پنجشنبه, اپریل 23, 2026
Home Blog Page 201

« دسن» ورځپاڼه:افغان ټیک ټاکر عزیز الرحمن ازره وال د ټي‌ټي‌پي لپاره د مالي مرستې غوښتنه کړې

برېتانيايي ورځپاڼې The Sun راپور ورکړی چې يو افغان کډوال، چې له طالبانو څخه تر تېښتې وروسته برېتانيا کې پناه اخیستې، په ټيک‌ټاک کې د خپلو ويډيوګانو له لارې د تحریک طالبان پاکستان لپاره د مالي مرستو غوښتنه کړې ده.

د راپور له مخې، دغه افغان کډوال عزیزالرحمن ازره وال چې په ټیک کې له ۶۰ زره ډیر څارونکي لري د ټي ټي پي ستاینه او هغوې ته مالي بسپنې راټوي. تحریک طالبان پاکستان له ۲۰۱۱ کال راهيسې په برېتانيا کې ناقانونه بلل شوې ده.
نوموړي وروسته له نيوکو، د ياد ملاتړ اړوند ځينې ويډيوګانې له خپل ټیک ټاک څخه لیری کړي دي.

د برېتانيا د کورنيو چارو وزارت په دې اړه تبصره نه ده کړې، خو ويلي يې دي چې د منع شويو ډلو ملاتړ يو جدي جرم دی او دا ډول کړنې د کډوالو د شړل کېدو لامل کېدای شي

د پښتو ژبې؛مشهور محلي سندرغاړی ثاني عبیدالله جان ومړ

د پښتو موسیقۍ مشهور محلي سندرغاړی ثاني عبیدالله جان نن د ورپېښې ناروغۍ له امله د ۵۷ کلنۍ په عمر ومړ.

نوموړی د کندهار د تخته پُل ولسوالۍ اوسېدونکی و او د «شین منګی پر سر مازدیګر دی» سندرې له امله ډېر مشهور شو.

هغه تر ډېره په ودونو او خوښیو کې شوقي سندرې ویلې او له خلکو یې پیسې نه اخیستې.

ثاني عبیدالله جان له تېرو ۹ میاشتو راهیسې د سرطان ناروغۍ سره لاس‌او‌ګرېوان و او اقتصادي ستونزې یې هم لرلې.

له هغه څخه شپږ اولادونه پاتې شول.

چینايي کمپنۍ؛د مس عینک د لرغونو اثارو د ساتنې پلان د طالبانو له حکومت سره شریک کړی

چینايي «اېم‌سي‌سي» کمپنۍ ویلي، چې د لوګر ولایت د مس عینک د ستر کان د استخراج پر مهال به د سیمې د تاریخي او لرغونو اثارو د ساتنې لپاره ځانګړی پلان عملي کړي.

د یاد پلان جزییات د طالبانو حکومت د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سره شریک شوي دي.

د طالبانو حکومت د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت ویلي، چې د دې پروژې د پلي کېدو لپاره د اېم‌سي‌سي کمپنۍ، د کانونو او پټرولیم وزارت او د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت ترمنځ درې اړخیز ګډ کاري هوکړه‌لیک مهم بلل کېږي.

دغه وزارت ټینګار کړی، چې د تاریخي او فرهنګي اثارو ساتنه باید د تخنیکي اصولو له مخې ترسره شي.

له بلې خوا، د چینايي کمپنۍ مسوولینو ډاډ ورکړی، چې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت له تخنیکي ټیم سره به په نږدې همغږۍ خپلې چارې پر مخ یوسي، څو د مس عینک تاریخي ارزښتونه خوندي پاتې شي.

سراج‌الدین حقاني:د دوحې تړون ته ژمن یو او د افغانستان له خاورې هېڅ ګواښ نه شته

د طالبانو حکومت د کورنیو چارو وزیر سراج‌الدین حقاني ویلي، چې «اسلامي امارت» د دوحې تړون ته ژمن دی او د افغانستان له خاورې نورو هېوادونو ته هېڅ ډول ګواښ نه متوجه کېږي.

نوموړي ټینګار کړی، چې افغانستان دا مهال یو خوندي هېواد دی او نړیوالو ته باید ډاډ ورکړل شي، چې د افغانستان خاوره د هیچا پر ضد نه کارول کېږي.

حقاني دا څرګندونې د طالبانو حکومت د پولیسو اکاډمۍ د نږدې ۹۰۰ فارغو زده‌کړیالانو د فراغت په مراسمو کې کړې دي.

هغه زیاته کړې، چې د دوحې په مذاکراتو کې شوې ژمنې په بشپړ ډول عملي شوې دي.

ملا برادر:«اسلامي امارت» د سړو خونو جوړونکو ته د پنځو کلونو مالیاتي معافیت ورکوي

د طالبانو حکومت د ریاست‌الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر ویلي، چې «اسلامي امارت» د هغو صنعت‌کارانو لپاره چې په هېواد کې د سړو خونو د جوړولو په برخه کې پانګونه کوي، د پنځو کلونو لپاره د مالیاتو معافیت په پام کې نیولی دی.

د نوموړي په وینا، دا اقدام د کرنیزو محصولاتو د ساتنې او د کورني صنعت د ودې په موخه ترسره کېږي.

ملا عبدالغني برادر دا څرګندونې په هرات ولایت کې د برېښنا د څو پروژو د پرانیستې په مراسمو کې کړې.

هغه ټینګار کړی، چې د برېښنا شرکت مکلف دی په هر ډول شرایطو کې د دغو صنعت‌کارانو لپاره اړینه برېښنا برابر کړي، څو یادې پروژې په دوامداره توګه فعالیت وکړي.

تاجیکستان:د طالبانو حکومت دې د سرحدي امنیت د نه مراعت کولو په خاطر بښنه وغواړي

د تاجیکستان د ملي امنیت کمېټې ویلي، چې د افغانستان سره په سرحد کې د دوه خپلو سرتېرو د وژل کېدو وروسته، د طالبانو له حکومت یې غوښتي چې د خپلو غیر مسوولانه چلندونو او د سرحدي امنیت په برخه کې د ژمنو نه عملي کولو لپاره د تاجیکستان خلکو نه بښنه وغواړي.

د کمېټې په بیان کې ویل شوي، چې د طالبانو حکومت د نړیوالو ژمنو او د سرحد د ثبات د ساتنې په برخه کې جدي او مکرره بې‌مسوولیتي کړې ده.

تاجیک چارواکي وايي، د چهارشنبې په ورځ دوه سرحدي ساتونکي د هغو ترهګرو سره په نښته کې ووژل شول چې له افغانستان څخه دغه هېواد ته داخل شوي وو.

سپینه ماڼۍ:وینزویلا دې د جنورۍ تر پای اقتصادي بحران ته تیار شي

0

سپینې ماڼۍ د امریکا پوځ ته امر کړی چې لږ تر لږه د راتلونکو دوو میاشتو لپاره خپل تمرکز نږدې په بشپړه توګه پر وینزویلا د نفتو د صادراتو د مخنیوي او د «نفتی قرنطین» پر پلي کولو واړوي.

د امریکايي چارواکو په وینا، واشنګټن دا مهال پر پوځي اقدامونو د اقتصادي فشار تګلاره غوره کړې او هڅه کوي د بندیزونو له لارې د نیکولاس مادورو حکومت مالي سرچینې وچې کړي.

د راپور له مخې، امریکا په کارائیب کې د وینزویلا د نفتو څو ټانکرونه درولي او د نورو بېړیو د نیولو هڅې هم روانې دي.

واشنګټن خبرداری ورکړی چې که کاراکاس تر جنورۍ پای پورې مانادار امتیازونه ورنه کړي، نو له جدي اقتصادي بحران سره به مخ شي.

د تاجیکستان ملي امنیت:له افغانستانه د را اووښتو درې تنه وسله‌والو سره د جګړې له امله مو دوه سرحدي ځواکونه ووژل شول

د تاجیکستان د ملي امنیت کمېټې ویلي، چې د افغانستان له خاورې ور اوښتي درې وسله‌وال د شمس‌الدین شاهین ولسوالۍ په سیمه کې د تاجیک سرحدي ځواکونو په عملیاتو کې وژل شوي دي.

یادې کمیټې، په دې نښته کې د تاجیکستان د دوه سرحدي سرتېرو د وژنې پخلی هم کړی.

د راپور له مخې، وسله‌والو د تسلیمېدو له امر څخه سرغړونه کړې او غوښتل یې پر یوې سرحدي پوستې وسله‌وال برید وکړي، خو د متقابلو ډزو په ترڅ کې ووژل شول.

د وژل شویو وسله‌والو هویت او ډلې لا نه دي اعلان شوي، خو له هغوی څخه وسلې او مهمات ترلاسه شوي دي.

د تاجیکستان ملي امنیت کمېټې دا په تېره یوه میاشت کې د افغانستان له لوري درېیم وسله‌وال نفوذ او برید بللی او پر طالبانو حکومت یې نیوکه کړې چې د پولې د امنیت په برخه کې خپلو ژمنو ته نه دي ژمن پاتې شوي.

دغه اداره وایي، وضعیت دا مهال ارام دی او د پېښې څېړنې روانې دي.

مسکو؛د افغانستان له لارې د رېل‌پټلۍ پر نوې ستراتېژیکې لارې غور کوي

د روسیې حکومت اعلان کړی، چې د افغانستان له لارې د رېل‌پټلۍ د تېرېدو طرحه د مسکو له‌خوا په جدي ډول ارزول کېږي او په دې تړاو تخنیکي او سیاسي سلا مشورې روانې دي.

د روسیې د صدراعظم مرستیال الکسي اوورچوک ویلي، چې دا نوې ترانزیټي پروژه د «نړیوال جنوب» د نښلولو په چوکاټ کې طرحه شوې او موخه یې دا ده، چې روسیه د منځنۍ او جنوبي اسیا له هېوادونو سره د ترانسپورتي اړیکو یوه نوې او بدیله لاره ومومي.

د نوموړي په وینا، روسیه د دې سترې پروژې د بنسټیزو تخنیکي اسنادو په چمتو کولو کې برخه اخلي او روسي متخصصین د رېل‌پټلۍ د مسیر، امکاناتو او عملي کېدو د ارزونې په برخه کې کار کوي.

د الکسي اوورچوک په باور، د افغانستان له لارې د رېل‌پټلۍ جوړېدل به نه یوازې د لوېدیځ او ختیځ ترمنځ د سوداګرۍ بهیر چټک کړي، بلکې د روسیې لپاره به د «نړیوال جنوب» بازارونو ته د لاسرسي نوې اقتصادي لارې هم پرانیزي.

د تخار پخوانی امنیه قومندان؛جنرال اکرام‌الدین سريع په ایران کې په یو هدفي برید کې وژل شوی

د تخار ولایت پخوانی امنیه قومندان، جنرال اکرام‌الدین سريع، په تهران کې په یوه هدفي برید کې له خپل یوه ملګري سره وژل شوی دی.

د مقاومت په نوم جبهې د دې ترور غندنه کړې او له ایرانه یې د جدي پلټنو غوښتنه کړې ده.

ایراني چارواکو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.