پنجشنبه, اپریل 23, 2026
Home Blog Page 196

هرات؛په شین‌ډنډ کې د سیلاب له خطره د مسافرو بس وژغورل شو

د طالبانو حکومت د ۲۰۷ الفاروق قول اردو ویلي،چې ځواکونو یې د هرات په شین‌ډنډ ولسوالۍ کې د یو ۵۸۰ ډوله مسافروړونکی بس سورلۍ چې د عزیزاباد په سیمه کې د سېلاب له امله چپه شوی و ژغورلې ده.

یادې قول اردو په پیښه کې د اوښتي زیان او د مسافرو د شمیر په اړه څه نه دي ویلي.

د بنګله‌دېش پخوانۍ لومړۍ وزیره؛خالده ضیا د ۸۰ کلونو په عمر ومړه

0

د بنګله‌دېش لومړنۍ ښځینه لومړۍ وزیره او د ملتپال ګوند (بي‌اېن‌پي) مشره، خالده ضیا د سې‌شنبې په ورځ د اوږدې ناروغۍ له امله د ۸۰ کلونو په عمر ومړه.

نوموړې د ۱۹۹۱ تر ۱۹۹۶ او د ۲۰۰۱ تر ۲۰۰۶ کلونو پورې په دوو دورو کې د بنګله‌دېش مشري کړې وه.

خالده ضیا د شیخ حسینه سره د اوږدې او سختې سیاسي سیالۍ له امله د بنګله‌دېش په سیاست کې د «بیګمونو جګړې» د یوې مهمې څېرې په توګه پېژندل کېده.

هغې درې کاله وروسته له هغه سیاست ته مخه کړه چې مېړه یې، پخوانی ولسمشر ضیاءالرحمان، په ۱۹۸۱ کال کې ووژل شو.

که څه هم مېرمن ضیا له ۲۰۰۶ کال وروسته له واکه لرې وه او څو کاله یې په زندان او کورني بند کې تېر کړل، خو د هغې ګوند لا هم د هېواد په سیاست کې پراخ ولسي ملاتړ لري.

د خالده ضیا مړینه په داسې وخت کې شوې چې بنګله‌دېش د محمد یونس تر مشرۍ لاندې د موقت حکومت له خوا اداره کېږي او ټاکل شوې ده د فبرورۍ په میاشت کې عمومي ټاکنې ترسره شي.

ډونالډ ټرمپ:د غزې د اوربند دویم پړاو ته د رسېدو اصلي خنډ حماس دی

0

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د اسراییل له لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو سره خبرو کې ویلي، چې د غزې د اوربند د راتلونکو پړاوونو په اړه پرمختګونه شوي دي.

هغه نتنیاهو ته ویلي چې حماس ډله د اوربند د دویم پړاو د نه پلي کېدو اصلي خنډ دی.

ډونالډ ټرمپ یو ځل بیا د حماس د بې‌وسلې کېدو غوښتنه تکرار کړې او خبرداری یې ورکړی، چې که دا ډله له هوکړې سره سم بې‌وسلې نه شي؛ نو له سختو پایلو سره به مخ شي؛ خو د دې غبرګون څرنګوالی یې روښانه کړی نه دی.

د پوتین پر استوګنځای د برید ناکامه هڅه؛روسیه د ۹۱ اکرایني ډرونونو د نسکورېدو خبر ورکړی

0

روسیه وایي هغه ۹۱ اوکرایني اوږد واټن ډرون الوتکې یې نسکورې کړي چې غوښتل یې د دغه هېواد د ولسمشر ولادیمیر پوتین پر یو استوګنځي د برید هڅه وکړي.

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف ویلي، دغه بې پیلوټه الوتکې یې غورځولي او چا ته پکې زیان نه دی اوښتی.

‏روسیه خبرداری ورکړی چې دا ډول بریدونه بې ځوابه نه پریږدي.

‏دا په داسې حال کې ده چې امریکایي چارواکو ویلي وو چې د ولسمشر ټرمپ او ولسمشر پوتین د تیلیفوني مکالمې پرمهال روسیې ولسمشر خپل امریکایي سیال د دې بریدونو په اړه خبر کړی وو.

ایران، امریکا او اسراییل ته په اشارې:که دښمنانو مو دا ځل د برید تېروتنه وکړه؛ نو سخت ځواب به ورکړو

0

د ایران د وسله‌والو ځواکونو لوی درستیز د یوې خپرې شوې بیانیې له لارې خبرداری ورکړی، چې که د ایران د دښمنانو له لوري هر ډول تېروتنه بیا تکرار شي؛ نو تهران به تر پخوا ډېر قوي، سخت او زیان‌اړونکی ځواب ورکړي.

په دې بیانیه کې راغلي، چې سره له دې چې د دښمنانو له‌خوا ګواښونه، فشارونه او رواني جګړه روانه ده؛ خو د ایران وسله‌وال ځواکونه په بشپړه توګه چمتووالي کې دي.

بیانیه کې ویل شوي چې ځواکونه به یې هېڅکله اجازه ورنه‌کړي چې د هېواد حاکمیت، ملي امنیت او د خلکو خوندیتوب ته زیان واوړي.

دا په داسې حال کې ده چې د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ د اسراییل د لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو په حضور کې د ایران پروړاندې سخت دریځونه ښودلي او ویلي، که تهران خپل بالسټیک توغندیز یا اټومي پروګرام ته دوام ورکړي، امریکا به له پوځي اقدام څخه ملاتړ وکړي.

د کرکټ نړیواله شورا؛راشدخان او عظمت‌الله عمرزي د ۲۰۲۵ کال د یو ورځنیو سیالیو په درجه‌بندۍ کې لومړي مقامونه خپل کړي

0

د کرکټ نړۍوالې شورا د ۲۰۲۵ کال د یو ورځنیو سیالیو په درجه‌بندۍ کې راشدخان د توپ‌اچوونکو او عظمت‌الله عمرزي د الراونډرانو په نوملړ کې لومړي مقامونه خپل کړي دي.

محمدنبي بیا د الراونډرانو په درجه‌بندۍ کې درېیم ځای لري.

د معلوماتو له مخې، راشدخان د ۷۱۰ نومرو په لرلو د غوره توپ‌اچوونکو په سر کې دی، چې ورپسې جافر ارچر او کولدیپ یادو راغلي دي.

همدارنګه، د الراونډرانو په نوملړ کې سکندر رضا دویم مقام لري.

بدخشان؛کشم ولسوالۍ کې د سرو زرو کان کې درې کارګر وژل شوي

بدخشان ولایت کې د سرو زرو کان کې د خاورې د ښوېدو له امله درې کارګر وژل شوي دي.

ځایي چارواکي وایي، پېښه د دوشنبې په ورځ د غرمې پر ۱۲ بجو د کشم ولسوالۍ د ګنبډ په کلي کې رامنځته شوې ده.

د کشم ولسوالۍ ولسوال، حیات‌الله محسن، ویلي چې د کان پر کارګرانو د خاورې ټوټه رالوېدلې، چې له امله یې درې کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی.

امریکا؛له ملګرو ملتونو سره د ۲ میلیارد ډالرو بشري مرستې ژمنه وکړه

0

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت یو چارواکي ویلي، چې متحده ایالاتو له ملګرو ملتونو سره د بشري مرستو لپاره د ۲ میلیارد ډالرو مرسته ژمنه کړې ده.

دغه مرسته به د ملګرو ملتونو د بشري پروګرامونو لپاره وکارول شي؛ خو نور جزئیات نه دي ورکړل شوي.

د ملګرو ملتونو د معلوماتو له مخې، د ۲۰۲۵ کال لپاره د امریکا ټولې بشري مرستې ۳،۳۸ میلیارد ډالرو ته راکمې شوې دي، حال دا چې دا کچه تېر کال ۱۴،۱ میلیارد او په ۲۰۲۲ کې ۱۷،۲ میلیارد ډالره وه.

ملګرو ملتونو د ۲۰۲۶ کال لپاره د ۲۳ میلیارد ډالرو مرستې غوښتنه کړې ده.

د ملګرو ملتونو د نشه‌یي توکو او جرمونو دفتر:افغان کروندګر د کوکنارو له عاید پرته اقتصادي بحران سره مخ دي

د ملګرو ملتونو د نشه‌یي توکو او جرمونو دفتر (UNODC) نوې سروې ښيي، چې د افغانستان په شمال کې د کوکنارو پخوانیو کروندګرو د خپلو ضایع شویو عایداتو د جبران توان نه لري.

د راپور له مخې، په بدخشان، بلخ او کندوز ولایتونو کې ۸۵ سلنه کورنیو یا د کوکنارو عاید ته بدیل نلري او یا یوازې د هغې یوه برخه جبران شوې ده.

د یاد دفتر په راپور کې راغلي، چې دا وضعیت د کروندګرو پر اقتصادي وضعیت ژوره اغېزه لري او د دوی د ژوند د ښه کولو لپاره هدفمند ملاتړ ته بېړنۍ اړتیا ده.

راپور همدارنګه ټینګار کوي چې اقلیمي بدلون د افغان کروندګرو د معیشت لپاره یو اضافي او جدي ګواښ رامنځته کوي.

اسماعیل بقایي:ایران کې د طالبانو حکومت د مخالفینو ترور غندو

د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند، اسماعیل بقايي، په تهران کې د طالبانو حکومت د دوو مخالفو څېرو ترور وغنده.

نوموړي ویلي، چې د دغې پېښې په تړاو څېړنې لا هم روانې دي.

بقايي ټینګار کړی، چې ایران به هېڅکله اجازه ورنه کړي چې د ټولنې امنیت او د هغه کسانو ژوند چې په دغه هېواد کې مېشت دي، له ګواښ سره مخ شي.

د راپورونو له مخې، تېره چهارشنبه په تهران کې د افغانستان د پولیسو پخوانی قومندان جنرال اکرام‌الدین سریع او د پوځ د یوه کندک قومندان محمدامین الماس په وسله‌وال برید کې ووژل شول.