پنجشنبه, مې 28, 2026
Home Blog Page 2

پکتیا؛ناپېژاندو کسانو زرمت کې د يو بڼوال د مڼو ۱۰۹ حاصل‌ورکوونکې ونې پرې کړې

د پکتیا ولایت د طالبانو حکومت د امنیه قومندانۍ ویاند منیب ځدراڼ ویلي، ناپېژاندو کسانو د زرمت ولسوالۍ د بیګوالو سیمې اړوند د عمرالدین په نوم د یوه اوسېدونکي د مڼو بڼ ته سخت زیان رسولی او ۱۰۹ هغه ونې یې پرې کړې چې حاصل ته رسېدلې وې.

نوموړي ويلي چې پولیسو د عاملانو د پېژندلو او نیولو لپاره پلټنې پیل کړې دي.

ځايي اوسېدونکي وایي، د مېوو د ونو پرېکول نه یوازې اقتصادي زیان اړوي، بلکې د بزګرانو پر حاصلاتو او د سیمې پر کرنیز وضعیت هم منفي اغېز کوي.

د یادونې ده چې تر دې وړاندې هم په نورو سيمو کې ورته پېښې رامنځته شوي دي.

هند؛د ترهګرۍ د مخنیوي لپاره د پاکستان پولې ته نږدې ودانۍ نړوي

د امېت شاه په مشرۍ د هند د کورنیو چارو وزارت د پاکستان پولې ته نږدې د «غیرقانوني» ودانیو د نړولو امر کړی دی.

د راپورونو له مخې، هند ویلي هغه ودانۍ چې د پولې له ۱۵ کیلومترۍ دننه جوړې شوې او غیرقانوني بلل کېږي، باید ونړول شي.

امیت شاه د هند امنیتي چارواکو ته لارښوونه کړې چې په ځانګړي ډول د سرحدي نفوذ، د نشه ‌يي توکو قاچاق، د ترهګرۍ مالي ملاتړ او د ځمکو ناقانونه غصب د «سرحدي جرمونو» پر ضد اقدامات زیات کړي.

دا پرېکړه په داسې حال کې شوې چې د هند او پاکستان اړیکې د تېر کال له لنډې جګړې وروسته لا هم ترینګلې دي.

راپورونه وایي، هند اوس د پاکستان له پولې سره د امنیتي تدابیرو د سختولو هڅه کوي او د “سمارټ بارډر” یا هوښیارې پولې پروژه هم پر مخ وړي، څو د نفوذ او قاچاق مخه ونیسي.

یعقوب مجاهد:د افغانستان خاوره هيڅکله د ایران پر ضد نه ده کارول شوې

د طالبانو حکومت د دفاع وزير محمد يعقوب مجاهد په مسکو کې د ایران د ملي امنیت شورا د منشي له مرستیال علي باقر کني سره په لیدنه کې ویلي، د افغانستان خاوره او فضا هېڅکله د ایران پر ضد د ګواښ سرچینه نه ده پاتې شوې.

د راپورونو له مخې، یعقوب مجاهد ویلي چې «اسلامي امارت» دا موضوع د امریکا او ایران د وروستیو کړکېچونو پر مهال هم په عملي ډول ثابته کړې ده.

دغه لیدنه د نړۍ د لوړپوړو امنیتي چارواکو د څوارلسمې غونډې په څنډه کې د روسیې په پلازمېنه مسکو کې ترسره شوې ده.

بلخوا، ایراني رسنیو راپور ورکړی چې علي باقري کني په دې لیدنه کې امریکا او اسراییل د سیمې د هېوادونو “ګډ دښمنان” بللي دي.

روسيه:افغانستان کې د امریکا او ناټو پوځي حضور د منلو وړ نه دی

د روسیې د امنیت شورا منشي سرګي شويګو ویلي، مسکو ته په افغانستان او د سیمې په نورو هېوادونو کې د امریکا او ناټو د پوځي اډو او زیربناوو ځای پر ځای کول د منلو وړ نه دي.

د روسي رسنیو د راپورونو له مخې، شویګو ټینګار کړی چې د ایران او سیمې وروستیو تحولاتو ته په کتو، په افغانستان او شاوخوا هېوادونو کې د امریکا او ناټو پوځي حضور کولی شي امنیتي ګواښونه نور هم زیات کړي.

هغه په افغانستان کې وضعیت پېچلی بللی او ویلي یې دي چې د دغه هېواد په اړه د خبرو پر مهال باید په یاد وساتل شي چې د اوسني وضعیت اصلي مسوولیت د ناټو غړو هېوادونو ته راجع کېږي.

شویګو دغه څرګندونې په مسکو کې د «مرکزي اسیا – روسیې» د امنیت شورا د منشیانو د درېیمې غونډې پر مهال کړې دي.

ناسا:په سپوږمۍ کې د انسانانو لپاره دایمي اډه جوړوو

د امریکا فضايي ادارې ناسا اعلان کړی چې غواړي په سپوږمۍ کې د انسانانو لپاره دایمي اډه جوړه کړي او د دې پروژې لومړني روباټي ماموریتونه به په ۲۰۲۶ کال کې پیل شي.

د راپور له مخې، ناسا پلان لري د “آرټیمیس” پروګرام له لارې د سپوږمۍ جنوبي قطب ته فضايي بېړۍ، روباټونه او بې‌پیلوټه وسایل ولېږي، څو د راتلونکو بشري ماموریتونو لپاره زمینه برابره کړي.

د دې پروژې موخه دا ده چې انسانان وکولای شي د اوږدې مودې لپاره په سپوږمۍ کې ژوند او کار وکړي او همداراز د مریخ راتلونکو ماموریتونو لپاره اړینې ټکنالوژۍ وازمویل شي.

ناسا ویلي، د سپوږمۍ په جنوبي قطب کې د اوبو د کنګل شوې زیرمو احتمال شته، چې راتلونکي فضانوردان به یې د څښاک اوبو، اکسیجن او د سون توکو لپاره وکاروي.

د پروژې په لومړیو پړاوونو کې به روباټي ماموریتونه ترسره کېږي، خو ټاکل شوې چې په ۲۰۲۷ کال کې انسانان بېرته سپوږمۍ ته ولېږل شي.

وروسته به هر کال نوې فضايي ماموریتونه هم ترسره کېږي.

ناسا وایي، وروستی هدف یې دا دی چې په سپوږمۍ کې د انسانانو دایمي حضور رامنځته کړي او هلته د اوسېدو بشپړ بنسټونه جوړ کړي.

اروپايي رسنۍ:ټولنیزې شبکې په اروپا کې د کرکې خپرولو مخه نه شي نیولی

اروپايي رسنۍ راپور ورکړی چې په اروپايي ټولنه کې ټولنیزې شبکې لا هم د کرکې خپروونکو مطالبو، نژادپالو څرګندونو او یهود ضد ویډیوګانو په مخنیوي کې پاتې راغلې دي.

د “اپیلز سنټر یوروپ” په نوم یوې خپلواکې ادارې ویلي، فیسبوک، ټیک‌ټاک، انسټاګرام او یوټیوب په ډېرو مواردو کې هغه محتوا نه ده لرې کړې چې د دوی د کرکې ضد پالیسۍ خلاف بلل کېږي.

د راپور له مخې، په ارزول شوو قضیو کې شاوخوا ۷۰ سلنه هغه پرېکړې بېرته رد شوې چې پکې ټولنیزو شبکو د کرکې خپروونکي مطالب آنلاین پرېښي وو.

راپور زیاتوي، په دغو مواردو کې نژادپاله تبصرې، د یهودانو ضد ویډیوګانې، د مذهبي اقلیتونو، کډوالو او همجنسبازانو پر ضد سپکاوی او ان د مصنوعي ځیرکتیا له لارې جوړ شوي جعلي ویډیوګانې هم شاملې وې.

یادې ادارې ویلي، ټیک‌ټاک تر ټولو کمزوری فعالیت درلود او تر هغې وروسته انسټاګرام، فیسبوک او یوټیوب یاد شوي دي.

د ادارې مسوولانو ټینګار کړی چې انلاین کرکه او ځورونه په واقعي ژوند کې هم پر خلکو او ټولنو منفي اغېزې کوي او ټولنیزې شبکې باید د خپلو قوانینو عملي کولو کې جدي چلند وکړي.

امریکا؛د جنګي الوتکې له لارې د بې‌پیلوټه الوتکو د کنټرول ازموینه وکړه

امریکايي دفاعي شرکت د امریکا له هوايي ځواک سره په ګډه داسې ازموینه ترسره کړې چې پکې د یوې جنګي الوتکې له لارې د بې‌پیلوټه الوتکې کنټرول ازمویل شوی دی.

د راپورونو له مخې، د دې ټکنالوژۍ موخه دا ده چې یو جنګي پیلوټ وکولای شي په یوه وخت کې څو بې‌پیلوټه الوتکې اداره او کنټرول کړي، څو پراخ هوايي عملیات ترسره شي.

کارپوهان وایي، دغه ډول پرمختللې ټکنالوژي به د راتلونکو جګړو بڼه بدله کړي او د هوايي عملیاتو په برخه کې به د چټک غبرګون، دقیقو بریدونو او همغږۍ وړتیا نوره هم لوړه کړي.

امریکايي پوځ هڅه کوي د مصنوعي ځیرکتیا او بې‌پیلوټه سیستمونو په کارولو سره خپلې هوايي وړتیاوې عصري او پرمختللې کړي.

د طالبانو حکومت د ارشاد، حج او اوقافو وزارت:افغان حاجیانو د حج مهم مناسک په ښه ډول ترسره کړل

د طالبانو حکومت د ارشاد، حج او اوقافو وزارت اعلان کړی چې افغان حاجیانو د حج مهم مناسک، د عرفات وقوف، مزدلفې ته تګ او په مِنٰی کې اړوند اعمال، په منظم او بریالي ډول ترسره کړي دي.

د وزارت په وینا، حاجیانو د لوی اختر په لومړۍ ورځ د جمراتو ویشتل او نور ضروري مناسک هم ادا کړي دي.

مسوولان وایي، په مِنٰی شریفه کې د افغان حاجیانو د هوساینې لپاره د استوګنې، خوړو او روغتیايي خدمتونو لازم ترتیبات نیول شوي او د خدمتونو بهیر په منظم ډول روان دی.

نور جلال جلالي:د اختر ورځو کې دې روغتیايي مرکزونه فعال وساتل شي

د طالبانو حکومت د عامې روغتیا وزیر مولوي نور جلال جلالي د لوی اختر په لومړۍ ورځ په کابل کې د وزیر محمد اکبر خان تخصصي او ثالثي روغتون څخه لیدنه کړې او هلته یې د روغتیايي خدمتونو بهیر ارزولی دی.

د روغتیا وزارت په وینا، نوموړي د بستري ناروغانو د احوالو پوښتنه کړې او د اختر په ورځو کې یې د روغتیايي خدمتونو پر دوام ټینګار کړی دی.

مولوي جلالي روغتیايي کارکوونکو ته سپارښتنه کړې چې د اختر په رخصتیو کې دې هم هېوادوالو ته غوره او پر وخت روغتیايي خدمات وړاندې کړي او روغتیايي مرکزونه دې په بشپړ ډول فعال وساتل شي.

روسیه:د طالبانو د حکومت او پاکستان ترمنځ د اختلافاتو د حل لپاره منځګړیتوب ته چمتو يو

د روسیې د امنیت شورا مرستیال الکساندر وندديکتوف ویلي، مسکو چمتو دی چې د طالبانو د حکومت او پاکستان ترمنځ د اختلافاتو په حل کې مرسته وکړي.

ونددیکتوف دا څرګندونې د پاکستان د لومړي وزیر د ملي امنیت له مرستیال سلاکار ازاد سجاد خان سره د لیدنې پر مهال کړې دي.

نوموړي ویلي، روسیه غواړي د افغانستان او پاکستان ترمنځ پر ډیورنډ کرښه وضعیت بېرته عادي شي او دواړه لوري خپلې ستونزې د خبرو او ډیپلوماسۍ له لارې حل کړي.

هغه زیاته کړې، که اسلام‌اباد مناسب وګڼي، روسیه چمتو ده چې په دې بهیر کې هر اړخیزه مرسته او همکاري وکړي.

دغه لیدنه د مسکو د نړیوال امنیتي فورم په څنډه کې ترسره شوې، په داسې حال کې چې د پاکستان او د طالبانو د حکومت ترمنځ اړیکې په وروستیو میاشتو کې د سرحدي او امنیتي ستونزو له امله ترینګلې شوې دي.

روسیې تر دې وړاندې هم څو ځله د دواړو لورو ترمنځ د منځګړیتوب لپاره خپل چمتووالی څرګند کړی و.