یکشنبه, اپریل 26, 2026
Home Blog Page 181

د پاکستان حکومت خپلو وګړو ته:ایران ته غیر ضروري سفرونه وځنډوئ

0

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت خپلو اتباعو ته خبرداری ورکړی چې د ایران د پراخو لاریونونو له امله تر بلې خبرتیا پورې دې ایران ته غیر ضروري سفرونه وځنډوي.

وزارت ویلي، د اوسني امنیتي وضعیت له کبله دا اقدام د وګړو د خوندیتوب لپاره ضروري دی او د اړتیا په صورت کې به نورې سپارښتنې هم ورکړل شي.

مارکو روبیو:امریکا د ایران د زړورو خلکو ملاتړ کوي

0

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو ویلي، متحده ایالات د ایران د زړورو خلکو ملاتړ کوي.

نوموړي دا څرګندونې په ټولنیزه شبکه «ایکس» کې کړې دي.

تر دې وړاندې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د ایران د روانو اعتراضونو په اړه ویلي وو چې خلک په ځینو ښارونو کې د وضعیت کنټرول په لاس کې اخلي.

هغه ټینګار کړی چې ایران د خلکو پر وړاندې د خپل چلند بیه ورکوي.

ټرمپ خبرداری ورکړی چې که د ایران حکومت د خلکو وژنه پیل کړي، امریکا به اقدام وکړي او په وینا یې، داسې سخت ګوزار به وکړي چې د تهران لپاره به تر ټولو ډېر دردناک وي او د رژیم حساسو نقطو ته به سخت زیان ورسوي.

هندي رسنۍ:د طالبانو حکومت نور احمد نور په نوي ډهلي کې د سفارت سرپرست وټاکه

هندي رسنۍ وایي، چې د طالبانو حکومت نور احمد نور د هند په نوي ډهلي کې د افغانستان د سفارت د سرپرست په توګه ټاکلی دی.

د راپور له مخې، نوموړی چې پخوا د بهرنیو چارو وزارت د سیاسي ریاست مسوول و، نوي ډهلي ته رسېدلی او دنده یې پیل کړې ده.

دا ګام د کابل او نوي ډهلي ترمنځ د وروستیو ډیپلوماتیکو اړیکو په دوام کې اخیستل شوی دی.

زلمی خلیلزاد:د ټرمپ خبرداری د ایران ولس ته هیله ورکوي؛ خو تهران دې د امریکا خبرې سپکې نه ګڼي

0

د افغان سولې لپاره د امریکا پخواني ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد ویلي، ولسمشر ډونالډ ټرمپ دوه ځله د ایران مشرانو ته څرګند پیغام استولی او هغوی ته یې د بدلون غوښتونکو پر وړاندې د وژونکي ځواک د کارولو پر وړاندې خبرداری ورکړی دی.

نوموړي ویلي، د دې پیغام د ایران د ولس له لوري هرکلی شوی او خلکو ته یې د خپلو حقونو د مبارزې لپاره هڅونه ورکړې ده.

خلیلزاد خبرداری ورکړی چې ځینې خلک د ۱۹۵۶ کال د هنګري او د ۱۹۹۱–۹۲ کلونو د عراق د پېښو تکرار ته اندېښمن دي؛ هغه مهال چې د امریکا مثبتو څرګندونو عملي اقدام ونه درلود او پراخ تاوتریخوالی وشو.

د هغه په وینا، د ایران مذهبي مشر علي خامنه‌يي ښايي فکر وکړي چې ټرمپ یوازې ګواښ کوي؛ خو دا به ستره تېروتنه وي.

زلمي خلیلزاد د امریکا د بهرنیو چارو د وزیر مارکو روبیو له قوله ویلي، ولسمشر ټرمپ لوبې نه کوي، هغه چې څه وايي، پر هغه ولاړ وي.

نوموړي د ایران مذهبي مشرانو ته خبرداری ورکړی چې د ټرمپ د سختو څرګندونو جدي مانا درک کړي.

هغه همداراز د عراق مشرانو ته هم خبرداری ورکړی چې ایران ته د ملیشو د لېږلو په اړه له هر ډول پرېکړې مخکې ښه فکر وکړي، ځکه د بدلون او ازادۍ غوښتونکو ایرانیانو پر وړاندې درېدل هغه لوری نه دی چې دوی یې باید انتخاب کړي.

ټرمپ تهران ته:د لاریونوالو پر ضد تاوتریخوالی مو بې‌ځوابه نه پرېږدم

0

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ یو ځل بیا د ایران حکومت ته خبرداری ورکړی چې د ولسي لاریونونو پر وړاندې د زور کارول به جدي پایلې ولري.

د سي‌ان‌ان د راپور له مخې، ټرمپ ویلي که د ایران امنیتي ځواکونه پر لاریون کوونکو ډزې وکړي، امریکا به هم غبرګون وښيي.

نوموړي دا څرګندونې د وینزویلا د نفتو په اړه د امریکايي نفت‌شرکتونو له چارواکو سره د کتنې پر مهال کړې دي.

ټرمپ ټینګار کړی چې دا خبرداری د ایران پر وړاندې د امریکايي سرتېرو د استولو معنا نه لري، خو زیاته کړې یې ده چې د ایران پر ضد به ډېر سخت اقدام وشي.

هغه همداراز ویلي، ایران دا مهال له سختو سیاسي او اقتصادي ستونزو سره مخ دی او وضعیت یې ورځ تر بلې خرابېږي.

وال‌سټریټ ژورنال:د رضا پهلوي بلنې په ایران کې د اعتراضونو پراخه څپه رامنځته کړه

0

وال‌سټریټ ژورنال په یوه سرمقاله کې لیکلي چې د شاهزاده رضا پهلوي له لوري د سراسري لاریونونو بلنه په ایران کې د وروستیو کلونو له تر ټولو پراخو اعتراضونو سره مل وه.

د راپور له مخې، په تهران، مشهد او یو شمېر نورو لویو ښارونو کې زرګونه کسان سړکونو ته راوتلي او د ساعتونو لپاره یې د ښار ځینې سیمې تر خپل کنټرول لاندې راوستلې دي.

ورځپاڼې لیکلي، رضا پهلوي له مهاجرته د دغې بلنې په ورکولو سره لوی سیاسي خطر ومانه ځکه که خلکو پراخ غبرګون نه وای ښودلی، نو دده هغه سیاسي اعتبار به تر پوښتنې لاندې راغلی وای.

د وال‌سټریټ ژورنال په وینا، د ایران خلکو دغې بلنې ته ځواب ورکړ او د اعتراضونو څپه لا چټکه شوه.

د امریکا د جګړې د څېړنې اداره:د ایران پراخ لاریونونه د رژیم امنیتي ځواکونه ننګوي

0

د امریکا د جګړې د څېړنې ادارې (ISW) ویلي، سره له دې چې د ایران رژیم د لاریونونو د همغږۍ د ګډوډولو لپاره انټرنېټ بند کړی؛ خو پراخ لاریونونه لا هم په بېلابېلو ښارونو کې دوام لري او د امنیتي ځواکونو وړتیا ننګوي.

د راپور له مخې، د جنورۍ په ۸مه او ۹مه لاریونوالو د رژیم ادارې زیانمنې کړې او د سرچینو د کمښت له امله ښايي رژیم د اسلامي انقلاب ساتونکو ځواک پر ملاتړ زیات تکیه وکړي.

کمال ناصر اصولي:د نجات څلورلارې پروژه کې دې د نجات څلی نه نړول کېږي

د ولسي جرګې پخواني غړي کمال ناصر اصولي ویلي، که څه هم په کابل کې د نجات څلورلارې د جوړېدو او پراختیا په اړه طرحه وړاندې شوې؛ خو باید دې پروژه کې یاد څلی په نظر کې ونیول شي.

هغه په خپله ایکس‌پاڼه لیکلي، چې د نجات څلورلارې د ولس د افتخاراتو د ساتلو لپاره هم باید ړنګ نه شي.

د یادونې ده چې ‏د کابل ښاروالۍ د ارزونو له مخې، د نجات څلي هوايي پل هر لور ته په درېیو لیکو کې طرحه شوی چې ۴۵۰ متره اوږدوالی او ۲۸ متره عرض لري.

حلیم فدایي:حامد کرزي راته وویل چې پخوانۍ ناکامې تجربې باید تکرار نه شي

د پکتیا پخواني والي محمد حلیم فدایي وایي جرمني کې یې د پخواني ولسمشر حامد کرزي سره په روان وضعیت خبرې کړي.

ښاغلي فدایي لیکلي پخواني ولسمشر ټینګار کړی چې جګړه د ستونزو د حل لار نه ده، بلکې سوله، ملي تفاهم او ملي یووالی یوازینۍ او دوامدارې حل‌لارې دي.

فدایي لیکلي:« پخواني ولسمشر راته وویل چې د ناکامو تجربو تکرار باید و نه شي، بلکې ټول افغانان باید خپلې ستونزې د تفاهم، زغم او خبرو له لارې په خپل منځ کې حل کړي.»

شوروي پوځونه، اسلامي انقلاب او د کارمل ناکامه ډاډ

لیکوال:احمد شفایی
ژباړه: سیلۍ ودان

ببرک کارمل، د افغانستان د خلق دموکراتیک ګوند تر مشرۍ لاندې د دولت درېیم ولسمشر، واک ته له رسېدو دوه اوونۍ وروسته، د ۱۳۵۸ لمریز کال د جدي په میاشت کې، په خپلو لومړنیو بهرنیو مکاتباتو کې د ایران د اسلامي جمهوریت رهبر آیت‌الله روح‌الله خمیني ته یو لیک ولیکه او پکې یې ټینګار وکړ چې په افغانستان کې د شوروي ځواکونو حضور موقتي دی.

کارمل چې هغه مهال د افغانستان د انقلابي شورا رئیس او د دموکراتیک جمهوریت صدراعظم هم و، د همدې کال د جدي په شپږمه، د پخواني ولسمشر حفیظ‌الله امین تر وژل کېدو وروسته، د پخواني شوروي اتحاد د ځواکونو په ملاتړ واک ته ورسېد.
په دې لیک کې، چې پکې یې د ایران رهبر ته د «حضرت آیت‌الله امام خمیني، د اسلامي جمهوریت د جلیل‌القدر رهبر» په نوم خطاب کړی، هڅه کړې وه چې ډاډ ورکړي چې په افغانستان کې د شوروي ځواکونو شتون «قانوني، لنډمهاله او موقتي» دی.
د لیک په یوه بله برخه کې ببرک کارمل هڅه کړې چې د خپل مخکیني ولسمشر، حفیظ‌الله امین، پر غاړه ټولې ستونزې واچوي او هغه د «قتل‌عامونو» او نورو کړکېچونو اصلي عامل معرفي کړي.
حفیظ‌الله امین د خپلې واکمنۍ پر مهال تورن و چې ګڼ شمېر سیاسي مخالفین او روڼ‌اندي یې نیولي، شکنجه کړي او وژلي دي.
ببرک کارمل، چې له ۱۹۷۹ تر ۱۹۸۶ پورې د افغانستان ولسمشر و، که څه هم په دولتي بنسټونو او د ګوند په تګلارو کې یې پراخ بدلونونه راوستل، خو ځکه چې د شوروي اتحاد په ملاتړ او د سره پوځ د پوځي یرغل وروسته واک ته رسېدلی و، د افغانانو د اکثریت ترمنځ یې محبوبیت ترلاسه نه کړ.
د هغه اصلاحاتو هم د جګړې د کمېدو پر ځای، د مجاهدینو مقاومت او جګړه نوره هم پراخه کړه.
د بشري حقونو د څار سازمان د هغه وخت د راپور له مخې، د شوروي پوځونو او د ببرک کارمل حکومت هڅه وکړه چې ولسي پاڅون د «پراخو نیونو، شکنجې، د مخالفینو د اعدام، هوايي بمباریو او په کلیوالو سیمو کې د ډله‌ییزو وژنو» له لارې وځپي.
راپور زیاتوي چې دا کړنې نه یوازې دا چې د کیڼ‌اړخي حکومت پر ضد مقاومت یې لا پراخ کړ، بلکې د بې‌ځایه کېدو او کډوالۍ ستر بحران یې هم رامنځته کړ، چې له شاوخوا ۱۶ میلیونه نفوس څخه نږدې ۵ میلیونه کسان کډوال شول.

د ببرک کارمل د لیک یوه برخه د ۱۳۵۸ لمریز کال په «انیس» ورځپاڼه کې خپره شوې وه او د آیت‌الله خمیني انځور هم ورسره چاپ شوی و.

«افغانستان به د ایران د اسلامي جمهوریت د مخالفینو پایګاه نه شي»
په هغه لیک کې، چې د دولتي ورځپاڼو لکه انیس کې هم خپور شوی و، ببرک کارمل ځان داسې معرفي کړی دی:
«ببرک کارمل، د افغانستان د واحد دموکراتیک خلق ګوند د مرکزي کمېټې عمومي منشي، د انقلابي شورا رئیس او د افغانستان د دموکراتیک جمهوریت صدراعظم.»

کارمل ځینې ایراني اشخاص او کړۍ د کابل او تهران ترمنځ د اړیکو پر خرابولو تورنوي او لیکي:
«ځینې ایراني اشخاص او محافل، د نړۍ‌خواره امریکایي امپریالیزم په لمسونونو، چې د نړۍ د ټولو ولسونو او په ځانګړي ډول د قهرمان او باعزته ایران د خلکو دښمن دی، د مسلمان، ازاد او زړور افغان ولس د انقلابي بدلون، د تاریخي دوست شوروي اتحاد د بې‌غرضه مرستو او د افغانستان د دموکراتیک جمهوریت د دولت پر ضد نا دوستانه او غیر ورورګلوۍ تبلیغات کوي.»

دا په داسې حال کې ده چې د ببرک کارمل ځینو نږدې ملګرو، لکه جنرال عبدالقادر (پخوانی د دفاع وزیر)، د شوروي ځواکونو د یرغل د ملاتړ له امله پر هغه سختې نیوکې کړې دي.
جنرال قادر، چې د حفیظ‌الله امین د واکمنۍ پر مهال د پلچرخي په زندان کې بندي و او د کارمل له واک ته رسېدو وروسته د شوروي ځواکونو له خوا خوشې شو، په خپلو خاطراتو کې چې په ۱۳۹۲ لمریز کال کې خپاره شوي، لیکلي:
«کله چې کابل ته راوړل شوم، ما کارمل ته وویل: ښه کار دې ونه کړ! هغه راته وویل: ستاسو لپاره مې وکړ. تاسو به وژل کېدئ. ما وویل: موږ درې تنه وو، زموږ مرګ ارزښت نه درلود، خو تا دا بد قمار وکړ.»

د «درې کسانو» څخه یې موخه خپله جنرال قادر، سلطان علي کشتمند (د کارمل د دورې صدراعظم)، نجیب‌الله (وروستی کیڼ‌اړخی ولسمشر) او محمد رفیع و، چې وروسته د دفاع وزیر شو.
د هغه په وینا، دا کسان په یوه بند کې د پلچرخي زندان کې ساتل کېدل.

ببرک کارمل په خپل لیک کې د افغانستان او ایران تاریخي او ورورګلوۍ اړیکو ته اشاره کړې او لیکلي یې دي چې د سولې‌پال سیاست له مخې د ایران له اسلامي جمهوریت سره د نږدې اسلامي ورورګلوۍ اړیکو غوښتونکی دی او «دواړو هېوادونو ترمنځ هېڅ ډول اختلاف نشته.»

هغه ژمنه کړې چې حکومت به یې اجازه ورنه کړي چې افغانستان «د ایران د اسلامي انقلاب او د ورور ولس د ګټو پر ضد په یوه مرکز بدل شي» او له ایران یې هم د ورته چلند غوښتنه کړې ده.

کارمل لیکلي دي چې که کومې ستونزې د حفیظ‌الله امین د «تحریک‌اچوونکو او ضد دموکراتیکو سیاستونو» له امله رامنځته شوې وي، د حل لپاره یې چمتو دي.
هغه همدارنګه له ایراني مشرانو د حسن نیت غوښتنه کړې او ویلي یې دي چې د «امین ډله» باید د «پهلوي رژیم او د تاریخ له نورو جلادانو، بلکې تر هغوی هم بدتره» وګڼل شي.

د «امین ډله» څخه د هغه موخه حفیظ‌الله امین او د خلق جناح ملګري وو.

د شنونکو په باور، د دې لیک موخه دا وه چې ببرک کارمل د ایران په ګډون له اسلامي هېوادونو سره نږدې اړیکې ټینګې کړي. خو د شوروي له یرغل وروسته، د ایران او پاکستان په ګډون ډېری اسلامي هېوادونو له کابل سره اړیکې محدودې کړې او د مجاهدینو ملاتړ یې پیل کړ.

د شوروي ځواکونو «موقتي حضور»
ببرک کارمل په لیک کې یو ځل بیا ټینګار کړی چې د شوروي ځواکونو شتون لنډمهاله دی او لیکي:
«د افغانستان حکومت د ۱۳۵۷ کال د قوس د ۱۴مې د دوستۍ د تړون پر بنسټ، څو ځله د بهرنیو دښمنانو د پوځي مداخلې د مخنیوي لپاره مرسته غوښتې وه. له ۱۳۵۸ شپږم د جدي وروسته هم دا مرسته په ټینګار وغوښتل شوه، او کله چې د بهرني یرغل خطر له منځه ولاړ شي، د شوروي اتحاد محدود ځواکونه به بېرته خپل هېواد ته ستانه شي.»

هغه ادعا کړې چې دا حضور د افغانستان د «خپلواکۍ، ملي حاکمیت او ځمکنۍ بشپړتیا» تضمینوي او د سیمې د سولې سبب ګرځي.

لیک چې ځواب یې وانخیست
ببرک کارمل د خپل لیک په پای کې له آیت‌الله خمیني سره د لیدنې غوښتنه هم کړې وه، خو د ایران اسلامي جمهوریت دې لیک ته رسمي ځواب ورنه کړ.
خو د ایران د رهبر یو مشهور نقل قول شته چې ویلي یې دي:
«هغه ورځ چې د شوروي سفیر راته وویل د افغانستان حکومت د پوځ غوښتنه کړې، ما ورته وویل دا د شوروي تېروتنه ده. دوی ښايي افغانستان ونیسي، خو هلته به ټینګه واکمني ونه شي کولی. دا یو باطل خیال دی.»
دا څرګندونې د ایران په رسمي سرچینو او د «صحیفه امام خمیني» په کتاب کې هم ثبت شوي دي.