د برېتانیا د سمندري سوداګرۍ مرکز ویلي چې د ایران د سپاه پاسداران یوه بېړۍ د عمان شمالختیځ ساحل ته نږدې د یوې کانټینري کښتۍ پر لور بې له خبرداري ورنږدې شوې او ډزې یې پرې کړې دي.
د راپور له مخې، دا پېښه شاوخوا ۲۸ کیلومتره د عمان ساحل ته نږدې رامنځته شوې ده.
د کښتۍ کپتان ویلي چې د بېړۍ یوه برخه زیانمنه شوې؛ خو د عملې ټول غړي روغ پاتې شوي دي.
همداراز ویل شوي چې په دې پېښه کې نه اورلګېدنه رامنځته شوې او نه هم چاپېریالي زیان اوښتی دی.

