سه شنبه, مې 19, 2026
Home Blog Page 213

ننګرهار؛جلال اباد ښار کې پر عمومي سړکونو د ریکشاګانو پر تګ راتګ بندیز ولګېد

د ننګرهار ولایت د طالبانو حکومت مسوولانو پرېکړه کړې، چې له دې وروسته ریکشا چلوونکي د ښار دننه پر عمومي سړکونو د تګ راتګ اجازه نه لري.

د ترافیکو مدیریت د ریکشاګانو لپاره ځانګړي خط‌السیرونه او ساحې ټاکلې او چلوونکي مکلف دي یوازې په هماغو سیمو کې فعالیت وکړي.

د پرېکړې له مخې، د ښار پر یو شمېر مهمو لارو لکه د جاندارم پل، زراعت ریاست، چپرهار او لغمان هډو او د چشمه خانجي چوک پر لارو د ریکشا تګ راتګ منع شوی او د سرغړونکو پر وړاندې به قانوني چلند کېږي.

مسوولان وایي، دا اقدام د ښاري نظم، د ترافیکي خوندیتوب او د بې‌نظمۍ د مخنیوي لپاره دی.

بل لورته ریکشاچلوونکي او یو شمېر اوسېدونکي دا پرېکړه پر ځانونو ظلم بولي او ټینګار کوي، چې د بدیلو ترانسپورتي اسانتیاوو له برابرولو پرته به عام خلک، په ځانګړي ډول سپین ږیري او ښځې، له ستونزو سره مخ شي.

د جرمني د کورنیو چارو وزارت:نږدې ۴۰۰افغان پناه غوښتونکي به ډېر ژر المان ته انتقال شي

د جرمني د کورنیو چارو وزارت وايي چې شاوخوا ۴۰۰ افغان پناه‌غوښتونکو ته به ژر په دې هېواد کې د ځای ورکولو زمینه برابره شي.

په دې کې ۳۶۰ کسان د فدرال پروګرام له لارې او ۵۰ نور د محلي کارکوونکو له لارې انتقالېږي.

ځانګړې توجه به هغو کسانو ته وي چې د بشري حقونو مدافعین یا د ښځو د حقونو فعالان دي.

همدارنګه، نږدې ۶۳۰ افغانان چې د بشري حقونو په لیست کې دي، په اوس وخت کې په پاکستان کې میشت دي.

عباس عراقچي د المان صدرآعظم ته:جرمني د دوه‌مخو سیاستونو له امله د بشري حقونو اعتبار له لاسه ورکړی

0

د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي د جرمني صدراعظم فریدریش مرتس څرګندونې وغندلې او ویې ویل چې د برلین حکومت د دوه مخو سیاستونو له امله د بشري حقونو د دفاع هېڅ اعتبار نه لري.

نوموړي په خپله ایکس پاڼه لیکلي، چې جرمني کله د ایران د وسله‌والو ډلو پر وړاندې د عملیاتو غږ پورته کوي او تاوتریخوالی کمزوری ګڼي، خو په ورته وخت کې د اسرائیلو په غزه کې د لسګونو زرو فلسطینیانو د وژنې ملاتړ کوي او د امریکا لخوا د یوه دولت د مشر د تښتولو په اړه چوپ پاتې کیږي

عراقچي لیکلي، د جرمني دا دوه مخی چلند د نړیوالو بشري حقونو او مشروعیت د ارزښتونو بشپړ سپکاوی دی او غوښتنه یې وکړه چې برلین باید له ناقانونه لاسوهنو، د نسل‌وژنې ملاتړ او ترهګرۍ تمویل څخه لاس واخلي او د سیمې په چارو کې د خپل رول د اغیزو حساب ورکړي.

وړاندې د المان صدراعظم فردریس مرتس ویلي وو چې د ایران اوسنی نظام د لاریونوالو پر وړاندې له تاوتریخوالي کار اخلي، او المان د امریکا او اروپایي متحدینو سره د ایران په بشپړه همغږۍ کې دی.

د آلمان صدراعظم:د ایران اوسنی رژیم د سقوط وروستیو شېبو ته رسېدلی

0

د آلمان صدراعظم فریدریش مرتس ویلي، چې د ایران اوسنی نظام خپل وروستي پړاو ته داخل شوی او ښايي د «وروستیو ورځو او اوونیو» شاهدان واوسو.

مرتس چې دا مهال هند ته په رسمي سفر تللی، ټینګار کړی چې په ایران کې روانې پراخې مظاهرې نور یوازې د اقتصادي ستونزو پر ضد نه دي، بلکې د خلکو غوښتنه د ټول نظام نسکورېدل دي.

هغه وویل، داسې حکومت چې یوازې د زور او تاوتریخوالي له لارې ځان ساتي، نور خپل مشروعیت له لاسه ورکوي او د پای پر لور روان وي.

د المان صدراعظم وویل جرمني له امریکا او اروپايي متحدینو سره د ایران پر سر په بشپړه همغږۍ کې دی او نوموړي همدا رنګه تهران ته د توند پیغام په استولو ویلي چې که پر ولسي پاڅونونو خونړۍ پرځونې ته دوام ورکړي، نړیوال غبرګون به پرې ډېر دروند تمام شي.

پاکستان؛کراچۍ کې لیونیو سپیانو لسګونه کسان مړه او زرګونه داړلي

0

په ۲۰۲۵ کال کې د پاکستان د سندھ ایالت په مرکز کراچۍ ښار کې د کوڅه‌ډبو او لیونیو سپیانو د بریدونو پېښې په بې‌ساري ډول زیاتې شوې دي.

د راپورونو له مخې، شاوخوا ۲۹ زره کسان د سپیانو له خوا داړل شوي، چې له ډلې یې لږ تر لږه ۲۲ تنه مړه شوي دي.

روغتیايي چارواکي وایي، ډېری قربانیان پر وخت واکسین او درملنې ته لاسرسی نه درلود.

له بلې خوا، ځایي محکمې د وضعیت د جدي والي له امله حکومت ته سپارښتنه کړې، چې په عاجل ډول د لیونیو سپیانو د واکسین او کنټرول منظم پروګرام پیل کړي.

هند:له افغانستان سره د سوداګرۍ د ځنډ خبرونه حقیقت نه لري او دا د پاکستاني رسنیو پروپاګند دی

د هند د صنعت او سوداګرۍ وزارت یوې رسمي ادارې د هغو راپورونو پخلی رد کړی، چې ګواکې هند د ایران د روانو کړکېچونو له امله له افغانستان سره سوداګري موقتي درولې ده.

د وزارت په وینا، په ټولنیزو رسنیو کې خپاره شوي اسناد او خبرونه، چې دا ډول ادعاوې کوي، له حقیقت سره هېڅ تړاو نه لري او جعلي دي.

خبرپاڼه کې ویل شوي، دغه ډول معلومات د پاکستاني جعلي ټولنیزو حسابونو له لوري د پروپاګند په موخه خپرېږي، څو عامه ذهنیت مغشوش کړي.

دا څرګندونې وروسته له هغې شوي، چې په دې وروستیو کې ځینو رسنیو راپورونه خپاره کړل، چې ګواکې د ایران د زیاتېدونکې بې ثباتۍ او امنیتي ستونزو له امله هند له افغانستان سره سوداګریزې اړیکې پرې کړې دي.

ډونالډ ټرمپ:ایران سره سوداګرۍ کوونکو هېوادونو باندې ۲۵٪ تعرفه لوړوم

0

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ په خپله ټولنیزه شبکه تروت سوشال کې اعلان کړی چې له دې وروسته هر هغه هېواد چې ایران سره سوداګري کوي، د متحده ایالاتو سره د سوداګرۍ په ټولو برخو کې به پرې ۲۵٪ تعرفه وضع شي.

ټرمپ په خپل پیغام کې دا اقدام «وروستی او حتمي» بللی او ټینګار یې کړی چې متحده ایالاتو ته د سوداګرۍ قوانین باید دقیق عملي شي.

دا اعلان د واشنګټن او تهران ترمنځ د اقتصادي فشارونو په چوکاټ کې ترسره شوی، چې د ایران د اټومي پروګرام او سیمه ییزو کړکیچونو له امله د امریکا لخوا د محدودیتونو د سختولو یوه برخه ګڼل کېږي.

په ایران کې د معترضینو د وژنې لوړ ګراف؛یواځې په دوو شپو کې ۱۲ زره کسان وژل شوي

0

ایران‌اینترنشنال راپور ورکړی چې د ایران په وروستیو اعتراضونو کې د هېواد په معاصر تاریخ کې تر ټولو ستر قتل‌عام ترسره شوی، چې په ترڅ کې یې یوازې په دوو شپو کې لږ تر لږه ۱۲ زره کسان وژل شوي دي.

د دې رسنۍ په وینا، دا وژنې د سپاه پاسداران او بسیج له‌خوا، د علي خامنه‌ای په مستقیم امر او د درې‌واړو قواوو د مشرانو په خبرتیا او تایید ترسره شوي دي.

راپور زیاتوي چې حکومت د انټرنېټ پرېکولو او د رسنیو د تړلو له لارې هڅه کړې دا جنایت پټ کړي؛ خو شواهد ښيي چې دا یو سازماني، پراخ او بې‌رحمانه قتل‌عام و چې ډېری قربانیان یې ځوانان دي.

په ټولنیزو رسنیو کې په نشر شویو ویډیوګانو کې د ځوانانو په ګډون یوشمیر ماشومان او ځوانې ښځې هم ترسترګو کېږي چې د ایراني ځواکونو لخوا وژل شوي او په تورو ټوټو کې تاو دي ترڅو کورنۍ یې د خپلو عزیرانو جسدونه د مخ په لوڅولو سره وپیژني او ترلاسه یې کړي.

ولادیمیر زلنسکي:د ایراني رژیم لخوا یواځې د دې هیواد خلک په اور کې نه دي بلکې اوکراین هم ترې ښه ورځ نه ده لیدلې

0

د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زلنسکي وايي، هغه څه چې دا مهال په ایران کې روان دي؛ له پراخو اعتراضونو نیولې تر ولسي پاڅون پورې یوازې د ایران کورنۍ موضوع نه ده، بلکې د سیمې او نړۍ لپاره د یو ستر بدلون‌ پیغام لري.

زلنسکي ټینګار کړی چې د ایران اوسنی وضعیت دا څرګندوي چې د تهران رژیم، چې د روسیې نږدې متحد بلل کېږي، نور د پخوا په څېر پیاوړی نه دی او دا به د مسکو لپاره هم کارونه لا سخت کړي.

نوموړي په خپله ایکس پاڼه په یوه فارسي خبرپاڼه کې ویلي، د نړۍ عادي خلک په رښتیا غواړي چې د ایران ولس وکولای شي له داسې رژیم څخه ځان خلاص کړي چې نه یوازې خپل ملت، بلکې اوکراین او نور هېوادونه یې هم له زیانونو سره مخ کړي دي.

د اوکراین ولسمشر دا مهال «د بدلون تاریخي فرصت» وباله او له نړیوالې ټولنې، حکومتونو او نړیوالو بنسټونو یې وغوښتل چې دا شېبه له لاسه ورنه کړي او د ایران د خلکو ملاتړ وکړي، څو هغه کسان چې د اوسني بحران مسوول دي، له واکه لیرې شي.

زلنسکي لیکلي: «هر څه بدلېدای شي، که نړۍ پر وخت او په ګډه اقدام وکړي.»

د طالبانو حکومت:سږ کال له بلخ څخه له دوه ټنو ډېر طبیعي شات بهرنیو هېوادونو ته صادر شوي

د طالبانو حکومت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت ویلي، چې سږکال د بلخ ولایت تولید شوي له دوه ټنو ډېر طبیعي شات د کورني تولید د ملاتړ په موخه بهرنیو هېوادونو ته صادر شوي دي.

د وزارت په وینا، دغه شات ترکیې، متحده عربي اماراتو، ازبکستان او یو شمېر عربي هېوادونو ته لېږدول شوي دي.

چارواکي وايي، دا مهال په افغانستان کې له درې زرو ډېر کسان د شاتو مچیو په پالنه بوخت دي، او د دغه سکتور د لا ودې لپاره د هڅو دوام ته اړتیا ده.