چهارشنبه, اپریل 22, 2026
Home Blog Page 208

د طالبانو حکومت د عامې روغتیا وزیر؛په هند کې د دودیزو درملو په نړۍواله سرمشریزه کې وینا وکړه

د طالبانو حکومت د عامې روغتیا وزیر نور جلال جلالي په هند کې د روغتیا نړۍوال سازمان د دودیزو درملو په دوېیمه سرمشریزه کې د ۲۳ هېوادونو له روغتیا وزیرانو سره وکتل او وینا یې وکړه.

نوموړي د دودیزې درملنې پر اهمیت، د روغتیايي خدمتونو د پراخېدو په برخه کې پر رول او د روغتیا نړۍوال سازمان د ۲۰۲۵ تر ۲۰۳۴ کلونو نړۍوالې تګلارې پر ملاتړ ټینګار وکړ.

جلالي وویل، افغانستان هڅه کوي د دودیزې درملنې اړوند ملي تګلارې او مقررات له نړیوالو معیارونو سره برابر کړي، څو د روغتیايي نظام پیاوړتیا او نړیوالې همکارۍ زیاتې شي.

پاکستان؛عمران خان او مېرمن یې په مالي فساد کې په ۱۷ـ ۱۷ کلونو بند محکوم شول

0

په پاکستان کې یوې ځانګړې محکمې پخوانی لومړی وزیر عمران خان او د هغه مېرمن بشرا بي‌بي د مالي فساد په یوه قضیه کې په ۱۷ ـ ۱۷ کلونو بند محکوم کړي دي.

محکمې دواړو ته د ۱۶.۴ میلیونه روپیو جریمه هم ټاکلې، چې د نه‌ورکولو په صورت کې به اضافي بند پرې تطبیق شي.

دغه حکم نن د اډیاله زندان په ځانګړې محکمه کې اعلان شو، او د عمران خان حقوقي ټیم ویلي چې د پرېکړې پر ضد به استیناف کوي.

د یادونې ده چې عمران خان له ۲۰۲۳ کال د اګست راهیسې په زندان کې دی او اوس د یوې بلې مالي قضیې له امله هم بندي دی.

هندي میلیاردر اننت امباني؛لیونل میسي ته د ۳۶ کروړه ۴۰ لکه روپیو ارزښت لرونکی نایابه ساعت ډالۍ کړ

0

د فوټبال ستوري لیونل میسي ته هندي میلیاردر اننت امباني د ډالۍ په توګه د ۱۳ لکه امریکایي ډالرو (۳۶ کروړه ۴۰ لکه پاکستاني روپۍ) ارزښت لرونکی یو نایابه ساعت ډالۍ کړی دی.

د بریتانوي رسنیو د راپور له مخې، لیونل میسي ته د هند د سفر پر مهال شتمن اننت امباني نږدې د ۱۳ لکه ډالرو په ارزښت یو ډېر نایابه ساعت ډالۍ کړ.

راپورونو ویلي، هغه ساعت چې میسي ته ډالۍ شوی، په ټوله نړۍ کې یې یوازې ۱۲ نمونې جوړې شوې دي.

په دې ساعت یاګړۍ کې د تور کاربن فایبر کیس او سکېلېټن ډایل شامل دی، چې د ساعت داخلي میکانېزم ښکاره کوي.

پر ټولنیزو رسنیو د میسي هغه انځورونه هم وائرل شوي چې دغه ساعت یې په لاس کې اچولی دی.

کندهار؛خاکریز ولسوالۍ کې د ورښتونو له امله درې کسان وژل شوي

د کندهار د طالبانو حکومت د پېښو پر وړاندې د مبارزې د چمتووالي رییس عبدالسلام عمري ویلي، چې د دغه ولایت په خاکریز ولسوالۍ کې د چت پریوتو پېښه کې درې ته وژل شوي.

د عمري په وینا، ددې پېښې قربانیان یوه ښځه او دوه ماشومان دي.

هغه دغه راز ویلي چې دا پېښه د وروستیو اورښتونو له امله رامنځته شوې ده.

بنګلدیش کې؛د محصلینو د مشر تر وژل کېدو وروسته پراخ لاریونونه پیل شوي

0

په بنګلدیش کې د تېرو دوو ورځو راهیسې پراخ لاریونونه روان دي چې په ځینو سیمو کې یې تاوتریخوالی هم رامنځته کړی دی.

دا اعتراضونه د محصلینو د مشر شریف عثمان هادي له وژل کېدو وروسته پیل شوي، چې نوموړی په پلازمېنه ډاکه کې د نامعلومو وسله‌والو له لوري ووژل شو.

حکومت له خلکو غوښتي چې د اعتراضونو پر مهال له تاوتریخوالي ډډه وکړي، په داسې حال کې چې دا لاریونونه د راتلونکو ټاکنو له نږدې کېدو سره هم مهاله دي.

مسعود پزشکیان:له افغانستان سره د اړیکو پراخول زموږ لومړیتوب دی

د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان ویلي، تهران له افغانستان سره د اړیکو د لا پیاوړتیا لپاره جدي هڅې روانې کړې دي، په ځانګړي ډول د دواړو هېوادونو تر منځ د پولې په اوږدو کې د همکارۍ پراخولو ته پاملرنه کوي.

نوموړي دا څرګندونې د افغانستان پولې ته څېرمه د ایران سویلي خرسان ولایت ته د سفر پر مهال کړي او ټینګار یې کړی چې سرحدي سیمې د دواړو هېوادونو د اړیکو مهمه کړۍ بلل کېږي.

د ایراني رسنیو د راپور له مخې، پزشکیان د سویلي خرسان له والي غوښتي چې له افغانستان سره د اقتصادي، سوداګریزو او ټولنیزو اړیکو د پیاوړتیا لپاره عملي ګامونه واخلي.

هغه زیاته کړې چې د سرحدي همکاریو پراختیا کولی شي د امنیت، سوداګرۍ او د خلکو تر منځ د اړیکو په ښه کېدو کې مهم رول ولوبوي.

د امریکا د دفاع وزیر:سوریه کې د داعش پر اهدافو بریدونه د غچ اخیستنې په موخه شوي، د نوې جګړې پیل نه دی

0

د امریکا پوځ په سوریه کې د داعش پر وړاندې پراخ هوايي بریدونه کړي دي.

د رویټرز د راپور له مخې، دغه بریدونو کې د جمعې په ورځ تر ۷۰ ډېر داعش اهداف په نښه شوي دي.

امریکايي چارواکي وايي، دا عملیات چې «هاکای سټرایک» نومول شوي، د داعش جنګیالي، وسلې او بنسټیز تاسیسات یې هدف ګرځولي دي.

د امریکا د دفاع وزیر پېټ هېګسېت ویلي، دا بریدونه د غچ اخیستنې په موخه شوي او د نوې جګړې پیل نه دی.

دغه هوايي بریدونه وروسته له هغې ترسره شول چې تېرې شنبې د سوریې په پالمیرا ښار کې پر امریکايي ځواکونو برید وشو چې په دغه برید کې دوه امریکايي سرتېري او یو ملکي ژباړن ووژل شول.

شوکت میرضیایف:افغانستان د منځنۍ اسیا او جاپان د همکاریو مهم محور دی

د اوزبېکستان ولسمشر شوکت میرضیایف ویلي، افغانستان د منځنۍ اسیا او جاپان د همکاریو په اجنډا کې مهم ځای لري.

نوموړي د افغانستان د سولې، ثبات او دوامدار پرمختګ هیله څرګنده کړې او د جاپان له اوږدمهالو بشري مرستو یې مننه کړې.

میرضیایف ټینګار کړی چې ګډې هڅې به د افغانانو د ژوند ښه‌والي او په سیمه‌ییزو اقتصادي پروژو کې د افغانستان د ونډې سبب شي.

طاهرخان اندرابي:واشنګټن ته د پوځي مشر د سفر اوازې رد کړې

0

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند طاهر اندرابي هغه راپورونه رد کړل چې ګواکې د دغه هېواد د پوځ مشر، جنرال عاصم منیر، به په نږدې راتلونکې کې متحده ایالاتو ته سفر وکړي.

طاهر اندرابي د پنجشنبې په ورځ، په اسلام‌اباد کې یوې خبري ناستې ته وویل چې تر اوسه د دغه ډول سفر لپاره نه کوم رسمي توافق شوی او نه هم کومه طرحه موجوده ده.

نوموړي ټینګار کړی، چې د لوړپوړو دولتي چارواکو د بهرنیو سفرونو په اړه تل له مخکې رسمي اعلامیې خپرېږي.

اندرابي زیاته کړې: «حقیقت دا دی چې زه د پوځ د مشر د احتمالي سفر د مهال‌وېش په اړه هېڅ معلومات نه لرم. موږ باید د پاکستان د حکومت رسمي اعلان ته انتظار وباسو.»

دا څرګندونې وروسته له هغه کېږي چې رویټرز خبري اژانس د چهارشنبې په ورځ راپور ورکړی و چې د پاکستان د پوځ لوی درستیز ښايي په راتلونکو اونیو کې واشنګټن ته سفر وکړي او هلته د امریکا له ولسمشر ډونالډ ټرمپ سره وګوري.

رویټرز ویلي و، چې دا معلومات یې د دوو سرچینو له قوله ترلاسه کړي، چې یو یې د پاکستان د دفاعي ځواکونو د مشر د دفتر د اقتصادي ډیپلوماسۍ له مسوولینو څخه دی.

خو د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند وویل، چې د رویټرز راپور داسې انګېرنه رامنځته کړې وه چې ګواکې دا سفر حتمي او له مخکې پلان شوی دی، حال دا چې د ده په وینا، «تر دې دمه د دغه سفر لپاره هېڅ ډول توافق یا پلان موجود نه دی.»

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت:شمالي وزیرستان کې د پولیسو په چوڼې برید کې څلور پاکستاني سرتیري وژل شوي

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د شمالي وزیرستان په یوه پوځي مرکز د شوي برید په سختو ټکو غندلی او ویلي یې دي چې په دې برید کې څلور پاکستاني سرتېري وژل شوي دي.

یاد وزارت ویلي، دغه برید د حافظ ګل‌بهادر اړوند ډلې له لوري ترسره شوی او ادعا یې کړې چې دا ډول بریدونه د افغانستان له خاورې تنظیمېږي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت اعلامیه وایي ددې برید په غبرګون کې یې اسلام‌اباد کې د طالبانو حکومت د سفارت مرستیال د بهرنیو چارو وزارت ته احضار کړی دی.

اسلام‌اباد وایي، د طالبانو حکومت له‌خوا د وسله‌والو ډلو پر وړاندې کافي اقدامات نه دي شوي او له کابل څخه یې غوښتي چې د ټولو ترهګرو ډلو پر ضد عملي او پرېکنده ګامونه پورته کړي.

پاکستان ټینګار کړی چې د خپل حاکمیت او د خپلو وګړو د ساتنې حق لري او د افغانستان له خاورې د هر ډول ترهګریزو فعالیتونو پر وړاندې به لازم اقدامات کوي.