جمعه, اپریل 24, 2026
Home Blog Page 184

رویټرز:په پاریس او امسټرډام کې د واورې د ورښت له امله الوتنې لغوه شوي

0

د فرانسې او هالنډ په پلازمېنو کې د شدید واورې ورښت د تګ راتګ سیستمونه اغیزمن کړي دي.

د امسټرډام شیپول هوايي ډګر کې شاوخوا ۷۰۰ الوتنې لغوه شوي او ګڼ شمېر الوتکې نورو هوايي ډګرونو ته اړول شوي دي.

د رویټرز راپور وايي، مسافر د اوږدو ځنډونو او انتظار سره مخ دي

په هالنډ کې د ریل ګاډو خدمتونه هم ځنډول شوي، او د خلکو سفرونه له ستونزو سره مخ شوي دي.

په پاریس کې هم د بسونو او عامه ترانسپورټ خدمات ځنډول شوي دي.

چارواکو خلکو ته سپارښتنه کړې چې د تګ راتګ پلانونه له مخکې سمبال کړي او د هوايي او رېل خدمتونو د وروستي وضعیت په اړه معلومات ترلاسه کړي.

په راپور کې ویل شوي چې د واورې ورښت به څو ورځې دوام وکړي، او ښاري خدماتو ته به په تدریجي ډول بیرته عادي حالت ورکړل شي.

د خوړو او کرنې سازمان:د افغانستان واوره او باران د تېرو ۲۵ کلونو په پرتله تر ټولو ټیټې کچې ته رسېدلي

د خوړو او کرنې نړیوال سازمان (FAO) په یوه تازه راپور کې خبرداری ورکړی چې د موسمي وړاندوینو له مخې، د ۲۰۲۵ کال د نومبر له میاشتې تر ۲۰۲۶ کال د فبرورۍ پورې په افغانستان کې اورښتونه تر عادي کچې ټیټ او تودوخه تر عادي کچې لوړه پاتې کېږي.

راپور زیاتوي چې د واورو ذخیره د تېرو ۲۵ کلونو تر ټولو ټیټې کچې ته رسېدلې ده، چې دا وضعیت د پسرلي په موسم کې د اوبو لګولو، د غنمو او نورو کرنیزو حاصلاتو، او د څړځایونو لپاره جدي اندېښنې رامنځته کوي.

دوی د افغانستان د کرنې او اوبو د مدیریت ادارو ته سپارښتنه کړې چې د اوبو سپما او د واورو ذخیره کولو تدابیر عملي کړي.

راپور ټینګار کوي چې د اقلیم بدلون او د تودوخې زیاتوالی د کرنې پر سکتور مستقیم اغیز لري، او که وضعیت کنټرول نه شي، د افغانستان د خوړو امنیت جدي خطر سره مخ کېږي.

سید اکبر اغا:امریکا لا هم په ناکامیو کې ډوب ده، پر وینزویلا برید دې افغانستان کې د ناکامۍ د جبران هڅه نه ګڼي

پخوانی طالب چارواکی سید اکبر اغا وایي، د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ پر وینزویلا د برید خبره د افغانستان د ناکامۍ د جبران هڅه ګڼي؛ خو دا خبره سمه نه ده.

هغه ویلي، چې افغانانو یوازې امریکا ته ماتې نه ده ورکړې، بلکې د نړۍ ۴۶ هېوادونو ته یې ماتې ورکړې ده.

اغا زیاته کړې چې امریکا لا هم په خپلو بهرنیو لاسوهنو کې نه پوځي او نه سیاسي ثبات لري، او له پرله‌پسې ناکامیو سره مخ ده چې د بېلګې په توګه، افغانستان او اوس اوکراین کې امریکا د روسیې پر وړاندې له اروپا سره یوځای ماتې خوړلې، او بغداد هم تر اوسه د ثبات پر لور نه دی تللی.

نوموړي ټینګار کړی چې د بغداد د زرګونو وسلو د نه شتون خبره ثابته شوه؛ خو هېڅ تاوان یا جبران ونه شو، نړیوال قوانین رعایت نه شول او همدارنګه اوس پر وینزویلا برید د نړیوالو قوانینو ښکاره مخالفت دی.

د ایران د سترې محکمې رییس:د فساد خپرونکو مظاهره‌چیانو پر وړاندې به سخت اقدام وشي

0

د ایران د سترې محکمې رییس غلام حسین محسني ویلي چې په هېواد کې د ناامنیو او ګډوډۍ خپروونکو سره به هېڅ نرم چلند ونه شي.

هغه ټینګار کړی چې د قانون مطابق به د شرپسندانو او د هغوی ملاتړو پر وړاندې سخت اقدام وشي.

نوموړي ویلي چې د ایران په نظر کې د احتجاج کوونکو عادي خلکو او خرابکارو ترمنځ واضح توپیر شته، او هغه عناصر چې د خلکو او ملي امنیت لپاره خطر جوړوي، قانوني اقدام به پرې وشي.

په ایران کې د کرنسۍ د قدر کمېدو او د نرخونو د لوړېدو پر ضد له تېرو ۹ ورځو راهیسې احتجاجونه روان دي.

د راپورونو له مخې په دې مظاهرو کې لږ تر لږه ۱۹ کسان وژل شوي او ۵۰ نور ټپیان شوي دي.

ډونالډ ټرمپ:وینزویلا ته د امریکا د پوځ بیا استولو لپاره قانون ته اړتیا نشته

0

د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ ویلي چې امریکا د وینزویلا سره په جګړه کې نه ده، او وینزویلا کې به په راتلونکو ۳۰ ورځو کې نوي ټاکنې نه کېږي.

ټرمپ ویلي، اوس مهال د خلکو لپاره رایې ورکول ممکن نه دي او امریکا باید لومړی په دې هېواد کې وضعیت ثبات ته ورسوي، چې دې کې وخت ته اړتیا ده.

هغه زیاته کړې چې د امریکا پوځ ته د وینزویلا د بیا استولو لپاره هیڅ ځانګړي قانون ته اړتیا نشته.

نوموړي ویلي،.چې همدارنګه امریکا به د وینزویلا د انرژۍ سکتور بیا رغونې لپاره د تیلو شرکتونو سره مرسته وکړي، چې دې پروژو بشپړولو لپاره شاوخوا ۱۸ میاشتو ته اړتیا ده.

ټرمپ دغه راز ویلي، چې امریکا به په وینزویلا کې اوږدمهاله رول ولري او راتلونکي اقدامات به په مرحلو کې ترسره شي.

هغه ټینګار کړیدچې امریکا د وینزویلا سره جګړه نه کوي، بلکې د هغو خلکو پر ضد مبارزه کوي چې نشه یي مواد، زندانیان او رواني ناروغان امریکا ته لېږي.

بریټانیا؛محکمه کې افغان پناه‌غوښتونکي سهیل امیري د څو جنسي جرمونو تورونه منلي

بریټانیا کې یو ۳۰ کلن افغان پناه‌غوښتونکی، سهیل امیري، په ساوت‌همپټن کې د څو جنسي جرمونو په تړاو محکمې ته حاضر شوی.

امیري د دوو ښځو پر جنسي تېري او د یوې بلې پر جنسي تېري د ناکامې هڅې تورونه منلي، همدارنګه د برېتانیا د کډوالۍ قوانینو د سرغړونې په جرم کې هم مجرم پېژندل شوی دی.

پېښې د روان کال د تلې میاشتې په لومړۍ او د لېندۍ میاشتې په څلورمه نېټه رامنځته شوې دي.

امیري هڅه کړې وه یوه ښځه په زور ښکل کړي؛ خو ښځې ځان ژغورلی او پولیسو ته یې راپور ورکړی دی.

نورو تحقیقاتو ښودلې چې نوموړی څو ځله نورو ښځو ته نږدې شوی او نامناسبې جنسي خبرې یې کړې دي.

د ساوت‌همپټن محکمې قاضي، نیکولاس رولنډ، ویلي چې د تورن د سزا اعلان به د سلواغې په ۱۷مه ترسره شي او هغه باید د بند سزا ته چمتو وي.

زلمی خلیلزاد:د وینزویلا د عملیاتو ارزښت د دغه هېواد په ثبات پورې تړلی

0

د افغان سولې لپاره د امریکا پخوانی ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد وایي، د جنورۍ پر درېیمه په وینزویلا کې زموږ عملیات بې له شکه ډېر بریالي وو.

هغه په خپله ایکس‌پاڼه لیکلي، چې دغه عملیاتو د امریکا د لوړو وړتیاوو، نوښتګرو مفکورو او دقیق عملي کېدو څرګندونه یې وکړه.

د نوموړي په وینا، د دې عملیاتو د تلپاتې ستراتېژیک اهمیت په اړه وروستۍ پرېکړه به هغه وخت ممکنه وي چې موږ وکولای شو وینزویلا د امریکا د امنیتي او اقتصادي شریک په توګه باثباته کړو او دا هېواد د قانون د حاکمیت تر چتر لاندې په یوه سوکاله ټولنه بدل شي.

نیکولاس مادورو؛ د نیویارک محکمه کې د امریکا له لورې پرې لګېدلي تورونه په کلکه رد کړي دي

0

د ونزوېلا ولسمشر نیکولاس مادورو او د هغه مېرمن سیلیا فلورېس د امریکا د نیویارک ښار د مانهتن فدرالي محکمې ته د سختو امنیتي تدابیرو لاندې وړاندې شول.

د ای بي سي نیوز د راپور له مخې، د امریکا فدرالي څارنوالانو پر مادورو د نارکوتروریزم، د کوکایینو د قاچاق، فساد او له وسله‌والو ډلو سره د همکارۍ درانه تورونه لګولي دي.

څارنوالان وایي، مادورو د مخدره توکو د شبکو له لارې د امریکا پر ضد د دښمنانه کړنو ملاتړ کړی دی.

د راپور له مخې په محکمه کې مادورو او مېرمن یې ټول تورونه رد کړل او ځانونه یې بې‌ګناه وبلل.

مادورو ادعا وکړه چې نیونه یې «غیرقانوني» ده او هغه لا هم د ونزوېلا مشروع ولسمشر دی.

د راپور له مخې، دواړه اوس مهال د نیویارک په بروکلین کې په فدرالي توقیف کې ساتل کېږي او تمه ده چې د قضیې اورېدنې په راتلونکو اونیو کې دوام ومومي.

دا قضیه د نړیوال سیاست او عدلي نظام له پلوه بې‌سارې بلل کېږي او د امریکا او ونزوېلا ترمنځ کړکېچ یې نوي پړاو ته رسولی دی.

بنیامین نتنیاهو:اسرائیل او امریکا پر مهمو مسایلو همغږي لري

0

د اسرائیل لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو د دوشنبې په ورځ د دغه هېواد په پارلمان کې ویلي چې اسرائیل او امریکا پر مهمو نړیوالو مسایلو یو له بل سره همغږي او موافقه لري، که څه هم په ځینو مواردو کې د دواړو لورو دریځونه توپیر لري.

نوموړي زیاته کړې چې دغه اختلافونه د خبرو له لارې حل کېدلی شي.

نتنیاهو همدارنګه ویلي چې امکان شته د ایران خلک د یوه برخلیک ټاکونکي پړاو پر درشل کې وي او خپل برخلیک پخپله وټاکي، او اسرائیل د ایران د خلکو د ازادۍ او عدالت د غوښتنو ملاتړ کوي.

د اسرائیل لومړي وزیر د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ پرېکړو او په وینزویلا کې د امریکايي پوځ وروستي اقدامات ستایلي او ویلي چې دا د نړیوال نظم د ساتنې برخه ده.

هغه ټینګار کړی چې دا مهال د ازادۍ استازو هېوادونو او هغو دولتونو ترمنځ نړیواله مبارزه روانه ده چې د نړیوال نظم لپاره ګواښ بلل کېږي.

خیبر پښتونخوا؛په مرکزي کورم کې د امنیتي ځواکونو پر قافله د وسله والو برید کې پنځه سرتېرو ته مرګ ژوبله اوښتې

0

د پاکستان د خیبر پښتونخوا په مرکزي کورم ولسوالۍ، مناتو سیمه کې د امنیتي ځواکونو پر قافله برید شوی، چې له امله یې یو سرتېری وژل شوی او څلور نور ټپیان شوي دي.

سرچینې وایي، له ټپیانو څخه د دوو سرتېرو حالت نازک ښودل شوی او روغتون کې تر درملنې لاندې دي.

تر اوسه ددې برید مسولیت کومې ډلې نه دی منلی.