د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي او د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي ترمنځ ټیلیفوني خبرې شوې دي.
د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویلي جې په دې خبرو کې دواړو لورو د افغانستان او ایران ترمنځ پر وروستیو پرمختګونو او مهمو سیمهییزو مسایلو نظرونه تبادله کړل.
امیرخان متقي دوهاړخیزې اړیکې مثبتې او مخ پر ودې بللې او د سوداګرۍ د زیاتوالي او همکاریو د پراخېدو هرکلی یې کړی دی.
همداراز یې د ستونزو د حل لپاره پر ډیپلوماسۍ او خبرو ټینګار کړی.
عباس عراقچي هم د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو پرمختګ ستایلی او د لا پراختیا لپاره یې خپل نظرونه شریک کړي دي.
په دې تماس کې عباس عراقچي د امریکا سره د روانو خبرو د وروستي وضعیت په اړه هم امیرخان متقي ته معلومات ورکړي دي.

