جمعه, اپریل 24, 2026
Home Blog Page 183

ذبیح الله مجاهد پاکستان ته:د افغانستان په اړه د بې‌منطقه تبلیغاتو پر ځای د خپلو کورنیو ستونزو حل ته پام وکړئ

د طالبانو حکومت د پاکستان د پوځ د ویاند وروستۍ څرګندونې په کلکو ټکو غندلې دي.

د طالبانو حکومت ویاند ذبیح‌الله مجاهد ویلي، هغه تبصرې چې د پاکستان د پوځ ویاند د یوه خبري کنفرانس پر مهال د افغانستان د حکومتي او ټولنیز جوړښت په اړه کړې دي، له واقعیت سره سمون نه لري او د یو مسؤل پوځي موقف له معیارونو سره په ټکر کې دي.

نوموړي زیاته کړې، «اسلامي امارت» دا ډول غیرمسؤولانه او تحریکوونکې څرګندونې نه مني او له پاکستاني ادارو غواړي چې د افغانستان په اړه د بې‌منطقه تبلیغاتو پر ځای د خپلو کورنیو ستونزو حل ته پام وکړي.

ذبیح‌الله مجاهد ټینګار کړی چې افغانستان یو خپلواک، باثباته هېواد دی، پر خپلې خاورې بشپړ حاکمیت لري او د افغانستان په کورنیو چارو کې لاسوهنه او د ګواښ ژبه د افغان ملت لپاره د منلو وړ نه ده.

هغه له پاکستاني چارواکو غوښتي چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو حساسیت ته په کتو، مسؤلانه او سنجیده دریځ خپل کړي.

اریانا افغان هوايي شرکت:د الوتکو د تخنیکي بهیر د پیاوړتیا لپاره مو دوه نوي انجنونه کابل ته ولېږدول

اریانا افغان هوايي شرکت وايي، د الوتکو د تخنیکي او عملیاتي بهیر د پیاوړتیا لپاره یې د ۴،۷ میلیونه ډالرو په ارزښت دوه انجنونه له ترکیې او سربیا څخه کابل ته لېږدولي دي.

دغه انجنونه به ډېر ژر په بوینګ ۷۳۷ او ایرباس ۳۱۰ الوتکو کې نصب شي.

د اریانا د چارواکو په وینا، د انجنونو له فعالېدو سره به د الوتنو ظرفیت لوړ، تخنیکي ستونزې کمې او د کورنیو او نړیوالو الوتنو بهیر منظم شي.

بریتانیا کې سخته یخني؛تودوخه تر منفي ۱۲ درجې راکمه شوې

0

په بریتانیا کې د سختې یخنۍ له امله د تودوخې کچه تر منفي ۱۲ درجې سانتي‌ګرېډ پورې راټیټه شوې ده.

د رسنیو د راپورونو له مخې، د نورفوک په مارهم سیمه کې تېره شپه تودوخه تر منفي ۱۲.۵ درجې پورې کمه شوې ده.

د شدیدې یخنۍ له امله د ماشومانو د کرسمس رخصتۍ اوږدې شوې او سلګونه ښوونځي لا هم تړلي پاتې دي.

همدارنګه د سړک، رېل او هوايي سفرونو پر مهال مسافر له ستونزو سره مخ دي.

راپورونه وايي چې په شمالي سکاټلنډ کې د واورې ورښت د اورګاډو پر تګ راتګ اغېز کړی او په ځینو هوايي ډګرونو کې الوتنې لغوه شوې دي.

سکای نیوز:ټرمپ د څو هېوادونو پر وړاندې د سختو او پوځي اقداماتو احتمال څرګند کړی

0

د سکای نیوز د راپور له مخې، د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د وینزویلا له پوځي عملیاتو وروسته داسې څرګندونې کړي چې ښيي واشنګټن ښايي د نړۍ په څو نورو حساسو سیمو کې هم سخت او حتی پوځي اقدامات په پام کې ولري.

راپور وايي، ټرمپ په خپلو وروستیو څرګندونو کې کولمبیا، کیوبا، مکسیکو، ګرینلینډ او ایران د احتمالي فشار او اقدام په دایره کې یاد کړي دي، چې دا د امریکا د بهرني سیاست د نوي او تهاجمي لوري نښه بلل کېږي.

د سکای نیوز په وینا، ټرمپ کولمبیا د مخدره توکو د تولید او قاچاق په مخنیوي کې په پاتې راتلو تورنه کړې، د کیوبا اقتصادي کمزوري یې د دې هېواد لپاره جدي خطر بللی او په مکسیکو کې یې د نشه‌يي توکو د کارټلونو له امله د پوځي مداخلې بحث یو ځل بیا راژوندی کړی دی.

راپور زیاتوي چې ټرمپ د ګرینلینډ ستراتیژیک اهمیت ته هم اشاره کړې او دا یې د امریکا د ملي امنیت لپاره مهمه سیمه بللې ده.

همداراز، د ایران په تړاو یې خبرداری ورکړی چې که د داخلي اعتراضونو پر وړاندې تشدد زیات شي، واشنګټن به بې‌غبرګونه پاتې نه شي.

احمد شریف چودري:په خیبر پښتونخوا کې سیاسي ماحول ترهګرۍ ته زمینه برابروي

0

د پاکستان د پوځ د عامه اړیکو ادارې (ISPR) عمومي رییس احمد شریف چودري ویلي چې د ترهګرۍ شاوخوا ۸۰ سلنه پېښې په خیبر پښتونخوا کې رامنځته شوي، چې لامل یې هلته ترهګرو ته برابر شوی سیاسي ماحول دی.

هغه د ۲۰۲۵ کال د امنیتي حالاتو په اړه خبریالانو ته په جوړ شوي کنفرانس کې ویلي، چې په دغه کال کې ۷۵ زره ۱۷۵ استخباراتي عملیات ترسره شوي، چې له دې جملې ۱۴ زره ۶۵۸ په خیبر پښتونخوا، ۵۸ زره ۷۷۸ په بلوچستان او پاتې په نورو سیمو کې شوي دي.

د نوموړي په وینا، په ۲۰۲۵ کال کې ۵۳۹۷ ترهګریزې پېښې ثبت شوې او ۱۲۳۵ کسان چې پکې ملکي وګړي او د قانون پلي کوونکي ځواکونه شامل دي، وژل شوي دي.

همایون افغان:د تخار په چاهاب ولسوالۍ کې د سرو زرو د کان پر سر نښته شوې

د طالبانو حکومت د کانونو او پټرولیم وزارت ویاند همایون افغان تایید کړې چې د تخار ولایت د چاهاب ولسوالۍ کې د سرو زرو د کان کیندنې پر سر د قراردادي شرکت د کارکوونکو او ځايي اوسېدونکو ترمنځ نښته شوې ده.

هغه ویلي چې په دې پېښه کې ځاني او مالي زیانونه اوښتي؛ خو د دقیقو شمېرو په اړه یې څه نه دي ویلي.

د همایون افغان په وینا، د پېښې د څېړلو لپاره د وزارت له لوري یوه پلاوی تخار ته لېږل شوی او د څېړنو تر بشپړېدو وروسته به نور جزیات له رسنیو سره شریک شي.

کیم جونګ اون:د دفاعي دریځ پر ځای لومړي برید ته لومړیتوب ورکوو

0

د شمالي کوریا مشر کیم جونګ اون خپل پوځ ته په خطاب کې ویلي چې باید تل ورته دا ډاډ ورکړل شي، چې د هېواد یرغلییزه او پوځي ټیکنالوژي د هر احتمالي دښمن په پرتله پیاوړې ده.

هغه ټینګار کړی چې شمالي کوریا باید د دفاعي دریځ پر ځای د لومړي برید وړتیا ولري.

کیم جونګ اون ویلي، هغه له دفاعي جګړې څخه زیات د مخکیني او لومړي برید له ستراتیژۍ سره علاقه لري، ځکه چې د ده په وینا، قوي یرغلییز توان کولی شي دښمن له هر ډول اقدام څخه مخکې وځپي.

هغه پوځ ته لارښوونه کړې چې د وسلو پراختیا، توغندیزو سیستمونو او پرمختللې پوځي ټیکنالوژۍ ته ځانګړې پاملرنه وکړي، څو هېواد د هر ډول احتمالي ګواښ پر وړاندې بشپړ چمتووالی ولري.

کیم جونګ اون زیاته کړې چې اوسنی نړیوال وضعیت له بې‌ثباتۍ ډک دی، او یوازې هغه هېوادونه خوندي پاتې کېدای شي چې ځواکمن پوځ او پرمختللې یرغلییزه وړتیا ولري.

هغه ویلي، شمالي کوریا به د خپلو دفاعي او یرغلییزو پروګرامونو پراختیا ته دوام ورکړي، که څه هم دا چاره د نړیوالو فشارونو او بندیزونو لامل ګرځي.

عبدالسلام ضعیف:افغانان د دښمنۍ پر وړاندې نه ماتېږي؛ خو د دوستانه ژبې په خوشباورۍ کې تېروتلای شي

پاکستان کې د طالبانو حکومت پخواني سفیر مولوي عبدالسلام ضعیف ویلي، افغانان په دښمنۍ کې نه ماتېږي؛ خو د دوستانه ژبې او خوشباورۍ په اړه تېروتلای شي.

هغه ټینګار کړی چې خلک باید د چا د خوږې ژبې په باور تېر نه وځي، ځکه دښمن یوازې د خپلې ستراتیژۍ له مخې تکتیکي بدلونونه رامنځته کوي.

د برلین محکمې؛یو مجرم افغان ته د خپلې مېرمنې د وژنې په تور د عمري بند سزا ورکړه

د جرمني د برلین ایالت محکمې یو ۴۵کلن افغان تبعه د خپلې مېرمنې د قصدي وژنې په تور په عمري بند محکوم کړ.

دغه پېښه د برلین د بریتز سیمې په اپارتمان کې شوې، چیرته چې تورن سړي خپله ۳۷ کلنه مېرمن د پخلنځي په چړه وهلې وه.

د جرمني د DPA خبري اژانس د راپور له مخې، تورن سړي خپله ښځه د هغه د غوښتنو نه منلو په خاطر په چړې وهلې وه.

د محکمې له خوا ویل شوي، چې د وژنې اصل لامل کورنی تاوتریخوالی و او قرباني یې هېڅ ناوړه کړنه نه‌درلوده.

محکمې د تورن پر کړنو د قاطعې سزا ورکولو ترڅنګ ټینګار کړی، چې د دې ډول کورني تاوتریخوالي قضیې په ټولنه کې جدي پیغام لري او هیڅ څوک د بل چا د ژوند د ختمولو حق نه لري.

پولیټیکو:ډونالډ ټرمپ د وینزویلا نوې موقته مشره رودریګز تر سختو فشارونو لاندې نیولې

0

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د وینزوېلا د موقتې مشرې ډېلسي رودریګز لپاره یو سخت خبرداری ورکړی او ویلي یې دي که هغه د امریکا پر غوښتنو عمل ونه کړي، نو د امریکا لخوا په نیکولاس مادورو د شویو اقداماتو لوړه بیعه به دی هم پرې کړي.

د پولیټیکو د راپورو له مخې، ټرمپ په دې خبرې ټینګار کړی چې امریکا اوس په وینزوېلا کې ځواکمن نفوذ لري او غواړي د نفتو او اقتصادي سرچینو کنټرول خوندي کړي، خو دا پرمختګ به یوازې د رودریګز د موافقې او همکارۍ په شرط ممکن وي.

دا خبرداری وروسته له هغه خپور شوی چې امریکایي ځواکونو د پخواني ولسمشر نیکولاس مادورو نیولو وروسته هغه نیویارک ته انتقال کړ.

رودریګز په لومړنيو څرګندونو کې امریکا “غیرقانوني بریدګره” بللې، خو وروسته یې د همکارۍ ډیپلوماټیکه ژمنه هم کړې ده.