جمعه, اپریل 24, 2026
Home Blog Page 191

ډونالډ ټرمپ:که ایران پر لاریونوالو ډزې وکړي، امریکا به مداخله وکړي

0

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ خبرداری ورکړی چې که د ایران حکومت پر سوله‌ییزو لاریونوالو تاوتریخوالی وکړي، نو امریکا به د ایران د خلکو د ملاتړ لپاره عملي ګامونه واخلي.

نوموړي ویلي، د معترضینو وژل د ایران د حکومت تکراري کړنلاره ده او واشنګټن به دا ډول کړنو ته بې‌ځوابه پاتې نه شي.

بل‌خوا د بشري حقونو بنسټونو د راپورونو له مخې، د وروستیو لاریونونو پر مهال څو تنه لاریونوال وژل شوي دي، او ځینو هېوادونو د ایران پر چلند نیوکه کړې ده.

سمبول نوی، پیغام زوړ: د مقاومت جبهه ولې پښتو له خپل نښانه وایستله؟

د مقاومت په نوم جبهې خپل نوی نښان رسنیز کړی، چې د افغانستان د ملي بیرغ له رنګونو او د پخواني حکومت چې برهان الدین رباني یې مشري کوله د بیرغ له رنګونو الهام اخیستل شوی دی.

د دغې جبهې سیاسي مشر عبدالله خنجاني دا نښان پر خپل ایکس (X) حساب هغه مهال خپور کړ، چې په کې پښتو ژبه په بشپړ ډول حذف شوې ده.

د ټولنیزو رسنیو ګڼو کاروونکو پر دې اقدام نیوکې کړي او ویلي یې دي چې دغه جبهه له پیله له پښتنو سره ستونزه لري.

دوی ټینګار کوي، هغه ډله چې په خپل نښان کې د پښتو ژبې زغم نه لري، د پښتنو د منلو ادعا څنګه کولی شي.

لیکوال او د ولسمشرۍ ماڼۍ پخواني کارکوونکي علم ګل سحر په دې تړاو لیکلي:
«دوی وایي افغانستان ملت نه دی او موږ هېڅ ملي ارزښت نه لرو، نو جبهه څنګه ملي بولي او قهرمان یې څنګه ملي ګڼل کېږي؟ دا عجیبه متناقض خلک دي، چې له خپل ځان سره هم صادق نه دي.»

همدارنګه، شاه محمود کډوال لیکلي، هغه کسان چې یو مهال یې د ارګ د نیولو خوبونه لیدل، اوس پر فیسبوک او ایکس د نښانونو په جوړولو بوخت دي.

نوموړي زیاته کړې:
«همدې بیرغونو کې دې ګوتې وهي، ساعت به یې تېر وي؛ نور خیر او خیریت دی.»

بالیووډ؛سلمان خان ولې راجېش کهنه ته داسې وړاندیز وکړ چې هغه دوکه وګڼله؟

0

د بالیووډ وتلي ستوري سلمان خان یو وخت د پخواني سوپر سټار راجېش کهنه د مشهورې بنګلې آشیرواد د اخیستلو لپاره ورته داسې وړاندیز کړی و، چې راجېش کهنه هغه د دوکې هڅه بلله.

د هندي رسنیو د راپورونو له مخې، کله چې د 1960مې لسیزې په پای او د 1970مې لسیزې سوپر سټار راجېش کهنه له سخت مالي بحران سره مخ شو، نو سلمان خان ورته وړاندیز وکړ چې د هغه بنګله آشیرواد به واخلي او ورسره به په یوه فلم کې بې معاوضې کار هم وکړي.

خو راجېش کهنه د سلمان خان پر نیت شک وکړ او دا وړاندیز یې دوکه وګڼله.

هغه وویل چې دا خلک غواړي ما د مالي او ټولنیز لحاظه کمزوری کړي او سړک ته مې راوباسي.

راجېش کهنه دا بنګله آشیرواد د 1970مې لسیزې په پیل کې له اداکار راجندر کمار څخه په درې نیم لکه روپیو اخیستې وه.

د هغه په اند، سلمان خان غوښتل دا بنګله واخلي څو هغه له هر پلوه بې وسه کړي.

د یادونې ده چې بنګله اشیرواد د بالیووډ د لومړي سوپر سټار راجېش کهنه استوګنځای و او د راجېش کهنه مینه‌وال به هره ورځ د دې بنګلې مخې ته راټولېدل، ګلان به یې اچول او هغه به یې د خپل وخت تر ټولو لوی ستوری باله.

امریکا:د چین پوځي تمرینونو د تایوان شاوخوا کړکېچونه زیات کړي

0

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویلي، چې د چین پوځي تمرینونو د تایوان شاوخوا بې ځایه کړکیچونه زیات کړي او بیجنګ ته یې خبرداری ورکړی چې د خپلواک ټاپو پر وړاندې پوځي فشار بند کړي.

د بلومبرګ د راپور له مخې، د خلکو د ازادۍ پوځ(People’s Liberation Army – PLA)
د تایوان شاوخوا تر ټولو لوی پوځي تمرینونه په څو لسیزو کې ترسره کړل، چې پکې بې شمېره وسلې او راکټونه شامل وو.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند ټامي پیګټ ویلي: «چین د تایوان او سیمې نورو هیوادونو په وړاندې د خپل فعالیتونو له لارې بې ځایه کړکېچونه لوړوي.»

دا څرګندونې وروسته له هغې شوې چې ولسمشر ډونالډ ټرمپ لومړی د چین د دې پوځي فعالیتونو په اړه اندېښنه ښکاره نه کړه او ویې ویل چې د دواړو هیوادونو اړیکې ښه دي.

افغان ایواک؛له کانګرس څخه د افغانانو د ستنیدو د بیا پیل غوښتنه کړې

د افغان کډوالو د ملاتړ یوې بنسټیزې ادارې«افغان‌اېواک» د امریکا له کانګرس څخه غوښتي چې د افغانانو د کډوالۍ د ځنډېدلو پروسو په تړاو خپلې ژمنې عملي کړي او بېړني ګامونه پورته کړي.

د یاد سازمان د مشر شان وان‌ډایور له لوري استول شوي رسمي لیک کې ویل شوي چې د افغانانو د انتقال، ژغورنې او دوامدار ملاتړ لپاره به فشارونه او هڅې تر ۲۰۲۶ کال پورې روانې وي.

په لیک کې ټینګار شوی چې د کانګرس له‌خوا څرګند شوی ملاتړ باید یوازې په خبرو محدود پاتې نه شي.

دا غوښتنه په داسې وخت کې مطرح شوې چې په امریکا کې د افغانانو پر وړاندې د کډوالۍ کړنلارې سختې شوي او د بشردوستانه، د کورنیو د یوځای کېدو او ځانګړو ویزو ګڼې دوسیې ځنډېدلې دي.

د کانګرس ځینو غړو تر دې وړاندې د دغو بهیرونو د بیا فعالولو ژمنه کړې وه.

زهران ممداني؛د نیویارک د ښاروال په توګه پر قرآن الکریم لوړه وکړه

0

زهران ممداني د نوي زېږدیز کال په لومړیو شېبو کې د امریکا د نیویارک ښار د ښاروال په توګه خپله رسمي لوړه وکړه.

د لوړې مراسم د نیویارک په تاریخي زاړه سټي هال سبوې سټېشن کې ترسره شول، چې پکې نوموړي د مسلمانانو پر سپېڅلي کتاب، قرآن الکریم، لوړه وکړه.

د نیویارک ایالت څارنوالې لېټېشیا جېمز له هغه لوړه واخیسته او ممداني ژمنه وکړه چې د امریکا اساسي قانون او د نیویارک ایالت قوانین به عملي کوي.

مهمه دا چې ممداني د امریکا په تاریخ کې له هغو محدودو لوړپوړو منتخب چارواکو څخه دی چې د قرآن الکریم پر کتاب یې د ښاروالۍ لوړه کړې ده، چې دا چاره د امریکا د مذهبي تنوع، مدني ازادۍ او سیاسي ګډون یو مهم سمبول بلل کېږي.

څلور دېرش کلن ممداني د نیویارک ښار لومړنی مسلمان ښاروال دی او ویلي یې دي چې د ژوند د لګښتونو کمول، د کورونو د کرایو کنټرول او وړیا عامه ترانسپورټ به یې د حکومت اساسي لومړیتوبونه وي.

د کابل او مسقط ترمنځ؛د مستقیمو الوتنو د پیل هوکړه شوې

د کابل او مسقط ترمنځ د مستقیمو الوتنو د پیل په اړه هوکړه شوې ده.

د طالبانو حکومت د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت ویلي، چې دا هوکړه د دواړو هېوادونو ترمنځ د هوايي اړیکو د پراختیا په برخه کې یو مهم پرمختګ ګڼل کېږي.

د وزارت د معلوماتو له مخې، د یادې هوکړې د لاسلیک پر مهال د هوايي چلند او ترانسپورټي همکاریو په اړه هر اړخیزې خبرې وشوې او دواړو لورو پر ګډو همکاریو ټینګار کړی.

چارواکي وایي، مستقیمې الوتنې به د مسافرو د تګ راتګ ترڅنګ سوداګریزې اړیکې هم اسانه کړي.

په همدې لړ کې، د عمان د ټرانسپورټ وزیر هم ژمنه کړې چې له افغانستان سره به د ځمکني ترانسپورټ د همکاریو د پراخولو لپاره لازم ګامونه پورته کړي.

د ټي‌ټي‌پي کلنی راپور:۲۰۲۵ کال پاکستان کې مو ۳۸۱۸پاکستاني سرتېري وژلي

0

تحریک طالبان پاکستان (ټي‌ټي‌پي) په خپل کلني راپور کې ادعا کړې چې په ۲۰۲۵ کال کې یې زرګونه بریدونه ترسره کړي او د پاکستان امنیتي ځواکونو ته یې درانه تلفات اړولي دي.

د دې ډلې په وینا، یوازې په ۲۰۲۵ کال کې یې له ۳۵۰۰ زیات بریدونه کړي چې په پایله کې یې ۳۸۱۸پاکستاني سرتېري وژل شوي دي.

په راپور کې راغلي چې د دغو بریدونو پر مهال زرګونه پاکستاني سرتېري وژل شوي او ټپیان شوي دي.

ټي‌ټي‌پي همداراز ادعا کړې چې لسګونه کسان یې تښتولي او د بریدونو پر مهال یې پوځي وسلې او وسایط هم نیولي دي.

د راپور له مخې، د بریدونو ډېره برخه په خیبر پښتونخوا کې شوې، په ځانګړي ډول په شمالي او جنوبي وزیرستان، بنو، ډېره اسماعیل خان او لکي مروت کې.

دغه ډله وایي چې بلوچستان او پنجاب هم د بریدونو له پلوه اغېزمن شوي دي.

بل لور ته، د جنوبي اسیا د ترهګرۍ اړوند معلوماتي مرکز ویلي چې ۲۰۲۵ کال د پاکستان لپاره په تېره یوه لسیزه کې تر ټولو خونړی کال و، چې نږدې څلور زره کسان پکې وژل شوي دي.

د پاکستان حکومت تر اوسه د ټي‌ټي‌پي د دې راپور په اړه رسمي غبرګون نه دی ښودلی.

په پاکستان کې افغان محصلین:د ویزو د نه تمدید له امله له جدي ستونزو سره مخ یوو

په پاکستان کې یو شمېر افغان محصلان وایي، د ویزو د نه تمدید له امله اړ شوي چې خپلې لوړې زده‌کړې نیمګړې پرېږدي.

دوی وايي، که څه هم د پاکستان د دولتي بورسونو له لارې دغه هېواد ته تللي، خو نږدې یو کال کېږي چې ویزې یې نه دي تمدید شوې.

د دغو محصلانو په وینا، ځینې هغه کسان چې د رخصتیو پر مهال افغانستان ته تللي وو، بېرته د تګ اجازه نه لري او له یوه یا څو سمسټرونو وروسته پاتې شوي دي.

هغوی زیاتوي، د قانوني اسنادو نشتون یې ورځنی ژوند له جدي ستونزو سره مخ کړی دی.

محصلان شکایت کوي چې د ویزې د نشتون له امله روغتونونو ته لاسرسی نه لري او ځینې وخت د پاکستاني پولیسو له خوا نیول کېږي او د جبري ایستلو له ګواښ سره مخ وي.

دوی د پاکستان له حکومته غوښتنه کړې چې ویزې یې تمدید کړي، څو وکولای شي خپلې زده‌کړې بشپړې کړي.

سویس؛کرانس–مونتانا کې د رستورانت دننه د چاودنې د مړو او ټپیانو شمېر ۱۴۰ تنو ته رسېدلی

0

د سویس په مشهوره سیاحتي سیمه کرانس–مونتانا کې په یوه رستورانت کې د چاودنې له امله د وژل شویو کسانو شمېر ۴۰ تنو ته رسېدلی دی.

د راپورونو له مخې، له چاودنې وروسته په رستورانت کې اور هم بل شوی چې نږدې ۱۰۰ کسان پکې ټپیان شوي، چې د ډېری ټپیانو حالت نازک ښودل شوی.

سوئسي پولیس وايي، پېښه د پنجشنبې شپه شاوخوا ۱:۳۰ بجې شوې، هغه مهال چې ګڼ شمېر کسانو د نوي کال شپه لمانځله.

د یاد هېواد چارواکو زیاته کړې چې په قربانیانو کې بهرني وګړي هم شامل دي.

د دغې چاودنې اصلي لامل لا نه دی روښانه شوی.