چهارشنبه, مې 20, 2026
Home Blog Page 193

نور جلال جلالي:هند په افغانستان کې د سرطاني او تلسیمیا ناروغانو لپاره روغتیایي مرکز جوړوي

د طالبانو حکومت د عامې روغتیا وزیر مولوي نور جلال جلالي اعلان کړی چې هند له افغانستان سره د روغتیا په برخه کې د همکارۍ ژمنه کړې ده.

د هغه په وینا، د دې همکارۍ په چوکاټ کې به هند په افغانستان کې د سرطاني او تلسیمیا ناروغیو د تشخیص او درملنې لپاره یو عصري او سمبال روغتیایي مرکز جوړ کړي.

جلالي ویلي، یاد مرکز به د هغو ناروغیو په تشخیص او درملنه کې مهم رول ولري چې تر اوسه یې درملنه په هېواد کې له ستونزو سره مخ وه، او تمه ده چې د زرګونو ناروغانو روغتیایي اړتیاوې به پرې پوره شي.

سهیل اپریدی:که تیرا کې عملیات ونه درول شي، صوبایي حکومت به جلا تګلاره اعلان کړي

0

د خیبرپښتونخوا وزیر اعلی سهیل اپریدی خبرداری ورکړی، چې که په تیرا سیمه کې روان پوځي عملیات په نږدې دوو تر درېیو ورځو کې ونه درېږي، نو صوبایي حکومت به د وضعیت د کنټرول لپاره نوې سیاسي او اداري پرېکړې اعلان کړي.

اپریدي د پاکستان تحریک انصاف یوې ولسي غونډې ته ویلي، چې فدرالي حکومت د تیرا د کړکېچ په اړه روښانه تګلاره نه لري او وروستۍ رسمي خبرتیا هم د ولس د ایستلو یا نه ایستلو په اړه هېڅ وضاحت نه لري، چې له امله یې خلک په وېره او بې‌باورۍ کې کډوالۍ ته اړ شوي دي.

هغه ټینګار کړی، چې صوبایي حکومت د امنیتي ادارو مخالف نه دی، خو د سیاسي حل پر ځای د زور کارول د ولس د بې‌ځایه کېدو او د بحران د پراخېدو لامل ګرځي.

د تیرا د پوځي عملیاتو له امله زرګونه کورنۍ خپلو کورونو پرېښودو ته اړ شوې دي.

د آلمان د پارلمان غړی:د ایران پر وړاندې د شفافیت او اعظمي فشار وخت رارسیدلی

0

د آلمان پارلمان غړي نوربرت رودګن په تازه څرګندونو کې ویلي، چې د ایران حکومت پر خپلو خلکو وحشتناک بریدونه کړي دي او موږ یې شاهدان یو.

نوموړي په خپله ایکس پاڼه لیکلي، چې په دې وضعیت کې هېڅ حکومت په وجدان سره نشي کولای د ایران د سپاه پاسداران (IRGC) د تروریستي سازمان په توګه نه ګڼلو پرېکړه وکړي.

رودګن همدارنګه له نړیوالو غوښتنه کړې چې د شفافیت او عامه فشار له لارې په دې موضوع کې اقدام وکړي.

د هرات د طالبانو حکومت والي:په هرات کې د ټاپي نل‌لیکې د پروژې ۹۱ کیلومتره مسیر بشپړ شو

د ټاپي (TAPI) د ګاز نل‌لیکې د پروژې د مسیر ۹۱ کیلومتره برخه په هرات ولایت کې بشپړه شوې او ټاکل شوې چې د روان میلادي کال تر پایه د دې پروژې اړوند چارې په دغه ولایت کې پای ته ورسېږي.

د هرات د طالبانو حکومت والي نوراحمد اسلام‌جار د افغانستان لپاره د ټاپي پروژې له مشر بېګنج عبدالله‌یف او په هرات کې د ترکمنستان له قونسل جنرال باتیروف یولوف سره کتلي او د پروژې د پرمختګ ارزونه یې کړې ده.

د ټاپي د پروژې مسؤلینو ویلي چې د نل‌لیکې د غځولو لپاره د ۹۱ کیلومتره مسیر چمتووالی بشپړ شوی او د عملي کار لپاره زمینه برابره شوې ده.

د هرات والي دفتر په وینا، تمه ده چې په هرات ولایت کې د ټاپي پروژې ساختماني چارې د روان کال تر پایه بشپړې شي.

قزغزستان کې د طالبانو حکومت سفارت:سرپرست عبدالشکور حقاني د قرغزستان د سياسي څانګې له رئیس سره په سیاست او اقتصاد خبرې کړي

په بشکیک کې د طالبانو حکومت سفارت خبر ورکړی چې د دې سفارت سرپرست مولوي عبدالشکور حقاني د قرغیزستان د بهرنیو چارو وزارت د څلورمې سیاسي څانګې له رییس ایبېک مالابېکوویچ سره وکتل.

سفارت ویلي، دواړو لورو د افغانستان او قرغیزستان ترمنځ د سیاسي او اقتصادي اړیکو پر پیاوړتیا خبرې کړي.

سفارت ویلي، مالابېکوویچ د افغانستان د ثبات، پرمختګ او اقتصادي ودې د ملاتړ ډاډ ورکړی.

د طالبانو حکومت د اطلاعاتو او کلتور وزارت:د غیر مسلکي رسنیو د ملاتړ سازمانونو جوازونه لغوه کوو

د طالبانو حکومت د اطلاعاتو او کلتور وزارت اعلان کړی چې د رسنیو د ملاتړ ادارو جوازونه به د هغو سازمانونو لپاره لغوه کړي چې مسلکي فعالیت نه کوي.

وزارت ویلي، د بیاکتنې پر اساس یې وموندل چې ځینې ادارې نه یوازې د ستونزې حل نه کوي، بلکې نورې ستونزې هم رامنځ ته کوي.

یاد وزارت زیاته کړې، یوازې درې ادارو ته به جوازونه نوي کړل شي، او د نورو غیر فعاله یا ستونزمنو سازمانونو جوازونه به لغوه شي.

ویل کېږي چې دغه پرېکړه د رسنیو د باور ساتلو، د خبریالانو د نوم ناوړه استفادې مخنیوي، او د رسنیو اړوند فعالیتونو د تنظیم لپاره شوې ده.

اسراییل؛بهرنیو هوايي شرکتونو ته د امنیتي وضعیت خبرداری ورکړی

0

د اسراییلو ۱۲م چینل راپور ورکړی چې د دغه هېواد د هوايي چلند ادارې مشر شموئل زکای بهرنیو هوايي شرکتونو ته خبرداری ورکړی چې سیمه ښايي د روانې اوونۍ تر پایه یو حساس پړاو ته داخله شي.

هغه ویلي، اسراییل ممکن د اړتیا په صورت کې یو ځل بیا خپل فضايي حریم وتړي.

د راپور له مخې، د اسراییلو کورنیو هوايي شرکتونو ال‌عال، آرکیا او ایسرایر د مسافرو لپاره د ټکټونو د لغوه کولو شرایط اسانه کړي دي.

راپورونه:امریکا پر ایران د لنډ او حساب‌شوي پوځي برید پلان لري

0

اسرائيلي رسنیو راپور ورکړی چې د امریکايي لوړپوړي پوځي چارواکي براډ کوپر د اسرائیلي مشرانو سره په وروستۍ ناسته کې، واشنګټن د ایران پر وړاندې د احتمالي پوځي اقدام په اړه خپل دریځ روښانه کړی دی.

د راپور له مخې، امریکايي لوري ویلي چې که اړتیا پیدا شي، امریکا کولای شي پر ایران یو محدود، چټک او دقیق برید ترسره کړي، خو د پراخې جګړې لپاره لا د سیاسي او پوځي تیاریو پړاو ته اړتیا شته.

سرچینې زیاتوي چې د امریکا پوځي ستراتیژي پر هدفمند عملیاتو ولاړه ده، تر څو ځانګړي تاسیسات او اشخاص په نښه شي، نه دا چې جګړه ټولې سیمې ته وغځېږي.

په همدې ناسته کې، امریکايي چارواکو دا هم ویلي چې د ایران اوسنی واکمن جوړښت د خلکو پر وړاندې د سخت چلند له امله له نړیوال مشروعیت څخه لرې شوی او که پوځي اقدام وشي، هغه کړۍ به په نښه شي چې د ولسي اعتراضونو په ځپلو کې رول لري.

د جګړې نښې او د الوتنو بدلون؛اسرائیلي شرکتونو د بیړني حالت له مخې د ټکټونو جریمې لغوه کړې

0

د ایران پر ضد د احتمالي پوځي اقدام او د تاوتریخوالي د زیاتېدو له اندېښنو سره، د اسرائیلو لویو هوايي شرکتونو د الوتنو د ټکټونو د لغوه کولو شرایط نرم کړي دي.

د اسرائیل ال‌عال، آرکیا او اسرائییر هوایي شرکتونو ویلي، چې په وروستیو ورځو کې د مسافرو له لوري د اړیکو شمېر زیات شوی، ځکه خلک د الوتنو د احتمالي لغوه کېدو په اړه اندېښمن دي.

ال‌عال اعلان کړی چې مسافر کولی شي تر الوتنې ۴۸ ساعته مخکې خپل ټکټ پرته له جریمې لغوه کړي او د دوو اونیو لپاره بشپړ کریډیټ ترلاسه کړي.

آرکیا هم ورته اسانتیا برابره کړې ده.

اسرائییر بیا د ۳۵ ډالرو په بدل کې دا امکان برابر کړی چې مسافر تر درې ورځې مخکې ټکټ لغوه کړي او پیسې بېرته واخلي.

دا اسانتیا تر فبرورۍ پای پورې عملي ده.

په همدې حال کې، د هالند هوايي شرکت KLM اعلان کړی چې د امنیتي اندېښنو له امله خپلې الوتنې تل‌ابیب، دوبۍ، دمام او ریاض ته تر بلې خبرتیا پورې ځنډوي.

د آلمان دفاع وزیر:د افغانستان د جګړې په اړه د ټرمپ څرګندونې بې‌احترامي ده

د آلمان د دفاع وزیر بوریس پیستوریوس ویلي، د امریکا د ولسمشر ډونالد ټرمپ هغه څرګندونې چې د افغانستان په جګړه کې یې د ناټو د ځواکونو رول کم‌اهمیته ښودلی، بې‌احترامي ده.

هغه ویلي، که ټرمپ د وژل شوو سرتېرو له کورنیو بښنه وغواړي، دا به د درناوي نښه وي؛ خو زیاته کړې چې د نوموړي له لوري د بښنې تمه نه‌لري.

پیستوریوس ټینګار کړی چې درناوی باید دوه‌اړخیز وي.

د ټرمپ دغه څرګندونو د ناټو د غړو هېوادونو سخت غبرګونونه راپارولي او د بریتانیا په ګډون ګڼو مشرانو دا خبرې توهین‌آمیزې بللې دي.