چهارشنبه, اپریل 22, 2026
Home Blog Page 215

بریټانیا؛له خپلو اتباعو غوښتي چې افغانستان ته له سفر ډډه وکړي

د بریټانیا د بهرنیو چارو وزارت خپلو اتباعو ته سپارښتنه کړې چې تر بل امر پورې افغانستان ته له سفره په کلکه ډډه وکړي.

دغه وزارت ویلي، د افغانستان او پاکستان ترمنځ د ډېورنډ پر کرښه وروستیو نښتو او امنیتي پېښو د سیمې وضعیت لا پسې کړکېچن کړی او ګڼې مهمې لارې تړل شوې دي.

یاد وزارت ټینګار کړی چې په افغانستان کې د امنیت وضعیت نازک دی او شته خطرونه د بهرنیو وګړو لپاره جدي بلل کېږي.

د بریټانیا حکومت همداراز خبرداری ورکړی چې بریټانیايي وګړي ښایي په افغانستان کې د نیول کېدو له خطر سره مخ شي، نو ځکه باید له هر ډول سفره ځان وساتي.

چین:یو افغان مسافر د لرغونو آثارو د قاچاق په تور نیول شوی

د چین د ګمرک چارواکو یو افغان مسافر نیولی چې هڅه یې کوله ۱۱ لرغوني توکي له هیواد څخه بهر وباسي.

د ګمرک په وینا، دا آثار د میلاد نه مخکې دویمې پېړۍ څخه تر پنځمې پېړۍ پورې اړوند دي.

د ضبط شویو توکو منځ کې سکې، د سرو زرو او سپینو زرو ګاڼې، د بودا مجسمې او نور لرغوني نقش لرونکي توکي شامل وه، چې د افغانستان د یوناني-باختري دورې آثارو سره ورته والی لري.

د چینایي قوانینو له مخې، ټول فرهنګي آثار چې له هیواد څخه بهر وړل کیږي باید د رسمي ادارو له څارنې لاندې وي، او د سرغړونکو پر ضد قانوني اقدامات کیږي.

اروپایي اتحادیې او IFC؛د افغانستان د خصوصي سکتور د ثبات لپاره د ۵ میلیونه یورو تړون لاسلیک کړ

اروپایي اتحادیې د نړیوال مالي کارپوریشن (IFC) سره د ۵ میلیونه یورو تړون لاسلیک کړی، چې له مخې به یې د افغانستان د خصوصي سکتور د ثبات پروګرام پلی شي.

دغه ۴۲ میاشتنی پروګرام د وړو او منځنیو کاروبارونو ملاتړ، د مالي خدماتو پراختیا او د خصوصي پانګې هڅونې له لارې د اقتصاد ثبات او د کار فرصتونو رامنځته کولو ته ځانګړی شوی دی.

د پروګرام تمرکز به د ښځو، ځوانانو، راستنو شویو کډوالو او داخلي بې‌ځایه شوو پر اقتصادي ګډون وي.

اروپایي اتحادیه وایي، دا نوښت د افغان ولس لپاره له بشري مرستو تر دوامدار اقتصادي ملاتړ پورې د اوږدمهاله ستراتیژۍ برخه ده، او IFC ټینګار کوي چې د خصوصي سکتور پیاوړتیا د کار موندنې او د خلکو د معیشت ساتنې لپاره تر ټولو عملي لار ده.

سهیل شاهین؛د بنین له سفیر سره د سیاسي او اقتصادي همکاریو پر پراختیا خبرې کړي

د قطر په پلازمېنه دوحه کې د طالبانو د حکومت سفیر، محمد سهیل شاهین، د افغانستان لپاره د بنین جمهوریت له سفیر بیدا نوهوم یوسف عبدالرحمن سره کتلي.

قطر کې د طالبانو حکومت د سفارت د خپرې شوې خبرپاڼې له مخې، په دې لیدنه کې د افغانستان او بنین ترمنځ پر دوه‌اړخیزو اړیکو، د بنین پر روان سیاسي وضعیت، اقتصادي او تجارتي همکاریو او نورو موضوعاتو بحث او د نظر تبادله شوې.

بالیوډ؛د هند مشهور کامیډین او اداکار کپل شرما مالي شتمني څرګنده شوه

0

د هند مشهور کامیډین او اداکار کپل شرما د مالي شتمنۍ جزئیات د لومړي ځل لپاره عام شوي دي.

د NDTV د راپور له مخې، د کپل شرما مجموعي شتمني شاوخوا ۳۰۰ کروړه هندي روپۍ اټکل شوې، چې ورسره هغه د هندي تفریحي صنعت یو له شتمنو هنرمندانو څخه ګڼل کېږي.

کپل شرما چې اصلا د پنجاب دی، د خپل پلار د مړینې وروسته په کم عمر کې د کورنۍ مسؤلیتونه پر غاړه اخیستي وو.

د خپل کار پیل کې یې په PCO بوت او د ټکسټایل په فابریکه کې په لږ معاش دنده پیل کړه، چیرې چې هغه په ترتیب سره میاشتني ۵۰۰ او ۹۰۰ روپۍ ترلاسه کولې.

خو د دوی ژوند هغه وخت بدل شو کله چې هغه د The Great Indian Laughter Challenge سیالي وګټله.

دغه بریا یې شهرت لوړ کړ او د Comedy Circus او Comedy Nights with Kapil په څیر مشهور شوګانو دروازې ورته پرانستل شوې.

راپور وايي، د کپل شرما مسلکي ژوند ته نوې وده هغه وخت راغله کله چې هغه د Netflix د شو The Great Indian Kapil Show کوربه توب پیل کړ، چیرې چې ویل کیږي هغه د هر قسط لپاره تر ۵ کروړ هندي روپیو پورې پانګه یا معاش ترلاسه کوي.

ښایي د دې شو له درې سیزنونو څخه یې د Netflix له لارې شاوخوا ۲۰۰ کروړ روپۍ ګټلي وي.

کپل شرما یوازې د تلویزیوني خپرونو کې فعاله نه دی، بلکې د فلم د نړۍ مهم اداکار ږ هم دی.

د ممبۍ په ښار کې میشت کپل شرما د لوکسو کورونو او قیمتي موټرو خاوند دی او په کاناډا کې یو کافې شاپ هم لري.

پر پاکستان اقتصادي فشارونه؛د سرو زرو بیه لوړې کچې ته رسیدلې

0

په پاکستان کې د سرو زرو په بازار کې بې‌ساری بدلون راغلی او بیې په چټک ډول لوړې شوې دي.

د آل پاکستان جمز او جیولرز ایسوسی ایشن له مخې، د سرو زرو د یوې تولې بیه ۲۶۰۰ روپۍ لوړه شوې، چې له دې سره د فی تولې قیمت ۴۵۴ زره او ۸۶۲ روپیو ته رسېدلی دی.

د راپور له مخې، د ۱۰ ګرامه سرو زرو بیه هم ۲۲۲۹ روپۍ زیاته شوې او اوس په ۳۸۹ زره او ۹۷۰ روپیو پلورل کېږي.

پاکستان په اقتصادي، سوداګریزو او نړیوالو بازارونو کې یو کمساری هیواد بلل کېږي چې له مخې یې د دغه هیواد د پورونو کچه هم بې سارې لوړه شوې.

پاکستان د قرضونو په بهراني وضعیت کې؛په ۲۰ میاشتو کې د فدرالي حکومت پورونه تر ۱۲ زره میلیاردو روپیو واوښتل

0

د پاکستان د مرکزي بانک (سټېټ بانک آف پاکستان) له اسنادو سره سم، د اوسني وفاقي حکومت د واکمنۍ په لومړیو ۲۰ میاشتو کې د دغه هېواد په پورونو کې د پام وړ زیاتوالی ثبت شوی دی.

راپور ښيي چې د ۲۰۲۴ کال له مارچ څخه تر ۲۰۲۵ کال د اکتوبر پورې د فدرالي حکومت ټول پورونه ۱۲ زره او ۱۶۹ میلیارد روپۍ زیات شوي دي.

په دې موده کې د حکومت کورني (مقامي) پورونه ۱۱ زره او ۳۰۰ میلیارد روپۍ او بهرني پورونه ۸۶۹ میلیارد روپۍ لوړ شوي دي.

د اسنادو له مخې، د ۲۰۲۵ کال تر اکتوبر پورې د وفاقي حکومت ټول پورونه ۷۶ زره او ۹۷۹ میلیارد روپیو ته رسېدلي، په داسې حال کې چې دا شمېره د ۲۰۲۴ کال تر فبرورۍ پورې ۶۴ زره او ۸۱۰ میلیارد روپۍ وه.

سټېټ بانک وایي، د پاکستان د مرکزي حکومت کورني پورونه چې د ۲۰۲۴ کال تر فبرورۍ پورې ۴۲ زره او ۶۷۵ میلیارد روپۍ وو، د ۲۰۲۵ کال تر اکتوبر پورې ۵۳ زره او ۹۷۵ میلیارد روپیو ته لوړ شوي دي.

همداراز، د فدرالي حکومت بهرني پورونه چې د ۲۰۲۴ کال تر فبرورۍ پورې ۲۲ زره او ۱۳۴ میلیارد روپۍ وو، د ۲۰۲۵ کال تر اکتوبر پورې له ۲۳ زره میلیارد روپیو څخه هم واوښتل.

اقتصادي شنونکي وایي چې د پورونو دا چټک زیاتوالی به د پاکستان پر اقتصاد، بودجې او راتلونکو مالي پرېکړو ژور اغېز ولري او امکان شته دغه هیواد د یو بهراني رکود سره مخ شي.

د طالبانو حکومت د ترانسپورت او هوایي چلند وزارت:د ایران وارِش هوايي شرکت د تهران–کابل ترمنځ مستقیمې الوتنې پیلوي

د طالبانو حکومت د ترانسپورت او هوایي چلند وزارت وایي، چې د ایران د وارِش هوايي شرکت اعلان کړی چې د تهران او کابل ترمنځ به خپلې الوتنې پیل کړي.

یاد وزارت ویلي، ټاکل شوې چې دغه هوايي شرکت به د روانې اوونۍ په ترڅ کې خپله لومړنۍ مستقیمه الوتنه له تهران څخه کابل ته ترسره کړي.

د وزارت په خبره، د وارِش هوايي شرکت د الوتنو په پیل سره به د دواړو هېوادونو ترمنځ د سفر لپاره اسانتیاوې زیاتې شي او مسافرو ته به د تګ راتګ نوې لارې برابرې شي.

جرمني؛د افغانستان له بشردوستانه صندوق سره دوه میلیون یورو مرسته وکړه

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر «اوچا» ویلي چې جرمني د افغانستان له بشردوستانه صندوق سره دوه میلیون یورو مرسته کړې ده.

اوچا ویلي، دا مرسته به د زلزله ځپلو افغانانو د لاسنیوي لپاره وکارول شي.

دغې ادارې همداراز خبرداری ورکړی چې په ۲۰۲۶ کال کې به په افغانستان کې ۲۱.۹ میلیون کسان، چې نږدې ۴۵ سلنه نفوس جوړوي، بشري مرستو ته اړتیا ولري او غذايي امنیت د اندېښنې وړ حالت ته رسېدلی دی.

رافایل ګروسي:د ایران مهمو اټومي تاسیساتو ته لا هم بشپړ لاسرسی نه‌لرو

0

د اټومي انرژۍ نړۍوالې ادارې مشر رافایل ګروسي ویلي چې په ایران کې د دې ادارې د تفتیش بهیر له ځنډ وروسته بېرته پیل شوی؛ خو پلټونکي لا هم د نطنز، اصفهان او فردو په څېر مهمو اټومي تاسیساتو ته لاسرسی نه لري.

نوموړي ویلي چې دا تاسیسات ځانګړی اهمیت لري، ځکه لا هم پکې اټومي توکي او تجهیزات شته.

ګروسي زیاته کړې چې دا مهال پلټونکي یوازې هغو تاسیساتو ته لاسرسی لري چې د امریکا د هوايي بریدونو له امله زیانمن شوي نه دي.

هغه ټینګار کړی چې تر هغو چې دغو حساسو مرکزونو ته بشپړ لاسرسی برابر نه شي، د ایران د اټومي پروګرام د وضعیت په اړه بشپړه او کره ارزونه ممکنه نه ده.