جمعه, اپریل 24, 2026
Home Blog Page 189

سي‌بي‌اېس:د ونزوئلا ولسمشر مادورو د درنو جنايي تورونو له امله په امریکا کې محاکمه کېږي

0

د سي بي ایس د راپور له مخې، د ونزوئلا ولسمشر نیکولاس مادورو د شنبې په سهار د امریکا د پوځ د ځانګړي مأموریت ځواک Delta Force له‌خوا نیول شوی او دا مهال د امریکا په توقیف کې دی.

د راپور له مخې امریکايي چارواکي وايي، مادورو به د نشه‌يي توکو د قاچاق، نارکو ترهګرۍ او له وسله‌والو ډلو سره د همکارۍ په تورونو په امریکا کې محاکمه شي.

واشنګټن له ۲۰۲۰ کال راهیسې د هغه د نیولو غوښتنه کوله او د ټرمپ ادارې تېر کال د مادورو د نیولو لپاره ټاکل شوی انعام ۵۰ میلیونه ډالرو ته لوړ کړی و.

د راپور له مخې، وروستي پوځي بریدونه او تحرکات د نیولو د عملیاتو د خوندي کولو لپاره ترسره شوي.

بلخوا، د ونزوئلا حکومت د مادورو د ژوند د نښې غوښتنه کړې او په هېواد کې یې بېړنی حالت اعلان کړی دی.

ډونالډ ټرمپ:د وینزویلا ولسمشر او د هغه مېرمن مو نېولي

0

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ادعا کړې چې واشنګټن د وینزویلا پر پلازمېنه کاراکاس یو پراخ برید ترسره کړی.

ټرمپ ویلي، چې د وینزویلا ولسمشر نیکولاس مادورو یې له خپلې مېرمنې سره نیولی او له دغه هېواده یې ایستلی دی.

هغه زیاته کړې، چې دا عملیات د امریکا د قانون پلي کوونکو ادارو په همکارۍ ترسره شوي او د دې موضوع په اړه به نور جزیات وروسته خپاره شي.

تر اوسه د وینزویلا حکومت یا نړیوالو خپلواکو سرچینو دا ادعا نه ده تایید کړې، او خبر د بېلابېلو رسنیو له‌خوا د ادعا په توګه خپور شوی دی.

ایمل فیضي اصف دراني ته:د خپل هېواد د پوځي رژیم د ظلمونو پر وړاندې چوپ یې؛ خو بل هېواد ته نصیحت کوې

د جمهوري نظام د ولسمشرۍ ماڼۍ پخواني ویاند ایمل فیضي د افغانستان لپاره د پاکستان د پخواني ځانګړي استازي آصف دراني وروستیو څرګندونو ته سخت غبرګون ښودلی دی.

فیضي ویلي، په پاکستان کې پښتانه، بلوڅان او نور لږکي هره ورځ د تښتونو، شکنجو او وژنو سره مخ دي؛ خو آصف درانی پر دغو کړنو چوپ پاتې دی.

نوموړي پوښتنه کړې چې که د پاکستان پوځ پر خپلو خلکو دومره ظلم کولای شي؛ نو پر افغانانو به یې ولې ونه کړي؟

هغه د بلوڅو ښځو پر وړاندې روان تاوتریخوالی «منظم دولتي ظلم» بللی او زیاته کړې یې ده چې سیاسي فعالان او خبریالان تر فشار لاندې دي.

ایمل فیضي آصف درانی د پاکستان د «پوځي رژیم ذهني قیدي» یاد کړی او ټینګار یې کړی چې تر هغو د بل هېواد نصیحت بې‌مانا دی، څو د خپلو کړنو حقیقت ونه منل شي.

د یادونې ده چې تېره ورځ د افغانستان لپاره د پاکستان پخواني ځانګړي استازي، آصف دراني ویلي، حیران دی چې طالبان د کوم ډول اسلام استازیتوب کوي او ټینګار یې کړی و چې افغانستان د پاکستان ورور هېواد دی.

د کولمبیا ولسمشر:کاراکاس کې بریدونه د توغندیو له لارې شوي، ملګري ملتونه دې عاجله غونډه را وبولي

0

د کولمبیا ولسمشر گوستاوو پترو خبر ورکړی، چې د وینزویلا پلازمېنه کاراکاس د څو چاودنو شاهده وه چې ښايي د توغندیو له لارې ترسره شوي وي.

پترو د پېښې په اړه د ملګرو ملتونو د عاجلې غونډې جوړیدو غوښتنه کړې.

په همدې حال کې، راپورونه وايي چې لږ تر لږه اووه چاودنې په کاراکاس کې رامنځته شوي، او د ټیټو الوتکو غږونه اوریدل شوي.

بل خوا فاکس نیوز ویلي، چې د امریکا د هوايي چلند ادارې د شنبې په سهار، د وینزویلا په هوايي حریم کې د امریکایي الوتکو پروازونه ودرول.

وینزویلا کې د برید ویره؛راپورونه وایي، چې د دفاع وزیر کور په نښه شوی

0

رویټرز ویلي چې نن سهار د وینزویلا پلازمېنه کاراکاس کې د الوتکو غږونه اورېدل شوي او په اسمان کې لوګي لیدل شوي.

رویټرز د عیني شاهدانو له قوله ویلي، چې د ښار سویلي برخه، چې یوې لویې پوځي اډې ته نږدې ده، د پېښې په ترڅ کې د برېښنا له خدمت بې‌برخې شوې ده.

په ورته وخت کې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې د وینزویلا وضعیت په نږدې توګه څاري او د خپلو اتباعو د خوندیتوب لپاره اقدامات کوي.

دا پېښه په داسې حال کې رامنځته شوې چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ په تکراري ډول د وینزویلا پر ضد د ځمکنيو پوځي عملیاتو ګواښونه کړي دي.

مایک والتز:د ایران د حکومت چغې د ظلمونو پټولو توان نلري

0

ملګرو ملتونو کې د امریکا استازي مایک والتز، د ایران د استازې په اعتراض لیک غبرګون کې ویلي، «د ایران حکومت هڅه کوي خپل دوامداره سرکوب او د خلکو ځپلو کړنې د نړیوالې ټولنې له نظره پې کړي، خو دا به امکان ونه لري.»

والتز په څرګنده ډول ټینګار کړی چې «امریکا او ټرمپ د هغو ایرانیانو تر څنګ ولاړ دي چې د آزادۍ غوښتونکي دي او د خپلو حقونو لپاره مظاهره کوي.»

له دې وړاندې د ملګرو ملتونو امنیت شورا ته د ایران استازي امیر سعید ایرواني شکایت کړی و، او ټرمپ ته یې د داخلي اعتراضونو په اړه د امریکا خبرداری انتقاد کړی و.

په ستونزو کې ایسار پاکستان؛امریکا ته د چاپلوسۍ له لارې د نړیوال مقام ترلاسه کېدو خبره کوي

0

په امریکا کې د پاکستان سفیر رضوان سعید شیخ ویلي، چې پاکستان کې دننه له وسله والو ډلو څخه د جګړې په بریا سره د پاکستان نړیوال مقام لوړ شوی دی.

نوموړي ویلي، داسې موقف چې پاکستان په نړیواله کچه ترلاسه کړی، مخکې نه و.

رضوان شیخ له واشنګټن مېډیا سره د خبرو پر مهال ویلي چې تېر کال د پاکستان او امریکا اړیکو کې د پام وړ ښه والی راغلی، د دواړو هېوادونو د لوړپوړو مشرانو ترمنځ څو مهمې ناستې جوړې شوې، او د دې بریالۍ سفارت‌کارۍ کریډیټ د پاکستان د مشرانو دی.

هغه زیاته کړې، چې له امریکا سره د پاکستان اوږدمهاله شراکت‌داري شته او په راتلونکي کې به د پاکستان او امریکا اړیکې لا نورې پیاوړې شي.

سفیر همدارنګه ویلي، چې پاکستان تل د نړیوال امنیت لپاره خپل رول ادا کړی او د پاکستان-امریکا شراکت‌داري د نړیوالې سولې او ثبات لپاره مهمه ده.

پاکستان؛سند ایالت کې له یوه کور څخه درې ښځې تښتول شوي

0

د پاکستان د سند ایالت د جامشورو ولسوالۍ په سیهوان سیمه کې له یوه کور څخه درې ښځې تښتول شوي دي.

د پېښې شاته د خوښې واده اړوند اختلافات ښودل شوي، چې د کورنۍ او ټولنیزو شخړو له امله رامنځته شوي دي.

سیمه‌ییز چارواکي وایي، چې د پېښې دوه مشکوک کسان نیول شوي او د نورو د موندلو پلټنې روانې دي.

سید اکبر اغا:د غربي ژبو پر ځای عربي ژبه زده کړئ

پخوانی طالب چارواکی سید اکبر اغا وایي، چې د شیخ الاسلام ابن تیمیه رحمه الله په وینا، د عربي ژبې زده کړه او تدریس یوه اجتماعي فریضه (فرض کفایه) ده.

هغه ویلي، موږ ته امر شوی چې د عربي ژبې قواعد وساتو او له هغوی څخه هر ډول انحرافات اصلاح کړو.

د اکبر اغا په خبره، نن سبا ډیری خلک د غربي ژبو زده کړو ته زیات متوجه دي.

نوموړي ټینګار کړی چې د عربي ژبې زده کړه او د اسلامي علومو درک د هر مسلمان لپاره ضروري دی.

ایران ملګرو ملتونو ته:د امریکا دریځ وغندئ او د نړیوالو قوانینو درناوي ته یې اړ کړئ

0

ایران د ملګرو ملتونو امنیت شورا ته په رسمي لیک کې د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ وروستۍ څرګندونې د زور د کارولو ښکاره ګواښ او د نړیوالو قوانینو سرغړونه بللې ده.

په ملګرو ملتونو کې د ایران دایمي استازي امیر سعید ایرواني ویلي، دا څرګندونې د ایران په کورنیو چارو کې مداخله ده او د تاوتریخوالي او ګډوډۍ د پارولو خطر لري.

تهران ټینګار کړی چې دا ګواښونه د امریکا د اوږدمهاله مداخلې د سیاست دوام دی او د ملګرو ملتونو د منشور له بنسټیزو اصولو سره په ټکر کې دي.

ایران له امنیت شورا غوښتي چې د امریکا دا دریځ په کلکه وغندي او واشنګټن دې د نړیوالو قوانینو درناوي ته اړ کړي.

په لیک کې همداراز راغلي چې ایران د خپل حاکمیت، ملي امنیت او ځمکنۍ بشپړتیا د دفاع قانوني حق لري او خبرداری ورکړل شوی چې د هر ډول احتمالي کړکېچ او پایلو بشپړ مسئولیت به د امریکا پر غاړه وي.