امنیت شورا ټینګار کړی چې دا مهال په افغانستان کې له شلو زیاتې نړیوالې او سیمهییزې ترهګرې ډلې فعالې دي او د طالبانو هغه ادعا یې بېاعتباره بللې چې ګواکې په هېواد کې ترهګرې ډلې شتون نه لري.
د ملګرو ملتونو د معلوماتو پر بنسټ، داعش خراسان په ځینو سیمو کې د دیني مدرسو تر پوښښ لاندې د ۱۴ کلونو څخه کم عمره ماشومانو ته د افراطي ایډیالوژۍ او انتحاري بریدونو روزنه ورکوي، چې دا چاره د نړیوالې ټولنې لپاره جدي اندېښنه بلل شوې ده.
په راپور کې همداراز ویل شوي چې تحریک طالبان پاکستان د افغانستان له خاورې پر پاکستان ګڼ بریدونه کړي، او هممهاله د پاکستان استخباراتي ادارو د داعش خراسان یو مهم غړی او ویاند، سلطان عزیز عزام، د افغانستان ـ پاکستان پر پوله نیولی دی.
د چارو اداري پخواني رئیس فضل محمود فضلي د پاکستاني چارواکو هغه څرګندونې په کلکه رد کړې چې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د وروستي راپور له خپرېدو وروسته یې د ځان لپاره بریا بللې دي.
فضلي ویلي، د UNSC اعتبار د افغانستان په موضوع کې له وړاندې سقوط کړی او پر داسې فورم تکیه کول یا ځان ته مشروعیت جوړول «یا هېرتیا ده او یا قصدي انکار».
نوموړي زیاته کړې، که پاکستان رښتیا هم سیمهییز ثبات غواړي؛ نو حللاره روښانه ده: د نیابتي مذهبي ډلو کوربهتوب، بیا تولید او نوم بدلول باید پای ته ورسوي.
د هغه په وینا، د امنیت شورا تشویق واقعیت نه بدلوي، ځکه حقیقت دا دی چې پاکستان لا هم له ګډوډۍ ګټه اخلي او باید «له توهماتو ووځي او له واقعیت سره مخ شي».