پنجشنبه, اپریل 23, 2026
Home Blog Page 206

مولوي عبدالحکیم شرعي:نه د عثمان په نوم زوی لرم او نه مې کورنۍ غصب کې ښکېله ده

د طالبانو حکومت د عدلیې وزیر مولوي عبدالحکیم شرعي د ځینو رسنیو هغه ادعاوې رد کړې چې ګواکې دی او خپلوان یې د ځمکو، کورونو او تجارتي چارو کې ښکېل دي.

د طالبانو حکومت د عدلیې وزارت ویاند قاري برکت الله رسولي له قوله، نوموړي ویلي، نه د «عثمان» په نوم زوی لري او نه یې کوم زوی تجارتي دفتر لري، او د ده د مېرمنې په نوم هم کومه ځمکه نشته.

هغه زیاته کړې چې د تیرا کنډو او بګرامۍ ځمکې د جعلي اسنادو له امله مستردې شوې او د کرنې وزارت ته سپارل شوې دي، او په دې کې دی او کورنۍ یې هېڅ شریک نه دي.

شرعي ټینګار کړی، چې د ځمکو د غصب پر ضد قانون پر ټولو یو شان تطبیقېږي او قومي یا مذهبي تعصب پکې نشته.

نوموړي وویل، خیریه بنسټونه یوازې د اصولو د سرغړونې له امله تړل شوي او د مستردو شویو ځمکو د استفادې مسئولیت د اړوندو ادارو دی.

د طالبانو حکومت:د کډوالۍ د دایمي حل لپاره پر یوې نوې طرحې کار کوو

د طالبانو حکومت وايي د کډوالۍ د دایمي حل لپاره پر یوې طرحې کار کوي.

د طالبانو حکومت د کډوالو وزیر مولوي عبدالکبیر په مشرۍ د څو وزارتونو او بنسټونو ترمنځ ناسته شوې او ویل شوي، چې دا طرحه به له حکومتونو او نړیوالو سازمانونو سره شریکه شي.

د دوی په وینا، له بیا واکمنېدو وروسته ۶،۸ میلیونه افغانان بېرته راستانه شوي او ۱،۳ میلیونه نور د طبیعي پېښو له امله په کور دننه بېځایه شوي دي.

دا څرګندونې داسې مهال کېږي، چې ایران او پاکستان تازه زرګونه افغان کډوال بېرته افغانستان ته ستانه کړي دي.

د طالبانو حکومت او مالیزیا؛د روان وضعیت او علمي همکاریو په اړه دوه‌اړخیزې خبرې کړې

د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزارت د ستراتېژیکو مطالعاتو مرکز او د مالیزیا د پرمختللو اسلامي زده‌کړو انسټیټېوټ ترمنځ د افغانستان د روان وضعیت په تړاو دوه‌اړخیزې خبرې شوې دي.

مالیزیا کې د طالبانو حکومت د سفارت د معلوماتو له مخې، په دغو خبرو کې د دواړو لورو استازو، حکومتي چارواکو، د پارلمان غړو، اکاډمیکو څېرو او د رسنیو استازو ګډون کړی و.

په غونډه کې د افغانستان پر سیاسي، اقتصادي او امنیتي وضعیت، سیمه‌ییزو او نړیوالو بدلونونو او د طالبانو حکومت پر بهرني سیاست بحث شوی او د علمي، فکري همکاریو او د اوږدمهالو اړیکو پر پیاوړتیا ټینګار شوی.

کابل؛د خرابې هوا له امله د سالنګ لویه لار د ترافیکو پر مخ وتړل شوه

د طالبانو حکومت د ټولګټو وزارت اعلان کړی چې د واورې د دروند اورښت او خرابې هوا له امله د سالنګ لویه لار د ټولو موټرو پر مخ تړل شوې ده.

د یاد وزارت ویاند محمد اشرف حق‌شناس ویلي، چې د هوا تر ښه کېدو پورې به پر دې لار تګ راتګ ځنډول شوی وي.

دا پرېکړه وروسته له هغې شوې چې تېره شپه د سالنګ په سیمه کې د یوه مسافر وړونکي بس د چپه کېدو پېښه رامنځته شوه، چې له امله یې پنځه کسان مړه او لسګونه نور ټپیان شول.

راپورونه ښيي چې دا پېښه د موټر چلوونکي د بې‌احتیاطۍ له کبله شوې ده.

سیګار:د افغانستان د بیارغونې تر نامه لاندې ۲۹ میلیارده ډالر ضایع شوي

د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا ځانګړې څارونکې اداره (SIGAR) وايي، متحده ایالاتو په تېرو شلو کلونو کې د افغانستان د بیارغونې لپاره لګول شوو میلیاردونو ډالرو کې ستره برخه ضایع شوې ده.

د دې ادارې پخواني مشر جان سوپکو ویلي، امریکا د ۲۰ کلونو په موده کې شاوخوا ۱۴۴ میلیارده ډالر د افغانستان د بیارغونې لپاره ځانګړي کړي؛ خو له دې ډلې لږ تر لږه ۲۹ میلیارده ډالر د خراب مدیریت، کمزورې څارنې او ناکامو پروژو له امله له منځه تللي دي.

سوپکو څرګنده کړې، چې امریکا د افغانستان لپاره له ایټالیا څخه ۲۰ الوتکې د ۴۸۰ میلیونه ډالرو په ارزښت پېرودلې وې، خو دغه الوتکې هېڅکله عملي استفادې ته ونه رسېدې او اوس په جنک‌یارد کې ولاړې دي.

د هغه په وینا، الوتکو جدي تخنیکي ستونزې لرلې او د ازمایښتي الوتنو پر مهال یې ان پرزې راپرېوتلې.

د SIGAR پخواني مشر د ضایعاتو نورې بېلګې هم یادې کړي، چې پکې له برېښنا شبکې سره نه نښلول شوې برېښنا فابریکې، بې‌له څارنې قراردادیانو ته ورکړل شوې پیسې، نیمګړي پاتې شوي سړکونه، او داسې بنسټیزې پروژې شاملې دي چې په لنډ وخت کې ویجاړې شوې دي.

د نوموړي په خبره، دغه بې‌حساب او بې‌اغېزې لګښتونه نه یوازې د امریکا د مالیه ورکوونکو پیسې ضایع کړې، بلکې د افغانستان د دوامدارې بیارغونې هڅې یې هم له جدي زیان سره مخ کړې دي.

پاکستان او ایران؛د دوه اړخیزې همکارۍ د لا پیاوړتیا او سیمه‌ییزې سولې پر ژمنو خبرې کړې

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت وایي، چې ددغه هېواد مرستیال لومړي وزیر او د بهرنیو چارو وزیر محمد اسحق ډار د ایران د بهرنیو چارو وزیر سید عباس عراقچي سره خبرې کړې.

یاد وزارت ویلي، چې د خبرو په ترڅ کې دواړو مشرانو د دوه اړخیزې همکارۍ په بېلابېلو برخو بحث کړی او د سیمه‌ییزو پرمختګونو په اړه یې خپل نظرونه شریک کړي دي.

د وزارت په خبره، دواړو لوریو د سوداګرۍ او د خلکو ترمنځ د اړیکو د پراختیا لپاره د همکارۍ ژمنه کړې او ټینګار یې کړی چې د سیمه‌ییزې سولې او پرمختګ لپاره به نږدې همکاري دوامداره وي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت وايي چې دا خبرې د دواړو هېوادونو د اړیکو د لا پیاوړتیا او د سیمه‌ییزې سولې د ټینګښت لپاره مهم ګام ګڼل کېږي.

راپورونه:له ۴۰ ډېر افغان کډوال د ایران پولې ته نږدې د سختې یخنۍ له امله مړه شوي

له ایران سره د افغانستان پولې ته څېرمه د سختې یخنۍ له امله تر اوسه د ۴۰ څخه د زیاتو افغان کډوالو مړي را ایستل شوي دي.

ځایي سرچینو ویلي، یاد کډوال ایران ته د ناقانونه تګ پر مهال د شدیدې یخنۍ له امله کنګل شوي او خپل ژوند یې له لاسه ورکړی دی.

سرچینې زیاتوي چې تر دې مخکې د شاوخوا ۳۰ کسانو د مړینې راپورونه خپاره شوي وو؛ خو تازه معلومات، د سرحدي سیمو څېړنې او په افغانستان او ایران کې د مرده خانو لیدنې ښيي چې د قربانیانو شمېر له ۴۰ اوښتی دی.

د راپور له مخې، یو شمېر مړي د افغانستان د هرات ولایت کوهسان او ادرسکن ولسوالیو ته لېږدول شوي دي.

د طالبانو حکومت:په هلمند کې د پاکستان د قاچاقي توکو ۲۳۸ موټر نیول شوي

د طالبانو حکومت وایي، چې د هلمند ولایت د بهرامچې ولسوالۍ اړوند د رباط او کیاخان په سیمو کې یې په تېره یوه اوونۍ کې له پاکستان څخه د قاچاق مخه نیولې ده.

د راپور له مخې، ټولټال ۲۳۸ موټره بې‌کیفیته درمل، کیمیاوي مواد، ډبرو سکاره، تېل، مالټې، مڼې، د ماهیانو غوښه، چاکلیټ او نور خوراکي او غیر خوراکي توکي چې له پاکستانه قاچاق شوي وو، نیول شوي دي.

د ۲۱۵ عزم قول اردو ویاند صدیق الله حفاظت ویلي، د نیول شویو توکو له ډلې څخه ۱۶ موټر درمل په احتیاطي توګه وسوځول شول، تر څو د خلکو د صحت او امنیت لپاره خطر کم شي.

پاکستان؛په اسلام‌اباد هوایي ډګر کې لسګونه افغانانو ته د قانوني اسنادو سربېره د سفر اجازه نه ده ورکړل شوې

یو شمېر افغانانو شکایت کړی چې د اسلام‌اباد په هوایي ډګر کې، سره له دې چې قانوني ویزې او بشپړ اسناد یې لرل، د کابل پر لور د سفر اجازه نه ده ورکړل شوې او الوتنه یې لغوه شوې ده.

د راپورونو له مخې، هر مسافر شاوخوا ۵۸ زره پاکستانۍ کلدارې مالي زیان لیدلی.

پاکستاني خبریال طاهر خان ویلي، چې لږ تر لږه ۳۲ افغان مسافرو د کام‌ایر الوتکې ته د ختلو اجازه نه ده ترلاسه کړې.

نوموړي د پاکستان له چارواکو غوښتي چې دا موضوع وڅېړي.

دا ستونزه په داسې حال کې رامنځته شوې چې د افغانستان او پاکستان ځمکنۍ لارې تړلې دي او افغانان یوازې د هوایي لارې له سختو محدودیتونو سره تګ راتګ کولی شي.

هند؛په ممبۍ کې د ترافیکي پېښې له امله نورا فتحي روغتون ته لېږدول شوې

0

د بالیووډ مشهوره نڅاګره او اداکاره نورا فتحي په ممبۍ کې د ترافیکي پېښې له امله روغتون ته لېږدول شوې ده.

د هندي رسنیو د راپورونو له مخې، دغه پېښه هغه مهال رامنځته شوه چې نوموړې د امریکايي ډي‌جي ډیوډ ګیټا د کنسرت لپاره روانه وه.

راپورونه وایي، یو نشه‌یي موټرچلوونکي د نورا فتحي له موټر سره ټکر وکړ چې له امله یې موټر ته زیان واوښت

د پېښې وروسته د نورا ټیم هغه ژر تر ژره نږدې روغتون ته ولېږدوله او ډاکټرانو تایید کړې چې نورا فتحي ته د ټکر له امله لږ دماغي شاک رسېدلی، خو روغتیايي حالت یې د اندېښنې وړ نه دی.