چهارشنبه, اپریل 22, 2026
Home Blog Page 214

د طالبانو حکومت د عامې روغتیا وزیر؛نور جلال جلالي هند ته په خپل لومړي رسمي سفر ورسېد

د طالبانو حکومت د عامې روغتیا وزیر، مولوي نور جلال جلالي، هند ته په خپل لومړي رسمي سفر ورسېد.

د هند د بهرنیو چارو وزارت ویاند رندهیر جیسوال وایي، دا سفر د افغانستان د روغتیايي سکتور لپاره د هند د دوامدار ملاتړ څرګندونه کوي او تمه ده چې دواړه لوري پر روغتیايي همکاریو، د درملو رسولو او تخنیکي مرستو مهمې خبرې وکړي.

دا سفر په داسې وخت کې ترسره کېږي چې افغانستان له پاکستان څخه د درملو واردات په بشپړ ډول درولي دي؛ هغه اقدام چې د درملو د بدیلو بازارونو او نوو سیمه‌ییزو همکاریو اړتیا یې لا پیاوړې کړې ده.

شنونکي وایي، د هند سره د روغتیايي اړیکو پراخېدل کولی شي د افغانستان د درملو د کمښت ستونزه راکمه او د روغتیايي سیستم پر پیاوړتیا مثبت اغېز ولري.

د خیبر پښتونخوا مجلس؛د پاکستان له حکومت څخه افغانستان ته د زده‌کوونکو د خوندي ستنېدو لپاره د بېړنیو ګامونو غوښتنه کړې

د خیبر پښتونخوا ایالتي مجلس له پاکستاني حکومت غوښتنه کړې چې افغانستان ته د زده‌کوونکو د خوندي بیرته ستنولو لپاره عاجل ګامونه واخلي.

راپورونه وایي، زده‌کوونکي د تړل شویو سرحدي دروازو له امله د تګ راتګ او د زده‌کړو په برخه کې ستونزو سره مخ دي.

مجلس د یوې پرېکړې له لارې هم غوښتنه کړې چې په سرحدي دروازو کې د زده‌کوونکو لپاره ځانګړي مرکزونه جوړ شي او روغتیايي خدمات برابر شي ترڅو د دوی بیرته ستنیدل په منظمه توګه ترسره شي.

په ورته وخت کې د افغانستان تړلي سرحدي دروازې د مسافرو او سوداګرو لپاره هم جدي ستونزې رامنځته کړې دي.

۴۵ کلنه اسټرالیایۍ اداکاره؛رېچل کارپاني ومړه

0

مشهورې اسټرالیایۍ اداکارې او ټولنیزې فعالې رېچل کارپاني د اوږدې ناروغۍ وروسته د ۴۵ کلونو په عمر ساه ورکړه.

د نوموړې کورنۍ د هغې د مړینې پخلی کړی، خو د ناروغۍ ډول او د مړینې کره لامل یې نه دی په ډاګه کړی.

د رېچل خور، جارجیا کارپاني، پر انسټاګرام په خپاره کړي پیغام کې ویلي چې نوموړې د اوږدې ناروغۍ پر وړاندې له مبارزې وروسته مړه شوې ده.

د کورنۍ په وینا، د اداکارې وروستي مراسم به د جمعې په ورځ، د ډسمبر پر ۱۹مه، یوازې د نږدې خپلوانو او دوستانو په ګډون ترسره شي.

رېچل کارپاني د اسټرالیا په ټلویزیوني صنعت کې یو بریالی هنري سفر درلود او وروسته یې په امریکايي تولیداتو کې هم خپل استعداد ثابت کړی و.

هغې د اداکارۍ تر څنګ د ښځو د حقونو ملاتړ کاوه او پر نړیوالو بشري او سیاسي مسایلو، په ځانګړي ډول د فلسطین پر موضوع، یې څرګند دریځ درلود.

د طالبانو حکومت:د کونړ سیند اوبه به د درونټې بند له لارې د ننګرهار کرنیزو ځمکو ته ولېږدول شي

د طالبانو حکومت د ریاست الوزرا د اقتصادي کمېسیون د تخنیکي کمېټې نوبتي غونډه کې له کونړ سیند د ګمبیري دښتې لاندې برخې څخه د ننګرهار درونټې بند تر کاسې پورې د اوبو د لېږد وړاندیز تایید شو.

دا وړاندیز اوس د اقتصادي کمېسیون د وروستۍ پرېکړې لپاره وړاندې شوی دی.

په غونډه کې د بادغیس ولایت د حلقوي سړک د پنځمې برخې (۲۵ کیلومتره) پروژې په اړه هم بحث شوی او ځانګړې کمېټې ته دنده سپارل شوې څو د پروژې هراړخیزه څېړنه ترسره کړي او راپور یې د تخنیکي کمېټې راتلونکې غونډې ته وړاندې کړي.

د دې اوبو لېږد پروژه په عملي کېدو سره به د ننګرهار ګڼ شمېر کرنیزو ځمکو د اوبو کمښت ستونزه حل کړي او کروندګرو ته به د پایدارو اوبو سرچینې برابرې کړي.

شیخ هبت الله:هر مسؤل دې خپل صلاحیت وپېژني او د شریعت مطابق عمل دې وکړي

د طالبانو حکومت مشر شیخ هبت الله، د شهیدانو او معلولینو وزارت، کورنیو چارو وزارت، د کار او ټولنیزو چارو وزارت، د زندانونو چارو ادارې، د افغاني سرې میاشتي عمومي ریاست، د جهادي مدارسو او دارالایتامونو مسئولینو لپاره جوړ شوي درې ورځني اصلاحي او روزنیز سیمینار کې ګډون او وینا کړې.

د طالبانو حکومت مرستیال ویاند حمدالله فطرت په خپره شوې خبرپاڼه کې ویلي، چې شیخ هبت الله، په خپلو ویناوو کې د «اسلامي امارت» د قوانینو، د خلکو د خدمت د اصولو، د یتیمانو، کونډو، معلولینو، بې سرپرسته کورنیو او معتادینو د ملاتړ په اړه لارښوونې کړي.

نوموړي ویلي، چې د «اسلامي امارت» فرمانونه د الله تعالی د دین پر اساس دي او د ټولو مسلمانانو د عزت، وقار او امنیت ساتلو لپاره دي.

هغه زیاته کړې چې هر مسؤل باید خپل صلاحیت وپېژني، د خلکو حقوق مراعت کړي، د شریعت په رڼا کې خپل کارونه ترسره کړي، اختلافات ختم کړي، پر وخت کارونه اجرا کړي او خلکو ته د خوشحالۍ زېري ورسوي.

لشکر طیبه د طالبانو حکومت ته:که پاکستان ته امنیتي تضمین ورنه‌کړئ، د پاکستاني پوځ ترڅنګ ستاسو خلاف درېږو

د لشکر طیبه ډلې لوړپوړي مشر شیخ یعقوب د طالبانو حکومت ته خبرداری ورکړی چې که اسلام‌اباد ته دا رسمي تضمین ورنه کړي چې د افغانستان له خاورې به د پاکستان پر ضد هېڅ فعالیت نه کېږي؛ نو دغه ډله به د پاکستان د پوځ تر څنګ ودرېږي.

نوموړي په یوه ویډیویي پیغام کې په ټینګار ویلي، چې د طالبانو حکومت باید حتا د «یوې مرمۍ» د نه ویشتلو ژمنه وکړي.

هغه ویلي، د دې تضمین په صورت کې د طالبانو حکومت او پاکستان اړیکې بېرته لوړې کچې ته رسېدای شي؛ خو که دا غوښتنه ونه منل شي؛ نو د پاکستان ولس او علما به د پوځ ملاتړ وکړي.

شیخ یعقوب د طالبانو حکومت ته نږدې د ځینو دیني عالمانو فتوا مثبته بللې؛ خو ټینګار یې کړی چې دا دریځ باید په عملي او رسمي ډول ثابت شي.

ایران؛د کرمان په فهرج سیمه کې ۴ امنیتي ځواکونه وژل شوي

0

د ایران کرمان ولایت، د فهرج په څارنیزه پوسته کې د وسله‌والو او امنیتي ځواکونو ترمنځ د سختې نښتې په نتیجه کې د استخباراتو وزارت دوه سرتیري او د نظم ساتنې دوه تنه سرتیري وژل شوي دي.

د حال وش د راپور له مخې، د نښتې شدت ډېر لوړ بلل شوی او ویلي یې دي چې د ډزو له امله سیمه کې امنیتي وضعیت خورا سخت شوی دی.

حال‌وش رسنۍ یوه ویډیو هم خپره کړې چې پکې د ټپيانو او وژل شویو ځواکونو جسدونه انتقالېږي.

دا نښته په داسې حال کې رامنځته شوې چې حال‌وش مخکې هم راپور ورکړی و چې په ایرانشهر کې وسله‌والو د درې پوځي موټرو هدف ګرځولو سره یو شمېر امنیتي ځواکونه وژلي او ټپیان کړي دي.

ددغه برید مسولیت تر اوسه کومې ډلې نه دی منلی.

پاکستان کې؛د سود کچې کمښت اقتصادي اختلافات رامنځته کړي

0

د پاکستان مرکزي بانک له لوري د پالیسي سود کچې ۱۰.۵۰ سلنې ته د راکمولو پرېکړې د دغه هېواد دننه ژور اختلافونه راپارولي دي.

د بهرنیو پانګه‌والو د سوداګرۍ خونې (OICCI) دا ګام محتاط او مثبت بللی، خو د پاکستان لویو سوداګریزو او صنعتي ټولنو ویلي چې دا کمښت ناچیز دی او د اقتصاد د احیا لپاره هېڅ اغېز نه لري.

د سوداګرۍ خونې مشران وایي، سره له دې چې انفلاسیون کم شوی، خو په پاکستان کې د پور اخیستنې لګښتونه لا هم د سیمې له هېوادونو لوړ دي، چې له امله یې پانګونه کمه شوې، صنعتونه تر خپل ظرفیت کم فعالیت کوي او بې‌روزګاري مخ په زیاتېدو ده.

دوی ټینګار کوي چې تر هغه چې سود کچه تر یوې عددي کچې راټیټه نه شي، نه به تولید او صادرات وده وکړي او نه به اقتصادي ثبات رامنځته شي.

یونسکو:په نړۍ کې د خبریالانو پرضد تاوتریخوالی ورځ تر بلې زیاتېږي

0

یونسکو وایي، په نړۍ کې د خبریالانو پرضد تاوتریخوالی زیات شوی او د وژنو ۸۵٪ قضیو ته لا هم رسیدنه نه‌ده شوې.

د سازمان راپور څرګندوي، چې د خبریالانو خوندیتوب یوازې د رسنیو د ازادۍ لپاره نه، بلکې د ټولنې د روڼتیا، معلوماتو ته د لاسرسي او د بشري حقونو د ټینګښت لپاره هم حیاتي اهمیت لري.

یونسکو ټینګار کوي، چې د خبریالانو لپاره خوندي چاپېریال برابرول باید د حکومتونو، نړۍوالو ادارو او مدني ټولنو لومړیتوب وي.

بلوچستان؛په پنجګور کې درې بانکونه لوټ شوي چې شپږ تنو ته مرګ ژوبله هم اوښتې

0

د بلوچستان امنیتي چارواکي وايي، ناپېژاندو وسله‌والو د پنجګور ولسوالۍ په چټکان بازار کې پر درې خصوصي بانکونو برید کړی دی.

د پولیسو په وینا، بریدکوونکو له بانکونو څخه شاوخوا ۱۵۵ میلیونه روپۍ لوټ کړي او له سیمې تښتېدلي دي.

پولیس زیاتوي، د پېسو د انتقال پر مهال د وسله‌والو او امنیتي ځواکونو ترمنځ نښته شوې، چې پکې یو پولیس او یو بل کس وژل شوي او څلور نور پولیس ټپیان شوي دي.

پولیسو ویلي چې د پېښې په تړاو پلټنې روانې دي.