پنجشنبه, اپریل 23, 2026
Home Blog Page 203

د لیبیا د پوځ لوی درستیز؛محمد علي احمد الحداد په ترکیه کې د الوتکې د لوېدو په پېښه کې وژل شوی

0

د ترکیې د کورنیو چارو وزارت تایید کړی چې د لیبیا د پوځ لوی درستیز محمد علي احمد الحداد د الوتکې د لوېدو له پېښې وروسته انقرې کې مړ شوی دی.

د لیبیا ولسمشرۍ شورا هم خبر ورکړی چې الحداد له څو نورو لوړپوړو نظامي چارواکو سره وژل شوی دی.

د ترکیې د کورنیو چارو وزیر په وینا، الوتکې د حیمانا سیمې په فضا کې د بېړنۍ ناستې غوښتنه وکړه؛ خو له هغې وروسته یې اړیکه پرې شوه.

د لیبیا لومړي وزیر عبدالحمید الدبیبه د پېښې له امله د خپل هېواد د پوځ د لوی درستیز پر مړینه خواشیني څرګنده کړې ده.

قبایلي جرګه:د زرګونه بند پاتې مساپرو لپاره دې د چمن دروازه ژر پرانستل شي

د پښتنو یوې قبایلي جرګې له پاکستاني حکومت غوښتي چې د چمن دروازه دې ژر پرانیزي، څو هغه زرګونه مسافر او سوداګر بېرته خپلو کورونو ته ستانه شي چې له اکتوبر راهیسې په افغانستان کې بند پاتې دي.

قبایلي مشرانو ویلي، د ډیورنډ کرښې د تړل کېدو له امله سوداګریز فعالیتونه ځنډېدلي او بشري ستونزې رامنځته شوې دي.

دوی زیاته کړې چې ډېری مسافر قانوني اسناد لري، خو د ستنېدو اجازه نه ورکول کېږي، او زرګونه بار وړونکې لارۍ هم د خوړو له کمښت سره مخ دي.

مشرانو د ازاد سفر غوښتنه کړې او د درې ورځنۍ جرګې د جوړېدو اعلان یې کړی.

د جرمني حکومت ته د ۵۰ نامتو څېرو پرانیستی لیک؛منل شوي افغانان دې ژر تر ژره جرمني ته ولېږدول شي

له ۵۰ څخه زیاتو نامتو جرمني سیاستوالو، فرهنګي څېرو او د بشري حقونو فعالانو د یوه پرانیستي لیک له لارې له فدرالي حکومت غوښتي، هغه افغان وګړي دې ژر تر ژره جرمني ته ولېږدوي چې مخکې ورسره د منلو رسمي ژمنه شوې ده.

د جرمني رسنیو د راپورونو له مخې، په لیک کې راغلي چې شاوخوا ۱۸۰۰ افغانان، چې پخوا یې له جرمني بنسټونو سره همکاري کړې او دا مهال په پاکستان کې مېشت دي، د جبري ستنولو له جدي ګواښ سره مخ دي.

لیکوالانو خبرداری ورکړی چې دغو کسانو ته په افغانستان کې د بېرته ستنېدو په صورت کې امنیتي خطرونه متوجه دي.

د لیک لاسلیک کوونکو پر جرمني حکومت غږ کړی چې د خپلو بشري او اخلاقي مسوولیتونو له مخې دې د دغو افغانانو د خوندي انتقال بهیر چټک کړي او ځنډ دې پای ته ورسوي.

نی له شهباز شریف؛د افغان خبریالانو د ویزو غځولو او خوندیتوب غوښتنه کړې

په جلا وطنۍ کې د افغانستان د ازادو رسنیو د ملاتړ بنسټ (نی) د پاکستان له لومړي وزیر شهباز شریف څخه غوښتي چې په دغه هېواد کې د مېشتو افغان خبریالانو او رسنیزو کارکوونکو د ویزو د غځولو، خوندیتوب او امنیت په برخه کې همکاري وکړي.

نی ویلي، د افغان خبریالانو وضعیت ډېر بحراني دی، ځینې د شړل کېدو له وېرې په خپلو کورونو کې محدود شوي او له لومړنیو او روغتیايي خدماتو بې‌برخې دي.

دغه بنسټ همداراز د کورنیو چارو وزارت ته د انساني او باوقاره چلند غوښتنه کړې او د افغان خبریالانو د مالي ستونزو د حل لپاره یې د بیړنیو ګامونو اخیستو ټینګار کړی دی.

ذبیح الله مجاهد:د ډیورنډ کرښې ته څېرمه د داعش د غړي نیول پاکستان کې د دې ډلې شتون ثابتوي

د طالبانو حکومت وايي، د ډیورنډ کرښې ته څېرمه د داعش د یوه غړي نیول کېدل دا ثابتوي چې دغه ډله په پاکستان کې مرکزونه لري.

د طالبانو حکومت ویاند ذبیح‌الله مجاهد ادعا کړې چې د داعش ځالې د پولې هغې غاړې ته دي او ځینې بریدونه هم هلته طرحه شوي دي.

پاکستان تر اوسه دې ادعا ته غبرګون نه دی ښودلی.

بل لور ته، د ترکیې دولتي رسنیو راپور ورکړی چې د ترکیې استخباراتو د افغانستان او پاکستان پولې ته نږدې د ځانګړو عملیاتو پر مهال یو ترکي وګړی، محمد ګورن، نیولی چې د داعش خراسان څانګې غړی بلل کېږي.

آلمان؛۱۴۱ افغانان د یوې چارټر الوتنې له لارې دغه هېواد ته لېږدولي

د آلمان رسنیو راپور ورکړی چې د دغه هېواد حکومت ۱۴۱ افغان وګړي آلمان ته لېږدولي دي.

د راپورونو له مخې، دغه افغانان د یوه چارټر الوتنې له لارې د نیدرزاکسن ایالت د هانوفر هوايي ډګر ته رسېدلي دي.

د آلمان د کورنیو چارو وزارت ویاند ویلي، چې دا کسان به تر لومړنیو اداري چارو وروسته د آلمان بېلابېلو ایالتونو ته واستول شي.

چارواکي زیاتوي چې دا لېږد د هغو افغانانو لپاره شوی چې د آلمان د بشردوستانه او ځانګړو منلو پروګرامونو کې شامل دي.

له هرات څخه؛سعودي عربستان او اماراتو ته د بټریو صادرات پیل شول

د هرات د ولایتي ادارې مسوولان وايي چې د دې ولایت له صنعتي ښارګوټي څخه د لومړي ځل لپاره تازه تولید شوې بټرۍ بهرنیو هېوادونو ته صادرې شوې دي.

د دوی په وینا، د شاوخوا ۴۰ زره ډالرو په ارزښت بټرۍ چې ټولیز وزن یې ۲۷ ټنه کېږي، نن سعودي عربستان او متحده عربي امارت ته ولېږدول شوې.

په ورته وخت کې، د هرات له صنعتي ښارګوټي څخه د فولادو یوه بله جوپه هم صادره شوې ده.

دغه محموله چې ۱۱ کانټینره جوړوي، نن د تاجیکستان پر لور حرکت کړی دی.

ولایتي چارواکي وايي، دا صادرات د کورني تولید د پیاوړتیا او د افغانستان د صادراتو د پراخېدو په لور یو مهم ګام بلل کېږي.

شهباز شریف:د تحریک انصاف ګوند ته د خبرو اترو بلنه ورکوم

0

د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف یو ځل بیا د پاکستان تحریک انصاف ګوند ته د خبرو اترو بلنه ورکړې ده.

هغه د کابینې غونډې ته ویلي چې د هېواد د پرمختګ او سوکالۍ لپاره د سیاسي ګوندونو ترمنځ همغږي اړینه ده.

شهباز شریف ټینګار کړی چې مذاکرات به یوازې د مشروع غوښتنو پر بنسټ ترسره کېږي او حکومت د سیاسي جوړجاړي لپاره هر ډول هڅو ته چمتو دی.

حمدالله فطرت:د جوزجان قوش‌تېپې او درزاب ولسوالیو ته د برېښنا رسونې د پروژې تړون لاسلیک شو

د طالبانو حکومت وایي، د جوزجان ولایت قوش‌تېپې او درزاب ولسوالیو ته د برېښنا رسونې پروژې تړون لاسلیک شو.

د طالبانو حکومت مرستیال ویاند حمدالله فطرت ویلي، چې دا تړون نن د ریاست‌الوزراء د اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند په حضور کې د اوبو او انرژۍ وزارت او یوه خصوصي شرکت ترمنځ لاسلیک شو.

د فطرت په خبره، د یادې پروژې لګښت شاوخوا یو میلیارد او ۸۸۶ میلیونه افغانۍ اټکل شوی او چارې به یې په درېیو کلونو کې بشپړې شي.

نوموړي ویلي، چې په دې پروژه کې د ۸۵.۲۴ کیلومترو په اوږدوالي د ۲۲۰ کیلوولټ برېښنا مزي غځول، په قوش‌تېپې او درزاب ولسوالیو کې د دوو سب‌سټېشنونو او دوو توزیعي شبکو جوړول شامل دي.

هغه دغه راز ویلي، چې د پروژې له بشپړېدو سره به زرګونه کورنۍ له برېښنا برخمنې شي.

پاکستاني علما:د طالبانو حکومت لخوا د نجونو پر زده‌کړو بندیز د اسلامي اصولو خلاف دی

د پاکستان د جمعیت علمای اسلام ګوند له خوا یوې غونډې کې د طالبانو حکومت پر هغو محدودیتونو انتقاد شوی چې د نجونو د زده‌کړو مخه نیسي.

د مولانا فضل‌الرحمن په مشرۍ د علماوو په ګډه اعلامیه کې ویل شوي چې د نجونو له زده‌کړو منع کول په اسلام کې هیڅ توجیه نه لري.

علماوو د طالبانو له حکومت غوښتي چې ښوونځي او نهادونه سمدستي د نجونو پر مخ پرانیزي، ځکه زده‌کړه د نارینه‌وو او ښځو دواړو لپاره یوه دیني فریضه ده او د نجونو د زده‌کړو محدودیتونه افغانستان او راتلونکو نسلونو ته زیان رسوي.