پنجشنبه, اپریل 23, 2026
Home Blog Page 205

ملګري ملتونه:۱.۷ میلیونه افغان ماشومان د سختې خوارځواکۍ له خطر سره مخ دي

د ملګرو ملتونو د خوړو نړۍوال پروګرام وايي، په افغانستان کې د خوارځواکۍ کچه په زیاتېدو ده او هره ورځ ګڼې مېندې او ماشومان د درملنې لپاره روغتیايي مرکزونو ته ورځي.

یادې ادارې ویلي، چې روان کال یې زرګونه اړمنو کسانو ته مغذي خواړه رسولي، خو خبرداری ورکوي چې د نړۍوالو مرستو کمښت د ماشومانو ژوند له جدي ګواښ سره مخ کړی دی.

د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیال ټام فلچر ټینګار کړی، چې د مرستو د کمېدو له امله سلګونه روغتیايي کلینیکونه او د خوړو د وېش مرکزونه تړل شوي او شاوخوا ۱،۷ میلیونه افغان ماشومان د سختې خوارځواکۍ له خطر سره مخ دي.

خواجه سعد رفیق:عمران خان خپله قضیه په خپله خرابه کړې، اوس هیڅوک د هغه په ګټه ضمانت ته چمتو نه دي

0

د مسلم لیگ (ن) مشر خواجه سعد رفیق ویلي چې پخواني لومړي وزیر عمران خان خپله قضیه په خپله خرابه کړې ده او اوس هېڅوک د هغه په ګټه ضمانت ورکولو ته چمتو نه دي.

هغه د لاهور په یوې غونډه کې زیاته کړې چې شخړې او فساد هېڅکله هېواد پرمختګ ته نه رسوي.

نوموړي ټینګار کړی چې نواز شریف باید مخته راشي او د هېواد روان وضعیت سم کړي.

خواجه سعد رفیق همداراز ویلي چې د لومړي وزیر شهباز شریف د اقداماتو له کبله پاکستان د اقتصادي بحران له خطره خوندي پاتې شوی دی.

عباس عراقچي:ښایي اسرائیل یو ځل بیا پر ایران برید وکړي؛ خو موږ هم بشپړ دفاعي چمتووالی لرو

0

د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي ویلي، پر ایران د اسرائیل د بیا ځلي احتمالي برید امکان رد کېدای نه شي.

هغه د روسي رسنیو سره په مرکه کې ویلي چې ایران جګړه نه غواړي؛ خو که پرې وتپل شي، بشپړ دفاعي چمتووالی لري.

نوموړي زیاته کړې چې د جګړې د مخنیوي غوره لاره بشپړه تیاري ده او خبرداری یې ورکړی چې که اسرائیل پخوانۍ تېروتنه تکرار کړي؛ نو غوره پایله به تر لاسه نه کړي.

بل‌خوا امریکایي رسنۍ وایي، اسرائیل د ایران د بالېسټیک توغندیو د پروګرام په اړه اندېښمن دی او ښايي د احتمالي برید په تړاو له امریکا سره خبرې وکړي.

عمر داودزی:د ټي‌ټي‌پي په تړاو د عاصم منیر تورونه خطرناک دي او بې‌ګناه افغانان زیانمنوي

د جمهوري حکومت د کورنیو چارو پخواني وزیر محمد عمر داودزی د پاکستان د دفاعي چارواکو وروستیو څرګندونو ته په غبرګون کې ویلي، د تحریک طالبان پاکستان (TTP) په تړاو عمومي او پراخې ادعاوې د حقیقت له پامه غورځول دي او خطرناکې پایلې لرلای شي.

داودزی ویلي، که د پاکستان د دفاع لوی درستیز دا خبره کوي چې د TTP شاوخوا ۷۰ سلنه غړي «افغانان» دي؛ نو اړینه ده چې دا روښانه شي چې ایا موخه یې د ډیورنډ کرښې ختیځې غاړې خلک دي که د افغانستان اتباع، ځکه دا توپیر بنسټیز اهمیت لري.

د هغه په وینا، د پاکستان ستونزه باید له وسله‌والو ډلو سره د شخړې په توګه وڅېړل شي، نه دا چې د افغانانو او یا هم افغان کډوالو پر ضد یې واړوي.

محمد عمر داودزی زیاته کړې، دا هم باید هېر نه شي چې د ۲۰۲۱ کال له اګست وروسته زرګونه د TTP مشران د پخواني افغان حکومت له زندانونو خوشې شول.

هغه ویلي، پرون ټي‌ټي‌پي د افغان دولت پر ضد له ټي‌ټي‌ای سره یوځای جګړه کوله؛ خو اوس راپورونه د رولونو د بدلون ښکارندویي کوي.

نوموړي خبرداری ورکړی چې دا ډول عمومي خبرې حساب ورکونه مبهموي، تاوتریخوالی زیاتوي او بې‌ګناه افغانان تر ناحقه فشار لاندې راولي، او ټینګار یې کړی چې د ستونزې حل د روښانه تګلارې او دقیقې ژبې په کارولو کې دی، نه په جمعي تورونو لګولو کې.

ډونالډ ټرمپ؛د ۲۰۲۶ لپاره د کډوالۍ پر ضد د سختو اقداماتو پلان جوړوي

0

د نړیوالو رسنیو د راپورونو له مخې، د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د ۲۰۲۶ کال لپاره د کډوالۍ پر ضد د لا سختو تګلارو د پلي کېدو په موخه پراخ تیاری نیسي.

راپورونه ښيي چې د ټرمپ ادارې په پام کې لري د ناقانونه کډوالۍ د مخنیوي لپاره میلیاردونه ډالر نوې بودجې ځانګړې کړي.

د دغو پلانونو له مخې به په بېلابېلو ایالتونو کې پراخې چاپې زیاتې شي او د ناقانونه کډوالو د نیولو او له هېواده د ایستلو ظرفیت به په بې‌ساري ډول پراخ شي.

سرچینې وایي چې د سرحدي ځواکونو، مهاجرتي پولیسو او توقیف‌ځایونو شمېر به هم زیات کړل شي.

راپورونه زیاتوي چې دا اقدامات د ټرمپ د هغې تګلارې دوام بلل کېږي چې د ملي امنیت، د سرحدونو د کنټرول او د امریکا د کورنیو قوانینو د پلي کېدو تر شعار لاندې پر مخ وړل کېږي.

عمران خان:پر ما او مېرمن مې د بند سزا رواني شکنجه ده، خلک دې لاریون وکړي

0

د پاکستان پخواني لومړي وزیر عمران خان ویلي، د هغه بند سزا چې دی او مېرمن یې ورسره مخ شوي، له رواني ځورونې سره برابر دي.

نوموړي د خپلې اېکس پاڼې له لارې ویلي چې دا مهال په زندان کې له بنسټیزو حقونو او اسانتیاوو بې‌برخې دی.

عمران خان له خپلو پلویانو غوښتنه کړې چې د محکمې د هغه پرېکړې پر ضد غږ پورته کړي، کومه چې دی او مېرمن یې په ۱۷ کاله بند محکوموي.

هغه ادعا کړې چې په پاکستان کې عدلي نظام خپلواک نه دی او د ده په وینا، د هېواد د پوځ د مشر عاصم منیر خوښه پر قانون واکمنه ده، داسې چې پرېکړې له مخکې چمتو کېږي او محکمه یوازې د اعلان رول لوبوي.

اعتراف، بخښنه او د راتلونکي مسولیت!

لیکوال: د فراه پخوانی والي محمد عمر شیرزاد

په دې وروستیو ورځو کې، د افغانستان له بېلابېلو کونجونو داسې خبرونه را رسېږي چې که یې جلا جلا ولولو، ښايي یوازې د ورځني کړکېچ عادي انځور وښيي؛ خو که سره وتړل شي، د یوې ژورې ناکامۍ، کمزورې بنسټ او ناتمام دولت دردناک حقیقت څرګندوي.

هغه وطن چې خلک یې د پاکو اوبو له سخت کمښت سره مخ دي، وچکالي یې ژوند ګواښي، کډوال یې د یخنۍ په غېږه کې کنګل کېږي، مسافر یې له قانوني اسنادو سره سره د سفر له حقه محرومیږي، بازارونه یې د یوې عادي برېښنايي شارټۍ له امله په لمبو کې ایره کیږي، او لارې یې دومره ورانې او ناتوانه دي چې یو بس موټر د سلګونو کورنیو برخلیک په یوه ګړۍ کې بدلوي.

دا پېښې یوازې طبیعي یا تصادفي نه دي. دا د هغې ادارې او بنسټیزې کمزورۍ نښې دي چې افغانستان یې له کلونو راهیسې ځپلی دی.
دا حقیقت چې موږ لا هم د اورلګېدنې د مخنیوي، د سرحدي کډوالۍ د مدیریت، د عامه ترانسپورت د خوندیتوب، د وچکالۍ د اغېزو د مهار، او د انساني کرامت د ساتنې کافي ظرفیت نه لرو، ښيي چې زموږ د دولت جوړونې هڅې نیمګړې پاتې شوي دي.

زه چې د جمهوریت په شلو کلونو کې څو ځلې د یو والي په توګه د مسوولیت برخه را په غاړه وه، نن د دې پېښو پر وړاندې یوازې د یو نندارچي په توګه نه درېږم.
زه ځان په یو ډول په دې ستونزو او دردونو کې شریک او مسوول ګڼم.
که څه هم دا ستونزې یوازې د یوه کس یا یوې ادارې پایله نه دي، خو موږ، د هغه وخت چارواکو، په مجموع کې ونه توانېدو چې د داسې بنسټونو، سیستمونو او ظرفیتونو بنسټ کېږدو چې نن د دې ډول ناورینونو مخه ونیسي یا لږ تر لږه یې اغېزې راکمې کړي.
هو، دا پاتې راتګ یو شمېر نور سیاسي او امنیتي لاملونه هم لري چې باید له پام ونه غورځول شي.

شونې وه چې ډېر کار وشي، خو ونه شو.
شونې وه چي بنسټیز اصلاحات رامنځته شي؛ خو ډېری وخت په مقطعي، نمایشي او سیاسي مصلحت‌ محوره اقداماتو بسنه وشوه. د بیارغونې تر نامه لاندې میلیاردونه ډالر ولګېدل، خو پایله یې دا شوه چې نه دوامدار زیربنا جوړه شوه، نه پیاوړی اداري سیستم، او نه هم هغه ځان بسیا دولت چې د خلکو د ژوند له بنسټیزو اړتیاوو ساتنه وکړای شي.

له همدې ځایه، زه د یوه پخواني مسوول په توګه، لومړی له الله سبحانه وتعالی او بیا له خپل ولس څخه په صراحت بخښنه غواړم. دا بخښنه د شعار، سیاست یا ځان سپینولو لپاره نه ده؛ بلکې د یو اخلاقي او وجداني اعتراف په توګه ده.
موږ باید دا جرات ولرو چې ووایو، موږ هغه اندازه خدمت ونه کړ چې افغانستان یې مستحق و.

په عین حال کې زما دا تحلیل یوازې د تېر د ملامتولو لپاره نه دی، دا د حال او راتلونکي لپاره د یو صادقانه پیغام وړاندې کولو هڅه ده.
د افغانستان اوسني واکمنان باید درک کړي چې دا هېواد لا هم د دایمي ثبات او واقعي پرمختګ چانس لري؛ خو دا چانس یوازې هغه وخت عملي کېدای شي چې د واک د ځان‌شموله دایرې پر ځای، د ټول‌شموله سیاسي چوکاټ پر لور ګام واخیستل شي.

که موږ رښتیا غواړو چې وچکالي مدیریت کړو، بازارونه خوندي کړو، لارې معیاري کړو، کډوال وژغورو او د خلکو کرامت وساتو، نو دا ټول د سیاسي ثبات له بنسټ پرته ناشوني دي او سیاسي ثبات هغه وخت رامنځته کېږي چې ټول افغانان، له هر قوم، فکر او سیمې، ځان په نظام کې شریک وویني.

افغانستان نور د ازمېښتونو توان نه لري. دا وطن څو څو ځله د نیمګړو نظامونو، نیمه‌ کاره پروژو او نیمه‌ مسوولو سیاستونو قرباني شوی دی. که د تېرو څلویښتو کلونو له ناکامیو رښتینی درس وانخلو، وېره ده چې دا ډول دردناک خبرونه به لا هم زموږ د ورځني ژوند تکرارېدونکې برخه پاتې شي.

یادونه: حماسه میډیا د یوې بې پرې رسنۍ په توګه د ټولو سیاستوالو ، لیکوالو او نظر خاوندانو لیکنو او نظریاتو ته درناوی لري، دا لیکنه د حماسه میډیا نظر نه څرګندوي بلکې د لیکوال نظر دی او مونږ  یې کټ مټ دلته خپروو.

بلوچستان کې ترافیکي پېښه؛د ایران له لارې اروپا ته پر لاره ۹ افغان کډوال وژل شوي

د پاکستان د بلوچستان ایالت د چاغي ولسوالۍ په یوه ترافیکي پېښه کې لږ تر لږه نهه افغان کډوال، هغه مهال ووژل شول چې د ایران له لارې اروپا ته په لاره وو.

پېښه د شنبې په شپه ناوخته هغه وخت رامنځته شوې، چې یو زامیاد موټر د تېلو له ټانکر سره ټکر وکړ.

د راپورونه له مخې، پېښه د نوکند ښار څخه شاوخوا ۳۵ کیلومتره لیرې په یوې لرې پرتې کچه سیمه کې شوې ده.

په موټر کې ټول ۲۱ کسان سپاره وو، چې له ډلې یې ۹ تنه ځای پر ځای مړه شوي او ۱۰ نور ټپیان دي.

د سیمه‌ییزو چارواکو په وینا، د وژل شویو جسدونه د سرحدي همغږۍ او قانوني پروسیجرونو له مخې افغانستان ته لېږدول شوي دي، او د ټپیانو درملنه روانه ده.

ضیاءالحق امرخېل:افغان میرمنې د ناورینونو تر ټولو سترې قرباني دي

د ننګرهار پخواني والي ضیاءالحق امرخېل ویلي، چې افغان میرمنې په افغانستان کې د هېڅ بدبختۍ لامل نه دي، بلکې د ټولو ناورینونو تر ټولو سترې قربانۍ دي.

نوموړي ټینګار کړی، چې تر ټولو دروند درد، لوړ قیمت او ژور زخمونه افغان میرمنو زغملي دي.

ښاغلي امرخېل خبرداری ورکړی، چې د افغان میرمنو په اړه به راتلونکي نسلونه موږ هېڅکله ونه بښي.

عاصم منیر:د وسله والو ډلو په اړه د دیني عالمانو فتوا دې د طالبانو حکومت اعلان کړي

د پاکستان د پوځ مشر عاصم منیر ادعا کړې، چې د تحریک طالبان پاکستان ډېری غړي افغانان دي او ویلي یې دي، چې افغانستان باید د پاکستان د حکومت او وسلوالو ډلو ترمنځ یو لوری وټاکي.

نوموړي دا څرګندونې په اسلام‌اباد کې د ديني عالمانو یوې غونډې ته کړي دي.

عاصم منیر همداراز ویلي، چې د جهاد د فتوا صادرولو صلاحیت د حکومتونو سره دی، نه د افرادو او سازمانونو.

دا په داسې حال کې ده، چې د طالبانو حکومت ټي‌ټي‌پي د پاکستان کورنۍ ستونزه بولي او ټینګار کوي، چې د افغانستان له خاورې د هېڅ هېواد پر ضد کار نه کېږي.