پنجشنبه, مې 28, 2026
Home Blog

د ایران د ملي امنیت شورا مرستیال علي باقري:د سیمې د بې‌ثباتۍ اصلي لامل امریکا او اسرائیل دي

د ایران د ملي امنیت شورا د بهرني سیاست او نړیوال امنیت مرستیال علي باقري وایي، د سیمې د بې ثباتۍ اصلي لامل د امریکا او اسرایئلو حضور او نفوذ دی. د باقري په وینا، که امریکا له لوېدیځې آسیا ووځي، نو دغه سیمه به «د نړۍ تر ټولو باثباته او غوره سیمه» شي.

باقري مسکو ته د سفر پر مهال د روسیې ټوډې (RT) شبکې سره په مرکه کې ویلي، د ایران او ګاونډیو هېوادونو ترمنځ کومه اساسي ستونزه نشته، خو که امریکا او د هغې پوځي اډې له سیمې ووځي، سیمه به له ثبات، امنیت او سولې برخمنه شي او د ټولو هېوادونو د پرمختګ لپاره به زمینه برابره شي.

باقري همداراز ادعا کړې چې امریکا او اسرائیل په دې وروستیو کې پر ایران پوځي بریدونه کړي، په داسې حال کې چې له تهران سره خبرې روانې وې او امریکا د دغو بریدونو لپاره د سیمې پوځي اډې هم کارولې دي.

باقري د ایران او امریکا د مذاکراتو په اړه، چې پاکستان په کې منځګړیتوب کوي ویلي، د خبرو بریا هغه وخت ممکنه ده چې واشنګټن خپل ډېر «فرمایشونه» پای ته ورسوي.

نوموړي همداراز د هرمز تنګي په اړه خبرداری ورکړی چې ایران به اجازه ورنه کړي دغه ستراتیژیکه سمندري لاره د ایران د ملي امنیت پر ضد وکارول شي.

دا په داسې حال کې ده چې د پاکستان په منځګړیتوب د امریکا او ایران خبرې چې په دې وروستیو کې په کې پرمختګ لیدل کېده، له څو ورځو راهیسې ټکنۍ شوي او د دواړو لوریو ترمنځ هوکړې ته د رسېدو لپاره کوم څرک نه لیدل کیږي.

انګلستان کرکټ بورډ :د نړیوالو سیالیو لپاره د لوبډلې د نظم او فټنس لپاره شرایط سختوو

د انګلستان د کرکټ ملي لوبډلې روزونکي برېنډن مککولم ویلي، چې د وروستیو سیالیو له تجربو وروسته به د لوبډلې پر نظم، مسلکیتوب او فزیکي چمتووالي سخت معیارونه پلي شي.

نوموړي ویلي چې په ځینو تېرو سفرونو کې د لوبډلې د ناسمې انضباطي چلند له امله د تمې خلاف پایلې ترلاسه شوې دي.

هغه زیاته کړې چې د راتلونکو مهمو نړیوالو سیالیو لپاره به د لوبغاړو د فټنس او د لوبې د پلان په برخه کې جدي بدلونونه راشي، څو لوبډله په لوړ معیار سره سیالیو ته چمتو شي.

د هغه په وینا، هدف دا دی چې انګلستان د نړیوالو ټورنمنټونو لپاره یوه منظم، ثابت او سیالي کوونکې لوبډله ولري.

د کرکټ شنونکي باور لري چې دا اصلاحات کولی شي د انګلستان لوبډله په راتلونکو نړیوالو سیالیو کې لا پیاوړې کړي، په ځانګړي ډول د هغو ټیمونو پر وړاندې چې په وروستیو کلونو کې یې قوي پرفومنس ښودلی دی

نړیوال بانک:د نړیوال اقتصاد وده د کمېدو په حال کې ده

نړیوال بانک په خپل تازه راپور کې ویلي، چې په ۲۰۲۶ کال کې د نړیوال اقتصاد د ودې کچه ښايي د پخوانیو اټکلونو پرتله ټیټه پاتې شي.

د راپور له مخې، روانې جیوپولیټیکي شخړې، د سود لوړې کچې او د انرژۍ د بیو بې‌ثباتي د نړۍ پر اقتصاد منفي اغېز کړی دی.

د نړیوال بانک راپور زیاتوي، چې پرمختیايي هېوادونه د پورونو د زیاتوالي او د پانګونې د کمښت له امله له اقتصادي فشار سره مخ دي.

نړیوال بانک له هېوادونو غوښتي چې د سوداګرۍ، پانګونې او اقتصادي اصلاحاتو لپاره ګډ اقدامات وکړي، څو د احتمالي اقتصادي رکود مخه ونیول شي.

اقتصادي شنونکي وايي، که نړیوال وضعیت همداسې دوام وکړي، نو د خوراکي توکو او سونګ بیې به نورې هم لوړې شي، چې اغېزې به یې په ځانګړي ډول پر بېوزلو هېوادونو زیاتې وي.

د ملګرو ملتونو خبرداری:نړۍ به تر ۲۰۳۰ پورې د تاریخ تر ټولو ګرم کال تجربه کړي

د ملګري ملتونه اړوند د هوا پېژندنې نړیوال سازمان ویلي، چې د اقلیمي بدلون له امله نړۍ ښايي تر ۲۰۳۰ کال پورې د تاریخ تر ټولو ګرم کال تجربه کړي.

راپور کې ویل شوي چې د ځمکې د تودوخې کچه په چټکۍ لوړېږي او دا وضعیت د سختو موسمي بدلونونو لامل ګرځي.

اروپايي ټولنه:روسیه د اوکراین جګړه کې تر فشار لاندې ده

د اروپايي ټولنې چارواکو ویلي، چې د اوکراین جګړه کې د روسیې وضعیت مخ په کمزورۍ دی او اوس جګړه د اوکراین په ګټه بدلېدونکې ښکاري.

د اروپايي ټولنې د بهرنیو سیاستونو مسؤلې کایا کالاس ویلي، اروپا به له اوکراین خپل ملاتړ ته دوام ورکړي او پر روسیې یې د بې‌قید شرط اوربند غوښتنه کړې ده.

نوموړې زیاته کړې، چې روسیې په وروستیو میاشتو کې د جګړې په ډګر کې درانه تلفات ګاللي او اقتصادي بندیزونو هم پر مسکو فشار زیات کړی دی.

هغې ټینګار کړی، چې اروپايي هېوادونه به د اوکراین دفاعي او مالي ملاتړ نور هم پیاوړی کړي.

بلخوا، د اوکراین ولسمشرۍ ماڼۍ ویلي، چې د لوېدیځو متحدینو دوامدار ملاتړ د اوکراین ځواکونو مورال لوړ کړی او هڅه کوي هغه سیمې بېرته ونیسي چې روسیې نیولې دي.

په ورته وخت کې، روسي چارواکو د اروپايي ټولنې څرګندونې “سیاسي تبلیغات” بللي او ویلي یې دي چې خپل پوځي عملیاتو ته به دوام ورکړي.

د اسلام آباد او واشنګټن اړیکې؛اسحاق ډار سبا واشنګټن ته ځي او له مارکو روبیو سره به وګوري

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت له خوا په خپره شوي اعلامیه کې ویل شوي، چې د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر اسحاق ډار به سبا د امریکا پلازمېنې واشنګټن ډي سي ته رسمي سفر وکړي.

د معلوماتو له مخې، نوموړی به د خپل سفر پر مهال د امریکا د بهرنیو چارو له وزیر مارکو روبیو سره هم لیدنه وکړي.

تمه ده په دې کتنه کې به د دواړو هېوادونو پر دوه اړخیزو اړیکو، سیمه‌ییز وضعیت او د ګډو همکاریو پر پراختیا خبرې وشي

مولوي یعقوب مجاهد:افغانستان د هندوانو او سیکانو ګډ کور دی

د طالبانو حکومت د دفاع وزیر، ملا محمد یعقوب مجاهد، له یو شمېر هغو افغانانو سره په لیدنه کې چې په روسیه کې مېشت دي، ویلي چې پخوا په افغانستان کې د هندوانو او سیکانو شمېر د پام وړ و، خو اوس یې یوازې لږ کسان پاتې دي.

هغه زیاته کړه چې د افغانستان هندوان او سیکان حق لري بېرته خپل هېواد ته راستانه شي او دلته د مالکیت، امنیت او تړاو احساس ولري.

مجاهد ټینګار وکړ چې افغانستان د ټولو افغانانو ګډ کور دی او هر وګړی کولای شي په ډاډه زړه خپل وطن ته ستون شي او ژوند وکړي.

شهباز شریف: پاکستان به تل د ایران تر څنګ ولاړ وي

د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف ویلي، هېواد به یې «تل د ایران تر څنګ ولاړ وي» او د تهران ملاتړ ته به دوام ورکړي.
نوموړي ټینګار کړی چې پاکستان د ایران د سولې، ثبات او امنیت ملاتړ کوي.

د پاکستانۍ رسنیو د راپورونو له مخې، شهباز شریف دا څرګندونې د ایران له ولسمشر مسعود پزشکیان سره د اختر په مناسبت په ټلفوني خبرو کې کړي.

د پاکستان لومړي وزیر هیله څرګنده کړې چې ډېر زر به د ایران د ملت د عزت او وقار مطابق د سولې یوه هوکړه وروستۍ شي او په وینا یې، دا کار به د ایران د اقتصادي ظرفیتونو د پراخېدو او د ټولې سیمې د ګټې لامل شي.

نوموړي همداراز ویلي چې پاکستان په سیمه کې د تاوتریخوالي د کمېدو او د خبرو له لارې د شخړو د حل غوښتونکی دی.

دا څرګندونې په داسې حال کې کېږي چې پاکستان په وروستیو میاشتو کې د ایران او امریکا ترمنځ د منځګړي په توګه بریالی رول لوبولی او همداراز اسلام‌اباد ځان د احتمالي خبرو اترو د کوربه په توګه هم وړاندې کړی دی.

اکسیوس:امریکا د کیوبا د احتمالي سقوط سناریو ارزوي

اکسیوس د امریکايي چارواکو له قوله راپور ورکړی چې د ولسمشر ډونالډ ټرمپ اداره د روان اوړي په پیل کې په کیوبا کې د حکومت د احتمالي سقوط سناریو ارزوي او د احتمالي ګډوډۍ په صورت کې یې د پوځي غبرګون تمرینونه هم ترسره کړي دي.

د راپور له مخې، یوه لوړپوړي امریکايي چارواکي ویلي، اوسنی وضعیت د “چټک سقوط” بڼه لري؛ خو واشنګټن دا مهال د کیوبا د حکومت د بشپړ نسکورولو نیت نه لري او دا بهیر په مرحلو کې پر مخ وړل کېږي.

اکسیوس زیاته کړې، د فشار دغه تدریجي سیاست به ټرمپ ته فرصت ورکړي چې د ایران له روانو خبرو وروسته پر کیوبا زیات تمرکز وکړي.

یو بل چارواکي ویلي، ټرمپ غواړي ټول ممکن فشارونه وازمويي؛ خو د پخوا په پرتله اوس د امریکا اختیارونه محدود شوي دي.

همداراز بل چارواکي ټینګار کړی چې واشنګټن لا هم د بندیزونو او نورو فشارونو لپاره پراخ امکانات لري او ښايي نور اقدامات هم ترسره شي.

پاکستان او چین؛د ۱.۲۲ میلیارد ډالرو په ارزښت د همکاریو تړونونه لاسلیک کړي

د راپورونو له مخې، پاکستاني او چینايي شرکتونو د چین په هانګژو ښار کې د پاکستان-چین د سوداګرۍ کنفرانس پر مهال د ۱.۲۲ میلیارد ډالرو په ارزښت د همکاریو تړونونه لاسلیک کړي دي.

په دې غونډه کې د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف او د چین د ژیجیانګ ایالت والي لیو جي هم ګډون کړی و.

راپورونه وایي، شهباز شریف د څو سترو چینايي شرکتونو له استازو سره هم لیدلي چې په کې «سي اې ټي اېل»، «سټارچارج» او ګشیوژنګ فارماسوټیکل ګروپ» شامل دي.

د دواړو هېوادونو چارواکو ویلي، دغه تړونونه د پاکستان او چین ترمنځ د اقتصادي او سوداګریزو اړیکو د پراختیا لپاره مهم ګام ګڼل کېږي.

همداراز دواړو لوریو د چین-پاکستان اقتصادي دهلېز (سي پیک) د پراختیا، د ګوادر بندر د پیاوړتیا او د سیمه‌ییز اتصال د پراخوالي پر موضوعاتو هم خبرې کړې دي.