یکشنبه, اپریل 26, 2026
Home Blog Page 182

علي خامنه‌ای:د ټرمپ لاسونه د زرګونو ایراني وګړو په وینو ککړ دي

0

د شاهزاده رضا پهلوي له لوري د خلکو تر پراخې بلنې وروسته او د ایران د خلکو د میلیوني حضور په تعقیب، د ایران مذهبي مشر علي خامنه‌ای په توند بیان کې ویلي، چې «اسلامي جمهوریت د څو سوه زره شریفو انسانانو په وینو واک ته رسېدلی» او ټینګار یې وکړ چې نظام به د معترضینو پر وړاندې شاتګ ونه کړي.

خامنه ای وویل: د امریکا ولسمشر بې‌ربطه خبرې کړې او ویلي یې دي که اسلامي جمهوریت داسې او هغسې وکړي، نو زه به د اغتشاش‌ګرو او زیان‌اړونکو کسانو ملاتړ وکړم. هغه دې لاړ شي خپل هېواد دې سمبال کړي، ځکه خپل یې هم له ستونزو ډک دی.
ټرمپ دې پوه شي چې د نړۍ مستکبران لکه فرعون، نمرود، رضاخان او محمدرضا د خپل غرور په اوج کې نسکور شول؛ هغه به هم نسکور شي.
د ټرمپ لاسونه د زرګونو ایراني وګړو په وینو ککړ دي.

خامنه‌ای، چې په همدې وخت کې د ایران پر خلکو د انټرنېټ سخت بندیز لګېدلی او ورځ تر بلې د معترضینو پراخ حجوم رامنځته شوی، معترضین یې «تخریب‌ګر» وبلل او خپلو پلویانو ته یې د «چمتووالي او وحدت» د ساتلو امر وکړ.

نوموړي وویل، ملت به پر «هر دښمن» برلاسی شي.

دا څرګندونې د خلکو د بې‌ساري پاڅون پر وړاندې د نظام د ژورې اندېښنې څرګندونه کوي، چې د هېواد په ګڼو ښارونو کې یې د واکمنۍ پر بنسټونو سخت فشار راوستی دی.

د ایران د بشري حقونو سازمان:تهران کې د اعتراضونو پر مهال لږ تر لږه ۴۵ لاریونوال وژل شوي

0

د ایران د بشري حقونو سازمان ویلي، په وروستیو اعتراضونو کې لږ تر لږه ۴۵ لاریونوال وژل شوي او شاوخوا ۲۰۰۰ نور نیول شوي دي.

راپور زیاتوي چې سلګونه نور ټپیان شوي او یوازې په یوه ورځ کې ۱۳ معترضان وژل شوي، چې شاوخوا ۸ یې ماشومان دي.

سازمان وايي حکومتي ځواکونو د لاریونوالو پر وړاندې له جنګي وسلو کار اخیستی او په ګڼو ښارونو کې پراخې نیونې شوي دي.

دغه سازمان د تاوتریخجن چلند غندنه کړې او د نړیوالې ټولنې د عاجل غبرګون غوښتنه یې کړې ده.

د یادونې ده چې امریکا هم مخکې ایران ته خبرداری ورکړی و چې له لاریونوالو سره تاوتریخوالی ونکړي او که تاوتریخوالی یې وکړو؛ نو دوی به مداخله وکړي.

د ایران دولتي رسنۍ:ترهګرې ډلې اعتراضونو ته دننه شوي، ایراني کورنۍ دې ماشومان اعتراضونو ته نه پرېږدي

0

د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ ویلي چې راتلونکې اوونۍ به د وینزویلا د مخالفانو له مشرې ماریا کورینا ماچادو سره وګوري.

ټرمپ فاکس‌نیوز ته ویلي چې له دې لیدنې سره لېوالتیا لري.

نوموړي د هغې له‌خوا د نوبل سولې جایزې د وړاندیز هرکلی یې کړی دی.

ماچادو، چې د وینزویلا د مخالفانو مشره ده، ژمنه کړې ژر به خپل هېواد ته ستنه شي او ویلي یې دي چې د هغې تر مشرۍ لاندې غورځنګ د ازادو ټاکنو ګټلو ته چمتو دی.

بل لورته رویټرز راپور ورکړی چې ټرمپ ښايي دا مهال د نیکولاس مادورو له حکومت سره همکارۍ ته ترجیح ورکړي.

ډونالډ ټرمپ:راتلونکې اوونۍ به د وینزویلا د مخالفانو له مشرې ماچادو سره وګورم

0

د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ ویلي چې راتلونکې اوونۍ به د وینزویلا د مخالفانو له مشرې ماریا کورینا ماچادو سره وګوري.

ټرمپ فاکس‌نیوز ته ویلي چې له دې لیدنې سره لېوالتیا لري.

نوموړي د هغې له‌خوا د نوبل سولې جایزې د وړاندیز هرکلی یې کړی دی.

ماچادو، چې د وینزویلا د مخالفانو مشره ده، ژمنه کړې ژر به خپل هېواد ته ستنه شي او ویلي یې دي چې د هغې تر مشرۍ لاندې غورځنګ د ازادو ټاکنو ګټلو ته چمتو دی.

بل لورته رویټرز راپور ورکړی چې ټرمپ ښايي دا مهال د نیکولاس مادورو له حکومت سره همکارۍ ته ترجیح ورکړي.

ډونالډ ټرمپ:د ایران د حکومت د احتمالي سقوط امکان ډېر دی

0

امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ وایي، د ایران د اسلامي جمهوریت د احتمالي سقوط امکان شته او واشنګټن به د تهران له‌خوا د ولس پر ضد هر ډول تاوتریخوالي ته سخت او پرېکنده ځواب ورکړي.

ټرمپ دا څرګندونې د فاکس نیوز سره په یوه ځانګړې مرکه کې کړې دي او ویلي یې دي، د ایران حکومت په تېرو کلونو کې پر خپلو بې‌وسلې خلکو ډزې کړي، هغوی یې د مرمیو تر باران لاندې نیولي، زنداني کړي او ان اعدام کړي دي.

نوموی زیاته کړې، چې ده اسلامي جمهوریت ته په ښکاره توګه خبرداری ورکړی، که بیا هم د خلکو پر وړاندې له زور او تاوتریخوالي کار واخلي، امریکا به پرې «ډېر سخت ګوزار» وکړي او دې اقدام ته بشپړ چمتووالی لري.

ټرمپ همدارنګه ویلي، که څه هم تر دې دمه ځینې پېښې رامنځته شوې دي، خو په ډېرو مواردو کې د خلکو مړینې د اعتراضونو پر مهال د ګڼه‌ګوڼې او بې‌نظمۍ له امله شوې دي.

د ټرمپ دا څرګندونې په داسې حال کې کېږي، چې د ایران وضعیت د نړیوالو رسنیو او سیاسي څارونکو له نږدې څار لاندې دی او د واشنګټن او تهران ترمنځ کړکېچ لا هم په خپل اوج کې قرار لري.

فاکس نیوز:امریکا د ایران اعتراضونه له نږدې څاري

0

یو لوړپوړي امریکایي چارواکي فاکس‌نیوز ته ویلي چې د امریکا مرکزي قومندانۍ (سنتکام) په تهران کې د حکومت ضد پراخېدونکي اعتراضونه له نږدې څاري، او متحده ایالات به نن د جمعې لمونځونه په ټول ایران کې او د حکومت د احتمالي غبرګون څرنګوالی په دقت وڅاري.

دغه چارواکي زیاته کړې چې د تهران د اعتراضونو په تړاو د امریکا د منځني ختیځ پوځي ترتیباتو کې کوم بدلون نه دی راغلی.

د هغه په وینا، د اف–۱۵ای جنګي الوتکو یو سکواډرن منځني ختیځ ته لېږل شوی؛ خو دا د ځواکونو د عادي ځای په ځای کیدو برخه ده او په سیمه کې د ځواکونو زیاتوالی نه دی شوی.

هغه همدارنګه ویلي چې دا مهال په منځني ختیځ کې د امریکا هېڅ هوايي وړونکې بېړۍ شتون نه لري، او د «یو اېس اېس فورد» بېړۍ د کارېبین سمندر کې ځای پر ځای ده.

ایران کې لاریونونه؛د بخښنې نړیوال سازمان او د بشري حقونو څار بنسټ د حکومت لخوا د لاریون کوونکو ځپل وغندل

0

د بخښنې نړیوال سازمان او د بشري حقونو څار بنسټ په یوه ګډه اعلامیه کې د ډسمبر له ۲۸مې نېټې راهیسې په ایران کې د لاریون کوونکو پر وړاندې د ځپنې کړنې غندلې.

دغو بنسټونو ویلي چې د ایران امنیتي ځواکونو د سوله‌ییزو معترضانو د تیتولو، وېروولو او سزا ورکولو لپاره له ناقانونه زور، ګرمو وسلو او پراخو خپل‌سري نیونو کار اخیستی دی.

د بشري حقونو دغو بنسټونو زیاته کړې چې د ایران د امنیتي ځواکونو، په شمول د سپاه پاسداران او د انتظامي پولیسو، په ناقانونه ډول د وسلو کارولو، ساچمه‌یي ټوپکونو، د اوبو پاشونکو موټرو، اوښکې‌بهونکي ګاز او وهلو ټکولو ته لاس اچولی دی.

د ملي پاڅون له پراخېدو سره هم‌مهاله؛د ایران حکومت د تهران هوايي حریم وتاړه

0

د نیوز ایکس ورلډ د راپور له مخې، تهران کې د ملي پاڅون له پراخېدو سره هم‌مهاله، د ایراني چارواکو د هوانوردۍ د خبرتیا (نوتام) په صادرولو سره د تهران هوايي حریم وتاړه.

د راپور له مخې، د ایران د ملکي هوايي چلند سازمان د نوتام په صادرولو سره د امام خمیني نړیوال هوايي ډګر او د هېواد د یو شمېر مهمو هوايي ډګرونو فعالیتونه درولي دي.

دا بدلونونه په داسې حال کې رامنځته شوي چې د ایرانیانو ملي پاڅون له سخت امنیتي غبرګون سره مخ شوی او د هېواد په بېلابېلو سیمو کې د هوايي دفاعي سیستمونو د فعالېدو راپورونه هم ورکړل شوي دي.

د یادونې ده چې دې اقدام د امنیتي وضعیت، د الوتنو د ګډوډۍ او د زیاتېدونکو ناآرامیو پر وړاندې د حکومت د غبرګون په اړه اندېښنې لا زیاتې کړې دي.

ملګرو ملتونو کې د ایران استازولي:ایران کې د اعتراضونو په اړه د اروپايي پارلمان دوه‌ګونی چلند او ریاکاري د منلو نه ده

0

د ملګرو ملتونو په سازمان کې د ایران استازولۍ د اروپايي پارلمان د غړو، د دغه پارلمان د رئیس په ګډون، د ایرانیانو د ملي پاڅون په اړه څرګندونې د هېواد په کورنیو چارو کې لاسوهنه بللې.

یادې استازولۍ ویلي چې د اروپایي ټولنې ریاکاري او د بشري حقونو او اصولو په وړاندې دوه‌ګونی چلند د کرکې وړ دی.

دغې استازولۍ زیاته کړې: «همدا د اروپايي پارلمان غړي چې په غزه کې د نسل‌وژنې او د اسراییلو د یرغلګرې جګړې پر مهال د سلګونو ایرانیانو د وژل کېدو پر وړاندې چوپ پاتې شول، اوس هڅه کوي چې په ایران کې د سوله‌ییزو اعتراضونو په اړه تحریف شوې کیسې خپرې کړي او د دښمنانه موخو لپاره د ایران د خلکو د حقونو په نوم د تمساح اوښکې توی کړي.»

ملګري ملتونه:نړیوال اقتصاد د اوږدمهالې ټیټې ودې له خطر سره مخ دی

ملګرو ملتونو د ۲۰۲۶ کال په نړیوال اقتصادي راپور کې خبرداری ورکړی چې د نړۍ اقتصاد د کرونا وبا له مخکینۍ دورې سره په پرتله د اوږدمهالې ټیټې ودې له جدي خطر سره مخ دی.

د راپور له مخې، که څه هم په ځینو هېوادونو کې اقتصادي فعالیتونه روان دي؛ خو اوسنی اقتصادي رشد هغه وړتیا نه لري چې پراخ او ټولشموله پرمختګ تضمین کړي.

ملګري ملتونه وايي، د اقتصادي ودې ګټې په عادلانه ډول نه وېشل کېږي او د عایداتو نابرابري، بې‌وزلي، او کاري فرصتونو کمښت لا هم جدي ننګونې دي.

راپور ټینګار کوي چې که نړیوال اقتصاد د دوامدارې او ټولشمولې ودې پر لور ونه ځي، نو د پرمختګ تشه به لا پراخه شي.

په راپور کې پر هېوادونو غږ شوی چې د اقتصادي اصلاحاتو، پانګونې، او ټولنیزو ملاتړکوونکو پروګرامونو ته لومړیتوب ورکړي، تر څو وکولای شي د خلکو د ژوند کچه لوړه کړي او د اقتصادي ودې ګټې ټولو ته ورسېږي.