جمعه, اپریل 24, 2026
Home Blog Page 190

د پاکستان او افغانستان تړلې لارې؛یواځې پنجاب ته هره میاشت ۳۸ میلیارده کلدارې اقتصادي زیان رسیږي

د لاهور د صنعت او تجارت خونې مشر فهیم‌الرحمان سهګل ویلي، د پاکستان او افغانستان ترمنځ د دروازو تړل کېدو له امله پنجاب ته هره میاشت شاوخوا ۳۸میلیاره کلدارې اقتصادي زیان رسیږي چې تر ټولو ډېر اغېزمن شوي صنعتونه د سمنټو او کرنیزو درملو جوړولو فابریکې دي.

نوموړي ویلي، شاوخوا ۳ زره سوداګر دواړو غاړو ته بند پاتې دي چې ۱۲۰۰ یې پاکستانیان او ۱۸۰۰ افغانان دي.

سهګل ټینګار کړی چې د پاکستان د صادراتو ډېره برخه د افغان سرحد له لارې منځنۍ اسیا ته لېږدول کېږي او د سوداګرۍ بندېدو سره ملي اقتصاد او د خلکو عایدات زیانمن شوي دي.

هغه د دواړو هېوادونو له حکومتونو غوښتي چې د خبرو اترو له لارې سوداګریزې لارې ژر پرانیزي.

سهګل دغه راز ویلي، چې د ګاونډیو هېوادونو ترمنځ سوداګري د پاکستان د صادراتو مهمه برخه جوړوي چې کلنی حجم یې شاوخوا ۲.۵ اربه ډالرو ته رسېږي.

سهیل آفریدی:د خیبر پښتونخوا د چارو د تنظیم لپاره له اسټېبلشمنټ سره د خبرو اترو لپاره تیار یم

0

د خیبر پښتونخوا اعلی وزیر سهیل آفریدی ویلي، چې له اسټېبلشمنټ سره د ایالتي معاملو په اړه د خبرو اترو او د اړیکو د ښه کولو لپاره تیار دی.

نوموړي دا څرګندونې په پېښور کې له خبریالانو سره د خبرو پر مهال کړې او ویلي، چې د پي ټي آی بنسټګر عمران خان ورته له اسټېبلشمنټ سره د خبرو کومه ځانګړې لارښوونه نه ده کړې، بلکې دا دنده یې محمود خان اڅکزي او علامه ناصر عباس ته سپارلې ده.

هغه زیاته کړې چې حکومت، پوځ او ټول اړخونه باید د ولسي ګټو له مخې ګډې پالیسۍ جوړې کړي.

هغه دغه راز ویلي، که کومه رسمي غونډه یا مناسبت رامنځته شي؛ نو د پوځ له مشر عاصم منیر سره به حتماً لیدنه وکړي.

نوموړي ټینګار کړی چې په هېواد کې باید اساسي قانون او د قانون حاکمیت ټینګ وي او د عمران خان د خوشې کېدو لپاره مناسبه سیاسي فضا رامنځته شي.

سهیل آفریدي د عمران خان د خویندو د سیاسي فعالیت ملاتړ کړی او ویلي چې د ورور د خوشې کېدو لپاره د هغوی هڅې روا دي.

هغه دا هم منلې چې د لاهور د سفر پر مهال یې له نامناسبې ژبې کار اخیستی و؛خو دا یې د غبرګون نتیجه بللې او پر دې یې بخښنه غوښتې.

عبدالغفور لېوال:پښتو ژبه د نورو ښارونو د ښاروالانو په یادونه نه، بلکې د لوستو میندو په وسیله پیاوړې کېږي

په ایران کې د افغانستان پخواني سفیر عبدالغفور لېوال وايي، د پښتو ژبې ریښتینی درناوی یوازې د بهرنیو ښارونو د چارواکو په یادونو نه پوره کېږي، بلکې باید دا ژبه د خپل وطن په ښوونځیو، پوهنتونونو، څېړنیزو مرکزونو، رسمي ادارو، سوداګرۍ او رسنیو کې پیاوړې شي.

لېوال ټینګار کړی چې پښتو باید د علم، ساینس، ټکنالوژۍ او معیاري ادبیاتو ژبه وګرځي او نړیوالو ژبو ته یې ادبي شهکارونه وژباړل شي.

د هغه په وینا، که پښتو د شاوخوا اویا میلیونه انسانانو مورنۍ ژبه ده؛ نو باید میندو ته د زده‌کړې زمینه برابره شي، ځکه نالوستې میندې ژبه کمزورې کوي.

هغه زیاته کړې چې ژبه په شعارونو، چیغو او خرافاتو نه پیاوړې کېږي، بلکې د نوې پیداګوژۍ له مخې یوازې هغه ژبې ژوندۍ پاتې کېږي چې له کوره تر ښوونځي، بازار، سیاست، ساینس، هنر او رسنیو پورې وغځېږي.

باقر قالیباف، د ټرمپ څرګندونو ته:په سیمه کې د امریکا ټول پوځي مرکزونه به زموږ مشروع هدفونه وي

0

د ایران د اسلامي شورا رئیس محمدباقر قالیباف د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ وروستي خبرداري ته په غبرګون کې ویلي، که واشنګټن د ایران په کورنیو چارو کې هر ډول «ماجراجویانه اقدام» وکړي، نو د امریکا ټول پوځي مرکزونه او ځواکونه به په سیمه کې د ایران مشروع هدفونه وي.

قالیباف په یوه لیکلي بیان کې ټرمپ «نامحترم ولسمشر» بللی او ټینګار یې کړی چې د ایران ملت د خپل تاریخ په اوږدو کې له تر دې سختو دښمنانو سره مخ شوی، خو هېڅکله یې ماتې نه ده منلې.

نوموړي زیاته کړې چې د ایران واکمن نظام د ولسي معترضینو صف له «بهرنیو مزدورانو» جلا بولي او ریښتیني معترضین د خپل ملت برخه ګڼي.

عباس عراقچي ټرمپ ته:د ایران خلک خپلواکې پرېکړې کوي، د بهرنیو مداخله به خطرناکه پایله ولري

0

د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د وروستیو څرګندونو په غبرګون کې ویلي، د ایران خلک د خپلواکۍ او داخلي چارو د پرېکړو حق لري او هېڅ بهرني مداخلت به ونه زغمي.

عراقچي په خپله ایکس پاڼه، په ځانګړې توګه په هغو پېښو ټینګار کړی چې د نرخونو د ناڅاپي بدلونونو پر وړاندې د خلکو سوله‌ییزې مظاهرې وې، او بېلابېل محدود تاوتریخوالي لکه د پولیسو پر دفترونو بریدونه یې هم یاد کړي.

هغه ویلي، د ایران ځواکمنې وسله‌والې قواوې هر وخت چمتو دي چې د ملي حاکمیت هر ډول سرغړونه په سختۍ سره ځواب کړي.

هغه د ټرمپ د پیغام په اړه ویلي، چې د ډیپلوماتیکو هڅو پر وړاندې د بې ځایه ډار او ناسم باور څرګندونه کوي، خطرناکه او بې‌احتیاطه ده.

اسماعیل بقایي:امریکا د ایرانیانو د ملاتړ تر پلمې لاندې نړیوال قانون تر پښو لاندې کوي

0

د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند اسماعیل بقایي ویلي، د امریکایي سیاستوالو د کړنو اوږده سابقه کافي ده چې وښيي واشنګټن د «ایراني ولس د ملاتړ» تر شعار لاندې په حقیقت کې څه ډول سیاست پرمخ وړي.

نوموړي په خپله ایکس پاڼه ټینګار کړی چې د ۱۳۳۲ کال د اسد د ۲۸مې کودتا له تنظیم او تمویل څخه نیولې، د ۱۳۶۷ کال د ایران د مسافر وړونکې الوتکې ویشتل، د صدام حسین د اته کلنې جګړې پراخ ملاتړ، له اسرائیلو سره په ګډه د ایراني وګړو ترور او د ۱۴۰۴ کال د غبرګولي پر مهال پر ایراني بنسټونو بریدونه، او همدارنګه سخت اقتصادي بندیزونه، ټول د امریکا د ادعا شوې «همدردۍ» ښکاره بېلګې دي.

بقایي زیاته کړې، چې امریکا نن هم د ایراني ولس د خواخوږۍ تر پلمې لاندې ایران ګواښي، حال دا چې دا کړنې د نړیوالو قوانینو له بنسټیزو اصولو ښکاره سرغړونه ده.

وړاندې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ایران ته خبرداری ورکړی و، که یې لاریونوالو سره له تاوتریخوالي کار واخیست نو واشنګټن به د ایراني معترضینو او لاریونوالو پر ملاتړ عملي ګامونه واخلي.

زلمی خلیلزاد:د افغان نجونو په کار او زده کړې بندیز په نړیواله کچه د طالبانو حکومت حیثیت زیانمن کړی

د افغان سولې لپاره د امریکا پخواني ځانګړی استازي زلمي خلیلزاد ویلي، چې کابل ته یې سفر شخصي دی،؛خو موخه یې د افغانستان او امریکا ترمنځ د اړیکو ښه کول دي.

نوموړي طلوع نیوز سره مرکه کې ټینګار کړی چې د دواړو هېوادونو اوسنۍ اړیکې کمزورې دي او جدي خنډونه پکې شته.

خلیل‌زاد د دوو امریکايي وګړو بندي کېدل د اړیکو پر وړاندې لویه ستونزه بللې او ویلي چې د هغوی د نیول کېدو لامل او د محکمې پرېکړه روښانه نه ده.

د هغه په وینا، د دې ستونزې حل به د افغانستان په ګټه وي.

هغه همداراز وویل چې د ګوانتانامو زنداني محمد رحیم قضیه تر څېړنې لاندې ده.

نوموړي ویلي، که څه هم افغانستان د امریکا د بهرني سیاست لومړیتوب نه دی، خو دا ناسم تصور دی چې افغانستان امریکا ته هېڅ اهمیت نه لري.

د ده په باور، د نړیوال مشروعیت او اقتصادي پرمختګ لپاره د امریکا سره اړیکې مهمې دي.

خلیل‌زاد د نجونو پر زده‌کړو بندیز د طالبانو حکومت د نړیوال حیثیت لپاره زیانمن بللی او ویلي چې د بګرام موضوع او د پاکستان سره اړیکې د خبرو له لارې حل کېدای شي.

هغه هیله ښودلې چې په راتلونکو پنځو کلونو کې افغانستان اقتصادي پرمختګ وکړي، یو ټول‌ګډونه قانوني چوکاټ رامنځته شي او د نجونو زده‌کړې ته لومړیتوب ورکړل شي.

اصف دراني:د افغانانو د بدمرغي لامل بهرنیان نه، د دوي واکمنان دي

د افغانستان لپاره د پاکستان پخواني ځانګړي استازي اصف دراني ویلي، که څه هم د پاکستان پر وړاندې د افغانانو نیوکې او شکایتونه د هغوی د کډوالۍ، بې‌کورۍ او سختو شرایطو له امله د درک وړ دي، خو دا وضعیت د پاکستان یا نورو ګاونډیو هېوادونو پایله نه ده.

نوموړي ټینګار کړی چې افغانان باید د خپل ناورین د اصلي لاملونو په اړه ژوره ځان‌کتنه وکړي.

دراني زیاته کړې، هغه پخواني جنګسالاران او سیاسي څېرې چې د تېرو شلو کلونو د موسومې «ډیموکراسۍ» پر مهال یې افغانستان وران کړ، نن په بهرنیو هېوادونو کې په هوسا ژوند بوخت دي، حال دا چې عام افغان ولس یې جګړو، بې‌وزلۍ او بې‌ثباتۍ ته پرېښی دی.

نوموړي د افغانستان پر اوسنیو واکمنانو هم نیوکه کړې او ویلي یې دي چې د دوی تر واکمنۍ لاندې هېواد بېرته شاتګ کوي، ښځې او نجونې له زده‌کړو محرومې دي او دا حالت دا پوښتنه راپورته کوي چې واکمن د اسلام کوم تعبیر وړاندې کوي.

د هغه په وینا، افغانستان د یوه ژور انساني او اخلاقي بحران پر لور روان دی.

ذبیح الله مجاهد:ټي ټي پي په افغانستان کې نشته

د طالبانو حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد یوځل بیا د پاکستان هغه تورونه رد کړل چې ګنې پاکستاني طالبان یا ټي ټي پي په افغانستان کې دي.

ښاغلی مجاهد وایي، ټي ټي پي د پاکستان کورنۍ مسله ده، چې په پاکستان کې مرکزونه، د قوماندۍ او تسلط لاندې سیمې لري.

ذبیح الله مجاهد ومنله چې په ۲۰۱۱ کال کې د وزیرستان څخه یو شمیر بې ځایه شوي خلک افغانستان ته کډه شوي دي.

زهران ممداني:د نیویارک تاریخ به دا ځل په پښتو ژبه هم ولیکل شي

د نیویارک ښاروال د لوړې په مراسمو کې وویل چې دا ځل به تاریخ د نورو ژبو ترڅنګ په پښتو ژبه هم ولیکل شي.

زهران ممداني چې تېره ورځ د نیویارک ښاروال په توګه د لوړې مراسم ترسره کړل په خپلې وینا کې وویل: «د نیویارک راتلونکی تاریخ به د نورو ژبو ترڅنګ په پښتو ژبه هم ولیکل شي.»

نوموړي د نیویارک ښار د فرهنګي او ژبني تنوع په اړه په خبرو کې وویل چې په دې ښار کې د ګڼو ژبو پښتو، ماندرین، یدیش او کریول اوسیدونکي میشت دي.

نوي ښاروال په حکومت د ټولنې د هرې ډلې په شمولیت ټینګار وکړ.