کړې دي.

راپور زیاتوي چې له ۲۰۲۴م کال راهیسې انفلاسیون په تدریجي ډول لوړ شوی، چې لامل یې پر وارداتو ډېره اتکا، د اسعارو د تبادلې د نرخ بې‌ثباتي او د نړیوالو بیو لوړېدل دي.

دغه پروګرام خبرداری ورکړی چې که د اقتصادي ثبات لپاره بېړني او دوامدار اقدامات و نه شي؛ نو د خوراکي ناامنۍ او بې‌وزلۍ کچه به لا نوره هم لوړه شي.

نورالحق انور:د افغانستان لپاره د نفت او ګازو نوې خپلواکه اداره جوړه شوه

د طالبانو حکومت د چارو ادارې رئیس نورالحق انور ویلي، چې د کابینې او د ریاست الوزرا په غوښتنه د نفت او ګازو لپاره یوه نوې خپلواکه اداره جوړې شوې ده.

نوموړي په خپله اېکس پاڼه کې لیکلي، چې د دې ادارې د جوړېدو وروسته اداري کمېسیون ته لارښوونه شوې، څو له وزارتونو او نورو ادارو څخه هغه اته څانګې چې تر دې دمه په غیر منسجم ډول د نفت او ګازو اړوند فعالیتونه ترسره کول، په نوې خپلواکه اداره کې یوځای او منظم کړي.

د راپور له مخې، تمه کېږي چې د نوې ادارې جوړښت به د نفت او ګازو په سکتور کې د تصمیم‌نیونې بهیر شفاف او د فعالیتونو همغږي اسانه کړي، چې په نتیجه کې به د دې برخې د پراختیا او پانګونې فرصتونه زیات شي.

نړیوال بانک:د کډوالو راستنېدل او صنعتي پراختیا د افغانستان د اقتصادي ودې لامل شوي

د نړۍوال بانک تازه راپور ښيي چې د افغانستان اقتصاد د پرله‌پسې دویم کال لپاره د پرمختګ په لور روان دی.

راپور اټکل کوي چې د ۲۰۲۵م کال لپاره به د هېواد ناخالص کورني تولید (GDP) ۴.۳٪ ته ورسېږي، چې د ۲۰۲۴م کال د ۲.۵٪ ودې څخه لوړه ده.

نړیوال بانک ټینګار کړی چې د دې پرمختګ تر شا څو مهم عوامل د انفلاسیون ټیټه کچه، د شاوخوا دوه میلیونه افغان کډوالو راستنېدل، او د خدماتو او صنعتي فعالیتونو پراختیا ده.

راپور زیاتوي چې د وچکالۍ سره سره، افغانستان په کرنه کې د اوبیزو غنمو د تر ټولو لوړو حاصلاتو شاهد دی، چې د کرنیز سکتور د ځواکمنتیا نښه ګڼل کېږي.

راپور کې ویل شوي چې د کانونو او ودانیزو چارو پراختیا هم د اقتصادي ودې په لا پیاوړتیا کې مهم رول لري.

راپور ټینګار کوي چې که دا مثبت ګامونه دوام ومومي، افغانستان کولی شي په اقتصادي وده کې نور هم پرمختګونه ترلاسه کړي.

مطیع‌الله ویسا؛د قطر د امیر لخوا د فساد ضد نړیواله جایزه ترلاسه کړه

افغانستان کې د پوهنې د برخې فعال مطیع‌الله ویسا د ۲۰۲۵ کال د «فساد ضد او غوره ځوان نوښتګر» جایزه تر لاسه کړه.

دا جایزه د قطر امیر، شیخ تمیم بن حمد آل ثاني، له لوري هغو شخصیتونو ته ورکول کېږي چې د فساد پر وړاندې یې عملي او اغېزمن اقدامات کړي وي.

د راپورونو له مخې، ویسا د افغانستان په تعلیمي نظام کې د خیالي ښوونځیو او خیالي ښوونکو پر ضد د اوږدې مودې مبارزې له امله ونازول شو.

یاده نړیواله جایزه هر کال هغو کسانو ته ورکول کېږي چې د نوښت، زړورتیا او ټولنیز مسوولیت له لارې د فساد پر وړاندې درېږي او مثبت بدلون رامنځته کوي.

اسټرالیا؛سیډني کې د یهودانو پر مذهبي مراسمو بریدکوونکي پلار او زوی دي

0

د اسټرالیا پولیسو ویلي، هغه کسان چې د یکشنبې په ورځ (د لېندۍ ۲۳مه) یې د سیډني په ښار کې د یهودانو پر مذهبي مراسمو برید کړی، پلار او زوی دي.

د رویټرز د راپور له مخې، په دې برید کې ۱۵ کسان وژل شوي او له ۴۰ زیات نور ټپیان شوي دي، چې په هغوی کې دوه پولیس هم شامل دي.

چارواکو دا برید پر یهودانو یو پلان شوی او هدفي برید بللی او ویلي یې دي چې پلټنې روانې دي.