جمعه, اپریل 24, 2026
Home Blog Page 182

عباس عراقچي:له امریکا سره د خبرو دروازې نه دي تړلي

0

د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي ویلي، چې تهران د امریکا پر وړاندې د خبرو دروازې نه دي تړلي؛ خو د واشنګټن اوسني سیاستونه د مذاکراتو لپاره مناسبه فضا نه برابروي.

نوموړي ټینګار کړی، چې ایران تل د متقابل درناوي او ګډو ګټو پر بنسټ خبرو ته چمتو دی.

هغه همداراز ویلي، چې ایران د لبنان سره د سیاسي او اقتصادي اړیکو د پراخولو لپاره پلان لري او داخلي مسایل یوازې د ایران د خلکو حق بلل کېږي.

عراقچي دا څرګندونې داسې مهال کوي، چې په ایران کې لاریونونه زیات شوي او د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د لاریون کوونکو پر وړاندې د تاوتریخوالي د دوام په صورت کې د مداخلې خبرداری ورکړی.

په ورته وخت کې ځینو هېوادونو خپلو وګړو ته له ایران د وتلو سپارښتنه کړې ده.

اسلام‌اباد کې؛د چینایي وګړو د ساتنې لپاره ځانګړی امنیتي یونټ جوړېږي

0

د پاکستان د کورنیو چارو وزیر محسن نقوي ویلي، چې په اسلام‌اباد کې د چینایي وګړو د ساتنې لپاره ځانګړی امنیتي یونټ جوړېږي.

نوموړي د چین د عامه امنیت وزارت په مرکز کې له خپل چینایي سیال وانګ شیاوهنګ سره په درې نیم ساعته ناسته کې د پاکستان–چین دوه‌اړخیزو اړیکو او د ترهګرۍ پر ضد ګډو اقداماتو خبرې وکړې.

دواړو لورو هوکړه وکړه، چې د ګډ کاري ګروپ غونډې به هر درې میاشتې کېږي او د دواړو هېوادونو د کورنیو چارو وزیران به هر کال سره ګوري.

چینایي وزیر پاکستان او محسن نقوي د سپتمبر په میاشت کې په چین کې د نړیوال امنیتي همکارۍ فورم ته راوبللو.

وانګ شیاوهنګ ویلي، پاکستان او چین ستراتیژیک شریکان دي او بیجینګ چمتو دی له اسلام‌اباد سره په هره کچه همکاري پیاوړې کړي.

رانا ثناالله:که عمران خان له ریاست سره د ټکر سیاست ته دوام ورکړي؛ نو زیان به وویني

0

د پاکستان د لومړي وزیر مرستیال سناتور رانا ثناالله خبرداری ورکړی، چې که د تحریک انصاف بنسټګر عمران خان له ریاست سره د ټکر سیاست ته دوام ورکړي؛ نو د هغه ګوند او د خیبرپښتونخوا حکومت به له زیان سره مخ شي.

رانا ثناالله ویلي، چې لومړي وزیر د پوځ له مشرانو او خپل سیاسي مشرانو سره تر سلا مشورې وروسته تحریک انصاف ته د مذاکراتو بلنه ورکړې ده.

د هغه په وینا، د عمران خان تېر سیاسي چلند ښيي، چې هغه تر اوسه د جدي مذاکراتو لپاره چمتو نه‌دی پاتې شوی.

بل‌خوا د پاکستان د دفاع وزیر خواجه اصف د پارلمان له ودانۍ بهر رسنیو ته ویلي، چې د ده په اند د مذاکراتو خبرې تر ډېره یوازې د رسنیو تر څرګندونو محدودې دي او تر اوسه پکې کوم جدي پرمختګ نه‌دی شوی.

خواجه اصف زیاته کړې، چې حکومت د محمود خان اچکزي یا د اپوزیسیون له لوري پر بل هر نوماند اعتراض نه‌لري، او هر څوک چې اپوزیسیون یې د خبرو لپاره معرفي کړي، حکومت به یې ومني.

عبدالغفور لېوال پاکستان ته:افغانستان لومړی د خدای او بیا د افغان ملت له‌خوا ساتل کېږي

تهران کې د افغانستان پخواني سفیر عبدالغفور لېوال ویلي، چې افغانستان که هر څه ولري یا نه، خو یو پیاوړی او تاریخي ملت هرومرو لري.

لېوال د پاکستان د پوځ ویاند ته په اشارې ویلي، چې پاکستان د انګریزي استعمار له‌خوا د بېلابېلو او متضادو قومیتونو په یوځای کولو رامنځته شوی، او تر اوسه نه دی توانېدلی د تاریخ، کلتور، هویت او تمدن پر بنسټ یو واحد ملت جوړ کړي؛ په داسې حال کې چې افغانستان دا ځانګړنه له پخوا لري.

نوموړي ټینګار کړی، چې افغانستان لومړی د خدای او بیا د افغان ملت له‌خوا ساتل کېږي، نه د حکومتونو له‌خوا.

د هغه په وینا، که څه هم افغانستان د «امپراتوریو هدیره» بلل شوی، خو په یقیني ډول د هغو یرغلګرو ځواکونو لپاره هدیره ده، چې هڅه یې کړې د تاریخي لوی افغانستان خاوره لاندې کړي.

لېوال د تاریخي بېلګو په یادولو سره ویلي، چې د تېر وخت اشغالګرو برخلیکونه لا هم د تاریخ په تیارو کې پراته دي، او د هغوی د ماتې نښې د افغانستان په بېلابېلو سیمو کې لیدل کېږي.

هغه په پای کې ویلي، چې د درې رنګه ملي بیرغ د بیا رپېدو هیله را هسکېدونکې ده.

ډونالډ ټرمپ:د وینزویلا تېل به د بازار په بیه وپلورل شي او عواید به زما تر کنټرول لاندې وي

0

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ اعلان کړی، چې د وینزویلا لنډمهاله چارواکي به د بندیزونو لاندې د لوړ کیفیت له ۳۰ تر ۵۰ میلیونه بېرلو پورې تېل امریکا ته وسپاري.

ټرمپ پر خپلې ټولنیزې شبکې «ټروت» لیکلي، چې دغه تېل به د نړیوال بازار په بیه وپلورل شي او ترلاسه کېدونکي عواید به د امریکا د ولسمشر په توګه د ده تر مستقیم کنټرول لاندې وساتل شي.

د هغه په وینا، دا کار به د دې لپاره وي، څو ډاډ ترلاسه شي چې یادې پیسې د وینزویلا او امریکا د خلکو په ګټه ولګول شي.

د امریکا ولسمشر زیاته کړې، چې د انرژۍ له وزیر کرېس رایټ څخه یې غوښتي څو دا طرحه بې‌له ځنډه عملي کړي.

د هغه د څرګندونو له مخې، دغه تېل به د زېرمه‌کوونکو ځانګړو بېړیو له لارې ولېږدول شي او په مستقیم ډول به د امریکا د تېلو تخلیې بندرونو ته انتقال شي.

پاکستان؛چکوال سیمه کې د مسافر وړونکي بس د چپه کېدو پېښه کې ۳۲ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې

0

د پاکستان په چکوال سیمه کې یو مسافر وړونکی بس له کنټرول څخه بهر شوی او له سړکه غورځېدلی، چې له امله یې لږ تر لږه ۵ کسان وژل شوي او ۲۷ نور ټپیان دي.

د ژغورنې چارواکو په وینا، بس د اسلام‌اباده څخه کراچۍ ته روان و، خو د موټرچلوونکي د کنټرول له وتلو وروسته له سړک څخه ښکته غورځېدلی دی.

د پېښې ځای ته سمدستي د ژغورنې او طبي ټیمونو استول شوي، او ټپیان روغتونونو ته انتقال شوي دي.

پاکستاني رسنیو د چارواکو له قوله راپور ورکړی، چې د ټپیانو په منځ کې ۷ ښځې هم شاملې دي او د ځینو ټپيانو روغتیايي وضعیت نازک دی.

لینډسي ګراهام:ایران ته د ټرمپ خبرداري باید جدي ونیول شي

0

د امریکا جمهوري‌پال سناتور لینډسي ګراهام د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د وروستیو خبرداريو ملاتړ کړی او ویلي یې دي، چې کله ټرمپ خبرداری ورکوي؛ نو باید جدي ونیول شي.

ګراهام په خپلو څرګندونو کې د ایران د حکومت مشران تورن کړي، چې خپل ولس تر وېرې لاندې ساتي.

هغه ټینګار کړی چې د معترضانو پر وړاندې د تاوتریخوالي دوام به د ایران د واکمنانو لپاره ناوړه پایلې ولري.

په ورته وخت کې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د ایران د اعتراضونو د پراخېدونکي ځپنې په اړه ویلي، چې د ایراني معترضانو پیاوړی هوډ د عدالت هیله ژوندۍ ساتي.

زلمی خلیلزاد:د افغانستان او پاکستان ترمنځ د امنیتي هوکړې امکان شته

د افغان سولې لپاره د امریکا پخواني ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد ویلي، چې د پاکستان د پوځ ویاند شریف چوهدري په خپلو وروستیو څرګندونو کې د امریکا او طالبانو ترمنځ د دوحې هوکړې ته اشاره کړې؛ خو دا یو ناسم درک دی چې ګواکې دغه هوکړه د افغانستان او پاکستان ترمنځ مسایل هم رانغاړي.

خلیلزاد ویلي، که څه هم د دوحې هوکړه د افغانستان او پاکستان د اړیکو په اړه نه ده؛ خو دا موضوع د دواړو هېوادونو ترمنځ د یوې ورته هوکړې پر امکان د فکر کولو لاره پرانیزي.

د هغه په وینا، که افغانستان او پاکستان داسې دوه‌اړخیزه هوکړه وکړي چې له مخې یې دواړه هېوادونه ژمن شي، څو هېڅ فرد یا ډله، د داعش او ټي‌ټي‌پي په شمول د دوی له خاورې د بل هېواد پر ضد د امنیتي ګواښ لپاره استفاده ونه کړي؛ نو دا به د دواړو هېوادونو په ګټه وي.

خلیلزاد زیاته کړې، چې دا ډول هوکړه باید د درېیم لوري تر څار لاندې عملي شي، څو د ژمنو پر تطبیق باور رامنځته شي.

نوموړي ویلي، چې د طالبانو له مشرانو سره د وروستیو خبرو پر بنسټ باور لري، چې هغوی د داسې یوې هوکړې د خبرو اترو لپاره چمتو دي، او ټینګار یې کړی چې دا به د افغانستان او پاکستان د اړیکو لپاره بدلون راوستونکې هوکړه وي.

خلیلزاد په پای کې ویلي، چې د دې نوښت د عملي کېدو لپاره اوس توپ د پاکستان په میدان کې دی.

د پاکستان دفاع وزیر:د هند او افغانستان د نږدې اړیکو له کبله د طالبانو پر حکومت باور نه‌لرو

د پاکستان د دفاع وزیر خواجه اصف ویلي، چې اسلام‌اباد د افغان طالبانو او هند ترمنځ د نږدې اړیکو له امله د طالبانو پر حکومت باور نه‌لري او ادعا یې کړې، چې پاکستان د دې توان لري چې هم‌مهاله د هند او د طالبانو حکومت پر وړاندې مقابله وکړي.

نوموړي له جیونیوز سره په مرکه کې ویلي، پاکستان د خپلو ختیځو او لوېدیځو پولو په اوږدو کې د هر ډول احتمالي ګواښ پر وړاندې بشپړ چمتو دی.

په ورته وخت کې د پاکستان د پوځ ویاند شریف چودري هم د طالبانو حکومت له هندي حکومت سره په نږدې اړیکو تورن کړی دی.

دا څرګندونې داسې مهال کېږي، چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ اړیکې د امنیتي او سیاسي اختلافاتو له امله ترینګلې دي، د سرحدي شخړو ترڅنګ سوداګریزې لارې تړلې دي او د منځګړیتوب هڅې تر اوسه بې‌پایلې پاتې شوې دي.

رویټرز:په ایران کې د اقتصادي لاریونونو پر مهال لږ تر لږه ۲۵ کسان وژل شوي

0

رویټرز د ایران د بشري حقونو د یو شمېر سازمانونو له قوله راپور ورکړی چې په دغه هېواد کې د روانو لاریونونو پر مهال تر دې دمه لږ تر لږه ۲۵ کسان وژل شوي او له زرو ډېر کسان نیول شوي دي.

راپور زیاتوي، دا لاریونونه چې نن یې لسمه ورځ ده، د خراب اقتصادي وضعیت، لوړې بېکارۍ او د ژوند د لګښتونو د زیاتوالي پر ضد روان دي.

ایراني چارواکي دا اعتراضونه د بهرنیو کړیو دسیسه بولي او وايي چې ځینې ډلې هڅه کوي د خلکو له اقتصادي ستونزو ناوړه ګټه واخلي.

د ایران د پولیسو مشر د سه‌شنبې په ورځ خبرداری ورکړی چې له هغو کسانو سره به جدي چلند وشي چې چارواکي یې «بلوه‌ګر» بولي.

نوموړي ټینګار کړی چې امنیتي ځواکونه به د نظم د ټینګښت لپاره هر ډول اقدام وکړي.