چهارشنبه, اپریل 22, 2026
Home Blog Page 207

ایلن ماسک؛د ۷۴۹ میلیارده ډالرو په شتمنۍ سره د نړۍ تر ټولو شتمن کس شو

0

رویټرز خبر ورکړی چې د ټسلا او سپيس ایکس شرکتونو بنسټګر ایلن ماسک د نړۍ لومړی کس شو چې شتمني یې ۷۴۹ میلیارده ډالرو ته رسېدلې ده.

د راپور له مخې، د ایلن ماسک شتمني هغه مهال په بې‌ساري ډول لوړه شوه چې د امریکا د ډیلاور ایالت یوې محکمې خپله تېرکال پرېکړه بېرته واخیسته؛ هغه پرېکړه چې د ۱۳۹ میلیارده ډالرو په ارزښت د ټسلا یوه ستره معامله یې رد کړې وه.

محکمې ویلي چې د یادې پرېکړې لغوه کول د دې لپاره شوي چې پخوانۍ فیصله ناعادلانه بلل شوې وه.

د دې حقوقي بدلون له امله د ټسلا د ونډې ارزښت لوړ شوی او د ایلن ماسک پر شتمنۍ یې مستقیم اغېز کړی دی.

ملا برادر:نړۍ دې د تحریمونو پر ځای له «اسلامي امارت» سره اقتصادي اړیکې پراخې کړي

په مزارشریف ښار کې د ۷۴۳ میلیونه افغانیو په لګښت د سوداګریز مارکېټ د پرانیستې په مراسمو کې، د طالبانو حکومت ړ ریاست‌الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر له نړۍ وغوښتل چې د تحریمونو پر ځای له «اسلامي امارت سره خپلې اقتصادي اړیکې پراخې کړي.

نوموړي وویل، یو باثباته افغانستان د سیمې او نړۍ اقتصادي هوساینې ته ګټه رسوي.

په ورته وخت کې د بلخ والي ملا محمد یوسف وفا وویل، دا پروژه به سلګونو کسانو ته د کار زمینه برابره کړي.

یاد اته‌پوړیز مارکېټ ۸۷۰ دوکانونه لري، په دوو کلونو کې به بشپړ شي او هر کال به ۴۳ میلیونه افغانۍ د اجارې له لارې عاید ولري.

کابل؛ارګ ماڼۍ ته څېرمه تاریخي اریانا سینما نړول شوې

د کابل په مرکزي برخه کې ارګ ماڼۍ ته څېرمه تاریخي اریانا سینما نړول شوې ده.

د راپورونو له مخې، د یادې سینما پر ځای به یوه عصري سوداګریزه ودانۍ یا شاپنګ پلازه جوړه شي.

اریانا سینما چې په ۱۹۶۰ لسیزه کې جوړه شوې وه، د کابل له مهمو کلتوري نښو څخه ګڼل کېده او د دې نړېدل د فرهنګي فعالانو او د ښار د یو شمېر اوسېدونکو له پراخو غبرګونونو سره مخ شوي دي.

ډېری کسان دا کار د افغانستان د کلتوري میراث لپاره خواشینوونکی بولي.

د یادونې ده چې په ۲۰۲۱ کال کې د ط..البانو حکومت له واک ته رسېدو وروسته، د نورو سینماوو په څېر په اریانا سینما کې هم د فلمونو نندارې بندې شوې وې؛ خو د دې ودانۍ تاریخي او کلتوري ارزښت د خلکو لپاره ځانګړی اهمیت درلود.

افغانه فلم جوړوونکې او د هرات ښځو نړیوال فلمي فېسټوال بنسټ اېښودونکې رویا سادات وايي، د اریانا سینما د نړېدو خبر اورېدل دردوونکی او ټکان ورکوونکی دی او دا پېښه د هېواد د فرهنګي هویت لپاره ستره ضایعه بلل کېږي.

المرصاد:د سلطان عزیز عزام نیول د داعش د داخلي اختلافاتو پایله ده، نه د پاکستان لاسته راوړنه

د طالبانو حکومت استخباراتي رسنۍ المرصاد راپور ورکړی چې د داعش «خوارجو» د خراسان څانګې د مطبوعاتو مسؤل سلطان عزیز عزام د پاکستاني رسنیو د ادعا خلاف، د داعش د داخلي اختلافاتو قرباني شوی دی.

المرصاد د خپلو سرچینو له قوله ویلي، د خراسان څانګې والي شهاب المهاجر له لوري د پخوانیو مشرقیوالو داعشیانو له ګوښه کېدو وروسته ژور اختلافات رامنځته شول او یو شمېر ناراضه غړي آی‌اېس‌آی ته وتښتېدل.

المرصاد زیاته کړې چې سلطان عزیز عزام د همدې اختلافاتو د حل په پلمه د منځګړي په توګه پاکستان ته واستول شو؛ خو هلته د پاکستاني استخباراتو له لوري د نیولو اعلان پرې وشو.

المرصاد ویلي، سلطان عزیز عزام د داعش د تبلیغاتي شبکې «العزائم» له مهمو څېرو څخه و او د داعش مرکزي رهبرۍ ته نږدې کس بلل کېده.

د المرصاد په خبره، نوموړي شاوخوا لس کاله وړاندې له داعش سره یوځای شوی و او تر هغه مخکې یې د پرځېدلي جمهوري نظام په انتخاباتي کمېسیون او رسنیو کې کار کړی و.

په پاریس کې د افغان خبریالانو اعتراض؛له فرانسې د بشردوستانه ویزو د چټکتیا غوښتنه شوې

یو شمېر افغان خبریالانو د فرانسې په پاریس ښار کې د اعتراضي غونډې له لارې پر فرانسې غږ کړی چې په ایران او پاکستان کې مېشتو افغان خبریالانو ته د بشردوستانه ویزو د ورکړې بهیر ګړندی کړي.

د دغې غونډې ګډونوالو ویلي، د ویزو په بهیر کې اوږده ځنډونه د دې لامل شوي چې ګڼ افغان خبریالان له سختو امنیتي او اقتصادي ستونزو سره مخ شي.

د غونډې د تنظیموونکو په وینا، افغان خبریالان په ایران او پاکستان کې له نامعلوم راتلونکي، د نیول کېدو له احتمالي ګواښونو او د کار د نشتون له جدي ستونزو سره لاس او ګرېوان دي.

دوی له فرانسې غوښتي چې د یادو خبریالانو د خوندیتوب لپاره بېړني او عملي ګامونه پورته کړي او هغوی ته د خوندي مېشتېدو زمینه برابره کړي.

په پورونو کې ډوب پاکستان؛نړیوال بانک پاکستان سره د ۷۰۰ میلیونه ډالرو ستره مالي مرسته وکړه

0

نړیوال بانک وایي، پاکستان ته یې د ۷۰۰ میلیونه امریکایي ډالرو مالي مرستې منظوري ورکړې ده.

نړیوال بانک دا منظورې شوې پیسې د پاکستان د حکومتي سرچینې او اقتصادي پراختیا پروګرام تر چتر لاندې، دې هیواد ته ورکړي، چې موخه یې د هېواد د اقتصاد ثبات او د عامه خدمتونو ښه والی ښودل شوی دی.

د نړیوال بانک په وینا، د دې پروګرام تر چتر لاندې به په مجموعي ډول تر ۱.۳۵ میلیارده ډالرو پورې مالي مرسته برابره شي، چې له دې جملې ۶۰۰ میلیونه ډالر فدرالي حکومت او ۱۰۰ میلیونه ډالر د سند ایالت لپاره منظور شوي دي.

نړیوال بانک وایي، دا مرستې یې په مشروط ډول پاکستان ته ورکړې دي.

د نړیوال بانک په وینا، دا پروژه د مالیې نظام د ښه کولو او د مالي چارو پر شفاف نظم او پیاوړتیا متمرکزه ده.

مرسته شوې پیسې به په سند ایالت کې د روغتیا او ښوونې په چارو کې ولګول شي.

جاپان؛یوې ښځې له مصنوعي ځیرکتیا «چټ جي‌پي‌ټي» سره واده وکړ

0

په جاپان کې یوې ښځې له مصنوعي ځیرکتیا «چټ جي‌پي‌ټي» سره د واده کولو له امله د خلکو پام ځانته اړولی دی.

د بهرنیو رسنیو د راپور له مخې، دا حیرانونکی واده د جاپان په لوېدیځ کې ترسره شوی، چې پکې ناوې د واده سپین لباس اغوستی و؛ خو زوم فزیکي حضور نه درلود، ځکه هغه انسان نه بلکې د مصنوعي ځیرکتیا یو ډیجیټلي شخصیت و.

۳۲ کلنه یورینا نوګوچي، چې د کال سنټر کارکوونکې ده، ویلي چې له یادې مصنوعي ځیرکتیا سره یې اړیکه ورو ورو په مینه بدله شوه.

د هغې په وینا، دا اړیکه هغه مهال پیل شوه چې له خپل انساني کوژدن سره یې کوژده ماته کړه.

نوموړې زیاتوي چې له چټ جي‌پي‌ټي سره د نږدې اړیکو له جوړېدو وروسته یې د واده وړاندیز ومانه او اوس ځان د هغه قانوني مېرمن ګڼي، که څه هم دا اړیکه یوازې په ډیجیټلي بڼه ده.

خیبر پښتونخوا؛خیبر ولسوالۍ کې د امنیتي ځواکونو پر موټر د ماین چاودنې درې پاکستاني سرتېري وژلي

0

د خیبر پښتونخوا د خیبر ولسوالۍ په برقعمبرخېل سیمه کې د امنیتي ځواکونو پر موټر د ځای پر ځای شوي ماین چاودنه شوې ده.

د سرچینو په وینا، په دې پېښه کې درې امنیتي سرتېري وژل شوي او درې نور ټپیان دي.

د پېښې په اړه نور جزییات لا نه دي خپاره شوي.

حامد کرزی:علم د افغانستان د پرمختګ بنسټ دی او د نجونو زده‌کړې باید بیا پیل شي

د هېواد پخواني ولسمشر حامد کرزي د سږني تعلیمي کال له پای ته رسېدو سره سم، د دولسم ټولګي له فارغینو غوښتي چې د کانکور ازموینې ته جدي چمتووالی ونیسي.

نوموړي ویلي، علم او پوهه د ټولنې د پرمختګ او عزت بنسټ جوړوي او د افغانستان د ځان‌بسیاینې لپاره زرګونو مسلکي کادرونو ته اړتیا ده، په ځانګړي ډول په طب، انجنیرۍ، اقتصاد او ټکنالوژۍ برخو کې.

کرزي پر زده‌کوونکو غږ کړی چې په ساینسي او ټولنیزو علومو کې لوړې زده کړې وکړي او هېواد ته د خدمت وړتیا ترلاسه کړي.

هغه همدارنګه هیله څرګنده کړې چې د افغانستان د روښانه راتلونکي لپاره د نجونو ښوونځي او پوهنتونونه پرانیستل شي، څو نجونې وکولای شي پر خپلو پښو ودریږي او ټولنې ته خدمت وکړي.

د طالبانو حکومت:د سختې یخنۍ له امله د ترکمنستان برېښنا قطع شوې

د هرات ولایت د طالبانو حکومت مطبوعاتي دفتر خبر ورکړی، چې د ترکمنستان څخه واردېدونکی د برېښنا لین تېره شپه شاوخوا ۲:۳۰ بجې د بند بغرچر په سیمه کې د سختې یخنۍ له امله پرې شوی دی.

د خبرپاڼې له مخې، د برښنا شرکت مسؤلین د پېښې له لومړیو شېبو راهیسې سیمې ته رسېدلي او د لین د ترمیم او د برېښنا د بېرته وصلولو لپاره جدي هڅې روانې دي.

دوی ویلي، هڅه کوي هر څومره ژر چې امکان ولري برېښنا بېرته ملي شبکې ته راوګرځوي.