پنجشنبه, اپریل 23, 2026
Home Blog Page 192

ذبیح الله مجاهد:پاکستاني پوځ د جنګ د مزدورانو او اجراتي قاتلانو په توګه پردي جنګونه پرمخ وړي

د طالبانو حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد وایي، پاکستان د جنګ د مزدوارانو او اجرتي قاتلانو په توګه پردۍ جګړه پرمخ بیایي.

ښاغلي مجاهد چې د میرویس افغان سره په پټو خبرو کې خبرې کولې وویل چې د دوي د ځواکونو شمیر نږدې دوه سوه زرو ته رسیدلې او د هر ډول تیري پر وړاندې جدي او د مقاومت توان لري.

د طالبانو حکومت ویاند د اسلامي دولت نومې یا داعش ډلې په اړه وویل: «داعش په افغانستان کې سر نه شي پورته کولای او د دوي ځواکونه دغه ډله د دوي په اصلي مرکزونو کې لمنځه وړي.

د طالبانو او پاکستاني حکومتونو ترمنځ اړیکې له تیرو څو میاشتو راهیسې کړکیچنې دي.

د شیخ هبت‌الله په حکم؛د کورنیو چارو وزارت په تشکیلاتو کې نوې ټاکنې شوې

د طالبانو حکومت د مشر شیخ هبت‌الله اخندزاده د حکم پر اساس د کورنیو چارو وزارت په تشکیلاتو کې یو لړ نوې ګومارنې ترسره شوې دي.

د دغو بدلونونو له مخې، قاري ګل حیدر شفق د بامیان والي او ملا عبدالله سرحدي د جوزجان والي ټاکل شوي دي.

همدارنګه، ملا احمد شاه دیندوست د سرپل د والي، حافظ انځر ګل عبدالله د لغمان د مرستیال او مولوي غلام‌الرحمن حیدري د ننګرهار د مرستیال په توګه ګومارل شوي دي.

دغه راز مخدوم عبدالخبیر د سمنګان امنیه قومندان، حاجي محمد اسماعیل فائز د لغمان امنیه قومندان، ملا عبدالله د سپین بولدک کمیسار، حافظ سید محمد وارث د کندهار د لوړ میوند ولسوال او ملا احمدالله سالم د کندهار زون د حمایوي کنډک قومندان ټاکل شوي دي.

سویس؛په کران–مونتانا تفریحي سیمه کې د رسټورانت دننه چاودنې ګڼ کسان وژلي

0

د سویس په کران–مونتانا تفریحي سیمه کې د یوه رسټورانت دننه د چاودنې له امله یو شمېر کسان وژل شوي او نور ټپیان شوي دي.

ځایي رسنیو راپور ورکړی، چې له چاودنې وروسته اور هم لګېدلی؛ خو پولیس وایي د پېښې اصلي لامل لا نه دی روښانه شوی.

کران–مونتانا د الپ غرونو په لمنه کې د سکي له مشهورو تفریحي ښارونو څخه دی.

دغه پېښه د پنجشنبې په شپه شاوخوا یوه نیمه بجه شوې ده او چارواکي وایي د مرګ ژوبلې کره شمېر به وروسته اعلان کړي.

هرات؛کبکان کلي کې د کور د چت نړېدو پېښه کې پنځه تنه وژل شوي

د هرات د طالبانو حکومت د والي ویاند، محمد یوسف سعیدي ویلي، چې د دغه ولایت په اوبه ولسوالۍ کې د یوه کور د چت د نړېدو له امله پنځه تنه د یوې کورنۍ غړي مړه شوي دي.

نوموړي ویلي، دا پېښه د کبکان په کلي کې رامنځته شوې ده.

د معلوماتو له مخې، په قربانیانو کې دوه ماشومان هم شامل دي چې عمرونه یې درې او اوه کاله ښودل شوي دي.

د ځایي چارواکو په وینا، د یاد کور چت د پرله‌پسې بارانونو له امله نړېدلی دی.

آصف درانی:افغانستان د پاکستان ورور هېواد دی او ستونزې باید د خبرو له لارې حل شي

د افغانستان لپاره د پاکستان پخواني ځانګړي استازي، آصف دراني ویلي، افغانستان د پاکستان ورور هېواد دی او دواړه هېوادونه باید د ستونزو د حل لپاره د خبرو او همکارۍ لار غوره کړي.

نوموړي ټینګار کړی چې د سیمې ثبات د کابل او اسلام آباد په اړیکو پورې تړلی دی او اختلافات باید د تفاهم له لارې حل شي.

دا په داسې حال کې ده چې تر دې وړاندې د طالبانو حکومت د کورنیو چارو وزیر سراج‌الدین حقاني او ویاند ذبیح‌الله مجاهد هم د پاکستان پر وړاندې د نرمښت او د اړیکو د بیا رغونې خبره کړې ده.

ډان ورځپاڼه:د خوړو نړیوال پروګرام کاروان د تورخم په دروازه کې د طالبانو حکومت د اجازې د نشتوالي له امله بند پاتې دی

پاکستانۍ ډان ورځپاڼې راپور ورکړی، چې د خوړو نړیوال پروګرام (WFP) کاروان د تورخم په دروازه کې د طالبانو حکومت د اجازې د نشتوالي او اداري ستونزو له امله بند پاتې دی.

ډان لیکلي، چې د پاکستان د ګمرک چارواکي چمتو وو چې د کاروان تصفیه وکړي؛ خو د جلال‌اباد دفتر اړین اسناد نه‌دي وړاندې کړي.

تمه ده چې نهه موټرې به د طالبانو حکومت له رسمي اجازې ترلاسه کولو وروسته افغانستان ته را واوړي.

د یادونې ده چې تر دې دمه تورخم یوازې د افغانانو د تګ راتګ لپاره پرانیستی او سوداګري پرې بنده ده.

زلمی خلیلزاد:۲۰۲۶ کال دې د ایران او پاکستان لپاره د مثبت بدلون کال وي

0

د افغان سولې لپاره د امریکا پخواني ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد ویلي، هیله لري چې ۲۰۲۶ کال به د ایران او پاکستان لپاره د مثبت بدلون کال وي، ځکه دواړه هېوادونه دا مهال له سختو سیاسي او اقتصادي شرایطو سره مخ دي.

نوموړي په یوه پیغام کې ویلي، چې د ایران او پاکستان خلک د اقتصادي پرمختګ، سیاسي ازادیو او امنیت غوښتونکي دي او له اوږدې مودې راهیسې له ستونزو سره ژوند کوي.

خلیلزاد ټینګار کړی، چې د دواړو هېوادونو ولسونه د ښه راتلونکي په تمه دي.

زلمی خلیلزاد همدارنګه د ایران او پاکستان خلکو ته د بریالیتوب هیله کړې او ویلي یې دي، چې دوی د سولې، ثبات او پرمختګ مستحق دي.

اروپايي ټولنه:د یمن په ختیځ کې وروستي بدلونونه د خلیج د امنیت لپاره اندېښمنوونکي دي

0

اروپايي ټولنې د چهارشنبې په ورځ، د مرغومي په ۱۰مه، خبرداری ورکړی چې د یمن په حضرموت او المهره ولایتونو کې وروستي سیاسي او امنیتي بدلونونه کولای شي د خلیج سیمې د امنیت لپاره نوې اندېښنې او ګواښونه رامنځته کړي.

د اروپايي ټولنې په یوه رسمي اعلامیه کې راغلي، چې دغه بدلونونه د سیمې د ثبات پر وضعیت مستقیم اغېز کولی شي او له همدې امله باید د تاوتریخوالي د پراخېدو مخه ونیول شي.

اعلامیه ټینګار کوي، چې هر ډول بې‌پروا ګامونه به د یمن او ګاونډیو هېوادونو امنیت لا زیانمن کړي.

اروپايي ټولنې له ښکېلو لورو غوښتي، چې د تاوتریخوالي د کمولو لپاره عملي ګامونه پورته کړي او له هغو کړنو ډډه وکړي، چې د کړکېچ د لا ژورېدو لامل ګرځي.

د اعلامیې له مخې، سیاسي حل‌لارې او خبرې اترې د روانو ستونزو د حل یوازینۍ معقوله لار ده.

په اعلامیه کې همدارنګه ویل شوي، چې اروپايي ټولنه د یمن د یووالي، ملي حاکمیت، خپلواکۍ او ځمکنۍ بشپړتیا په اړه خپله ټینګه ژمنتیا بیا ځل څرګندوي.

د طالبانو حکومت:د سختو واورو وروسته سالنګ د تګ راتګ لپاره بیا پرانېستل شو

د پروان ولایت د طالبانو حکومت د والي دفتر ویلي، چې د سختو واورو او توپانونو له امله تړل شوې د سالنګ لاره یو ځل بیا د موټرو د تګ راتګ لپاره پرانېستل شوې ده.

دوی زیاتوي، چې لا هم په سالنګونو کې د واورو پاکولو او د سړک د خوندي کولو چارې روانې دي، څو د مسافرو او موټر چلوونکو لپاره د تګ راتګ بهیر عادي وساتل شي.

د طالبانو حکومت په وینا، هڅه کېږي چې د هر ډول ځنډ او خنډ مخه ونیول شي او لارې پرانیستې پاتې شي.

د بریتانیا ځانګړی استازی:د افغانستان د خلکو ملاتړ ته ژمن یوو

د افغانستان لپاره د بریتانیا ځانګړي استازي، ریچارډ لینډزي، ویلي چې بریتانیا د افغانستان د خلکو د ملاتړ لپاره خپلې ژمنې ته دوام ورکوي او غواړي دا هېواد یو باثباته او سوله‌ییز راتلونکی وویني.

نوموړي په یوه پیغام کې ټینګار کړی چې بریتانیا به د افغانانو ترڅنګ ولاړه وي او د سولې، امنیت او ثبات د ټینګښت لپاره به هڅې روانې ساتي.

هغه د نوي ۲۰۲۶ کال په مناسبت د افغانستان خلکو ته د سولې، امنیت، هیلې او ښه راتلونکي هیله کړې ده.