پنجشنبه, اپریل 23, 2026
Home Blog Page 204

د ملګرو ملتونو له بندیز سربېره؛د پاکستان او لیبیا ترمنځ د میلیاردونو ډالرو پټه هوکړه افشا شوې

0

رویټرز راپور ورکړی چې پاکستان د لیبیا له ملي پوځ سره د څه باندې ۴ میلیارده ډالرو په ارزښت د وسلو د پېر هوکړه کړې ده.

د راپور له مخې، دا هوکړه د بنغازي ښار کې د پاکستان د پوځ د لوی درستیز عاصم منیر او د لیبیا د ملي اردو د قومندان صدام خلیفه حفتر ترمنځ شوې ده.

که څه هم د لیبیا ملي پوځ دا هوکړه تایید کړې؛ خو د پاکستان حکومت تر اوسه په رسمي ډول څه نه دي ویلي.

دا په داسې حال کې ده چې ملګرو ملتونو پر لیبیا د امنیتي بې ثباتیو او کورنیو جګړو د مخنیوي لپاره د وسلو د پېر بندیز لګولی او د پاکستان دا هوکړه ښايي نړیوال غبرګونونه را وپاروي.

ډونالډ ټرمپ؛شاوخوا ۳۰ لوړپوړي امریکایي ډیپلوماټان واشنګټن ته ورغوښتي دي

0

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ شاوخوا ۳۰ لوړپوړي امریکایي ډیپلوماټان له بېلابېلو هېوادونو واشنګټن ته وربللي دي.

د رویټرز د راپور له مخې، ټرمپ غواړي دا وڅېړي چې ایا د امریکا سفارتونه د هغه د «لومړی امریکا» سیاست ته ژمن دي که نه.

منتقدین خبرداری ورکوي چې دا اقدام ښايي د نړیوالو په کچه د امریکا پر باور منفي اغېز ولري.

ویل کېږي، دغو ډیپلوماټانو ته د بهرنیو چارو وزارت کې د نوو دندو ژمنه هم شوې ده.

هند:له افغانستان سره د درملو برخه کې اوږدمهاله همکاري کوو

د طالبانو حکومت د عامې روغتیا وزیر نور جلال جلالي په نوي ډیلي کې د خپل سفر پر مهال د هند له چارواکو سره د افغانستان د درملو د اوږدمهاله اړتیاوو د پوره کولو هوکړه کړې ده.

د هند او د طالبانو د حکومت ترمنځ به د روغتیايي همکاریو لپاره ګډه کاري ډله هم جوړه شي.

جلالي د هند له لږ تر لږه لسو روغتونونو او بنسټونو لیدنه کړې او د روغتیايي پروژو، د سرطان د درملنې مرکزونو د جوړولو او د افغان ډاکترانو د ظرفیت لوړولو لپاره د هندي ډاکترانو د ټیم د لېږلو پر موضوع خبرې شوې دي.

د طالبانو حکومت چارواکي وايي، له پاکستان سره کړکېچونو افغانستان اړ کړی چې د درملو د کمښت د جبران لپاره هند ته مخه کړي او په روغتیايي همکاریو کې د نوې لارې پرانیستل یې هدف دی.

د سره صلیب نړۍواله کمېټه:بېکاري، فقر او طبیعي پېښو میلیونونه افغانان سخت اغېزمن کړي

د سره صلیب نړیوالې کمېټې خبرداری ورکړی، چې په ۲۰۲۵ کال کې نږدې ۲۳ میلیونه افغانان د بشري مرستو محتاج وو.

د یادې ادارې په وینا، د کار نشتون، د عایداتو کمېدل او روغتیايي خدمتونو ته محدود لاسرسي د خلکو د ژوند شرایط سخت کړي دي.

راپور څرګندوي، چې د طبیعي آفتونو دوام، اقلیمي بدلونونه او افغانستان ته د کډوالو بېرته ستنېدل د بشري اړتیاوو کچه لوړه کړې ده.

همدارنګه زلزلو، وچکالۍ او سېلابونو کرنیز حاصلات او بنسټیزې زېربناوې زیانمنې کړې دي.

سره صلیب ویلي، اقتصادي بې‌ثباتي، بې‌ځایه کېدل، بندیزونه او د نړیوالو مرستو کمېدل د هېواد بشري وضعیت لا بحراني کړی.

دغه بنسټ د ژمي له پیلېدو سره د بېوزلو افغانانو د ملاتړ لپاره د عاجلو مرستو غوښتنه کړې.

خالد حنفي:له امربالمعروف پرته اسلامي نظام نشته

د طالبانو حکومت د امربالمعروف او نهی عن المنکر وزیر خالد حنفي ویلي، هغه نظام چې د امربالمعروف اداره ونه لري، اسلامي نظام نه بلل کېږي.

نوموړي ادعا کړې، چې د «اسلامي امارت» له ادارې پرته په نورو اسلامي هېوادونو کې دا اداره نشته او که وي نو یوازې په نوم ده.

د هغه دا څرګندونې نن په ملي ټلوېزیون خپرې شوې دي.

عبدالکریم خرم:د آریانا سینما نړول د کابل تاریخي هویت ته دروند زیان دی او د ښار تاریخي حافظه له منځه وړي

د پخواني ولسمشر حامد کرزي د دفتر رئیس عبدالکریم خرم د کابل د تاریخي سینماګانو د نړولو پر ضد غبرګون کې ویلي، چې د ښارونو هویت د هغوی له تاریخي او فرهنګي ودانیو سره تړلی دی.

ښاغلي خُرم ویلي، تر دې مخکې سینما پارک ونړول شو او اوس د آریانا سینما د تخریب خبره مطرح ده، چې دا چاره د ښار تاریخي حافظه له منځه وړي.

خرم ټینګار کړی چې سینما هنر او فرهنګي ارزښت لري او د اریانا سینما عمر د ځینو هېوادونو له عمره هم زیات و، خو سره له دې تاریخي نښې د سوداګریزو ودانیو لپاره له منځه وړل کېږي.

سهیل شاهین؛د پولنډ له ځانګړي استازي سره د افغانستان او پولنډ د اړیکو او کونسلي همکاریو په اړه خبرې کړي دي

په قطر کې د طالبانو حکومت د سفارت ویلي چې دغه هېواد کې د دوی سفیر سهیل شاهین په دوحه کې د پولنډ له ځانګړي استازي ویتولد سوبکو سره لیده‌کاته کړې ده.

دواړو لورو په دې ناسته کې د افغانستان او پولنډ ترمنځ د اړیکو د پراختیا، په پولنډ کې مېشتو افغانانو ته د کونسلي اسانتیاوو، د افغانستان د روان سیاسي وضعیت او د پولنډ له‌خوا د بشري مرستو پر دوام خبرې کړې دي.

دواړو خواوو د همکاریو د پراخولو پر اړتیا ټینګار کړی دی.

د امریکا استخبارات:پوتین د اوکراین او د اروپا د ځینو سیمو د نیولو موخه لري

0

د امریکا استخباراتو ویلي چې د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین لا هم د اوکراین د بشپړ نیولو او د پخواني شوروي د ځینو اروپایي سیمو د بېرته ترلاسه کولو اراده لري.

دا خبره رویټرز ته د امریکا له استخباراتي معلوماتو سره تړلو سرچینو کړې ده.

دغه ارزونې د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د هغه دریځ خلاف دي چې وایي پوتین د جګړې د پای ته رسولو غوښتونکی دی.

بل‌خوا کرملین دا راپورونه رد کړي او ویلي یې دي چې دا ډول استخباراتي پایلې ناسمې دي.

اندونیزیا؛د بس د ټکر پېښه کې ۱۵ کسان وژل شوي

0

په اندونیزیا کې د ترافیکي پېښې له امله لږ تر لږه ۱۵ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

راپورونه وایي، دغه پېښه د جاوه په ټاپو کې د شپې ناوخته هغه مهال رامنځته شوه چې یو مسافر وړونکی بس له سړک څخه واوښت او چپه شو.

د اندونیزیايي چارواکو په وینا، په بس کې ټول ۳۴ کسان سپاره وو او بس تر هغې وروسته له کنټروله ووت چې د سړک له خنډونو سره ولګېد.

ویل کېږي، دغه بس له پلازمېنې جاکارتا څخه د یوګیاکارتا ښار پر لور روان و.

ایران:افغانانو ته د ویزو ورکړه کې اسانتیا راولو

په افغانستان کې د ایران د سفارت مرستیال، سید حسین مرتضوي، د هرات د طالبانو حکومت له والي سره د کتنې پر مهال ویلي چې ایران غواړي له افغانستان سره خپلې سیاسي، اقتصادي او ټولنیزې اړیکې لا پیاوړې کړي او د افغان اتباعو لپاره د ویزو د ورکړې بهیر اسانه کړي.

د هرات د ولایت مقام د معلوماتو له مخې، په دې ناسته کې د کډوالو د ستونزو، د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو د پراختیا او د سوداګرۍ او ترانزیټ د همکاریو د زیاتوالي په اړه بحث شوی.

دواړو لورو ټینګار کړی چې د دوه‌اړخیزو اړیکو پراختیا د سیمې د ثبات او اقتصادي ودې لپاره مهمه ده.