چهارشنبه, اپریل 22, 2026
Home Blog Page 210

پاکستان:د داعش خراسان څانګې د رسنیو مشر سلطان عزیز اعظم نیول شوی

پاکستان وایي د داعش خراسان څانګې (ISKP) د رسنیو مشر سلطان عزیز اعظم یې نیولی دی.

د پاکستان دولتي ټلویزیون د استخباراتي سرچینو له قوله ویلي، ۴۷ کلن اعظم د مې په میاشت کې پاکستان ته د داخلېدو پر مهال نیول شوی و.

نوموړی د ننګرهار پوهنتون څخه فارغ او له ۲۰۱۶ کال راهیسې د ISKP غړی و.

تردې مهاله داعش ډلې د هغه نیول کېدل نه دي تایید کړي.

جرمني؛په پاکستان کې مېشت ۵۳۵ افغانان جرمني ته لېږدوي

د جرمني حکومت پرېکړه کړې چې په پاکستان کې مېشت ۵۳۵ افغان وګړي جرمني ته ولېږدوي.

د راپورونو له مخې، دا کسان هغه افغانان دي چې یا یې پخوا له جرمني ځواکونو سره کار کړی او یا هم د طالبانو حکومت له لوري له ګواښ سره مخ دي.

دا د پناه غوښتنې پروګرام د جرمني د پخواني حکومت له‌خوا د طالبانو حکومت له بیا واکمنېدو وروسته پیل شوی و؛ خو د نوي صدراعظم فریدریش مرتس له راتګ سره د دې پروګرام یوه برخه ځنډول شوې وه.

پاکستان دغو افغانانو ته د قضیو د حل لپاره د روان کال تر پایه وخت ورکړی، او جرمني چارواکي هڅه کوي چې ډېری چارې د ډسمبر تر میاشتې بشپړې کړي.

بي‌بي‌سي:شاوخوا شپږ میلیونه افغان کډوال له سلو زیاتو هېوادونو کې مېشت دي

د بي‌بي‌سي د حقیقت موندنې د نوې څېړنې له مخې، افغان کډوال دا مهال د نړۍ له سلو زیاتو هېوادونو کې ژوند کوي او د ثبت شویو شمېر یې له شپږو میلیونو اوښتی دی.

راپور ښيي چې ایران، پاکستان او جرمني د افغان کډوالو تر ټولو لوی کوربه هېوادونه دي، او همداراز په اروپا، امریکا، کاناډا، اسټرالیا او منځنۍ اسیا کې هم میلیونه افغانان مېشت دي.

د ملګرو ملتونو د معلوماتو له مخې، که څه هم د کډوالو شمېر په ۲۰۲۳ کال کې تر ټولو لوړې کچې ته رسېدلی و؛ خو په وروستیو کلونو کې د میلیونونو افغانانو د بېرته ستنېدو له امله دا شمېر راکم شوی دی.

کرکټ؛کانوې او لېتھم د کرکټ په نړۍ کې د ۳۲۳ منډو ملګرتیا ریکارډ جوړ کړ

0

د نیوزیلنډ د کرکټ ملي لوبډلې اوپنرانو ډېون کانوې او ټام لېتھم د ورلډ ټېسټ چمپئن‌شیپ په تاریخ کې تر ټولو لوی د لومړۍ ویکټې ریکارډ خپل کړ.

دا تاریخي کارنامه د ویسټ انډیز پر وړاندې ټېسټ لوبه کې، د ماؤنټ ماونګانوي په بې اوول لوبغالي کې ترسره شوه.

نیوزیلنډ د ټاس تر ګټلو وروسته بیټنګ غوره کړ او د لومړۍ ورځې تر پای پورې یې د یوې ویکټې په تاوان ۳۳۴ منډې جوړې کړې.

ډېون کانوې ۱۷۸ ناسوځېدلې منډې او کپتان ټام لېتھم ۱۳۷ منډې وکړې.

دواړو لوبغاړو د لومړۍ ویکټې لپاره د ۳۲۳ منډو ملګرتیا وکړه، چې د ورلډ ټېسټ چمپئن‌شیپ په تاریخ کې تر ټولو لوی اوپننګ پارټنرشیپ دی.

په دې سره یې د هندوستان د اوپنرانو روهیت شرما او ماینک اګروال پخوانی ریکارډ مات کړ، چې هغوی په ۲۰۱۹ کال کې د سویلي افریقا پر وړاندې د ۳۱۷ منډو ملګرتیا کړې وه.

فنلنډ؛د نژادپالنې له امله د فنلنډ د ښکلا ملکې څخه تاج واخیستل شو

0

هلنسکي: د ټولنیزو رسنیو له لارې د نژادپالنې په تور د فنلنډ د ښکلا ملکې، سارا دزافسه، تاج او رسمي لقب ترې بېرته واخیستل شو.

۲۲ کلنه سارا دزافسه، چې تېره میاشت یې په تایلنډ کې د «مس یونیورس» نړیوالې سیالۍ پر مهال د فنلنډ استازولي کوله، وروسته له هغې له سختو نیوکو سره مخ شوه چې پر ټولنیزو رسنیو یې یو لانجمن انځوریز پوسټ خپور کړ.

نوموړې په خپاره کړي انځور کې دواړه سترګې له څنډو کش کړې وې او تر څنګ یې لیکلي وو: «له یوه چینایي سره د ډوډۍ خوړلو پر مهال».

دا پوسټ د ډېرو له لوري نژادپالنه وبلل شوه او په چین، جاپان او سویلي کوریا کې یې پراخ غبرګونونه راوپارول.

که څه هم سارا د رامنځته شوې لانجې له امله بخښنه وغوښته، خو دا بخښنه د ښکلا سیالیو د تنظیموونکې کمېټې او عامه افکارو له نظره کافي ونه ګڼل شوه.

د «مس فنلنډ» د سیالیو تنظیموونکې کمېټې اعلان وکړ چې د نژادپالنې له امله د سارا دزافسه تاج او لقب بېرته اخیستل شوی او ټینګار یې وکړ چې نژادپالنه په هېڅ ډول د زغملو وړ نه ده.

بلخوا، د فن‌لنډ لومړي وزیر هم د دې پېښې په اړه غبرګون ښودلی او دا یې یو بې‌فکره او احمقانه عمل بللی، چې په وینا یې د هېواد نړیوال اعتبار ته یې زیان رسولی دی.

د ملګرو ملتونو راپور:د مقاومت جبهې او ازادۍ جبهې بریدونه محدود شوي، د طالبانو حکومت ته جدي ګواښ نه دی

د ملګرو ملتونو د امنیت شورا راپور ښيي، چې د ۲۰۲۵ کال د جنورۍ له میاشتې تر جولای پورې، د مقاومت جبهې د طالبانو پر ضد ۷۳ او د ازادۍ جبهې د ۴۳ بریدونو مسؤلیت منلی دی.

راپور زیاتوي چې دا بریدونه که څه هم دوامداره وو؛ خو پراکنده او محدود و او د طالبانو حکومت د واکمنۍ لپاره جدي ګواښ نه ګڼل کېږي.

په راپور کې راغلي چې د ۲۰۲۴ کال په پرتله د دغو بریدونو شمېر کم شوی دی؛ په تېره بیا مقاومت جبهې او ازادي جبهې په ترتیب سره د تیر کال په پرتله کم بریدونه ترسره کړي.

د یادونې ده چې دغه دواړه ډلې د طالبانو حکومت پر ضد فعالیت کوي.

تهران؛د امام خمیني نړیوالې جایزې په مراسمو کې د طالبانو حکومت سفیر ګډون کړی

ایران کې د طالبانو حکومت د سفارت سرپرست مولوي فضل محمد حقاني د امام خمیني د نړیوالې جایزې د لومړي پړاو د ورکړې په مراسمو کې ګډون کړی.

دغه مراسم د ایران د ولسمشر مسعود پزشکیان په حضور کې د دغه هېواد د سرمشریزو غونډو په تالار کې ترسره شوي.

په یادو مراسمو کې د ایران د لوړپوړو چارواکو، په تهران کې مېشتو بهرنیو سفیرانو او سیاسي استازو، او همدارنګه علمي، فرهنګي او نړیوالو شخصیتونو هم ګډون کړی و.

د طالبانو د حکومت د سفارت له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې په دغو مراسمو کې ګډون د افغانستان او ایران ترمنځ د سیاسي او فرهنګي اړیکو د پراختیا په چوکاټ کې ارزول کېږي.

د پي‌اېس‌اېل یوولسم پړاو سیالۍ؛د بولۍ بهیر او د نوو لوبډلو لپاره ۴۰ میلیونه ډالري بیه اعلان شوه

0

د پاکستان سوپر لیګ (پي‌اېس‌اېل) د ۱۱م پړاو لپاره د پاتې دوو نوو لوبډلو د شاملولو په موخه بولۍ د جنورۍ پر اتمه په اسلام‌اباد کنوېنشن سنټر کې ترسره کېږي.

د نوو ټیمونو لپاره بنسټیزه بیه ۴۰ میلیونه ډالره ټاکل شوې؛ خو امکان شته چې دا اندازه لوړه شي.

په بولۍ کې د ګډون لپاره به غوښتونکي ۲ لکه ډالر د ضمانت په توګه جمع کوي.

د پي‌اېس‌اېل ۱۱م پړاو سیالۍ به د ۲۰۲۶ کال د مارچ له ۲۶مې تر د مې تر درېیمې پورې په بېلابېلو ښارونو کې ترسره شي.

د پاکستان کرکټ بورډ وایي، د بولۍ تخنیکي او مالي اسناد به وڅېړل شي او یوازې وړ کسان به داوطلبۍ ته وربلل کېږي.

پاکستان: افغانستان ته د بشري مرستو د لیږد په اړه ستونزه نه لرو.د طالبانو حکومت: د پاکستان پر ځای له بدیلو لارو دا مرستې انتقالوو

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت یو ځل بیا ویلي، چې افغانستان ته د بشري مرستو د لیږد په اړه هیڅ ډول ستونزه نشته.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند طاهر اندرابي ویلي، د بشري مرستو جوپه دوه اونۍ وړاندې تصفیه شوې او د پاکستان له لورې هیڅ خنډ نشته.

یادې څرګندونې وروسته له هغه شوي چې ملګرو ملتونو له پاکستانه د افغانستان لپاره د بشري مرستو د لېږد غوښتنه کړې وه.

تر دې وړاندې د طالبانو حکومت ویاند ویلي و چې د ملګرو ملتونو مرستې به د پاکستان پر ځای له بدیلو لارو انتقال شي.

د طالبانو حکومت اقتصاد وزارت:هانکانگ گروپ د افغانستان په کان کیندنه او اوبو مدیریت کې پانګونې ته علاقه ښودلې

د طالبانو حکومت د اقتصاد وزیر قاری دین محمد حنیف، د هانکانگ گروپ د رئیس حای یانگ او د هغه د ټیم سره کتلي.

د طالبانو حکومت د اقتصاد وزارت د خبر پاڼې له مخې، په دې لیدنه کې حای یانگ د هېواد د امنیت ستاینه وکړه او د پانګونې لپاره د ورکړل شوو اسانتیاوو قدرداني یې کړې.

نوموړي د خپل شرکت په نړیوالو پروژو خبرې کړي چې پکې ودانۍ، سړکونه، پلونه، ښارګوټي، کان کیندنې او صنعتي فعالیتونه شامل دي، او د افغانستان په کان کیندنه او د اوبو مدیریت کې د پانګونې علاقه یې څرګنده کړې.