سه شنبه, جون 23, 2026
Home Blog Page 203

روسیه:افغانستان ته د امریکا د بیا راتګ مخالف یو

د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړی استازی ضمیر کابلوف ویلي روسیه په افغانستان کې د امریکا د پوځي تاسیساتو بیا جوړېدل او د امریکا د بګرام اډې ته بېرته ستنېدل «په بشپړه توګه د منلو وړ نه» ګڼي.

هغه زیاته کړه چې د ولسمشر ټرمپ حکومت تل غوښتنه کړې چې د بګرام هوايي اډه بېرته امریکا ته وسپارل شي.

کابلوف د روسیې ریانووستي خبري اژانس ته ویلي چې روسیه د افغانستان او یا هم د دې هېواد په ګاونډیو کې د امریکا او ناټو د پوځي اډو او بنسټونو جوړېدل، د هرې پلمې لاندې، په کلکه ردوي.

هغه د طالبانو له حکومت څخه هېله کړې چې ورته دریځ ته ژمن پاتې شي.

هالنډ ؛څانګه صدیقي د D66 ګوند د رهبرۍ شورا غړیتوب ته لاره موندلې

څانګه صدیقي، د هالنډ د ډیموکرات D66 ګوند د رهبرۍ شورا سیاسي غړیتوب د زوترمیر په ښار کې ترلاسه کړی دی.

اغلې صدیقي په خپله فېسبوک پاڼه لیکلي چې د سیاست او ډیموکراسۍ په برخه کې د ښځو د فعال رول د پیاوړتیا لپاره ژمنه ده.

په وروستیو کلونو کې، ګڼ شمېر افغان وګړي چې په لوېدیځو هېوادونو کې مېشت دي، په ځانګړې توګه ښځې، توانېدلي چې د دغو هېوادونو سیاسي جوړښتونو ته لاره ومومي.

تر دې وړاندې، هوسي اندړ چې په جرمني کې مېشته افغانه ده، د دې هېواد د فرانکفورت ښار د ښاروالۍ شورا غړیتوب ترلاسه کړی و.

د امریکا د تاسیس ۲۵۰مه کلیزه؛په لومړي ځل به د ټرمپ لاسلیک پر امریکایي ډالرو بانکنوټونو چاپ شي

0

د امریکا د خزانې وزارت وایي چې د روان میلادي کال له پای څخه به د ولسمشر ډونالډ ټرمپ لاسلیک د ډالرو پر بانکنوټونو چاپ شي.

دا پرېکړه د امریکا د تاسیس د ۲۵۰مې کلیزې په مناسبت شوې او بې‌ساری ګام بلل کیږي چې بل هیڅ امریکایي ولسمشر نه دی ترسره کړی.

په دې بدلون سره به ټرمپ لومړنی برحاله ولسمشر وي چې لاسلیک یې پر بانکنوټونو ښکاري، او نوم به یې د خزانې وزیر Scott Bessent ترڅنګ ولیکل شي.

راپورونه وایي چې دا اقدام د ټرمپ د سیاسي میراث د پیاوړتیا یوه برخه ده.

الطاف حسین پاکستان ته:که د ښه ګاونډیتوب سیاست کوې؛ نو افغانستان سره مذاکرات وکړئ

د پاکستان د اېم‌کیو‌اېم ګوند مشر الطاف حسین د پاکستان له حکومته غوښتي، چې پر افغانستان د بمبارۍ پر ځای له کابل سره د خبرو لاره غوره کړي.

نوموړي د پنجشنبې په ورځ په خپله اېکس‌پاڼه لیکلي، که اسلام‌اباد د انسانیت او ښه ګاونډیتوب سیاست غواړي، نو باید له افغانستان سره خپل اختلافات د مذاکراتو له لارې حل کړي، نه د پوځي فشار له لارې.

الطاف حسین همدارنګه ټینګار کړی، چې پاکستان باید د ایران او امریکا ترمنځ د منځګړیتوب پر ځای لومړی له کابل سره خپلې سیاسي او امنیتي ستونزې حل کړي.

محمد بن سلمان او زېلنسکي؛د جدې په لیدنه کې د سیمې او نړۍ پر کړکېچونو خبرې کړې

0

د سعودي خبري اژانس راپور ورکړی، چې د سعودي عربستان ولیعهد محمد بن سلمان د اوکراین له ولسمشر ولادیمیر زېلنسکي سره د جدې په ښار کې لیدنه کړې ده.

د راپور له مخې، دواړو مشرانو د دوه اړخیزو اړیکو د پراختیا ترڅنګ د سیمې او نړۍ پر وروستیو سیاسي بدلونونو هم خبرې کړې دي.

په ځانګړي ډول د منځني ختیځ روان تاوتریخوالی او د اوکراین جګړه د دې لیدنې د مهمو موضوعاتو له جملې بلل شوې دي.

دواړو لوریو ټینګار کړی چې نړیوال کړکېچونه باید د سیاسي حل لارو او ډیپلوماټیکو هڅو له لارې حل شي، ځکه د سیمې او نړۍ روان وضعیت د نوو سیاسي بدلونونو لامل ګرځېدلی دی.

ننګرهار؛د ماشومانو پر سر شخړه کې یو تن وژل شوی

ننګرهار ولایت کې د دوو کورنیو ترمنځ د ماشومانو پر سر رامنځته شوې شخړه په مرګ پای ته رسېدلې ده.

د ننګرهار ولایت د طالبانو حکومت د امنیې قومندانۍ په وینا، دغه پېښه درې ورځې وړاندې د جلال‌اباد ښار د اتمې امنیتي حوزې اړوند سیمه کې د لفظي لانجې په توګه پیل شوه، خو وروسته تاوتریخوالي ته واوښته.

د ننګرهار امنیه قومندانۍ ویاند سید طیب حماد وايي، په پېښه کې یو کس سخت ټپي شوی و چې د امنیتي ځواکونو له لوري د درملنې لپاره حوزوي روغتون ته ولېږدول شو، خو نوموړي نن سهار د ټپونو له امله ساه ورکړه.

د نوموړي په خبره، امنیتي ځواکونو د پېښې په تړاو دوه تنه نیولي او دا مهال تر پلټنو لاندې دي.

بنیامین نتنیاهو:د سپاه پاسداران قومندان وژنه د امریکا او اسراییل ګډ عملیات و

0

د اسراییل لومړي وزیر، بنیامین نتانیاهو، ویلي چې د سپاه پاسداران د بحري ځواک قومندان، علیرضا تنگسیري، وژنه د اسراییل او امریکا د همکارۍ «بله بېلګه» ده.

نتانیاهو د یوه ویدیو پیغام په ترڅ کې اعلان وکړ چې اسراییل به په ټول ایران کې د خپلو اهدافو پر وړاندې قاطع بریدونه جاري وساتي.

هغه تکرار کړه چې تنگسیري په ایران کې د « هرمز تنګي د اغېزمن تړلو» مهم رول درلود او لاس یې د ډېرو خلکو په وینه کې ککړ و.

نتنیاهو ټینګار وکړ چې دا پېښه د دواړو هېوادونو ګډو اهدافو د ترلاسه کولو یوه څرګنده نښه ده.

د طالبانو حکومت رییس الوزراء؛د مالیزیا صدراعظم سره د افغانستان ـ پاکستان په روان تاوتریخوالي خبرې کړې

د طالبانو حکومت ویاند ذبیح‌الله مجاهد یوه اعلامیه کې ویلي، چې د دغه حکومت د رئيس الوزراء ملا محمد حسن اخوند او د مالیزیا د صدراعظم داتو محمد انور ابراهیم ترمنځ ټلیفوني تماس کې د سیمې پر امنیتي وضعیت خبرې شوې دي.

مجاهد ویلي، چې ملا حسن اخوند د امریکا او اسراییل پر وړاندې د سیمې د وروستیو کړکیچونو له امله اندېښنه څرګنده کړه او ټینګار یې وکړ چې د «اسلامي امارت» موقف د تفاهم، مذاکراتو او ګډو همکاریو په اساس د ستونزو پر حل باور لري.

نوموړي همدارنګه یادونه کړې چې «اسلامي امارت» د پاکستان سره د تېرو دفاعي عملیاتو د توقف اقدام د سعودي عربستان، ترکيې او قطر د دولتونو په غوښتنه ترسره شوی و، ترڅو د نیک نیت څرګندونه وشي.

همدا رنګه، د مالیزیا صدراعظم هم د سیمې پر امنیتي وضعیت اندېښنه ښودلې او هیله یې څرګنده کړې چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ تاوتریخوالی لنډمهاله نه بلکې دوامداره شي او موجودې ستونزې د تفاهم له لارې حل شي.

طاهر اندرابي:د اختر موقتي اوربند پای ته رسېدلی او په افغانستان کې د «غضب للحق» په نوم عملیات بیا پیل شول

د پاکستان حکومت اعلان کړی چې د کوچني اختر لپاره اعلان شوی موقتي اوربند له پای ته رسېدو وروسته، په افغانستان کې د شکمنو وسلوالو پر وړاندې د «غضب للحق» په نوم پوځي عملیات بیا پیل شوي دي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند طاهر اندرابي په وینا، دغه عملیات په مشخصو اهدافو متمرکز دي او موخه یې هغه ډلې دي چې د اسلام‌اباد په ادعا له افغان خاورې بریدونه تنظیموي.

نوموړي زیاته کړې چې د اوربند موده پای ته رسېدلې او اوس د امنیتي ګواښونو پر وړاندې اقدام دوام لري.

پاکستان ادعا کوي چې د تحریک طالبان پاکستان ټي ټي پي فعالیتونه لا هم دوام لري او د دغې ډلې پر ضد اقدامات اړین دي.

احمدالله علیزی:د نجونو د تعلیم د ستونزې حل لپاره عملي اجماع ته اړتیا ده

د کابل پخوانی والي، احمدالله علیزي، د نجونو پر زده کړو د بندیزونو د دوام په اړه اندېښنه څرګنده کړې او ویلي یې دي چې له پنځو کلونو تېرېدو سره سره لا هم د دې ستونزې د حل لپاره کوم جدي بدلون نه دی لیدل شوی.

هغه ټینګار کړی چې یوازې اعلامیې او لفظي دریځونه نور بسنه نه کوي، بلکې اړتیا ده چې ملت، دیني عالمان، قومي مشران او اغېزمن شخصیتونه په ګډه او منسجم ډول عملي ګامونه پورته کړي.

د نوموړي په وینا، باید یوه داسې واقعي اجماع رامنځته شي چې د نجونو د تعلیم موضوع په سوله‌ییز، تدریجي او د منلو وړ ډول حل کړي.

علیزي زیاته کړې چې د اختلاف، نیوکو او یو بل د تخریب پر ځای باید ملي یووالی او تفاهم ته لومړیتوب ورکړل شي، ځکه که افغانان په یوه ګډ دریځ سره عمل وکړي، نو د نجونو د تعلیم ستونزه حل کېدای شي او دا به د هېواد د راتلونکي لپاره یو مهم مثبت بدلون وي.